د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازی محمد صادق د شهباز شریف ځانګړی سلاکار هم وټاکل شو

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف ځانګړی سلاکار هم ټاکل شوی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف ځانګړی سلاکار هم ټاکل شوی دی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه مکتوب کې محمد صادق خپل ځانګړی سلاکار ټاکلی دی.
د پاکستان د لومړي وزیر په لاسلیک دغه مکتوب دوه ورځې وړاندې د پاکستان د ولسمشر دفتر ترڅنګ ګڼو وزارتونو ته استول شوی دی.
محمد صادق د ډسمبر په لومړیو کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له لوري د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي په توګه په دنده وګمارل شو.
نوموړی د ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د افغانستان لپاره د پاکستان د سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
نوموړی د افغان جمهوریت پر مهال هم د څو کلونو لپاره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی و.
د شهباز شریف لوري صادق خان د ځانګړي سلاکار په توګه په داسې حال کې په دنده ګمارل کېږي، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکي په ښه حال کې نه دي او صادق خان د افغانستان په چارو کې ښه تجربه لري.


پاکستان راډيو د پوځ د عامه اړيکو د دفتر له قوله ويلي، چې د ډېره اسماعيل خان په مادي سيمه کې يې د عملیاتو پر مهال د وسله والو د یوه مشر شفيع الله په ګډون پنځه اورپکي وژلي دي. د پوځ د اړیکو دغه دفتر ويلي، چې د عملياتو پر مهال يې له وسله والو وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي.
د پوځ په خبره، دغه عملیات یې د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ کړي او د وسله والو یو مشر شمفيع الله، چې مستعار نوم یې شفيع و، هم وژلی دی.
د پاکستان راډيو د همدې دفتر په حواله په خپل خبر کې ويلي ، چې وژل شویو وسله والو د پاکستان د امنيتي ځواکونو په وړاندي په ترهګريزونو بريدونو او د ملکي کسانو په هدفي وژنو کې لاس درلود.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر زياتوي، چې پوځ له هېواده د ترهګرۍ ګواښ د له منځه وړولو هوډ لري او په سيمه کې به یې عملیات هم دوام ولري.
د پاکستان پوځ د همدې ادعا په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.

د پښتونخوا سترې محکمې په پاکستان کې د پناه غوښتونکو افغان هنرمندانو د جبري اخراج په وړاندې د ثبت شوې عریضې په اړه حکومت ته حکم کړی، چې افغان هنرمندان دې په زور بېرته افغانستان ته نه ستنوي.
دغې محکمې حکومت ته لارښوونه کړې چې په دوو میاشتو کې د افغان هنرمندانو د پناه غوښتنې په اړه پریکړه وکړي او تر هغه وخته دوی په زور بېرته افغانستان ته نه شي ستنولی.
د پېښور سترې محکمې دغه پرېکړه په داسې حال کړې ده، چې په ورستیو دوو اونیو کې پولیسو په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات پل کړي دي.
د راپورونو له مخې، ۱۴۱ افغان هنرمندانو تېرکال اکټوبر میاشت کې د پښتونخوا سترې محکمې ته عریضه کړي وه، چې په جبري توګه افغانستان ته د دوی ستنول وځنډوي.
د افغان هنرمدانو له لوري د پښتونخوا سترې محکمې ته په لیک کې استدلال شوی و، چې د طالبانو له لوري په موسیقۍ، کنسرټونو او ورته هنري فعالیتونو د بندیز ترڅنګ دوی په افغانستان کې له ګواښونو سره مخ دي.
په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هنرمندانو، دولتي کارکوونکو، خبریالانو او نظامیانو په ګډون په ډير شمېر کې افغانان د نورو هېوادونو ترڅنګ پاکستان او ایران ته کډوال شول، خو د څه باندې یوه کال راهیسي یادو هېوادونو د افغان کډوالو د نیولو او په زور بېرته افغانستان ته د ستنولو لړۍ پیل کړي.

د امریکا د لاس انجلس ټایمز د خبر له مخې، د کالفرونیا ایالت په لاس انجلس کې د اورلګیدنې له کبله لس کسان مړه او تر ۹ زرو زيات کورونه، سوداګريز مرکزونه او ودانۍ ویجاړې او زيانمنې شوې دي. لاس انجلس ټايمز لیکلي، چې له سيمې ۱۳۰ زرو کسانو ته د وتلو امر شوی.
رویټرز خبري اژانس بېګاه راپور ورکړ، چې د لاس انجلس په څنډه پیسفیک پلاسيډاس کې ځنګلونو اور اخیستی او په زرګونو جریبه خپور شوی دی.
لاس انجلس ټایمز د جمعې په ورځ په دې اړوند په خپل وروستي راپور کې د کارپوهانو له قوله لیکلي، چې دا اور له خطر ډک او د امریکا په تاريخ تر ټولو لوی ناورین له ځان سره لري.
د لاس انجلس والي تېره ورځ په سیمه کې بېړنی حالت ترهغه وروسته اعلان کړ، چې دغه اور د سې شنبه په شپه ناوخته پیل او د چهارشنبې تر سهاره لا کابو نه شو.
د امریکا د برېښنا ادارې د معلوماتو له مخې، د سې شنبې ناوخته په لاس انجلس کې له ۲۲۰ زرو ډېر کورونه او سوداګريزو مرکزونو برېښنا نه لرله.

