• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان لپاره د پاکستان او یوناما استازو د افغانستان د روان وضعیت په تړاو خبرې کړې دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۰۲:۳۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د «مسلمانو هېوادونو کې د نجونو زده کړو» په اړه د کنفرانس په څنډه کې یې د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره د افغانستان په تړاو ناسته کړې ده.

محمد صادق ویلي چې په دغه ناسته کې یې د افغانستان په روانو حالاتو،‌ د بشري مرستو په اړتیاوو او همدا راز د نړۍوالې ټولنې پر هڅو خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره اسلام اباد ته د «مسلمانو هېوادونو کې د نجونو زده کړو» په تړاو جوړ شوي دوه ورځني کنفرانس کې د ګډون په موخه ورغلې؛ خو طالبانو د پاکسان له بلنې سره سره هم په دغه غونډه کې ګډون نه دی کړی.

د مسلمانو هېوادونو د ټولنې مشر محمد عبدالکریم عیسی په اسلام اباد کې د یادې دوه ورځنۍ غونډې په لړ کې خبریالانو ته ویلي چې ځینو د اسلام په نوم نجونې له زده کړو راګرځولې دي او دا په اسلامي شریعت کې هېڅ ډول بنسټ نه لري.

په اسلام اباد کې جوړ شوی دوه ورځنی کنفرانس به نن یکشنبه د (مرغومې ۲۳مه) په ځايي وخت مازیګر ناوخته پای ته ورسېږي او د نوبل جایزې ګټونکې پښتنه ملاله یوسفزۍ به هم د خپلې ژمنې له مخې د افغان نجونو د زده کړو په ننګه ورته ځانګړې وینا وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

نور جلال جلالي له بلاروسي چارواکي سره د روغتیایي ظرفیت لوړونې په اړه خبرې کړي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د بلاروس د روغتیا وزارت د خوړو او درملو له معین الکساندر ستارویوتوف سره د شنبې په ورځ وکتل.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د هېوادونو په کچه د درملو اخیستنې، دوه اړخیزې همکارۍ او د روغتیایي پرسونل د ظرفیټ لوړولو په اړه خبرې شوي دي.

خبرپانه زیاتوي، چې نور جلال جلالي په دې کتنه کې وویل: «موږ د معیاري روغتیايي خدمتونو لپاره، با کیفیته درملو او طبي تجهیزاتو ته اړتیا لرو، چې د دوه اړخیزو ښو اړیکو پر اساس کولای شو په دې برخه کې لا پر مخ ولاړ شو.»

تر دې وړاندې د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان وکړ، چې د افغانستان ۱۶۶ روغتیايي مرکزونو ته یې د ۱،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۱۴ ټُنه درمل او روغتیايي کیټونه ورکړي دي.
له دې وروسته د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال بیا څه موده مخکې د روغتیا د نړۍوال سازمان له پلاوي سره په کتنه کې د نړۍوالو ادارو له خوا په افغانستان کې د تاریخ تېرو درملو په وېشلو اندېښنه څرګنده کړې وه.
حنفي ویلي و، چې د دغو درملو وېشل د نړۍوالو ادارو اعتبار ته زیان رسوي.
له دې سره د روغتیا د نړۍوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې مشر ویلي و، چې په افغانستان کې به د تاریخ تېر درملو د وېشلو موضوع وڅېړي، خو تر دې مهاله په دې اړه تازه څه نه دي خپاره شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې هر کال د یو میلیارد ډالرو په اندازه دوا مصرفیږي طالب چارواکي وایي، چې که افغانستان په دې برخه کې خپله تولیدات ولري دا اندازه پیسې به په هېواد کې دوران شي.

د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه ښځې مړې شوې دي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۰۵ GMT+۰

د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ اړوند کامدېش کلې کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نورستان لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام رحمان حیدري وایي، پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې یو ډاټسن ډوله موتر له سړک څخه واوښت او یږې کندې ته ولوېد.

حیدري زیاته کړه: «د دې پېښې په پایله کې دوه ښځې ځای پر ځای مړې شوې او دوه تنه ټپیان شوي دي.
ټپیان د درملنې لپاره د کامدېش روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.»

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د ځایي مسوولینو له قوله خبر ورکړی، چې خراب سړکونه د دې ډول ترافیکي پېښو یو له اساسي لاملونو څخه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې، د کابل - کندهار پر لویه لاره د غزني ولایت په اب بند ولسوالۍ کې په یوې ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شول.

تر دې مخکې، په غزني ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو خبر ورکړی و، چې یوې پېښه کې یو کس مړ شوی و او په بله پېښه کې بیا چاته زیان نه و اوښتی.

