• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ستانکزي څرګندونو ته د اصف غبرګون؛ دغه څرګندونې بې اساسه تورونه او د حقیقت بدلولو هڅه ده

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکزي د څرګندونو څخه اته ساعته وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د هغه څرګندونو ته غبرګون وښود او وې ویل، چې د ستانکزي څرګندونې بې اساسه تورونه، له حقیقت څخه لرې او د دې لپاره دي چې خپله ملامتي په نورو واچوي.

خواجه اصف د جمعې په ورځ (د مرغومي ۲۱مه) وویل: «د ملګرو ملتونو د څار ډلې د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې له دوو درجن څخه زیاتې ترهګرې ډلې فعالیت کوي، چې پکې تحریک طالبان پاکستان، القاعده، داعش خراسان، د ختیځ ترکستان اسلامي حرکت او د ازبکستان اسلامي حرکت شامل دي.» هغه زیاته کړه چې په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د داعش خراسان د افرادو جذب او اسانتیاوو برابرولو یو مهم مرکز پاتې شوی دی.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېرمحمد عباس ستانکزي پورې تړلې اېکس پاڼې لیکلي چې په پاکستان کې د داعش ترهګرې ډلې د مرکزونو په تړاو ورسره ثبتونه شته او د دغه هېواد پوځ ورته روزنه ورکوي.

ستانکزي ویلي چې د پاکستان د پوځ له لوري داعش ته وسلې ورکول کېږي او بیا یې افغانستان ته د بریدونو په موخه استوي. هغه زیاته کړې چې طالبانو په دې تړاو څو ځله پاکستان ته خبرداری هم ورکړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په خبره، له دوی سره په زندانونو کې شته داعشیانو اعتراف کړی چې په پاکستان کې روزل شوي او ترې په ترلاسه شویو ویډیوګانو کې هم دا خبره ثابته شوې ده.

خواجه اصف یو ځل له طالب چارواکو وغوښتل چې، نړۍوالې ټولنې ته ورکړي ژمنې پوره کړي، د ترهګرو بنسټونو له منځه یوسي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې وکارول شي.

پاکستاني چارواکو تل طالبان په دې تورن کړي چې ترهګرو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د دوی پر وړاندې ګټه پورته کړي. مګر طالبانو دغه څرګندونې تل رد کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د برېتانیا د کلتور وزیره: له ښځو سره د طالبانو د چلن سزا باید لوبغاړو ته ور نه کړو

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۳۱ GMT+۰

له افغانستان سره د لوبو د لغوه کېدو د غوښتنې په غبرګون د برېتانیا د کلتور وزیرې ویلي، له ښځو او نجونو سره د طالبانو د ناوړه چارو له امله باید ورزشکارانو ته سزا ور نه کړو. لیزا نانډي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، له افغانستان سره د انګلنډ راتلونکې کرېکټ لوبه باید لغوه نه شي.

خو لیزا ناندي وايي:« زه فکر کوم باید دوام ورکړو.»

نوموړې ویلي، د طالبانو د کړنو سزا باید لوبغاړو ته ور نه کړو.«دوی هغه خلک نه دي چې موږ غواړو د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د وحشتناکو کړنو سزا ورکړو.»

د بریتانیا د پارلمان د زیاتو غړو څو ورځې وړاندې یو لیک لاسلیک کړی و، چې پکې د دغه هېواد د کرېکټ بورډ غوښتنه شوې چې په لاهور کې د راتلونکې میاشتې د چمپینز ټرافي په سیالیو کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په وړاندې د لوبو څخه ډډه وکړي.

دوی ویلي، چې دا په هیواد کې د طالبانو له لوریی د ښځو د حقونو په وړاندې د روان وضیعت په وړاندې اخلاقي اعتراض دی.

لیزا ناندي وايي:«زه په سپورتونو کې د پړیکون په اړه ډیره محتاطه یم، ځکه چې زه فکر کوم چې دا ډول پرېکړې برعکس پاییلې لري.»

د انګلستان د پارلمان د غړو له لوري د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره د لوبو لغوه کېدو غوښتنې ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په ګډون افغانستان د یو شمېر سیاستوالو ترڅنګ د کرېکټ ګڼو افغان مینه والو هم سخت غبرګونونه ښودلي دي.

