• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ولې متحده ایالات غواړي پر ټیک ټاک بندیز ولګوي؟

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۰

د متحده ایالاتو سترې محکمې د جمعې په ورځ غوښتل هغه قانون تصویب کړي چې د جنوري تر ۱۹ پورې به په متحده ایالاتو کې د بایټ ډېنس کمپڼۍ د لنډې ویډیو اپ ټیک ټاک باندې بندیز ولګوي. متحده ایالات په دې باور دي چې ښایي ټیک ټاک د دغه هېواد ملي امنیت ته ګواښ پیښ کړي.

د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېر کال په جولای کې وویل، چې پر ټیک ټاک به بندیز ولګوي.

دغه اپ د ۱۷۰ میلیونه امریکایانو له خوا کارول کیږي.

د ایف بي ای رییس کریس وري وویل، چې ټیک ټاک د ملي امنیت لپاره خطر رامینځته کوي. هغه زیاته کړه، چې چینایي شرکتونه اړ دي چې په لازمي ډول هر هغه څه وکړي چې د چین حکومت یې غواړي د معلوماتو شریکولو یا د چین حکومت د وسیلې په توګه خدمت کولو په برخه کې وکړي.

د کانګرس غړو شکایت کړی، چې د چین حکومت په بایټ ډېنس کې "طلایی برخه" لري. خو ټیک ټاک ویلي چې "د چین حکومت پورې تړلې اداره د بایټ ډېنس فرعي شرکت یو فیصد ملکیت لري او چین څخه بهر د بایټ ډېنس نړۍوال عملیاتو باندې هېڅ اغیزه نه لري.

د ټیک ټاک اجراییوي رییس ویلي، هېڅکله به د چین حکومت سره د متحده ایالاتو کارونکو ډیټا شریکه نه کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سویس د ایران په زندان کې د یوه سویسي وګړي د وژل کېدو په اړه وضاحت غوښتی

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۱۳ GMT+۰

سویس هېواد د ایران په زندان کې د یوه سویسي وګړي تر وژل کېدو وروسته له ایراني چارواکو ددغې وژنې په اړه وضاحت غوښتی. د ایران عدلیې خبري اژانس میزان د ایران د سمنان ولایت لوی څارنوال په حواله وویل، یو سویسي وګړی په ایران کې د جاسوسۍ په تور له نیول کېدو وروسته په زندان کې وژل شوی.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل، چې ایران د ډسمبر په لسمه د جاسوسۍ په تور د دغه هېواد د ۶۴ کلن وګړی د نیولو خبر ورکړی و.

دغه وزارت زیاته کړه، هغه ایران ته د یوه ګرځندوی په توګه تللی و او له شاوخوا شلو کلونو راهیسې په سویس کې نه و بلکې په سویلي افریقا کې اوسېده.

په تهران کې د سویس سفارت هڅه وکړه، د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دغه سړي سره خبرې وکړي خو د ایران د روانو تحقیقاتو له امله دا غوښتنه رد شوه.

د سویس وزارت په یوه بیان کې وویل: "سویټزرلنډ له ایراني چارواکو غوښتي چې د هغه د نیول کېدو د لاملونو او د هغه د مړینې د څرنګوالي په اړه بشپړې څېړنې وکړي."

د لوړ پوړو دولتي امنیتي ادارو پورې تړلی نورنیوز د معلوماتو له مخې، دا سړی "د ایران په مرکزي صحرا کې د معلوماتو راټولولو او د خاورې نمونې اخیستلو په وخت کې نیول شوی."

د یادې ادارې په خبر کې راغلي چې د هغه نیول د اکتوبر په ۲۶ د ایران په نظامي اهدافو باندې د اسراییل د هوایي برید سره همغږي و او هغه د خپلې پخوانۍ روزنې په کارولو سره ځان وژنه کړې.

د ایران سپاه پاسداران په وروستیو کلونو کې لسګونه دوه ګوني تابعیت لرونکي او بهرنیان د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

د بشري حقونو ډلې پر ایران تور لګوي چې هڅه کوي د دغه ډول نیول کېدو له لارې له نورو هېوادونو امتیازات واخلي. ایران دا خبره ردوي.

سویس د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځګړي رول لوبوي ځکه چې دا په ایران کې د امریکا د ګټو استازیتوب کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پیغامونه لیږدوي.