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په افغانستان کې په ترافیکي پېښو کې د تلفاتو شمېرې لوړې شوې دي او هره ورځ وخت ناوخت د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو د تلفاتو شمېرې خپرېږي.

د طالبانو په زندان کې امریکايي وګړي؛ ټرمپ وايي د بندیانو د تبادلې پلوی نه دی

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۰ GMT+۰

امریکایي وګړی رایان کوربټ، چې د طالبانو په زندان کې دی، مېرمن یې هڅه کوي په فلوريډا کې د امریکا له ټاکل شوي ولسمشر سره د خپل مېړه د قضيې د تعقیب لپاره وګوري. په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي، چې هغه د بندیانو د تبادلې پلوی نه دی؛ خو دغه موضوع به وڅېړي.

ټرمپ فاکس نیوز ته وویل، چې هغه به د بندیانو تبادله په پام کې ونیسي خو په دې اړه شکمن دی.

د امریکا منتخب ولسمشر وویل: «ما تر اوسه دې موضوع ته نه دي کتلي، زه هیڅکله د دې تبادلې پلوي نه یم؛ خو زه به یې وګورم او خپل دریځ به څرګند کړم.»

د رایان کوربټ میرمن وايي د طالبانو په زندان کې د خپل خاوند د قضيې د تعقيب لپاره هڅه کوي، چې په فلوريډا کې د امریکا له نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

انا کوربټ وویل، چې د هغې میړه د طالبانو په زندان کې ښه نه دی او هغه په ​​دوامداره توګه له سر درد رنځېږي.

رایان کوربټ د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له خوا ونیول شو او له دوه نیمو کلونو زیات وخت وروسته هم خوشی شوی نه دی.

هغه د خپل شخصي شرکت د کارمندانو د معاشونو د ورکولو لپاره کابل ته تللی و او د طالبانو لخوا ونیول شو.

په دې وروستیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې د بایډن اداره له طالبانو سره په افغانستان کې د دریو امریکایي اتباعو او د القاعدې د یو لوړ پوړي غړي د تبادلې لپاره خبرې کوي.

په ورته وخت کې داسې ښکاري، چې د بندیانو د تبادلې لپاره خبرې په ټپه درېدلې دي.

د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي ګارډین ته ویلي، چې دغې ډلې خبرې د ټرمپ ادارې تر پیل پورې ځنډولې دي.

انا کوربټ فاکس نیوز ته وویل: «زه په بشپړه توګه ناهیلې شوې یم او د خپلې کورنۍ لپاره مبارزه کوم.»

هغه چېله ټرمپ سره د لیدو لپاره فلوریډا ته سفر کوي، ډاډه نه ده، چې ایا د خپل خاوند د خوشي کولو لپاره به یې وروستۍ هڅه اغیزناکه وي که نه.

د ټرمپ ډلې لا تر اوسه د میرمن کوربټ سره کومه ليدنه نه ده برابره کړې.

انا کوربټ پخوا د ډېرو هڅو او ټینګار سره سره ونه توانېده چې له بایډن سره وویني او د خپل میړه د خوشي کېدو په اړه ورسره خبرې وکړي.

اوس هغه هیله لري، چې ټرمپ به د هغې د خاوند د قضیې په تعقیب کې ورسره همکاري وکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې لپاره خبرې د ۲۰۲۴ کال په جولای کې پیل شوې او په کې د دریو امریکایی اتباعو - رایان کوربټ، جورج ګلزمن او محمود حبیبي - سره د القاعدې د یو شکمن لوړ پوړي مرستیال محمد رحیم الافغاني تبادله شامله ده.

په کانګرس کې ځینو جمهوري غوښتونکو د طالبانو سره د رحیم الافغاني د بیا یوځای کیدو په اړه امنیتي اندیښنې څرګندې کړې دي.

خو انا کوربټ د امریکا له حکومت وغوښتل، چې دا توافق ومني: «ریان یو حیرانونکی سړی دی او هیڅ غلط کار یې نه دی کړی او زموږ کورنۍ هغه ته سخته اړتیا لري.»

هغې وويل: «ريان يو وطنپال کس دی، هغه یوازې د افغانستان له خلکو سره د مرستې هڅه کوله.»

انا کوربټ وویل، چې هغې په وروستي ځل د کرسمس په ورځ له خپل خاوند سره شاوخوا ۱۵ دقیقې خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړه: «ریان وپوښتل چې ایا کوم پرمختګ شوی دی که نه؟ په حقیقت کې هیڅ شی نه و چې زه یې ورسره شریک کړم.»

په ۲۰۲۴ کال کې دوو خوشې شویو امریکایی زنداینانو څرګنده کړه، چې رایان کوربټ سخت خوارځواکی او خپه و او په یوه ځمکه کې ساتل کیده، چې تقریبا هیڅ لمر پکې نه و.

