طالبان: د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ٢١ افغان بندیان بېرته هېواد ته ستانه کړل شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ٢١ تنه افغان بندیان (د مرغومي په ٢٣مه نېټه) بېرته افغانستان ته راستانه شول. د پاکستان پولیسو په اسلام اباد کې د افغانانو د نیولو عملیات روان ساتلي.