د لاس انجلس په ویرونکي اور کې د هالیووډ د کومو پېژندل شویو شخصیتونو جایدادونه سوځېدلي؟

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۰۲ GMT+۰

د لاس انجلس په مرکزي سیمه کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې اور لګېدلی چې زرګونه ودانۍ یې سوځولې دي او هغه سیمه یې هم سخته اغېزمنه کړې چیرې چې د هالیووډ د مشهورو شخصیتونو کورونه وو.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د لاس انجلس په یوه څنډه، پیسیفک پیلیسیډز کې د ګڼو پېژندل شویو شخصیتونو کورونه هم د اور له امله ویجاړ شوي دي.

د اټکل له مخې په دې سیمه کې د یوه کور منځنۍ بیه درې میلیونه ډالره ده.

هغه مهمې ودانې چې تر اوسه د اور خوراک شوي دي.

د پیلیسيډ چارټر عالي لیسه

دا هغه ښوونځی دی چې د ټین وولف، کیري او فریکي فرایډي په څېر فلمونو کې ښودل شوي، دغه ښوونځی په وروستۍ اور لګېدنه کې سخت زیانمن شوی دی.

د لاس انجلس یونیفایډ سکول ډسټرکټ په وینا اور د ښوونځي ټولګي، کوټې، د ټینس لوبغالی او د بیس بال میدانونه ویجاړ کړي.

د ویل روجرز ایالت تاریخي پارک

د هالیووډ د پخواني اداکار ویل روجرز ۳۰۰ جریبه ملکیت هم د اور له امله له منځه تللی دی.

د کالیفورنیا ایالت پارکونو د ساتنې ادارې په وینا، په دغه اور کې د ول راجرز زوړ کور هم له اور څخه نه دی ژغورل شوی.

ګټي ویلا

ګیټي ویلا د ارام سمندر په غاړه جوړ شوی دی. ګټي ویلا موزیم هم د اور له امله زیانمن شوی، په دغه ځای کې بوټي سوځېدلي، خو د رومي هنر قیمتي ټوټې لا هم خوندي دي.

توپانګا رینچ موټل

د دولتي پارکونو د جوړنې ادارې وویل، چې د ژورنالسټ ویلیم روډولف هرسټ هغه ودانۍ چې په ۱۹۲۹ کې د توپنګا ایالت پارک کې جوړه شوې د اور له امله ویجاړه شوې ده.

د تياتر پیلیسیډز

دا د ټولنې تیاتر دی چې په ۱۹۶۳ کې تاسیس شوی. ویل کیږي چې د اور سختو څپو زیانمن کړی او تر بلې خبرتیا تړل شوی دی.

د پاساډینا یهودي معبد او مرکز

په دغه مرکز کې چې له شلمې پېړۍ راهیسې رامنځته شوی، ډېری ودانۍ د اور له امله ویجاړې شوې دي. چارواکي وايي چې د تورات ليکل شوې نسخه په دغه مرکز کې خوندي ده.

التاډینا ګالف کورس

التاډینا ګالف کورس، چې له ۱۹۱۰ راهیسې تاسیس شوی، هم د اور له امله سخت زیانمن شوی دی. د دغه کورس کلب هاوس هم ویجاړ شوی دی.

د دې ترڅنګ د ګڼو شخصیتونو کورونه او مالونه هم زیانمن شوي دي.

د راپورونو له مخې، د لاس انجلس لیکرز د مشر روزونکي جی جی ریډيک کور هم ویجاړ شوی دی. امریکایي کامیډین او اداکاره روزي اوډونیل پر ټیک ټاک یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې کور مې ختم شوی.

د کوک بوک لیکوال او د تلویزیون کوربه سنډرا لي په انسټاګرام لیکلي، چې هغه په یوه هوټل کې پاتې کیږي ځکه چې هغه نور کور نه لري.

اداکار اډم بروډي او د هغه مېرمن لیټن میسټر له دې اور لګیدلی مخکې خپل د پیسیفک پیلیسیډز کور خالي کړ. همدا ډول پیرس هیلټن هم خپل کور پریښودی.

جیمي لي کورټیس په ټلویزیوني خپرونې کې وویل چې هغې خپل کور په پیسیفک پیلیسیډز کې له لاسه ورکړ. اداکار او د پیسیفک پیلیسیډ اعزازي ښاروال، یوجین لیوي هم په اسمان کې د لوګیو تورو ورېځو لېدو وروسته له خپل کور څخه تختېدلی دی.

