
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د ایران له نوي سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسی، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا او په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د یک شنبې په ورځ د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د ایران سفیر علیرضا بیکدلي سره د پيژندنې په ناسته کې تمه ښودلې، چې د نوموړي د ماموریت په لړ کې به سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې لاپیاوړې شي.
په دې لیدنه کې ستانکزي د ایران له نوي سفیر څخه په دغه هېواد کې د میشتو افغان کډوالو ستونزو ته د رسیده ګي او ایران ته د افغانانو د تګ راتګ پر مهال اسانتیاوو رامنځته کېدو غوښتنه هم کړې ده.
په خبرپاڼه کې د بیکدلي په حواله لیکل شوي، چې نوموړي له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پالنې پر دوام او پراختیا ټینګار کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په داسې حال کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیده ګۍ غوښتنه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لاپیاوړتیا هیله څرګندوي، چې دغه هېواد نږدې هره ورځ سلګونه افغانان په زور بېرته افغانستان ته ستنوي.

د طالبانو ویاند په کابل کې د الریاض مدرسه کې د وینا پر مهال وویل چې علماء د پېغمبرانو وارثین دي خو یوازې ددې لپاره نه دي چې خلک یې لاسونه مچې کړي او جومات کې کینې. ذبیح الله مجاهد وویل، «دا واړه فکرونه باید لوی کړو، دین پراخه کړو، د دنیا په کچه فکر وکړو او مسوولیت ادا کړو.»
په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ریاض العلوم په مدرسه کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اوږده وینا کړې ده.
د مجاهد دا وینا الریاض مدرسې نن یکشنبه د مرغومي ۲۳مه پر خپله اېسکپاڼه خپره کړې ده.
مجاهد وايي، «هسې خو ډېر خلک وايي علماء د پېغمبرانو وارثین دي، صحیح ده خو ددې لپاره نه ده چې یوازې به یې خلک لاسونه مچو کړي او احترام درته وکړي ځکه ته د نبي په قطار کې قرار لرې او ته د نبي غوندې محترم یې نو نبي د ټول انسانیت د ټولو ابعادو لپاره و او د نجات لپاره راغلی و.»
ذبیح الله مجاهد د وینا په یوه برخه کې وايي چې علماء باید د مسوولیت احساس وکړي.
مجاهدزیاتوي، «ته هم باید داسې مسوولیت ادا کړې او یوازې خو جومات کې نه، د پېغمبر وارثین یوازې دا نه ده، بلکې بیرون ټولنه ستا په لاس کې ده او مسوولیت یې په مقابل کې حس کړه او ځان زهیر کړه او ځان کم وبوله چې ولې ما دا کار نه دی کړی او ځان اماده کړه.»
ذبیح الله مجاهد په خپله وینا کې ویلي، «ترکومه به مظلومیت وي او باید ځان له مظلومیت څخه خلاص کړو او له مظلومیت څخه ځان باسل واجب دي او په مظلومیت کې ځان پرېښودل ګناه ده.ولې به موږ مظلومه یو او ولې به پر موږ همیشه مېچنې تاویږي او ولې به د خلکو پالیسیانې پرموږ تطبیقیږي.»
مجاهد په خپله وینا کې ناستو طالبانو زدکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې له علم سره به هېڅکله مخالفت نه کوي.
مجاهد په دې باور دی چې د شرعي علومو ترڅنګ طبیعي علوم د ټولنې ضرورت دی.
مجاهد وايي، «انجینري د ټولنې یو ضرورت دی، ساینسي علوم د ټولنې اینده ده. ټول علوم زموږ د دین لپاره اول ضرورت دی.»
مجاهد وايي چې که په ساینسي لحاظ باندې رسېدلي وای نو د غزې مسلمانان به دومره مظلوم نه وای.
هغه نیوکه وکړه چې د غزې خلکو د ساینسي او ټیکنالوژی علومو په برخه کې ناغیړي کړې او په غفلت یې وخت ضایع شویاو نن یې نتیجه دا ده، چې پېړی پېړی په تباهۍ تمامیږي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د نوموړي امیر ملا هبت الله په افغانستان کې د عصري علومو پرځای دیني علومو پراختیا لپاره چټکې هڅې کوي.
د طالبانو له بیا ځلې راتګ سره دې ډلې د نجونو پرمخ د زده کړو مرکزونه وتړل او له کار کولو څخه یې بې برخې کړې دي.
