• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پزشکیان او پوتین راتلونکې لیدنه؛ روسیه او ایران د «ستراتیژیکې ملګرتیا» تړون لاسلیکوي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۰۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۱۸ GMT+۰

د روسیې او ایران ولسمشران په روانه اونۍ کې په مسکو کې د ستراتیژیکې ملګرتیا تړون لاسلیکوي. کرملین د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې مسعود پزشکیان به د جنوري پر۱۷مه له ولادیمیر پوتین سره وګوري. دواړه مشران به په دې لیدنه کې د "ستراتیژیکې ملګرتیا" تړون لاسلیک کړي.

د کرملېن په وینا، د دواړو ولسمشرانو ترمنځ خبرې به د مسکو او تهران ترمنځ د اړیکو پراختیا په اړه وي، چې د سوداګرۍ، پانګونې، ترانسپورت، لوژستیک او بشري چارو برخې پکې شاملې دي.

مسکو ټایمز وايي، چې دغه تړون به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي، سیاسي او اقتصادي همکاریو لا پراختیا ته لار پرانیزي.

په تړون کې د ترانسپورت، انرژۍ، دفاع او سیمه ییزې همکارۍ په برخو کې پراختیا ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

مسکو ټایمز وايي، د شمال-جنوب ترانسپورت کوریډور چې د روسیې، ایران او نورو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره یوه پراخه بېخبنايي پروژه ده، د دې ملګرتیا د "مرکزي ستنې" په توګه ګڼل کیږي.

په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي ویلي، چې دغه تړون یوه سریزه او ۴۷ مادې لري او د تړون په لاسلیک او پليتابه سره به په ټولو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو په کچه وده او پرمختګ ولیدل شي.

جلالي زیاته کړې چې د دغه لاسوند په لیکلو کې د دواړو هیوادونو د اړیکو بنسټیز انډول، خپلواکي او د هېوادونو سرحدي بشپړتیا ته درناوی شوی دی.

نوموړی وايي، په تړون کې سیاسي اړیکې، له نړیوالو ادارو سره د همکارۍ لارې چارې، اقتصادي همکاري او د دوه اړخیزو او څو اړخیزو پروژو اجرا کول شامل دي. دغه راز د نوې ټکنالوژۍ په ځانګړي ډول سایبري امنیت، د اتومي انرژۍ سوله ییزه همکاري، دفاعي مسایل، ترهګرۍ ضد مبارزه، د کسپین سمندرګي د ستونزو حل او د پیسو له تطهیر سره مبارزه د دغه تړون برخې دي.

په ۲۰۲۲ کال کې له اوکراین سره د روسیې د جګړې له پیل وروسته مسکو او تهران خپلې همکارۍ لا پراخې کړې دي.

ایران د روسیې لپاره زرګونه شاهد بې پیلوټه الوتکې چمتو کړې چې د اوکراین پر ښارونو بریدونه کوي. دغه راز ایران د لنډ واټن بالیستیک توغندي هم روسیې ته برابر کړي دي.

د ایران او روسیې ترمنځ همکاري نه یوازې له اقتصادی پلوه بلکې د پوځي او سیاسي همکارۍ له لارې د لویدیزې نړۍ له نفوذ سره د مبارزې لپاره هم پراخه شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په اکتوبر کې وویل چې مسکو او تهران د ستراتیژیکې ملګرتیا تړون لاسلیک کولو اراده لري چې نږدې دفاعي همکاري به پکې شامله وي.

ایران او روسیه په خپلو انرژیکو صادراتو تکیه کوي او د نړیوالو بندیزونو له امله دواړه هېوادونه له اقتصادي فشار سره مخامخ دي.

د رپوټونو له مخې، د انرژۍ په برخه کې به روسي شرکتونه د ایران د انرژۍ سکتور کې پراخې پانګونې وکړي، چې ددغه سکتور عصري کول او پراختیا پکې شامل دي.

ایرانی چارواکي دغو پانګونو ته خوشبین دي، په ځانګړې توګه چې په اسیايي مارکیټونو کې انرژۍ ته اړتیاوې مخ پر ډېرېدو دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

قطر اسراییل او حماس ته د غزې د اوربند هوکړې وروستۍ مسوده وسپارله

۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۰

منځګړي قطر د دوشنبې په ورځ اسراییل او حماس ته د غزې جګړې د پای ته رسونې د هوکړې وروستۍ مسوده وسپارله. په دې خبرو اترو کې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي ګډون کړی. په خبرو کې یوې ښکیلې سرچینې رویټرز ته وویل، چې په خبرو کې «په نیمه شپه کې» پرمختګ شوی.

