سرچینې: په پاړه چنار کې د درملو د نشتوالي له امله یو بل ماشوم هم مړ شو

له پاړه چنار څخه سرچینې وایي، چې د درملو د نشوالي له امله نن یو بل ماشوم هم مړ شو. په پاړه چنار کې د روغتیايي ادارو د مالوماتو له مخې، د درملو او اسانتیاوو د نشتوالي له امله د ماشومانو په ګډون د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰۰ ته لوړ شو.