• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جو بایډن: د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې په امریکا کې د بیکارۍ کچه ۴،۱ سلنه راټیټه شوې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۰۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۱۵ GMT+۰

د امریکا ولسمشر جو بایډن په واشنګټن کې د خپلې دورې پر مهال د امریکا د اقتصاد په اړه د وینا پر مهال وویل، چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې په امریکا کې د بېکارۍ کچه تر ټولو ټیټې کچې ۴،۱ سلنې ته رسېدلې ده.

جو بایډن وویل، چې د هغه په دوره کې ۱۶،۶ میلیونه نوې دندې رامنځته کولو یو ریکارډ جوړ کړی.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه، چې هغه د حکومت په څلورو کلونو کې د کورونا وبا سره - سره نه یوازې د کار نوي فرصتونه رامنځته کړي، بلکې د روغتیا په برخه کې یې هم د پام وړ کارونه پورته کړي، چې له امله یې د امریکایانو ۱۶۰ میلیارده ډالره سپما شوې دي.

همداراز جو بایډن وویل، په امریکا کې د انرژۍ تولید اوس د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

جو بایډن به د روان کال د جنورۍ په ۲۰مه د امریکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پای ته ورسوي او د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ترمپ به په همدې نېټه د امریکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د فرانسې سټراسبورګ ښار یوه تمځي کې د دوو رېل ګاډو د ټکر له امله لسګونه کسان ټپیان شوي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۲۴ GMT+۰

د فرانسې سټراسبورګ ښار په یوه مهم میټرو تمځي کې د دوو ښاري رېل ګاډو د ټکر له امله لسګونه کسان ټپیان شوي دي، چې د پنځو کسانو حالت ډېر جدي بلل شوی او د یوه کس د مړینې احتمال زیات دی.

دا پېښه د شنبې په شپه هغه مهال رامنځته شوه، چې یوه رېل ګاډي په تېروتنې خپل مسیر بدل کړ او د سټراسبورګ په تمځي کې له بل ټرین سره چې ولاړ و، ټکر وکړ.

د برېتانیا د میرور وېبپاڼې د راپور له مخې، لومړني راپورونه ښیي چې په دې پېښه کې شاو خوا ۳۰ کسان ټپیان شوي دي.

ځیني سیمه ییز راپورونه بیا وایي چې پېښه کې یو موټروان مړ شوی دی، که څه هم دا خبره لا تر اوسه تایید شوې نه ده.

د بېړنیو خدماتو ټیمونه د سټراسبورګ ښار ګار سینټرال تمځي کې د پېښې له قربانیانو سره د مرستې په حال کې دي.

د دې پېښې په اړه پر اېکس ټولنیزې شبکې ځینې ویډیوګانې خپرې شوي، چې په کې د تونل څخه پورته کېدونکی لوګی ښکاري او د ګڼې ګوڼې په تمځي کې د خطر زنګونه غږېږي، په داسې حال کې چې ځینې کسان د ټکر له امله ټپي شوي او په ځمکه پراته دي.

په یوې بلې ویډیو کې ښکاري، چې مسافرین په بېړه د رېل ګاډي دروازې ماتوي، ترڅو دننه بند پاتې کسانو ته مرسته وکړي.

همدا راز په ویډیو کې د دواړو رېل ګاډو شاوخوا ښکاري، چې ډېر زیانمن شوي دي.

لومړنۍ پلټنې ښيي، چې دا پېښه د فني ستونزې او د غلط پیغام د استولو له امله رامنځته شوې ده، چې د ټرېن لپاره د اتوماتیک پټلۍ بدلون او بیا د ټکر لامل شو.

د طالبانو په زندان کې امریکايي وګړي؛ ټرمپ وايي د بندیانو د تبادلې پلوی نه دی

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۰ GMT+۰

امریکایي وګړی رایان کوربټ، چې د طالبانو په زندان کې دی، مېرمن یې هڅه کوي په فلوريډا کې د امریکا له ټاکل شوي ولسمشر سره د خپل مېړه د قضيې د تعقیب لپاره وګوري. په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي، چې هغه د بندیانو د تبادلې پلوی نه دی؛ خو دغه موضوع به وڅېړي.

ټرمپ فاکس نیوز ته وویل، چې هغه به د بندیانو تبادله په پام کې ونیسي خو په دې اړه شکمن دی.

د امریکا منتخب ولسمشر وویل: «ما تر اوسه دې موضوع ته نه دي کتلي، زه هیڅکله د دې تبادلې پلوي نه یم؛ خو زه به یې وګورم او خپل دریځ به څرګند کړم.»

د رایان کوربټ میرمن وايي د طالبانو په زندان کې د خپل خاوند د قضيې د تعقيب لپاره هڅه کوي، چې په فلوريډا کې د امریکا له نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

انا کوربټ وویل، چې د هغې میړه د طالبانو په زندان کې ښه نه دی او هغه په ​​دوامداره توګه له سر درد رنځېږي.