سرچینې وویل چې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره د هوکړې متن په دوحه کې د اسراییل د موساد او شین بیټ استخباراتي ادارو مشرانو، د قطر لومړي وزیر او د ټرمپ د استازي سټیف وټکوف د خبرو په ترڅ کې چمتو شوی دی.

داسې باور کېږي چې د امریکا د مخکینۍ ادارې چارواکو هم په دې خبرو کې برخه اخیستې ده.

راتلونکي ۲۴ ساعتونه مهم دي

سرچینې رویټرز ته وویل، چې « راتلونکي ۲۴ ساعته د هوکړې لپاره مهم دي».

د اسراییل کان راډیو د دوشنبې په ورځ د یوې اسراییلي سرچینې له قوله خبر ورکړ، چې په قطر کې د اسراییل او حماس پلاویو ته مسوده سپارل شوې او اسراییلي پلاوي د اسراییل مشران خبر کړي دي. اسراییل، حماس او د قطر بهرنیو چارو وزارت د تایید یا نظر ورکولو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

دواړو خواوو که څه هم د وروستۍ مسودې نهايي کول نه دي تایید کړي، خو د خبرو په اړه پرمختګ یې یاد کړی.

یوه لوړپوړي اسراییلي چارواکي وویل چې که حماس د وړاندیز ځواب ور کړي، نو په څو ورځو کې کېدای شي یوه هوکړه نهايي شي.

له خبرو سره نږدې یوه فلسطیني چارواکي رویټرز ته وویل چې د دوحې معلومات ډیر هیله بښونکي دي او زیاته یې کړه، « فاصله کمه شوې او که هر څه تر پایه سم پرمخ لاړ شي، نو د هوکړې لپاره قوي هڅه روانه ده».

متحده ایالاتو، قطر او مصر د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره له یو کال ډېره هڅه کړې، خو تر اوسه یې پایله نه ده ورکړې.

ټرمپ پر څوکۍ تر کښېناستو وړاندې هوکړه غواړي

د جنورۍ ۲۰مه د ټرمپ د لوړې ورځ اوس په سیمه کې د یو ډول نهايي نېټې په توګه ګڼل کېږي.

ټرمپ ویلي چې که حماس یرغمل کسان دفتر ته د هغه تر تګ پورې خوشي نه کړي، نو«سخته سزا به ورکړل شي».

له بلې خوا روان ولسمشر جو بایډن هم هڅه کړې چې د خپلې دورې له پای ته رسېدو وړاندې یوه هوکړه رامنځته کړي.

سرچینې وویل چې خبرې د دوشنبې تر سهاره روانې وې، وټکوف په دوحه کې د اسراییل پلاوی، او د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د حماس چارواکي هڅول چې هوکړه نهايي کړي.

د مصر د عمومي استخباراتو رییس حسن محمود رشاد هم د دې خبرو د یوې برخې په توګه په قطري پلازمینه کې موجود و.

د ټرمپ استازي وټکوف له نومبر راهیسې څو ځله قطر او اسراییل ته سفرونه کړي دي. هغه د جمعې په ورځ په دوحه کې و او د شنبې په ورځ د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د لیدو لپاره تل ابیب ته لاړ او بېرته دوحې ته ستون شو.

سپینه ماڼۍ وايي، بایډن د یکشنبې په ورځ له نتنیاهو سره د ټلیفوني خبرو په ترڅ کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو لپاره د معاملې کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د اسراییل د مالیې وزیر بتزال سموتریچ، چې سخت دریځی ملي پال دی او د هوکړې د پخوانیو هڅو مخالفت یې کړی، دا وړاندیزونه د «تسلیمۍ» او د اسراییل د ملي امنیت لپاره یوه «فاجعه» بللې ده.

د ایران پوځ وايي زر ډرون الوتکې یې ځواکونو ته ور کړې

۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۸ GMT+۰

د ایران پوځ وايي خپلو ځواکونو ته یې زر تاکتیکي ډرون الوتکې ور کړی، چې له رادار د پټېدو وړتیا او د سختو اهدافو د ویجاړولو پرمختللي امکانات لري. دا ډرون له ۲ زرو کیلومترو تللی او ډېرې ټیټې هم تېرېدلی شي، چې د الوت د دوام پر ډېره وړتیا سربېره له پیل تر پای کنټرول ته اړتیا هم نه لري.

د ایران رسنۍ وايي، دا ډرون د ځانګړو ماموریتونو لپاره په دغه هېواد کې تولید شوې او د اړتیا وړ سیمو او پوځي اډو کې به ځای پر ځای شي.