د بشري حقونو فعالې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د یکشنبې په ورځ د اسلامي ټولنو له مشرانو وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له رسميت پیژندلو ډډه وکړي او د ښځو او نجونو د زده کړو محدودولو پر وړاندې ودریږي او خپل ریښتینی مشرتوب وښيي.
ملالې یوسفزۍ په اسلام اباد کې د اسلامي ټولنو د استازو په غونډه کې د نجونو د زده کړو په اړه وینا کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیزونو په اړه وویل:«هغوی ته مشروعیت مه ورکوئ.»
ملاله یوسفزۍ وايي:«په ساده ډول، طالبان ښځو ته د انسانانو په توګه نه ګوري. دوی خپل جرمونه په کلتوري او مذهبي توجیهاتو کې پټوي. دا پالیسي له بشري حقونو سرغړونه ده او په اسلامي لارښوونو کې هیڅ اساس نه لري.»
د پاکستان د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، ملالې یوسفزۍ د مسلمانو ټولنو پر مشرانو غږ وکړ چې د طالبانو حکومت ته د مشروعیت ورکولو څخه په انکار سره ریښتینی مشرتوب وښيي.
نوموړې زیاته کړه:«د مسلمانو مشرانو په توګه، اوس د دې وخت دی چې خپل غږ پورته کړئ او د داسې بې عدالتیو پر وړاندې له خپل ځواکه کار واخلئ.»
په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس ته تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم په خپله وینا کې د نجونو پر زده کړو ټینګار وکړ.
ملالې یوسفزۍ د خپلې وینا پر مهال په غزه کې د اسراییل پر کړنو هم سخته نیوکه وکړه او تل ابیب یې د سیمې د زده کړو د سیسټم په له منځه وړلو او د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړ.
نوموړې وویل:«په غزه کې اسراییل ټول تعلیمي سیسټم ویجاړ کړی دی. دوی ټول پوهنتونونه بمبارد کړي، له سلو څخه ډیر ښوونځي یې ویجاړ کړي او له توپیر پرته یې پر هغو ملکي وګړو برید کړی چې د ښوونځیو په ودانیو کې پناه اخلي. که د هغوی ښوونځي بمباري شي او کورنۍ یې ووژل شي، یوه فلسطینۍ نجلۍ هغه راتلونکی نه شي لرلی چې هغه یې مستحقه ده.»
یوسفزۍ وايي، چې د شخړو په سیمه کې د ماشومانو د حقونو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
پاکستاني چارواکي وايي، چې په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړو تر سرلیک لاندې کنفرانس موخه په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړې په برخه کې د ننګونو حل کول او زده کړې ته د مساوي لاسرسي په یقیني کولو کې د نړیوالې رهبرۍ رول سپړل دي.
د بلخ ولایت د طالبانو د رسنیو مرکز دفتر د شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۲مه، په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د شمالي زون په کچه د واليانو، امنیتي قوماندانانو او استخباراتو مشرانو ترمنځ د همغږۍ یوه ګډه غونډه د یوسف وفا په مشرۍ ترسره شوه.
په هغو انځورونو کې چې د طالبانو د رسنیو مرکز له خوا پر اېکس خپاره شوي، یوسف وفا، د بلخ والي او د ملا هبت الله باوري کس د غونډې مشري کوي او د شمال په کچه د طالبانو والیان او امنیتي قوماندانان د خپلو ولایتونو په اړه هغه ته راپور ورکوي.
ویل کیږي چې په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا د طالبانو د مشر نږدې ملګری دی او غواړي چې په شمال کې د کندهار په ګټه خپل نفوذ نور هم پیاوړی کړي.
داسې ښکاري چې هغه ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته مسوول او ځواب ویونکی نه دی.
ځینې خلک دا اقدام د کندهار د استازو په لاسونو کې د واک د تمرکز او د طالبانو په جوړښت کې د حقاني ډلې د کمزوري کولو په توګه ګوري.

له یوسف وفا څخه مخکې داود مزمل په بلخ کې د طالبانو د والي په توګه دنده ترسره کوله، چې د داعش په برید کې ووژل شو.
له داود مزمل څخه مخکې قدرت الله حمزه، چې د حقاني ډلې ته نږدې کس و، د بلخ والي و.
تر دې مخکې، د طالبانو په منځ کې د داخلي اختلافاتو او ددې ډلې د مختلفو ښاخونو ترمنځ د اختلافاتو په اړه راپورونه خپاره شوي وو.
د لړم پر اتمه ملا هبت الله اخوندزاده په یوه ناڅاپي اقدام کې د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او د استخباراتو ریاست څخه د وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو د ویشلو واک واخېست.