د عربي خبري شبکې ار ټي نظرپوښتنه کې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د عربي نړۍ تر ټولو اغېزناک مشر انتخاب شو. دا څلورم پرله پسې کال دی چې د سعودي ولیعهد په دې نظرپوښتنه کې لومړی مقام ګټي.
د عربي ژبې ار ټي خبري شبکې د خپلې کلنۍ نظرپوښتنې پایلې خپرې کړې، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د ټولو رایو ۵۴.۵۴ سلنه ترلاسه کولو سره د عربي نړۍ تر ټولو اغېزناک مشر وټاکل شو.
شبکې لیکلي، چې محمد بن سلمان له ټولټال ۳۱ زره ۱۶۶ رايو شاوخوا ۱۶ زره ۹۹۸ رایې تر لاسه کړې.
د ار ټي د خبر له مخي، دا نظرپوښتنه د دسمبر له ۲۳ د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۸ پورې دوام وکړ.
دغه عربي رسنۍ اعلان وکړ، چې د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان د ۱۷.۹ سلنه رایو په ترلاسه کولو دویم او د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د ۳.۹ سلنه رایو په ګټلو سره دریم ځای خپل کړی دی.
د دې نظرپوښتنې د تنظميموونکې په توګه ار ټي عربي شبکه هر کال له خپلو لیدونکو غوښتنه کوي، چې په عربي هیوادونو کې ترټولو اغیزناک شخصیتونه غوره کړي.
تېر کال همدې رسنۍ اعلان وکړ، چې محمد بن سلمان د عربي نړۍ تر ټولو اغېزناک شخصیت په توګه غوره شوی، چې د نږدې ۱۲ میلیونه ګډونوالو یې له ۷ میلیونه څخه زیاتې رایې ترلاسه کړې.
ار ټي عربي شبکې د سږ کال په سروې کې د ګډون کوونکو کمښت «د لویدیځ لخوا په شبکه باندې لګول شوي محدودیتونو» یاد کړه.
ویل کيږي، چې د سعودي عربستان ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان دا بریا په هیواد کې د پرمختللي لید ۲۰۳۰ پلان پلي کولو، په منځني ختیځ کې د سولې د تامین لپاره د هغه د هڅو او اړمنو هېوادونو سره د هغه د بشري مرستو له امله ترلاسه کړې ده.

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت یا پي ای اې له څه باندې څلور کلن ځنډ وروسته بیا خپلې الوتنې اروپا ته پیل کړې. دغه هوايي شرکت نن خپله لومړۍ الوتنه له اسلام اباد نړیوال هوايي ډګر څخه پاریس ته وکړه.
پر همدغه مهال د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف اروپا ته د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت د الوتنو بیا پیل کول یوه تاریخي شیبه وبلله او ویې ویل، چې په دې ډول به ملي بیرغ وړونکی شرکت په ټوله اروپا کې فعالیت وکړي.
ښاغلي اصف ژمنه وکړه، چې د پي ای اې پخوانۍ اعتبار به بیا را ژوندی کړي.
د پاکستان د دفاع وزیر ویلي، چې بریتانیا او امریکا ته به هم د پي ای اې الوتنې پیل کړي، خو دغو هېوادونو ته یی د یاد هوايي شرکت د الوتنو دقیق وخت نه دی روښانه کړی.
نوموړي پر همدغه مهال ویلي، چې پي ای اې به خصوصي سکټور ته په واک کې ورکړي او ډیر ژر به په مارکیټ خپل پخوانی ځای په لاس راوړي.
پاکستان کې د الوتکې غورځېدو پېښه کې د ۹۷ کسانو وژل کېدو او د لسګونو پیلوټانو د جعلي اسنادو د خبر خپرېدو پسې اروپايي ټولنې او بریتانیا د پي ای اې پر الوتنو بندیز لګولی وو.
خو د اروپايي ټولنې د هوایې خوندیتوب ادارې د تېر ډیسمبر په لومړیو کې له پي ای اې دغې وچې ته پر الوت لګېدلي بندییزونه لرې کړل.
د راپورونو له مخې، د دې بندیزونو له امله هر کال د پاکستان هوايي کرښې ته تر څلوېښت میلیارد روپیو یا ۱۴۴ میلیون ډالرو تاوان رسېدلی دی.
د اروپايي ټولنې د هوايي خوندیتوب ادارې د ۲۰۲۰ جون پر ۳۰ پر پاکستان نړیوالې هوايي کرښې د بندیز لګېدو سره د هغه وخت د حکومت په هڅو پسې د همغه کال د جولای تر ۳ د لنډمهال لپاره التونو ته اجازه ور کړل شوه، خو بیا تر اوسه پرې بندیز و.