• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قدرت انحصار؛ په شمالي ولایتونو کې د طالبانو والیانو او امنیتي چارواکو ترمنځ ناسته شوې

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د بلخ ولایت د طالبانو د رسنیو مرکز دفتر د شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۲مه، په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د شمالي زون په کچه د واليانو، امنیتي قوماندانانو او استخباراتو مشرانو ترمنځ د همغږۍ یوه ګډه غونډه د یوسف وفا په مشرۍ ترسره شوه.

په هغو انځورونو کې چې د طالبانو د رسنیو مرکز له خوا پر اېکس خپاره شوي، یوسف وفا، د بلخ والي او د ملا هبت الله باوري کس د غونډې مشري کوي او د شمال په کچه د طالبانو والیان او امنیتي قوماندانان د خپلو ولایتونو په اړه هغه ته راپور ورکوي.

ویل کیږي چې په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا د طالبانو د مشر نږدې ملګری دی او غواړي چې په شمال کې د کندهار په ګټه خپل نفوذ نور هم پیاوړی کړي.

داسې ښکاري چې هغه ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته مسوول او ځواب ویونکی نه دی.

ځینې ​​خلک دا اقدام د کندهار د استازو په لاسونو کې د واک د تمرکز او د طالبانو په جوړښت کې د حقاني ډلې د کمزوري کولو په توګه ګوري.

100%

له یوسف وفا څخه مخکې داود مزمل په بلخ کې د طالبانو د والي په توګه دنده ترسره کوله، چې د داعش په برید کې ووژل شو.

له داود مزمل څخه مخکې قدرت الله حمزه، چې د حقاني ډلې ته نږدې کس و، د بلخ والي و.

تر دې مخکې، د طالبانو په منځ کې د داخلي اختلافاتو او ددې ډلې د مختلفو ښاخونو ترمنځ د اختلافاتو په اړه راپورونه خپاره شوي وو.

د لړم پر اتمه ملا هبت الله اخوندزاده په یوه ناڅاپي اقدام کې د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او د استخباراتو ریاست څخه د وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو د ویشلو واک واخېست.

په فرمان کې ویل شوي چې یوازې ملا هبت الله اخوندزاده کولی شي د پوځي تجهیزاتو د ویش او انتقال په اړه پریکړه وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستاني طالبانو ترمنځ رقابت؛ له ګل بهادر ډلې نه یو جګپوړی قوماندان ټي ټي پي ته لاړ

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۴ GMT+۰

د شمالي وزیرستان یو جګپوړی جنګیالی قوماندان عالمګیر داوړ چې د جیش عمري په نامه د یوې مرګونې ډلې مشري کوي، د پاکستاني طالبانو له غورځنګ سره یوځای شوی دی.

عالمګیر داوړ د حافظر ګل بهادر د ډلې جګپوړی غړی و، چې د جیش عمري په نامه د یوه ځانمرګي کنډک او سلګونو جنګیالیو مشري کوي.

د پاکستان د طالبانو غورځنګ د یوې اعلامیې په ترڅ کې وویل، چې علي داوړ ددې ډلې له مشر مفتي نور ولي مسید سره بیعت کړی دی.

علي داوړ، چې اصلي نوم یې عالمګیر داوړ دی د عسکري مجلس له قوماندان اخترمحمد خلیل وروسته دویم فعال جنګیالی قوماندان دی، چې په بنو او میرعلې کې د پاکستان د پوځ او امنیتي ځواکونو خلاف جګړه کوي.‎

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د عالمګیر داوړ د فعالیت ساحه میرعلې او بنو دي او ډیری «ستراتيژیک اهداف» په نښه کوي.

دا له علیم خان توري خیل وروسته دویمه ستره ډله ده چې ګل بهادر یې له لاسه ور کوي.

سرچینه وايي، چې په قبایلي سیمو کې ډیری ځانمرګي بریدونه د جیش عمري ډلې جنګیالي کوي او له ټي ټي پي سره ددې ډلې په یوځای کېدو سره به یاده ډله د ځانمرګو بریدګرو له اړخه نوې وړتیاوې ومومي.

له دې وړاندې د جنوبي وزیرستان له مسیدو قبیلې نه د شهریار مسید د ډلې یو قوماندان، چې د مفتي نور ولي د پخوانۍ رقیبې ډلې غړی دی، له ګل بهادر سره یوځای شوی و.

ګل بهادر ډله چې له تحریک طالبان پاکستان نه بېل تشکیلات لري، په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ ته مرګونې ثابته شوې، خو دواړې ډلې په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې د نفوذ لپاره په رقابت کې دي.