په فرمان کې ویل شوي چې یوازې ملا هبت الله اخوندزاده کولی شي د پوځي تجهیزاتو د ویش او انتقال په اړه پریکړه وکړي.
د شمالي وزیرستان یو جګپوړی جنګیالی قوماندان عالمګیر داوړ چې د جیش عمري په نامه د یوې مرګونې ډلې مشري کوي، د پاکستاني طالبانو له غورځنګ سره یوځای شوی دی.
عالمګیر داوړ د حافظر ګل بهادر د ډلې جګپوړی غړی و، چې د جیش عمري په نامه د یوه ځانمرګي کنډک او سلګونو جنګیالیو مشري کوي.
د پاکستان د طالبانو غورځنګ د یوې اعلامیې په ترڅ کې وویل، چې علي داوړ ددې ډلې له مشر مفتي نور ولي مسید سره بیعت کړی دی.
علي داوړ، چې اصلي نوم یې عالمګیر داوړ دی د عسکري مجلس له قوماندان اخترمحمد خلیل وروسته دویم فعال جنګیالی قوماندان دی، چې په بنو او میرعلې کې د پاکستان د پوځ او امنیتي ځواکونو خلاف جګړه کوي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د عالمګیر داوړ د فعالیت ساحه میرعلې او بنو دي او ډیری «ستراتيژیک اهداف» په نښه کوي.
دا له علیم خان توري خیل وروسته دویمه ستره ډله ده چې ګل بهادر یې له لاسه ور کوي.
سرچینه وايي، چې په قبایلي سیمو کې ډیری ځانمرګي بریدونه د جیش عمري ډلې جنګیالي کوي او له ټي ټي پي سره ددې ډلې په یوځای کېدو سره به یاده ډله د ځانمرګو بریدګرو له اړخه نوې وړتیاوې ومومي.
له دې وړاندې د جنوبي وزیرستان له مسیدو قبیلې نه د شهریار مسید د ډلې یو قوماندان، چې د مفتي نور ولي د پخوانۍ رقیبې ډلې غړی دی، له ګل بهادر سره یوځای شوی و.
ګل بهادر ډله چې له تحریک طالبان پاکستان نه بېل تشکیلات لري، په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ ته مرګونې ثابته شوې، خو دواړې ډلې په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې د نفوذ لپاره په رقابت کې دي.
افغان طالبانو د شمالي وزیرستان په میرعلې کې له پاکستاني طالبانو او نورو بهرنیو جنګیالیو ډلو سره د کابل له سقوط وړاندې یو تړون لاسلیک کړی، چې د «اسلامي امارت» له بیا واکمنېدو وروسته به کابل له دوی سره د «جهاد» په داعیه او په پاکستان کې د شرعي نظام ټینګېدو کې مرسته کوي.
پاکستاني طالبانو ته یوې نږدې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې پر دغه تړون د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني، چې هغه وخت د طالبانو د مشر مرستیال و، د ټي ټي پي پخوانیو مشرانو، د القاعدې مشرانو، د شمالي وزیرستان د اتحاد المجاهدین شورا مشر حافظ ګل بهادر، ددې شورا غړي مولوي صادق نور داوړ او د طالبانو یو شمېر نورو مشرانو لاسلیکونه کړي دي.
سرچینه وايي، چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د خوست ولایت په سپیره ولسوالۍ کې د پاکستاني الوتکو له هوايي بریدونو وروسته چې کله اسلام اباد پر افغان طالبانو فشارونه ډېر کړل چې ټي ټي پي په پاکستان کې له بریدونو را وګرځوي، د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د پاکستاني طالبانو مشران او د شمالي وزیرستان د اتحاد المجاهدین شورا مشر حافظ ګل بهادر چې د کابل په شکردره ولسوالۍ کې اوسېده، راوغوښتل او له دوی یې وغوښتل چې په پاکستان کې خپل بریدونه ودروي.
سرچینه وايي،« حافظ ګل بهادر ، چې په شمالي وزیرستان کې یې د حقاني شبکې او القاعدې لپاره یو ملاتړی چتر جوړ کړی و، په دې ناسته کې ملا یعقوب ته د میرعلې د تړون سند ور وښود، چې له بهرنیو جنګیالیو سره د اسلامي امارت پر ملاتړ ټینګار کوي».
د سرچینې په باور، په دې سند کې افغان او بهرنیو جنګیالیو توافق کړی چې دوی د افغانستان د اسلامي امارت د احیاء لپاره له افغان طالبانو سره یوځای د افغان حکومت، ناټو او امریکايي ځواکونو خلاف جنګیږي، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته به افغان طالبان ددوی بالمثله همکاري کوي.