د دې رسنیو د رپوټ له مخې، د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز عبدالرحیم موسوي او د دفاع وزیر عزیز نصیرزاده او د ځمکنیو، هوايي او سمندري ځواکونو مشرانو نن پوځ ته د دې الوتکو د سپارلو مراسمو کې ګډون درلود.

د ایران دا ګام په داسې مهال دی چې په سوریه کې یې د خپل متحد بشار اسد حکومت وپرځېد، پر غزه سربېره په لبنان او یمن کې هم د دې هېواد د ملاتړو ډلو حزب الله او حوثیانو پرضد د اسراییل عملیات روان دي.

دغه ډول اسراییل تېر کال څو ځلې پر ایران هوايي بریدونه وکړل، چې په مقابل کې یې ایران هم ځواب ور کړ، خو له دې سره ویل کېږي چې ایران په دفاعي برخه کې کمزوری دی.

اما د دغه هېواد د پوځ مشر حسین سلامي څو ورځې مخکې د دې خبرې ردولو سره وویل، دومره وسلې یې جوړې کړې چې د اېښودو ځای یې نه لري.

نوموړي د پوښتنې په ډول زیاته کړه، موږ په کومه برخه کې کمزوري شوي یو، اوس د توغندیو، اوبتلونو، ډرونونو او نورو برخو کې وړتیاوې زیاتېږي او د مهماتو اېښودو ځای نه لرو.

په سعودي عربستان کې د سوریې د نوي حکومت د ټينګښت او راتلونکي په تړاو نړۍواله ناسته وشوه

۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۵، ۰۶:۵۳ GMT+۰

د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د یکشنبې په ورځ د(مرغومې ۲۳مه) د عربي او لوېدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو ډیپلومتانو غونډه وشوه، چې په کې د سوریې د ملاتړ او پر دغه هېواد د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو لپاره د ګډو هڅو په اړه خبرې وشوې.

دغه غونډه چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ال سعود په مشرۍ ترسره شوه، د سوریې د اقتصادي بندیزونو په لرې کولو او د بیا رغونې په ملاتړ یې ټینګار وکړ.

دغه غونډه داسې مهال کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ د سوریې له دولتي ادارو سره د ځینو معاملو لپاره شپږ میاشتنی معافیت اعلان کړ.

دغه شپږ میاشتنی معافیت د دې لپاره ورکړل شوی چې بشردوستانه مرستې اسانه شي او د انرژۍ په برخه کې هڅې وشي.

د ۲۰۲۴ کال د ډېسمبر په اتمه د بشار الاسد د حکومت تر ړنګېدو وروسته، ورته پرېکړې د نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول د اروپایي او عربي هېوادونو لخوا هم شوې دي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د دې پرېکړې هرکلی وکړ او له نورو هېوادونو او نړۍوالو ادارو څخه یې وغوښتل چې ورته ګامونه واخلي. هغه په ځانګړي ډول د سوریې د بیا رغونې لپاره د پراخو مرستو د برابرولو او د سوریایي کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره د مناسبو شرایطو د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د ترکیې، متحده عربي اماراتو، بحرین، قطر، عراق، لبنان، اردن، مصر، بریتانیا، جرمني، امریکا او ایټالیا په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازو ګډون کړی و. دوی د سوریې د نوي سیاسي بهیر او د دې هېواد د بیا رغونې لپاره خپل ملاتړ څرګند کړ.

د غونډې ګډونوالو په دې ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ د مخنېوي په موخه د سوریې خلکو ته د مرستې لپاره نړۍواله همغږي او د یو موټي، خپلواک او امن هېواد رامنځته کول اړین دي.

دغه غونډه په ټوله کې د سوریې د بیا رغونې لپاره د مناسبو شرایطو د رامنځته کولو او د دې هېواد خلکو ته له جګړې وروسته د مرستې برابرولو هڅو ته ځانګړې شوې وه.

ګډونوالو د دې خبرې یادونه وکړه چې سوریې ته د ثبات او پرمختګ په رسولو کې مرسته اړینه ده، ترڅو کډوال بېرته ستانه شي او د نوي وضعیت په رڼا کې د سوریې ملي حاکمیت خوندي پاتې شي.

ماهرنګ بلوڅ: د پاکستان پوځ پر ډیورنډ او ګولډ سمېټ کرښو بلوڅان او پښتانه ځوروي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۵، ۰۵:۵۰ GMT+۰

د ښځو حقونو فعالې او د بلوڅو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ویلي چې د پاکستان پوځ د ګولډسمیت او ډیورنډ پر کرښو له پښتنو او بلوڅانو سره د «وحشیانه چلند کوي» چې ورته د منلو وړ نه دی.