همدا ډول، جیمز ووډز سي این این ته وویل، چې مخکې له دې په اور کې ښکېل شي د سې شنبې په ورځ یې کور پرېښی دی.

بیلي کرېسټال او د هغې مېرمن جینیس د ګرامي مډال ګټونکي ډيني وارن، د تلویزیون پېژندل شوې څېرې هیدي مونټاګ او سپینسر پراټ هم د خپلو کورونو د لیدو په اړه خبرې کړې دي.

د لاس انجلس د اورلګیدنې په پایله کې اداکاره کیري الیوس، کامیډین جان ریورز، اداکار کیمرون میتیسن او اداکاره ریکي لیک هم خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په ځینو ویډیوګانو کې د انتوني هاپکنز، جان ګوډمین او میلس ټیلر کورونه هم په اور کې لیدل کیږي.

یونېسف: د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ اونۍ کې اسراییل په غزه کې ۷۴ فلسطیني ماشومان وژلي دي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۵۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې صندوق(یونېسف) وایي، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ اونۍ کې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۴فلسطیني ماشومان وژل شوي دي.

د عربي رسنیو د راپورونو له مخې په غزه کې د اسراییلي بريدونو لړۍ روانه ده. په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٢ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییل او حماس له جګړې شاوخوا ۱۵ میاشتې تېریږي، چې په دې موده کې تر ۴۶ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو ۹ ورځو کې اسراییلي پوځ ۴۹۰ فلسطینیان وژلي دي.

بل خوا د جمعې په ورځ (د مرغومي ۲۱مه) د لانسیټ طبي مجلې د څېړنې د اټکل له مخې، په غزه کې د اسراییل او حماس جګړې په لومړیو نهو میاشتو کې د مرګ ژوبلې کومې شمېرې چې د فلسطین د روغتیا وزارت له خوا ثبت شوي، له هغې د مرګ ژوبلې شمېر ۴۰ سلنه زیات دی.

د جاپان د ټوکیو په یوه پوهنتون کې یوې نجلۍ په څټک اته کسان ټپیان کړل

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۱۹ GMT+۰

د جاپان د ټوکیو په هوسي پوهنتون ټاما کمپس کې یوې ۲۲ کلنې محصلې په څټک اته کسان ټپیان کړي دي. روغتیایي چارواکو د دغو اتو کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ نه دی بللی.

د جاپاني رسنیو د راپور له مخکې، دغه ۲۲ کلنه نجلۍ د ټولنپوهنې زده کوونکې وه. هغې په ټولګې کې څټک راواخیست او اته تنه یې پرې ټپیان کړل.

پولیسو دغه ۲۲ کلنه نجلۍ نیولې ده خو د دغې تاوتریخجنې پېښې په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

په جاپان کې دا لومړنۍ پېښه نه ده، جاپان کې کله نا کله د ځینو خلکو له خوا په چاقو بریدونه او حتی د وسلو ډزې کیږي.

تېر ډسمبر میاشت کې د ښوونځي دوه زده کوونکي چې په یوه ریستورانت کې د ماښامني لپاره تللي و، یوه سړي پر دواړو برید وکړ او په چاقو یې ټپیان کړل.

د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د توکیو پوهنتون مخ ته یوه سړي درې زده کړیالان په چاقو ووهل. په قربانیانو کې یوه ۱۸ کلن هلک، یوه ۱۷ کلنه نجلۍ او یو ۷۲ کلن سړی شامل وو.

د دمشق په لوی جومات کې د ګڼې ګوڼې له امله څلور تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۳۳ GMT+۰

د سوریې رسنیو د راپورونو له مخې، د جمعې په ورځ د دمشق په اموي جامع جومات کې د ګڼې ګوڼې له امله څلور کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د دمشق والي مهیر مروان رسنیو ته وویل، چې په جومات کې د یوې پیښې په ترڅ کې د راغورځیدو په پایله کې درې کسان ووژل شول.

د ژغورنې ډلې وویل، چې د ماسپښین په اوږدو کې د غورځیدو له امله درې مېرمنې وژل شوي او پنځه ماشومان یې ټپیان شوي دي خو یوه ماشومه نجلۍ یې له بد حالت څخه ژغورلې ده.

یاده پېښه د ټولنیزو رسنیو د یو فعال له خوا د خوراکي توکو د وېش پر مهال رامنځته شوې ده.