• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هبت الله: کار اهل کار ته وسپارئ، د خلکو له خبرو او بدنامۍ ځان وساتئ، بیا یې کنټرول سخت دی

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۳۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۴۲ GMT+۰

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په کندهار کې خپلو چارواکو ته د شپږ ورځني سمینار په اخري ورځ ویلي، چې له بدنامۍ ځانونه وساتي او کار اهل کار ته وسپاري، «ځکه خلک خبرې درپسې کوي.» نوموړي ويلي که خلک بې اعتباره شول د نورو نظامونو په څېر به یې طالبانو ته هم بیا کنټرولول سخت وي.

د طالبانو ولایت مقام د شبنې په ورځ په يوه خبرپانه کې ويلي، چې هبت الله اخوندزاده په خپلو خبرو کې د «اسلامي ارزښتونو پر تطبیق» سربېره ټينګار وکړ چې کار اهل کار ته وسپارئ: « په نظام کې به اهلیت مراعتوو، چي اهل يې نه وي مسولیت مه ورکوه. که ستا ورباندي پېرزوینه ده ماته یې پېشنهاد که زه د کور تنخا او معاش ورته مقرروم، قدر به یې وکم؛ خو کار و اهل کار ته ورکه.»

نوموړي ويلي، چې خلک په وزر نه خپليږي او له ټولو چارواکو یې غوښتي، چې په «مکمل ډول د نظام سره مخلص شئ، چې د خلکو باور تر لاسه کړئ.»

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په خپله وینا کې ویلي، چې د تېرو نظامونو د له منځه تلو یو لامل دا و، چې خپلوي، ملګرتیا او شخصي روابط يې پالل.

هغه ویلي: « مخکی نظامونه چې تباه سوه دغه وجه وه چي د خلکو بې اعتمادي پر راغلل، هر یوه ډله، انډیوالان او خپل قریبان درلوده، چې وزارتونه او ولایتونه یې هم د اندیوالوانو و، اهل ته کار نه سپارل کېدل نو ټوله دنیا یې پر را شر کړه بیا یې هم نه کړه کنټرول.»

هبت الله په خپلو خبرو کې دا هم ويلي، چې د ټولې دنیا مسلمانان ورته محترم دي او د هغوی کومک به کوي.

د طالبانو مشر په داسي مهال کار واهل کار ته د سپارل سپارښتنې کوي، چې پر دغه ډله زياتي نيوکي کېږي، چې دندې یوازې ملا او خپلو جنګياليو ته ورکوي.

ان نن یې په کندهار کې په تازه دولتي ټاکنو کې د بولدک ولسوالۍ کمېسار مولوی نورالباقي د کندهار اقتصاد رییس او د اقتصاد رییس ملا عبدالسلام بریالی یې د تخته پل امنیه قومندان ټاکلی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

جرمني: په پاکستان د افغان کډوالو حالت ډېر خراب شوی

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۴۹ GMT+۰

جرمني له پاکستان د افغان کډوالو پر ډله یيز ایستلو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په دې هېواد کې د افغان کډوالو وضعت زيات خراب شوی. دا مهال په پاکستان کې تر ۳ زره زيات افغان کډوال اوسېږې، چې جرمني ته د تګ ويزو ته منتظر دي.

په پاکستان کې ډېری افغان کډوال جرمني ته د تګ لپاره ويزو ته انتظار کوي او له همدې کبله د المان دغه داخلي ورو پروګرام له نیوکو سره مخ شوی.

د بشري حقونو ډلې وایي، چې د دې هېواد د کارونو ځنډ افغان کورنۍ له خطر سره مخ کړې دي.

د جرمني حکومت وايي له پاکستاني چارواکو سره په نږدې تماس کې دي او په دوامداره توګه پر شرایطو د برابرو کډوالو د ملاتړ لپاره هڅې کوي.

د جرمني حکومت، د (GIZ) له لارې د پاکستان په میلمستونونو کې پر شرایطو د برابرو کډوالو کوربه توب او مالي ملاتړ کوي.

د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۳۱مه، د پاکستان امنیتي ځواکونو شپږ افغان کډوال، چې جرمني ته تلل او يو په کې د سیمه ييز حکومت یو پخوانی کارمند هم شامل وو ونیول او افغانستان ته یې ولېږل، خو دوه یې د جرمني په ملاتړ سره وتوانېدل، چې اسلام اباد ته بیا ستانه شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو ایستل «د فدرالي حکومت لپاره د اندیښنې خبره ده.»

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه، چې په اسلام اباد کې د جرمني سفارت د پاکستاني چارواکو سره په نږدې تماس کې دی ترڅو له پاکستانه د ایستل شویو کسانو د ژر ستنېدو لپاره اسانتیاوې برابرې کړی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دا هم ويلي، چې په پاکستان کې د المان حکومت تر څارنې لاندې خلک به په اسلام اباد کې د جرمني سفارت ملاتړ لیکونه ترلاسه کړي ترڅو د دوی د نیولو او ایستلو مخه ونیول شي.