اتمر: له افغانستان سره د سیالیو پریکون به افغان ځوانان د لوبو له حق او وړتیا محروم کړي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۰

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر له افغان کرېکټ لوبډلې سره د لوبو د لغوه کولو د غوښتنې غبرګون کې ویلي، له افغانستان سره د لوبو لغوه کول او پر کرېکټ ملي لوبډله د بندیز لګولو غوښتنه به افغان ځوانان او نارینه په سپورت کې د ګډون او د وړتیاوو د پراخولو له حق محروم کړي.

حنیف اتمر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دا ډول پړیکون افغانانو ته جدي اخلاقي، قانوني او سیاسيي اندیښنې راپورته کړې دي.

نوموړی وايي، د ښځو په وړاندې د طالبانو د کړنو سزا باید نارینه وو ته ورنه کړل شي.

نوموړی په دې باور دی چې دا ډول پړیکون په حقیقت کې پر ښځو د طالبانو د غندنې وړ بندیزونو ته ورته دي چې د افغانستان پر نورو خلکو لګېږي او دا به په مستقیم ډول د طالبانو لخوا نه، بلکې د هغو کسانو له خوا وي چې د بشري حقونو دفاع کوي.»

نوموړی غوښتنه کوي، چې یادو ستونزو ته د رسیدو په موخه باید له افغانستان بهر د افغان میرمنو د کرېکټ لوبډله جوړه او باید د افغانستان د کرېکټ بورډ او د کرېکټ نړیوالې شورا ملاتړ او اعتبار ورکړل شي.

اتمر په دې باور دی، چې دا ډول نوښت به د کرېکټ نړیوالي شورا د غړیتوب له مقرراتو سره سم وي او په طالبانو به د پام وړ سیاسي فشار راوړي.

پر همدغه مهال د بریټانیا د کلتور وزیرې لیزا ناندي هم له افغانستان سره د کرکېټ لوبو د بندیز ته غبرګون ښودلی او وايي، له افغانستان سره د کرېکټ لوبه باید ترسره شي.

نوموړې وايي، لوبغاړي داسې څوک نه دي، چې باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د کړنو جزا وویني.

حامد کرزي د افغان کرېکټ ملي لوبډلې پر ملاتړ سربېره هغوی ته د لا بريا هيله وکړه

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۳۳ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ضد کړيو په غبرګون کې ويلي، چې د هېواد ټولو لوبغاړو د ورزش په ډګر کې د خپلو ویاړونو په ذريعه د افغانستان نوم او ملي بیرغ ځلاند ساتلي دي. حامد کرزی په خپل اېکس کې زیاتوي، افغان ولس تل ملي لوبغاړي هڅوي او ملاتړ یې کوي.

په ټولنيزو رسنيو کې د ځينې اسنادو له خپرېدو وروسته، چې پکې د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزيه کوفي د بريتانیا پارلمان ته په يوه لیک کې له دغه هېواده غوښتې، چې له افغان کرېکټ لوبډلې سره لوبې لغوه کړي، د افغانانو ګڼ غبرګونونه پارولي.

پخواني ولسمشر حامدکرزي د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه د افغان لوبغاړو په ملاتړ لیکلي: «د کرکټ ملي ټیم او د گران هېواد ټولو ویاړلو لوبغاړو د سپورت په ډګر کې د خپلو افتخاراتو په ذریعه د افغانستان نوم او ملي بیرغ ځلانده ساتلی.»

کرزي د کرېکټ، فوټبال، فوټسال، تکواندو او په المپيک کې د لوبغاړو د ګډون انځورونه هم نشر کړي او زیاته کړې یې ده: «افغانستان خلک تل د خپلو ورزشکارانو ملاټړ او تشویق کړی او هیله لري چې دوی د خپل زیار او استعداد پر مټ لاډیرې کامیابۍ گران هېواد ته ور په برخه کړي.»

تر دې واړندې ګڼو افغان سیاستوالو، د ورزش په خاص ډول د کرېکټ مينه والو هم د کرېکټ د ملي لوبغاړو په ملاتړ ږغ پورته کړی.

دا ملاتړ تر هغه وروسته و چې د بریتانیا پارلمان د خپل هېواد له لوبډلې له افغان لوبډلې سره د لوبو لغوه کولو غوښتنه وکړه، خو د انګلنډ لوبډلې دا غوښتنه رد کړه.