طالبانو له ټي ټي پي او القاعدې سره «د میرعلې تړون» په نامه د همکاریو سند لاسلیک کړی

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۴ GMT+۰

افغان طالبانو د شمالي وزیرستان په میرعلې کې له پاکستاني طالبانو او نورو بهرنیو جنګیالیو ډلو سره د کابل له سقوط وړاندې یو تړون لاسلیک کړی، چې د «اسلامي امارت» له بیا واکمنېدو وروسته به کابل له دوی سره د «جهاد» په داعیه او په پاکستان کې د شرعي نظام ټینګېدو کې مرسته کوي.

پاکستاني طالبانو ته یوې نږدې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې پر دغه تړون د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني، چې هغه وخت د طالبانو د مشر مرستیال و، د ټي ټي پي پخوانیو مشرانو، د القاعدې مشرانو، د شمالي وزیرستان د اتحاد المجاهدین شورا مشر حافظ ګل بهادر، ددې شورا غړي مولوي صادق نور داوړ او د طالبانو یو شمېر نورو مشرانو لاسلیکونه کړي دي.

سرچینه وايي، چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د خوست ولایت په سپیره ولسوالۍ کې د پاکستاني الوتکو له هوايي بریدونو وروسته چې کله اسلام اباد پر افغان طالبانو فشارونه ډېر کړل چې ټي ټي پي په پاکستان کې له بریدونو را وګرځوي، د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د پاکستاني طالبانو مشران او د شمالي وزیرستان د اتحاد المجاهدین شورا مشر حافظ ګل بهادر چې د کابل په شکردره ولسوالۍ کې اوسېده، راوغوښتل او له دوی یې وغوښتل چې په پاکستان کې خپل بریدونه ودروي.

سرچینه وايي،« حافظ ګل بهادر ، چې په شمالي وزیرستان کې یې د حقاني شبکې او القاعدې لپاره یو ملاتړی چتر جوړ کړی و، په دې ناسته کې ملا یعقوب ته د میرعلې د تړون سند ور وښود، چې له بهرنیو جنګیالیو سره د اسلامي امارت پر ملاتړ ټینګار کوي».

د سرچینې په باور، په دې سند کې افغان او بهرنیو جنګیالیو توافق کړی چې دوی د افغانستان د اسلامي امارت د احیاء لپاره له افغان طالبانو سره یوځای د افغان حکومت، ناټو او امریکايي ځواکونو خلاف جنګیږي، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته به افغان طالبان ددوی بالمثله همکاري کوي.

 د پاکستاني طالبانو مشر مفتي نور ولي چې د طالبانو لومړنیو کلونو کې په کابل کې اوسېده
100%
د پاکستاني طالبانو مشر مفتي نور ولي چې د طالبانو لومړنیو کلونو کې په کابل کې اوسېده

له کابل نه د جنګیالیو کوچېدل

یوې بلې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د القاعدې د مخکیني مشر ایمن الظواهري له مرګ وروسته سراج الدین حقاني او مولوي یعقوب کابل د القاعدې او پاکستاني طالبانو د مشرانو لپاره خوندي ونه باله او له هغوی نه یې وغوښتل، چې د افغانستان په سرحدي ولایتونو او هغو سیمو کې استوګنه غوره کړي، چې له کورني او نړیوال څار نه لرې او منزوي سیمې وي.

سرچینه زیاتوي،« حافظ ګل بهادر د کابل له شکردرې ولسوالۍ نه د پکتیکا برمل ولسوالۍ سرحدي سیمې ته لاړ او مفتي نور ولي چې تر دې وروستیو د کابل د خیرخانې په یوه غیر پښتون میشته سیمه کې اوسېده، کونړ ولایت ته تللی دی».

د ۲۰۲۳ کال د جون پر لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل رپوټ کې وویل، چې په کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدو ځینې طالبان بې باوره کړل،چې دوی د القاعدې د مشر د حضور په اړه دوکه شوي دي. ځینو نوروداسې انګیرله چې د الظواهري استوګنځای په لوی لاس امریکا ته افشا شوی دی.

دې مسالې د ملا برادر په شمول د طالبانو هغه مشران هیښ کړل، چې له نړیوالې ټولنې سره یې د ښو اړیکو او بهرنیو جنګیالیو ته د پناه نه ورکولو ژمنې کړې وې. د رپوټ له مخې، ملا برادر د ایمن الظواهري له مرګ وروسته د کورنیو چارو وزیر ته په یوه غونډه کې وویل، چې « ایمن الظواهري ته مو په پناه ورکولو سره زه نړیوالې ټولنې ته دروغجن کړم»، خو سراج الدین حقاني په ځواب کې ورته وویل، چې په کابل کې الظواهري ته مېلمستون د امیر « ملا هبت الله اخوندزاده» په موافقه ورکړل شوی و.

