• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لاس انجلس په ویرونکي اور کې د هالیووډ د کومو پېژندل شویو شخصیتونو جایدادونه سوځېدلي؟

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۰۲ GMT+۰

د لاس انجلس په مرکزي سیمه کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې اور لګېدلی چې زرګونه ودانۍ یې سوځولې دي او هغه سیمه یې هم سخته اغېزمنه کړې چیرې چې د هالیووډ د مشهورو شخصیتونو کورونه وو.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د لاس انجلس په یوه څنډه، پیسیفک پیلیسیډز کې د ګڼو پېژندل شویو شخصیتونو کورونه هم د اور له امله ویجاړ شوي دي.

د اټکل له مخې په دې سیمه کې د یوه کور منځنۍ بیه درې میلیونه ډالره ده.

هغه مهمې ودانې چې تر اوسه د اور خوراک شوي دي.

د پیلیسيډ چارټر عالي لیسه

دا هغه ښوونځی دی چې د ټین وولف، کیري او فریکي فرایډي په څېر فلمونو کې ښودل شوي، دغه ښوونځی په وروستۍ اور لګېدنه کې سخت زیانمن شوی دی.

د لاس انجلس یونیفایډ سکول ډسټرکټ په وینا اور د ښوونځي ټولګي، کوټې، د ټینس لوبغالی او د بیس بال میدانونه ویجاړ کړي.

د ویل روجرز ایالت تاریخي پارک

د هالیووډ د پخواني اداکار ویل روجرز ۳۰۰ جریبه ملکیت هم د اور له امله له منځه تللی دی.

د کالیفورنیا ایالت پارکونو د ساتنې ادارې په وینا، په دغه اور کې د ول راجرز زوړ کور هم له اور څخه نه دی ژغورل شوی.

ګټي ویلا

ګیټي ویلا د ارام سمندر په غاړه جوړ شوی دی. ګټي ویلا موزیم هم د اور له امله زیانمن شوی، په دغه ځای کې بوټي سوځېدلي، خو د رومي هنر قیمتي ټوټې لا هم خوندي دي.

توپانګا رینچ موټل

د دولتي پارکونو د جوړنې ادارې وویل، چې د ژورنالسټ ویلیم روډولف هرسټ هغه ودانۍ چې په ۱۹۲۹ کې د توپنګا ایالت پارک کې جوړه شوې د اور له امله ویجاړه شوې ده.

د تياتر پیلیسیډز

دا د ټولنې تیاتر دی چې په ۱۹۶۳ کې تاسیس شوی. ویل کیږي چې د اور سختو څپو زیانمن کړی او تر بلې خبرتیا تړل شوی دی.

د پاساډینا یهودي معبد او مرکز

په دغه مرکز کې چې له شلمې پېړۍ راهیسې رامنځته شوی، ډېری ودانۍ د اور له امله ویجاړې شوې دي. چارواکي وايي چې د تورات ليکل شوې نسخه په دغه مرکز کې خوندي ده.

التاډینا ګالف کورس

التاډینا ګالف کورس، چې له ۱۹۱۰ راهیسې تاسیس شوی، هم د اور له امله سخت زیانمن شوی دی. د دغه کورس کلب هاوس هم ویجاړ شوی دی.

د دې ترڅنګ د ګڼو شخصیتونو کورونه او مالونه هم زیانمن شوي دي.

د راپورونو له مخې، د لاس انجلس لیکرز د مشر روزونکي جی جی ریډيک کور هم ویجاړ شوی دی. امریکایي کامیډین او اداکاره روزي اوډونیل پر ټیک ټاک یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې کور مې ختم شوی.

د کوک بوک لیکوال او د تلویزیون کوربه سنډرا لي په انسټاګرام لیکلي، چې هغه په یوه هوټل کې پاتې کیږي ځکه چې هغه نور کور نه لري.

اداکار اډم بروډي او د هغه مېرمن لیټن میسټر له دې اور لګیدلی مخکې خپل د پیسیفک پیلیسیډز کور خالي کړ. همدا ډول پیرس هیلټن هم خپل کور پریښودی.