هغې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي: «په دې سیمو کې اوسیدونکي خلک نسلونه وړاندې د بلوچستان، افغانستان او ایران ترمنځ د مالونو، کولتور او تجارت په تبادله بوخت وو. خو له بده مرغه، هغه کسان چې استعماري فکر لري، د بې ځایه محدودیتونو او امنیتي پلمو په بهانه یې د غریبوخلکو ژوند ستونزمن کړی دی».

د بلوڅو د یووالي غورځنګ مشرې زیاته کړې چې د پاکستان پوځ پر دغو کرښو له خلکو سره داسې سپک او ظالمانه چلند کوي چې له څارویو سره هم باید ونه شي.

ماهرنګ ویلي چې دغو غیر انساني کړنو د میلیونونو انسانان ژوند اغېزمن کړی او جدي منفي پایلې یې هم له ځانه سره لرلې دي.

د ماهرنګ بلوڅ په وینا، د پاکستاني پوځ دغو محدودیتونو د خلکو ژوند ته زیان رسولی، ژورې فرهنګي اړیکې یې پرې کړي او سوداګري یې هم لمنځه وړې ده.

هغې د پاکستان پوځ ته په اشارې سره ټینګار وکړ: «مهمه نه‌ که تاسو که څومره محدودیتونه زیات کړئ، بې وزله وګړي او سوداګر وځوروئ یا خپله اراده ورباندې وتپئ ؛نو د دې سیمو د خلکو څو سوه کلنې اړیکې په هېڅ ډول نه شي ختمولای».

تر دې هاخوا بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ هم په دې باور دی چې د پاکستان حکومت له لوري په دغه هېواد کې د پښتنو حقونه تر پښو لاندې شوي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د مېشتو قبیلو تر څنګ د پښتنو ترمنځ نفاق ته لمن وهلې او د پښتنو په سیمو کې یې د جګړو اور ګرم ساتلی دی.

ډېری کارپوهان باور لري چې ډیورنډ کرښې او ایران ته نږدې د پرتو سیمو د وضعیت ښه کولو لپاره، د پاکستان حکومت ته په کار ده چې خپله تګلاره کې بدلون راولي او د خلکو انساني حقونو ته درناوی وکړي.

ماهرنګ بلوڅ چې د طب ډاکټره ده په ۲۰۲۳ کال کې یې د زرګونه بلوڅانو په ملاتړ اباد کې د پاکستان د پوځ خلاف ستر لاریونونه وکړل او دغه پوځ یې د‌ بلوڅو تر څنګ د پښتنو پر نسل وژنې تورن کړ.

ماهرنګ بلوڅ په پاکستان کې د بلوڅانو د حقونو د غوښتنې په برخه کې یو له مهمو شخصیتونو بللې کېږي او د بي بي سي له لوري په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د نړۍ په ۱۰۰ ارزښتناکو او اغېزمنو شخصیتونو کې هم وشمېرل شوه.

محسن داوړ: میرعلي کې د یوې نااعلان شوې جګړې له امله زرګونه خلک خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۵، ۰۲:۴۶ GMT+۰

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د ملي ډیموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ وایي، چې د یوې نا اعلان شوې جګړې له امله زرګونه خلک د شمالي وزیرستان له میرعلي څخه کډه کولو ته اړ ایستل شوي دي.

نوموړي ير اېکس پاڼه د ځینو کډو د تصویر په خپرولو سره لیکلي، بې ګناه ملکي وګړي د جګړې په اور کې د سوځېدو له وېرې، خپل کورونه او ژوند پرېږدي.

100%


هغه په دې اړه د اندېښنې په څرګندونو سره لیکلي: د «طالبانو پروژې موږ په یوې تل پاتې جګړې محکوم کړي یو.»
د شمالي وزیرستان په میرعلي ولسوالۍ کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یو شمېر کورنۍ د جګړو او تاوتریخوالي زیاتېدو له وېرې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ ایسنل شوې دي.

د سیمې خلک وايي، چې پوځ او وسله وال دواړه ورته د سیمې پرېښودو خبرداري ورکوي او کډې کولو ته یې اړباسي.
په سیمه کې خبریالان وایي، چې هره ورځ له دغې سیمې له لسو تر شلو کورنیو خپلې مېنې پرېږدي.
د میرعلي اوسېدونکي له ډېرې مودې راهیسې په دغه سیمه کې د ناسم امنیتي وضعیت له امله له دغې سیمې کډه کولو ته اړ شوي دي.
ځایي خلک بیا وایي، چې د شپې له‌خوا وضعیت تر دې حده ناکراره شوی چې ان پولیس ګزمې ته نه شي را وتلای.