هرات ته د ایغور جنګیالیو انتقال

د افغانستان انټرنشنل د څیړنو پر بنسټ، القاعدې خپل یو شمېر غړي د لوګر موسهي، هلمند، نورستان، کونړ ، زابل، هرات او فراه ولایتونو ته خپاره کړي او د ختیځ ترکستان غورځنګ ایغور جنګیالي د چین حساسیتونو ته په پام د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ ته لېږدول شوي دي.

د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د طالبانو حکومت د پاکستان په غوښتنه ټي ټي پي ته وړاندیز وکړ، چې له سرحدي سیمو نه د افغانستان شمال، لوګر او غزني ته لاړ شي، خو ټي ټي پي د افغانستان شمال او له ډیورنډ کرښې لرې پراته ولایتونه د خپل فعالیت او پایښت لپاره وړ سیمې ونه ګڼلې.

له بهرنیو جنګیالیو سره د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ژمنه کړې، چې د استوګنو سیمو ته به یې سړکونه ور جوړ کړي، کورونه به ورته جوړ شي او له مرکزونو سره به یې وصل کړي، چې په تګ راتګ کې یې سهولت رامنځته شي. د همدې ژمنېپر بنسټ، د پکتیکا د پڅې مېلې او د خوست د دوه منده ولسوالیو او د خوست د سپېرې ولسوالۍ او د پکتیکا د مداخېلو ترمنځ سړکونه جوړ شول.

پاکستاني طالبان وايي، چې دوی د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په قبایلي سیمو کې اوسیږي
100%
پاکستاني طالبان وايي، چې دوی د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په قبایلي سیمو کې اوسیږي

لمر په دوو ګوتو نه پټیږي

پاکستاني طالبانو ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي له مشر مفتي نور ولي نه هم غوښتي، چې له ښکاره ګرځېدو ډډه وکړي، خو هغه په ځواب کې ویلي، چې « لمر په دوو ګوتو نه پټیږي».

سرچینې وايي، د طالبانو حکومت د ټي ټي پي او نورو جنګیالیو ډلو مشران او قوماندانان له رسنیو سره له مرکو او په ښارونو کې له ښکاره استوګنې او ګرځېدو منع کړي او له همدې امله هغوی له مرکو ډډه کوي او په غونډو کې نه راڅرګندیږي.

د طالبانو حکومت ته د میرعلې د همکارۍ سند، واک ته تر رسېدو وروسته ګران پریوتی، ځکه دوی ته اوس پر خپلو او بهرنیو جنګیالیو کنټرول سخت دی.

په خوست کې طالبانو مطبعو ته خبرداری ورکړی چې د ساکښو انځورونه دې نور نه چاپوي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۳ GMT+۰

په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان اتټرنشنل ته وویل چې د طالبانو امربالمعروف مامورینو د خوست ټولو مطبعو ته خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته دې په خپلو مطبعو کې د ساکښو انځورونو له چاپ څخه ډډه وکړي. طالبان وايي چې که د مطبعو مسوولان له امره سرغړونه وکړي مطبعې به یې وتړل شي.

په خوست کې د ځینو مطبعو مالکانو نن یکشنبه «د مرغومي ۲۳مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېره ورځ د طالبانو د خوست امر بالمعروف ریاست مسوولان پر ټولو مطبعو کرځیدلي او خبرداری یې ورکړی چې د امربالمعروف د نوي قانون له مخې له دې وروسته نه شي کولی د ساکښو انځورونه چاپ کړي.

په خوست کې د یوې ځايي مطبعې مسوولان وايي، طالبانو ورته ویلي چې د سرغړونې په صورت کې به د مطبعې پر تړلو سربېره نغدي جریمه کېږي.

نوموړی وايي، « که د ساکښو انځورونه چاپ نه کړو نو زموږ کار به په ټپه ودریږي او له دې وروسته به افغانان د چاپ لپاره پاکستان ته ځي.»

په خوست کې ځايي مطبعو په بېلابېلو مراسمو کې د ساکښو انځورونه پر بېنرونو او د دوکانونو په لوحو کې چاپ کول.

د طالبانو له بیاځلي واک ته رسېدو وروسته دا لومړی ولایت دی چې له مطبعو پکې غوښتل کېږي چې له دې وروسته دې د ساکښو انځورونه نه چاپوي.

د امر بالمعروف قانون د ۱۷مې مادې له مخې د ساکښو د انځور اخیستل او خپرول حرام دي، چې له همدې امله طالبانو په ګڼو ولایتونو کې د انځوریزو رسنیو پر خپرونو هم بندیز لګولی او دا لړۍ ښایي نورو ولایتونو ته هم ورسېږي.
سره له دې چې د رسنیو ملاتړو ادارو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې په دې اړه خپل دریځ بدل کړي، خو یاده ډله وایي چې د اسلامي شریعت پر اساس خپلې چارې ترسره کوي.