رایان کوربټ د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له خوا ونیول شو او له دوه نیمو کلونو زیات وخت وروسته هم خوشی شوی نه دی.

هغه د خپل شخصي شرکت د کارمندانو د معاشونو د ورکولو لپاره کابل ته تللی و او د طالبانو لخوا ونیول شو.

په دې وروستیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې د بایډن اداره له طالبانو سره په افغانستان کې د دریو امریکایي اتباعو او د القاعدې د یو لوړ پوړي غړي د تبادلې لپاره خبرې کوي.

په ورته وخت کې داسې ښکاري، چې د بندیانو د تبادلې لپاره خبرې په ټپه درېدلې دي.

د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي ګارډین ته ویلي، چې دغې ډلې خبرې د ټرمپ ادارې تر پیل پورې ځنډولې دي.

انا کوربټ فاکس نیوز ته وویل: «زه په بشپړه توګه ناهیلې شوې یم او د خپلې کورنۍ لپاره مبارزه کوم.»

هغه چېله ټرمپ سره د لیدو لپاره فلوریډا ته سفر کوي، ډاډه نه ده، چې ایا د خپل خاوند د خوشي کولو لپاره به یې وروستۍ هڅه اغیزناکه وي که نه.

د ټرمپ ډلې لا تر اوسه د میرمن کوربټ سره کومه ليدنه نه ده برابره کړې.

انا کوربټ پخوا د ډېرو هڅو او ټینګار سره سره ونه توانېده چې له بایډن سره وویني او د خپل میړه د خوشي کېدو په اړه ورسره خبرې وکړي.

اوس هغه هیله لري، چې ټرمپ به د هغې د خاوند د قضیې په تعقیب کې ورسره همکاري وکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې لپاره خبرې د ۲۰۲۴ کال په جولای کې پیل شوې او په کې د دریو امریکایی اتباعو - رایان کوربټ، جورج ګلزمن او محمود حبیبي - سره د القاعدې د یو شکمن لوړ پوړي مرستیال محمد رحیم الافغاني تبادله شامله ده.

په کانګرس کې ځینو جمهوري غوښتونکو د طالبانو سره د رحیم الافغاني د بیا یوځای کیدو په اړه امنیتي اندیښنې څرګندې کړې دي.

خو انا کوربټ د امریکا له حکومت وغوښتل، چې دا توافق ومني: «ریان یو حیرانونکی سړی دی او هیڅ غلط کار یې نه دی کړی او زموږ کورنۍ هغه ته سخته اړتیا لري.»

هغې وويل: «ريان يو وطنپال کس دی، هغه یوازې د افغانستان له خلکو سره د مرستې هڅه کوله.»

انا کوربټ وویل، چې هغې په وروستي ځل د کرسمس په ورځ له خپل خاوند سره شاوخوا ۱۵ دقیقې خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړه: «ریان وپوښتل چې ایا کوم پرمختګ شوی دی که نه؟ په حقیقت کې هیڅ شی نه و چې زه یې ورسره شریک کړم.»

په ۲۰۲۴ کال کې دوو خوشې شویو امریکایی زنداینانو څرګنده کړه، چې رایان کوربټ سخت خوارځواکی او خپه و او په یوه ځمکه کې ساتل کیده، چې تقریبا هیڅ لمر پکې نه و.

انا کوربټ وویل، چې د خپل میړه سره د وروستیو خبرو اترو وروسته، هغه لاهم د دوامداره سر درد او په غوږونو کې د زنګ وهلو څخه رنځ وړي.

شهباز شریف: په پاکستان کې ۲۲ میلیونه ماشومان له زدکړو بې برخې دي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې په دغه هېواد کې له ۲۲ میلیونو ډیر ماشومان له زدکړو بې برخې دي. شهباز شریف اسلامي هېوادنو کې د نجونو د زدکړو اړوند کنفرانس کې وینا سره، په اسلامي هېوادونو کې د نجونو تعلیم ته د لومړیتوب ور کولو پر بیړنۍ اړتیا ټینګار وکړ.

په اسلام ایاد کې د "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زدکړې په اړه د نړیوال دوه ورځني کنفرانس د پرانیستلو پر مهال، لومړي وزیر وویل چې اسلامي نړۍ د نجونو زدکړو ته د مساوي لاسرسي په برخه کې له مهمو ننګونو سره مخ دی.