جیمي لي کورټیس په ټلویزیوني خپرونې کې وویل چې هغې خپل کور په پیسیفک پیلیسیډز کې له لاسه ورکړ. اداکار او د پیسیفک پیلیسیډ اعزازي ښاروال، یوجین لیوي هم په اسمان کې د لوګیو تورو ورېځو لېدو وروسته له خپل کور څخه تختېدلی دی.

همدا ډول، جیمز ووډز سي این این ته وویل، چې مخکې له دې په اور کې ښکېل شي د سې شنبې په ورځ یې کور پرېښی دی.

بیلي کرېسټال او د هغې مېرمن جینیس د ګرامي مډال ګټونکي ډيني وارن، د تلویزیون پېژندل شوې څېرې هیدي مونټاګ او سپینسر پراټ هم د خپلو کورونو د لیدو په اړه خبرې کړې دي.

د لاس انجلس د اورلګیدنې په پایله کې اداکاره کیري الیوس، کامیډین جان ریورز، اداکار کیمرون میتیسن او اداکاره ریکي لیک هم خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په ځینو ویډیوګانو کې د انتوني هاپکنز، جان ګوډمین او میلس ټیلر کورونه هم په اور کې لیدل کیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

یونېسف: د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ اونۍ کې اسراییل په غزه کې ۷۴ فلسطیني ماشومان وژلي دي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۵۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې صندوق(یونېسف) وایي، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ اونۍ کې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۴فلسطیني ماشومان وژل شوي دي.

د عربي رسنیو د راپورونو له مخې په غزه کې د اسراییلي بريدونو لړۍ روانه ده. په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٢ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییل او حماس له جګړې شاوخوا ۱۵ میاشتې تېریږي، چې په دې موده کې تر ۴۶ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو ۹ ورځو کې اسراییلي پوځ ۴۹۰ فلسطینیان وژلي دي.

بل خوا د جمعې په ورځ (د مرغومي ۲۱مه) د لانسیټ طبي مجلې د څېړنې د اټکل له مخې، په غزه کې د اسراییل او حماس جګړې په لومړیو نهو میاشتو کې د مرګ ژوبلې کومې شمېرې چې د فلسطین د روغتیا وزارت له خوا ثبت شوي، له هغې د مرګ ژوبلې شمېر ۴۰ سلنه زیات دی.

د جاپان د ټوکیو په یوه پوهنتون کې یوې نجلۍ په څټک اته کسان ټپیان کړل

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۱۹ GMT+۰

د جاپان د ټوکیو په هوسي پوهنتون ټاما کمپس کې یوې ۲۲ کلنې محصلې په څټک اته کسان ټپیان کړي دي. روغتیایي چارواکو د دغو اتو کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ نه دی بللی.

د جاپاني رسنیو د راپور له مخکې، دغه ۲۲ کلنه نجلۍ د ټولنپوهنې زده کوونکې وه. هغې په ټولګې کې څټک راواخیست او اته تنه یې پرې ټپیان کړل.

پولیسو دغه ۲۲ کلنه نجلۍ نیولې ده خو د دغې تاوتریخجنې پېښې په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

په جاپان کې دا لومړنۍ پېښه نه ده، جاپان کې کله نا کله د ځینو خلکو له خوا په چاقو بریدونه او حتی د وسلو ډزې کیږي.

تېر ډسمبر میاشت کې د ښوونځي دوه زده کوونکي چې په یوه ریستورانت کې د ماښامني لپاره تللي و، یوه سړي پر دواړو برید وکړ او په چاقو یې ټپیان کړل.

د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د توکیو پوهنتون مخ ته یوه سړي درې زده کړیالان په چاقو ووهل. په قربانیانو کې یوه ۱۸ کلن هلک، یوه ۱۷ کلنه نجلۍ او یو ۷۲ کلن سړی شامل وو.

د دمشق په لوی جومات کې د ګڼې ګوڼې له امله څلور تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۳۳ GMT+۰

د سوریې رسنیو د راپورونو له مخې، د جمعې په ورځ د دمشق په اموي جامع جومات کې د ګڼې ګوڼې له امله څلور کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د دمشق والي مهیر مروان رسنیو ته وویل، چې په جومات کې د یوې پیښې په ترڅ کې د راغورځیدو په پایله کې درې کسان ووژل شول.