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د طالبانو له خوا د افغانستان له سقوط را وروسته تر۳۶ زره افغانان، چې ډیری یې محلي کارکوونکي وه په جرمني کې میشت شوي دي او شاوخوا ۳ زره نور اوس مهال په جرمني کې دي ترڅو خپلې د پناه غوښتنې قضیې حل کړي.

د طالبانو استخباراتو د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو پخوانی قومندان نیولی

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۸ GMT+۰

په لغمان کې ځايي سرچینو افغانسان انټرنشنل ته وویل، طالبانو په تېر جمهوري حکومت کې د دغه ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان محمد اعظم باختر فراشغاني نیولی. د سرجینو په وینا،لغمان کې د طالبانو استخباراتو د مرغومي پر ۱۹مه نوموړی ور غوښتی او بیا یې زنداني کړی.

د نیول شوي پخواني قومندان نژدې خپلوانو هم افغانستان انټرنشنل ته ومنله چې د نیولو پرمهال د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې نوموړی سخت وهل شوی او بیا زندان ته اچول شوی دی.

نژدې خپلوان:« قومندان اوس مهال دهقاني کوله خو په لغمان کې د طالبانو استخباراتو ریاست په غوښتنه ورغلی و خو هغوی دی نیولی او بیا یې کابل ته انتقال کړی دی.»

د نوموړي خپلوان وایی چې د طالبانو راتګ سره هغه ټولې وسلې طالبانو ته سپارلې وې او هم یې له دوی د ټولبښنې کارت هم ترلاسه کړی و.

په تېر جمهوري حکومت کې د لغمان یو پخوانی امنیه قومندان افغانستان انټرنشنل ته وویل چې محمد اعظم باختر فراشغاني کلونه د طالبانو برضد سختې جګړې کړې او د طالبانو پرضد یو غښتلی قومندان و.

هغه په دې باور و، که د بشري حقونو سازمانونه او په کابل کې د یوناما دفتر یې په خوشي کولو کې هڅې ونه کړی نو د وژل کېدو امکان یې ډېر دی.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول په دې هکله څه نه دي ویلي.

سرچینو تر دې مخکې او د مرغومي په ۱۶مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو استبخاراتو په تېر حکومت کې د لغمان د دولت شاه او الینکار ولسوالیو پخوانی ولسوال حبیب الله نیولی دی.

سرچینې ویلي و، نیول شوي ولسوال حبیب الله اوس هم د طالبانو تر واک لاندې ولایت مقام اداري برخه کې دنده درلوده.

که څه هم د طالبانو د واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارکوونکي په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

معترضې میرمنې: د اسلامي همکاریو سازمان دې د طالبانو د پالیسي د څار لپاره کمېټه جوړه کړي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۴۹ GMT+۰

د افغان ښځو یوې ډلې په یوه پرانیستي لیک کې د اسلامي هېوادونو له مشرانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې اقدام وکړي. دوی د اسلامي همکاریو سازمان په مشرۍ د یوې کمېټې د جوړولو غوښتنه کړې، چې د طالبانو پالیسي وڅاري.

په دې پرانیستي لیک کې، افغان معترضو مېرمنو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو په اړه د دغو هېوادونو پر چوپتیا خواشیني څرګنده کړه.

په لیک کې راغلي دي: "د اسلامي هېوادونو د مشرانو په توګه ستاسو چوپتیا ډیره دردونکې ده. دا پیغام ورکوي چې د افغان میرمنو کړاو لومړیتوب نه دی او زموږ د مرستې لپاره چغې ستاسو د پاملرنې وړ نه دي. "خو دا هغه اسلام نه دی چې موږ یې پېژنو."

په لیک کې د ښځو او نجونو د زدکړو، کار، سفر او نورو محدودیتونو ته اشاره شوې ده، او ټینګار شوی چې دا محدودیتونه د "اسلامي شریعت" په نوم د طالبانو لخوا لګول شوي دي.

په لیک کې دا هم راغلي دي: "موږ د نړیوالې اسلامي ټولنې له مشرانو او غړو څخه غواړو چې زموږ سره ودریږي او د عدالت، انصاف او شفقت هغه اصول وساتي چې زموږ ګډ عقیده تعریفوي."

په لیک کې، معترضو ښځو ټینګار کړی، چې د اسلامي هېوادونو مشران باید له خپل نفوذ کار واخلي ترڅو د ښځو په وړاندې د طالبانو کړنې وغندي او دا ډله وهڅوي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

په لیک کې راغلي دي: "اسلامي تعلیمات جنسیت ته له پام پرته د ټولو خلکو لپاره عدالت، پوهه او خوندیتوب ته وده ورکوي او د امنیت او عدالت په لټه کې د ښځو او د هغوی کورنیو لپاره سرچینې، فرصتونه او اسانتیاوې برابروي." »

افغان ښځو ټینګار کړی چې له طالبانو سره اړیکه باید د ښځو او نجونو په وړاندې د محدودیتونو لرې کولو او په ډېپلوماتیکو خبرو کې د دوی د ګډون ډاډمن کولو پورې مشروطه وي.