پر دې سربېره دکرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) هم بېګاه وویل، چې د افغانستان کرېکټ بورډ او لوبغاړو ته به د خپل هېواد د حکومت له خوا ټاکل شوي قانون د رعایت کولو له امله سزا نه ورکول کیږي، بلکې د کرېکټ د ودې په موخه به د افغان کرېکټ بورډ سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ایران د انرژۍ وزير: له افغانستان سر د هلمند اوبو کې د خپل حق په اړه د خبرو نتیجه اعلانوو

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۳ GMT+۰

د ایران د انرژۍ وزير وايي، له افغان لوري سره په تعامل کې د هلمند سیند اوبو کې د خپل حق د خوندي کولو موضوع په جدي توګه تعقبيږي. عباس علي ابادي په سیستان او بلوچستان کې رسنیو ته ويلي، چې په دې برخه کې له طالبانو سره خبرې شوې او نتیجه به یې اعلان شي.

د ایران ایرنا خبري اژانس د جمعې په ورځ په يوه خبر کې ویلي، چې ښاغلي علي ابادي د سیستان او بلوچستان په شمالي سيمه کې د زهک درېيم نمبر څاه څخه د ليدنې پر مهال رسنيو ته، له افغانستان سره په تعامل کې د هلمند د اوبو حقونو د تعقیب پر اړتیا ټينګار وکړ.

نوموړي ویلي، په دې اړه خبري شروع دي، چې پايلې به یې ژر اعلان شي.

د هغه په خبره، په دې سره به د سیستان سيمې د اوبو ستونزه حل شي او د دې ولایت اوسېدونکو ته د اوبو رسولو څو پروژې جريان لري.

عباس علي ابادي زياته کړه: «زموږ ټوله هڅه دا ده، چې د هیواد ټولو خلکو ته په ټولو سیمو کې دوامداره او کیفیت لرونکي اوبه برابرې کړو او په سیستان سیمه کې به هم د اوبو د حقونو مسله په جدي توګه د افغان لوري سره په تعامل کې تعقیب کړو.»

نوموړي د اوبو د سپما پر اړتیا ټينګا کړ او له ټولو اړوند ادارو څخه یې په سیستان او بلوچستان کې د اوبو ستونزې کمولو کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقاني تېره اونۍ له طالبانو غوښتنه وکړه، چې دغه هېواد ته له افغانستان د تلونکو اوبو د بهېدو په دوام کې همکاري وکړي او خنډونه لرې کړي.

نوموړي د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي سیندونو په تړاو د چاپېریال خوندیتوب او نړیوالو حقونو ته پاملرنه ضروري وبلل او یو ځل بیا په افغانستان کې پر جوړېدونکو بندونو او ایران ته د تلونکو اوبو د اندازې پر اغېزمنېدو اندېښنه ښودلې.

ای سي سي: افغان کرېکټ لوبډلې ته به د هغوی د حکومت د قوانینو له امله سزا نه ورکول کیږي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۱۱ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) وویل، چې د افغانستان کرېکټ بورډ او لوبغاړو ته به د خپل هېواد د حکومت له خوا ټاکل شوي قانون د رعایت کولو له امله سزا نه ورکول کیږي، بلکې د کرېکټ د ودې په موخه به د افغان کرېکټ بورډ سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له لورې په ښځو او نجونو د سختو بندیزونو له امله د بریتانیا پارلمان ۱۶۰ غړو له بریتانیایي لوبډلې غوښتي وو، چې له افغانستان سره په راورانو چمپينز ټرافي سیالیو کې ونه لوبیږي، خو د بریتانیا کرېکټ بورډ دغه غوښتنه رد کړه.

د کرېکټ نړۍوالې شورا ویاند د بریتانیا پارلمان غړو دغه پرېکړې ته غبرګون کې د ایپن کریک اینفو ویب پاڼې ته وویل: «لی سي سي به د افغانستان کرېکټ بورډ یا د دوی لوبغاړو ته د خپل هېواد د حکومت له خوا ټاکل شوي قوانینو د رعایت کولو له امله سزا ور نه کړي.» هغه زیاته کړه:«موږ به د کرېکټ په وده او د نارینه او ښځینه دواړو لپاره د لوبې فرصتونو کې د افغان کرېکت بورډ سره د مرستې لپاره د خپل نفوذ رغنده کارولو ته دوام ورکړو.»

راروانه فیبروري میاشت په پاکستان کې د چیمپينز ټرافي سیالۍ پېل کیږي، افغان کرېکټ لوبډله دغه سیالیو کې له خپلو سیالو لوبډلو ترڅنګ به د بریتانیا له کرېکټ لوبډلې سره هم مخامخ شي.

افغان کرېکټ لوبډلې ویلي چې دغو سیالیو ته پوره چمتوالی لري.