د ژغورنې ډلې وویل، چې د ماسپښین په اوږدو کې د غورځیدو له امله درې مېرمنې وژل شوي او پنځه ماشومان یې ټپیان شوي دي خو یوه ماشومه نجلۍ یې له بد حالت څخه ژغورلې ده.

یاده پېښه د ټولنیزو رسنیو د یو فعال له خوا د خوراکي توکو د وېش پر مهال رامنځته شوې ده.

د ایران سپاه پاسداران د نوي توغندي اډې پرانیستې سره اسراییل ته ګواښ وکړ

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۰

د ایران سپاه پاسداران د جمعې په ورځ په دغه هېواد کې د نوي توغندي اډې پرانسته وکړه. د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلامي د دغه پرانیستې پر مهال ګواښ وکړ چې د دغه توغندیو پر مټ به ډېر ژر د اسراییل مهمې اډې په نښه او له منځه یوسي.

د سپاه پاسداران قوماندان د ګواښ په بڼه وویل، په ډېر لنډ وخت کې به دغه ارامه اور غورځوونکي د دښمن پر سر غورځېدو ته چمتو شي.

نوموړي ویلي: «د صادق ۲ عملیاتو په لړ کې د دغې اډې راکټونه د اسراییل رژیم د ایف ۳۵ جنګي الوتکو اصلي ځاې له مینځه وړي او اسراییلي رژیم تراوسه نه دی توانیدلی چې دغه هوایي ډګر بیرته په شا کړي.»

حسین سلامي وویل، چې د ایران د توغندیو تولید دوام لري او ډېر ژر به د نويو تولید شويو توغنديو اډې پرانیځي.

د ۲۰۱۷ کال د جولای په میاشت کې د ایران په مرکزي صحرا کې د ایران د توغندیو غږ د تلویزیون د کمرې د لینز له لارې نړۍ ته خپور شو. په هغه وخت کې د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان سردار حسین سلامي ویلي و، چې دا د ایران د توغندیو او وړتیاوو یوه کوچنۍ برخه ده.

د یوې څېړنې له مخې د غزې د مرګ ژوبلې شمېر د ثبت شوي شمېر څخه ۴۰ سلنه زیات دی

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۸ GMT+۰

د جمعې په ورځ (د مرغومي ۲۱مه) د لانسیټ طبي مجلې د څېړنې د اټکل له مخې، په غزه کې د اسراییل او حماس جګړې په لومړیو نهو میاشتو کې د مرګ ژوبلې کومې شمېرې چې د فلسطین د روغتیا وزارت له خوا ثبت شوي، له هغې د مرګ ژوبلې شمېر ۴۰ سلنه زیات دی.

د یادې مجلې څېړنې اټکل کوي، چې د اسراییل او حماس جګړې له پیل راهیسې په غزه کې ۶۴,۲۶۰ کسان وژل شوي دي. دا پدې مانا ده چې د حماس تر کنټرول لاندې غزې تړانګې کې د روغتیا وزارت د مړینو شمېر کم ښودلی دی.

د تېر کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې، د حماس تر کنټرول لاندې غزې تړانګه کې ددغه هېواد د روغتیا وزارت، په جګړه کې د ۳۷,۸۷۷ وژل شویو کسانو راپور ورکړی و.

خو نویو څېړنو چې په غزه کې د روغتیایي ادارو، نظرپوښتنو او ټولنیزو رسنیو پر مټ شوې، داسې اټکل ښيي چې تر هغه وخت پورې په غزه کې له ۵۵،۲۹۸ څخه تر ۷۸،۵۲۵ پورې کسان وژل شوي دي.

د څېړنې ترټولو کره د مړینې شمېره ۶۴,۲۶۰ ده، دا په دې مانا ده چې د دغه هېواد روغتیا وزارت د مړینې شمېره تر ۴۱ سلنې پورې کمه ښودلې ده.

د بریتانیا په مشرۍ د څېړونکو ډلې اټکل کړی چې په دغه جګړه کې په سلو کې ۵۹ سلنه وژل شوي ښځې، ماشومان او زاړه خلک دي.