انا کوربټ وویل، چې د خپل میړه سره د وروستیو خبرو اترو وروسته، هغه لاهم د دوامداره سر درد او په غوږونو کې د زنګ وهلو څخه رنځ وړي.

شهباز شریف: په پاکستان کې ۲۲ میلیونه ماشومان له زدکړو بې برخې دي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې په دغه هېواد کې له ۲۲ میلیونو ډیر ماشومان له زدکړو بې برخې دي. شهباز شریف اسلامي هېوادنو کې د نجونو د زدکړو اړوند کنفرانس کې وینا سره، په اسلامي هېوادونو کې د نجونو تعلیم ته د لومړیتوب ور کولو پر بیړنۍ اړتیا ټینګار وکړ.

په اسلام ایاد کې د "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زدکړې په اړه د نړیوال دوه ورځني کنفرانس د پرانیستلو پر مهال، لومړي وزیر وویل چې اسلامي نړۍ د نجونو زدکړو ته د مساوي لاسرسي په برخه کې له مهمو ننګونو سره مخ دی.

شهباز شریف وايي چې په پاکستان کې ښځې د ټول نفوس له نیمایي څخه زیاتې دي، خو د ښځو د سواد کچه یوازې ۴۹ سلنه ده. 6

شهباز شریف:"د اندیښنې وړ خبره دا ده چې شاوخوا ۲۲.۸ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو څخه تر ۱۶ کلونو پورې دي له ښوونځي بهر دي، چې یوه لویه برخه یې نجونې دي."
په پاکستان کې مسلمان هېوادونه داسې مهال دغه کنفرانس جوړوي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر زدکړو سخت بندیزونه لګیدلي او د پاکستان له بلنې سره، سره یې هم په دغه کنفرانس کې برخه نه ده اخیستې.

هبت الله: کار اهل کار ته وسپارئ، د خلکو له خبرو او بدنامۍ ځان وساتئ، بیا یې کنټرول سخت دی

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۳۵ GMT+۰

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په کندهار کې خپلو چارواکو ته د شپږ ورځني سمینار په اخري ورځ ویلي، چې له بدنامۍ ځانونه وساتي او کار اهل کار ته وسپاري، «ځکه خلک خبرې درپسې کوي.» نوموړي ويلي که خلک بې اعتباره شول د نورو نظامونو په څېر به یې طالبانو ته هم بیا کنټرولول سخت وي.

د طالبانو ولایت مقام د شبنې په ورځ په يوه خبرپانه کې ويلي، چې هبت الله اخوندزاده په خپلو خبرو کې د «اسلامي ارزښتونو پر تطبیق» سربېره ټينګار وکړ چې کار اهل کار ته وسپارئ: « په نظام کې به اهلیت مراعتوو، چي اهل يې نه وي مسولیت مه ورکوه. که ستا ورباندي پېرزوینه ده ماته یې پېشنهاد که زه د کور تنخا او معاش ورته مقرروم، قدر به یې وکم؛ خو کار و اهل کار ته ورکه.»

نوموړي ويلي، چې خلک په وزر نه خپليږي او له ټولو چارواکو یې غوښتي، چې په «مکمل ډول د نظام سره مخلص شئ، چې د خلکو باور تر لاسه کړئ.»

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په خپله وینا کې ویلي، چې د تېرو نظامونو د له منځه تلو یو لامل دا و، چې خپلوي، ملګرتیا او شخصي روابط يې پالل.

هغه ویلي: « مخکی نظامونه چې تباه سوه دغه وجه وه چي د خلکو بې اعتمادي پر راغلل، هر یوه ډله، انډیوالان او خپل قریبان درلوده، چې وزارتونه او ولایتونه یې هم د اندیوالوانو و، اهل ته کار نه سپارل کېدل نو ټوله دنیا یې پر را شر کړه بیا یې هم نه کړه کنټرول.»

هبت الله په خپلو خبرو کې دا هم ويلي، چې د ټولې دنیا مسلمانان ورته محترم دي او د هغوی کومک به کوي.

د طالبانو مشر په داسي مهال کار واهل کار ته د سپارل سپارښتنې کوي، چې پر دغه ډله زياتي نيوکي کېږي، چې دندې یوازې ملا او خپلو جنګياليو ته ورکوي.

ان نن یې په کندهار کې په تازه دولتي ټاکنو کې د بولدک ولسوالۍ کمېسار مولوی نورالباقي د کندهار اقتصاد رییس او د اقتصاد رییس ملا عبدالسلام بریالی یې د تخته پل امنیه قومندان ټاکلی.