له کابل نه د جنګیالیو کوچېدل
یوې بلې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د القاعدې د مخکیني مشر ایمن الظواهري له مرګ وروسته سراج الدین حقاني او مولوي یعقوب کابل د القاعدې او پاکستاني طالبانو د مشرانو لپاره خوندي ونه باله او له هغوی نه یې وغوښتل، چې د افغانستان په سرحدي ولایتونو او هغو سیمو کې استوګنه غوره کړي، چې له کورني او نړیوال څار نه لرې او منزوي سیمې وي.
سرچینه زیاتوي،« حافظ ګل بهادر د کابل له شکردرې ولسوالۍ نه د پکتیکا برمل ولسوالۍ سرحدي سیمې ته لاړ او مفتي نور ولي چې تر دې وروستیو د کابل د خیرخانې په یوه غیر پښتون میشته سیمه کې اوسېده، کونړ ولایت ته تللی دی».
د ۲۰۲۳ کال د جون پر لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل رپوټ کې وویل، چې په کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدو ځینې طالبان بې باوره کړل،چې دوی د القاعدې د مشر د حضور په اړه دوکه شوي دي. ځینو نوروداسې انګیرله چې د الظواهري استوګنځای په لوی لاس امریکا ته افشا شوی دی.
دې مسالې د ملا برادر په شمول د طالبانو هغه مشران هیښ کړل، چې له نړیوالې ټولنې سره یې د ښو اړیکو او بهرنیو جنګیالیو ته د پناه نه ورکولو ژمنې کړې وې. د رپوټ له مخې، ملا برادر د ایمن الظواهري له مرګ وروسته د کورنیو چارو وزیر ته په یوه غونډه کې وویل، چې « ایمن الظواهري ته مو په پناه ورکولو سره زه نړیوالې ټولنې ته دروغجن کړم»، خو سراج الدین حقاني په ځواب کې ورته وویل، چې په کابل کې الظواهري ته مېلمستون د امیر « ملا هبت الله اخوندزاده» په موافقه ورکړل شوی و.
هرات ته د ایغور جنګیالیو انتقال
د افغانستان انټرنشنل د څیړنو پر بنسټ، القاعدې خپل یو شمېر غړي د لوګر موسهي، هلمند، نورستان، کونړ ، زابل، هرات او فراه ولایتونو ته خپاره کړي او د ختیځ ترکستان غورځنګ ایغور جنګیالي د چین حساسیتونو ته په پام د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ ته لېږدول شوي دي.
د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د طالبانو حکومت د پاکستان په غوښتنه ټي ټي پي ته وړاندیز وکړ، چې له سرحدي سیمو نه د افغانستان شمال، لوګر او غزني ته لاړ شي، خو ټي ټي پي د افغانستان شمال او له ډیورنډ کرښې لرې پراته ولایتونه د خپل فعالیت او پایښت لپاره وړ سیمې ونه ګڼلې.
له بهرنیو جنګیالیو سره د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ژمنه کړې، چې د استوګنو سیمو ته به یې سړکونه ور جوړ کړي، کورونه به ورته جوړ شي او له مرکزونو سره به یې وصل کړي، چې په تګ راتګ کې یې سهولت رامنځته شي. د همدې ژمنېپر بنسټ، د پکتیکا د پڅې مېلې او د خوست د دوه منده ولسوالیو او د خوست د سپېرې ولسوالۍ او د پکتیکا د مداخېلو ترمنځ سړکونه جوړ شول.

لمر په دوو ګوتو نه پټیږي
پاکستاني طالبانو ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي له مشر مفتي نور ولي نه هم غوښتي، چې له ښکاره ګرځېدو ډډه وکړي، خو هغه په ځواب کې ویلي، چې « لمر په دوو ګوتو نه پټیږي».
سرچینې وايي، د طالبانو حکومت د ټي ټي پي او نورو جنګیالیو ډلو مشران او قوماندانان له رسنیو سره له مرکو او په ښارونو کې له ښکاره استوګنې او ګرځېدو منع کړي او له همدې امله هغوی له مرکو ډډه کوي او په غونډو کې نه راڅرګندیږي.
د طالبانو حکومت ته د میرعلې د همکارۍ سند، واک ته تر رسېدو وروسته ګران پریوتی، ځکه دوی ته اوس پر خپلو او بهرنیو جنګیالیو کنټرول سخت دی.