شهباز شریف وايي چې په پاکستان کې ښځې د ټول نفوس له نیمایي څخه زیاتې دي، خو د ښځو د سواد کچه یوازې ۴۹ سلنه ده. 6

شهباز شریف:"د اندیښنې وړ خبره دا ده چې شاوخوا ۲۲.۸ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو څخه تر ۱۶ کلونو پورې دي له ښوونځي بهر دي، چې یوه لویه برخه یې نجونې دي."
په پاکستان کې مسلمان هېوادونه داسې مهال دغه کنفرانس جوړوي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر زدکړو سخت بندیزونه لګیدلي او د پاکستان له بلنې سره، سره یې هم په دغه کنفرانس کې برخه نه ده اخیستې.

ولې متحده ایالات غواړي پر ټیک ټاک بندیز ولګوي؟

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۰

د متحده ایالاتو سترې محکمې د جمعې په ورځ غوښتل هغه قانون تصویب کړي چې د جنوري تر ۱۹ پورې به په متحده ایالاتو کې د بایټ ډېنس کمپڼۍ د لنډې ویډیو اپ ټیک ټاک باندې بندیز ولګوي. متحده ایالات په دې باور دي چې ښایي ټیک ټاک د دغه هېواد ملي امنیت ته ګواښ پیښ کړي.

د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېر کال په جولای کې وویل، چې پر ټیک ټاک به بندیز ولګوي.

دغه اپ د ۱۷۰ میلیونه امریکایانو له خوا کارول کیږي.

د ایف بي ای رییس کریس وري وویل، چې ټیک ټاک د ملي امنیت لپاره خطر رامینځته کوي. هغه زیاته کړه، چې چینایي شرکتونه اړ دي چې په لازمي ډول هر هغه څه وکړي چې د چین حکومت یې غواړي د معلوماتو شریکولو یا د چین حکومت د وسیلې په توګه خدمت کولو په برخه کې وکړي.

د کانګرس غړو شکایت کړی، چې د چین حکومت په بایټ ډېنس کې "طلایی برخه" لري. خو ټیک ټاک ویلي چې "د چین حکومت پورې تړلې اداره د بایټ ډېنس فرعي شرکت یو فیصد ملکیت لري او چین څخه بهر د بایټ ډېنس نړۍوال عملیاتو باندې هېڅ اغیزه نه لري.

د ټیک ټاک اجراییوي رییس ویلي، هېڅکله به د چین حکومت سره د متحده ایالاتو کارونکو ډیټا شریکه نه کړي.

سویس د ایران په زندان کې د یوه سویسي وګړي د وژل کېدو په اړه وضاحت غوښتی

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۱۳ GMT+۰

سویس هېواد د ایران په زندان کې د یوه سویسي وګړي تر وژل کېدو وروسته له ایراني چارواکو ددغې وژنې په اړه وضاحت غوښتی. د ایران عدلیې خبري اژانس میزان د ایران د سمنان ولایت لوی څارنوال په حواله وویل، یو سویسي وګړی په ایران کې د جاسوسۍ په تور له نیول کېدو وروسته په زندان کې وژل شوی.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل، چې ایران د ډسمبر په لسمه د جاسوسۍ په تور د دغه هېواد د ۶۴ کلن وګړی د نیولو خبر ورکړی و.

دغه وزارت زیاته کړه، هغه ایران ته د یوه ګرځندوی په توګه تللی و او له شاوخوا شلو کلونو راهیسې په سویس کې نه و بلکې په سویلي افریقا کې اوسېده.

په تهران کې د سویس سفارت هڅه وکړه، د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دغه سړي سره خبرې وکړي خو د ایران د روانو تحقیقاتو له امله دا غوښتنه رد شوه.

د سویس وزارت په یوه بیان کې وویل: "سویټزرلنډ له ایراني چارواکو غوښتي چې د هغه د نیول کېدو د لاملونو او د هغه د مړینې د څرنګوالي په اړه بشپړې څېړنې وکړي."

د لوړ پوړو دولتي امنیتي ادارو پورې تړلی نورنیوز د معلوماتو له مخې، دا سړی "د ایران په مرکزي صحرا کې د معلوماتو راټولولو او د خاورې نمونې اخیستلو په وخت کې نیول شوی."

د یادې ادارې په خبر کې راغلي چې د هغه نیول د اکتوبر په ۲۶ د ایران په نظامي اهدافو باندې د اسراییل د هوایي برید سره همغږي و او هغه د خپلې پخوانۍ روزنې په کارولو سره ځان وژنه کړې.

د ایران سپاه پاسداران په وروستیو کلونو کې لسګونه دوه ګوني تابعیت لرونکي او بهرنیان د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

د بشري حقونو ډلې پر ایران تور لګوي چې هڅه کوي د دغه ډول نیول کېدو له لارې له نورو هېوادونو امتیازات واخلي. ایران دا خبره ردوي.

سویس د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځګړي رول لوبوي ځکه چې دا په ایران کې د امریکا د ګټو استازیتوب کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پیغامونه لیږدوي.