د اسلامي هېوادونو د همغږۍ سازمان: په اسلام کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه شته

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۰۹:۲۶ GMT+۰

محمد بن عبدالکریم العیسی د اسلامي نړۍ د همغږۍ سازمان سرمنشي ویلي چې اسلامي شریعت نجونو ته د زده‌کړو حق ورکړی او هغه دلایل چې نجونې د زده‌کړو حق نه لري له اسلام سره په ټکر کې دي. هغه ویلي، په اسلام کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه شته.

د اسلامي هېوادونو د همغږۍ سازمان دغه مشر اسلام اباد کې په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده‌کړو» په تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل: «موږ د هغو کسانو مذهبي دلایل نه منو چې د اسلام په نوم د نجونو د زده‌کړو مخنیوی کوي.»

هغه د نجونو د زده‌کړو په اړه په پاکستان کې د یوې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل: «زموږ پیغام هغو کسانو ته چې د نجونو د زده‌کړو مخه نیسي دا دی چې په اسلام کې داسې کومه بندیز نشته.»

هغه ویلي چې هڅه کوي د اسلام اباد د روانې غونډې د پای په پرېکړه لیک کې دا موضوع روښانه کړي.

په دې غونډه کې له ۱۵۰څخه زیات نړۍوال شخصیتونه، لکه وزیران، سفیران، پوهان او د یونسکو، یونیسف او نړۍوال بانک په ګډون د بېلابېلو سازمانونو استازوګډون کړی دی چې نن مازیګر به پای ته ورسېږي.

د پاکستان حکومت طالبانو ته هم د دې غونډې د ګډون بلنه ورکړې وه ؛خو طالبان پرته له کوم دلیله په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی او لا یې په دې تړاو کوم رسمي وضاحت هم نه دی ورکړی.

دغه کنفرانس په داسې حال کې په پاکستان کې ترسره کېږي چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د خپلې سختدریځې مفکورې له امله بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستانیوازینی هېواد دی چې په کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوې دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دې غونډې په پرانېستونکې وینا کې د نجونو پر زده‌کړو د ټینګار تر څنګ ویلي و چې اسلامي هېوادونه د نجونو د زده‌کړو په برخه کې له یو شمېر ننګوونو سره مخ دي.

د هغه په خبره، له زده‌کړو څخه د نجونو راګرخول په ښکاره ډول د دوی د روښانه راتلونکي مخه نېسي.

د نجونو د زده کړو پر ملاتړ د اسلامي هېوادونو دې کنفرانس کې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم ګډون کړی او ټاکل شوې چې د نن ورځې تر په دغه غونډه کې د افغان نجونو په ننګه وینا هم وکړي.

د اسلامي همکاریو د سازمان مشر: د هغو تګلارو کلک مخالفت کوو چې د نجونو د زده‌کړو مخه نیسي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۰۸:۲۰ GMT+۰

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو» په تړاو د اسلامي هېوادونو د غونډې پر دویمه ورځ د اسلامي همکاریو سازمان مشر ټینګار وکړ چې د ځواکمنو ټولنو د رامنځته کېدو لپاره د نجونو زده‌کړې مهمې دي.

ډاکټر حسین ابراهیم طه وویل،‌ د اسلامي همکاریو سازمان د هغو تګلارو او کړنو کلک مخالفت کوي‌ چې د اسلامي شریعت پر بنسټ د ښځو له زده‌کړو څخه په کې سرغړونه کېږي.

هغه مخامخ د کوم ډلې یا هیواد نوم یاد نه کړ، خو د اسلام په نوم طالبانو په افغانستان کې له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیزونه لګولي دي.

هغه زیاته کړې چې د نجونو زده‌کړې د یوې ځواکمنې ټولنې بنسټ جوړي او دا د ټولو اسلامي هېوادونو مسوولیت دی چې د سوکالۍ او پرمختګ په موخه نجونو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

د اسلامي هېوادونو د غونډې په دوېیمه ورځ د پاکستان د پوځ یوې جیګپوړې غړې جنرال نګار جوهر خان هم وینا کړې او د نجونو پر زده‌کړو ېې ټینګار کړی.

هغې ویلي، د نجونو زده‌کړې په ټولنه کې د اقتصادي ودې تر څنګ په ټولو برخو کې د ځانګړو پرېکړو په کولو سره په ټولنه کې د نجونو رول پیاوړی کوي.

د نوبل جایزې ګټونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ هم خبر ورکړی چې دغه غونډې ته رسیدلې او هلته به پر افغان نجونو د طالبانو له لوري د بندیزونو په تړاو وینا هم وکړي.

که څه هم د پاکستان حکومت طالبانو ته د نجونو د زده‌کړو دغې غونډه کې د ګډون بلنه هم ورکړې وه ؛خو طالبانو په کې پرته له کومه ښکاره دلیله ګډون نه دی کړی او نه یې هم لا په دې تړاو څه ویلي دي.