دا لیک په داسې حال کې خپور شو چې د "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو تعلیم" تر سرلیک لاندې یو کنفرانس نن او سبا په پاکستان کې د ۴۰ زیاتو اسلامي هېوادونو په ګډون سره جوړ شوی، خو طالبانو پکې ګډون نه دی کړی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د اوبو حق د ترلاسولو لپاره له طالبانو سره خبرې کوو

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي: « ایراني چارواکي به له طالبانو سره د اوبو حق د ترلاسه کولو لپاره خبرې وکړي.» مسعود پزشکیان نن له افغانستان او پاکستان سره پر پوله سیستان او بلوچستان ولایت ته سفر درلود، چې د اوبو له پلوه یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

د ایران ایسنا خبري اژانس د نوموي له قوله وايي چې په دغه ولایت کې د اوبو ستونزو لپاره کارډله جوړه شوې ده.

د هغه په خبره: «پریکړه وشوه چې د سیستان او بلوچستان والي او هغه ډله، چې د اوبو حقونو په اړه کار کوي د ګاونډي او ورور هېواد سره کېنې او خبرې وکړي، چې د خپلو اوبو د حق ونډه ولرو.»

نوموړي د سمندر پر غاړه پروتوالی او له افغانستان او پاکستان سره ګاونډیتوب د دغه ولایت د پراختیا لپاره طلايي چانس وباله.

ولسمشر د چابهار بندر پر پراختیا ټينګار وکړ: « د مشرتابه لخوا د وړاندې شوي لید پر بنسټ، موږ د چابهار د پراختیا په لټه کې یو او دا سیمه باید د متخصص لید او علمي ډیزاین سره پراختیا ومومي.»

ایران د چابهار له لارې غواړي چې افغانستان د کراچۍ پر ځای بدیل بندر ولري او همدارنګه هند هم منځنۍ اسیا ته لار پیدا کړي.

که څه هم د دغه بندر د پراختیا لپاره له کلونو هڅې کېږي، خو لا هم ترې د توکو لېږد دودیزه بڼه نه ده موندلې.

ننګرهار کې د امنیه قومندانۍ مخ ته تر غلا وروسته طالبانو «یو وسلوال غل وواژه»

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۱ GMT+۰

د ننګرهار لپاره ځايي طالب چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد کې د امنیه قومندانۍ مخ ته څو وسلوالو غلو یو کس لوټلی او د تېښتې هڅه یې کوله. طالبان وايي، د دوی ځواکونو یې د مخنیوي هڅه وکړه، چې له امله یې غلو پر دوی ډزې وکړې او په ځوابي ډزو کې یو وسلوال غل ووژل شو.

باختر اژانس د طالب چارواکو په حواله وايي، «د امنیه قومندانۍ مخ ته څو وسلوالو غلو د یو کس له جیبونو موبایلونه، پیسې او نور قیمتي توکي په زور اخیستي وو او غوښتل یې د پېښې له ځایه د ریکشا په وسیله وتښتي.»

په خبر کې زیاته شوې چې طالبانو یې د نیولو هڅه وکړه، خو غلو پر دوی ډزې وکړې او په مقابل کې دوی یو غل وواژه.

طالبان وايي، نور غله له سیمې تښتېدلي، خو دوی یې د نیولو هڅه کوي.

د طالبانو واکمنېدو او په افغانستان کې د بې کارۍ زیاتېدو سره پر کلیو سربېره ښارونو کې هم د ګاډو، موبایلونو او نورو توکو د لوټ وسلوال غله پیدا شوي دي.

ځینې وخت دا غله د طالبانو په جامه کې د خلکو کورونو ته هم اوړي، همدا وجه ده چې څو میاشتې مخکې په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکو ته امر وکړ چې که څوک د دوی په جامه کې کورونو ته ورځي، نو له امنیه قومنداني سره تماس ونیسي.

د طالبانو سرتېري تر ډېره د نظامي یونیفارم پر ځای کالیو کې ګرځي، چې له امله یې د دوی په جامه کې د غلا غدیو پېښې هم ډېرې کړې دي.

نږدې دوه اونۍ وړاندې ننګرهار کې طالب چارواکو له خپلو سرتېرو وغوښتل چې نظامي یونیفارم واغونځي.

په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د اميتي چارو مرستيال مولوي محمد طاهر مبارز هغه مهال وویل، چې دا اقدام يې د نظم د ټينګښت او له خلکو سره د اړیکو نږدېوالي په موخه کړی.