• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تېرو پنځو ورځو کې؛داسراییل هوايي بریدونو لږ تر لږه ۷۰ فلسطیني ماشومان وژلي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۴۰ GMT+۰

د فلسطین د مدني دفاع ادارې اعلان کړی چې په تېرو پنځو ورځو کې د اسراییل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰فلسطیني ماشومان وژل شوي دي.

په تازه پېښه کې، د اسراییل یوې الوتکې د غزې په شمال کې د جبالیا پر یوه ښوونځي برید وکړ چې په پایله کې لږ تر لږه ۸کسان وژل شوي، چې ماشومان هم پکې شامل دي.

په ورته وخت کې، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د اوربند او د اسیرانو د تبادلې لپاره خپل لوړ پوړي مذاکره کوونکي، د موساد او شین بیت (د اسراییل استخباراتو او پولیسو مشران) قطر ته استولي دي.

اخوا د اسراییل ځواکونو په سویلي لبنان نور بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د لبنان پوځ د اسراییل او حزب‌الله تر منځ د اوربند له تړون وروسته، په بېلابېلو سیمو کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کوي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له۷مې راهیسې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۶ زره او ۵۰۰ فلسطینیان وژل شوي او له سل زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ریاض سیمه ییزه غونډه؛ د لوېدیزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د سوریې پر وضعیت خبرې کوي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۰

د لویدیز او منځني ختیز هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او لوړ پوړي ډېپلوماتان د یکشنبې په ورځ په ریاض کې د بشارالاسد د حکومت له نسکوریدو وروسته د سوریې په اړه د لومړۍ سیمه ییزې غونډې لپاره راټول شول. په دې غونډه کې به د سوریې د وضعیت په اړه بحث ترسره شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بربوک د یکشنبې په سهار، د مرغومي پر ۲۳مه، ریاض ته ورسیده چې د سوریې د نوې ادارې د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني سره وګوري.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ، چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لیمي به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "په ریاض کې خبرې اترې به د عربي هېوادونو له خوا رهبري شي او په هغو راتلونکو ګامونو به تمرکز وکړي چې نړیواله ټولنه یې د سوریې د موقت حکومت د ملاتړ لپاره پورته کولی شي."

په اعلامیه کې هغو میکانیزمونو ته هم اشاره شوې ده، چې د سوریې د خلکو پر وړاندې د جنګي جرمونو لپاره د اسد رژیم د مسوول ګرځولو لپاره به پلي شي.

د سعودي عربستان، مصر، متحده عربي امارات، قطر، بحرین، عراق، اردن، لبنان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران په ریاض کې په سیمه ییزه غونډه کې ګډون کوي.

تمه کېږي چې نور لوړ پوړي عربي او لوېدیز چارواکي هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

دا غونډه د پنجشنبې په ورځ په روم کې د متحده ایالاتو، برزتانیا، فرانسې، جرمني او اروپايي اتحادیې د لوړ پوړو ډېپلوماتانو له غونډې وروسته ترسره کیږي.

په دې غونډه کې د سیمې هېوادونو د سوریې د نوې مشرتابه او د رسمیاتو ترلاسه کولو لپاره اړینو ګامونو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

نن د یکشنبې ورځې کنفرانس په داسې حال کې پیل شوی، چې د سوریې نوي حکومت دمشق ته د نړیوالو مرستو د رسولو لپاره د لویدیزو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

جرمني، ایټالیا او فرانسې په دې وروستیو کې پر سوریې د اروپايي ټولنې د بندیزونو د نرمولو غوښتنه کړې، خو وروستۍ پریکړه یوازې د ټولې اتحادیې له خوا کیدای شي.

د اسلامي همکاریو د سازمان مشر: د هغو تګلارو کلک مخالفت کوو چې د نجونو د زده‌کړو مخه نیسي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۰۸:۲۰ GMT+۰

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو» په تړاو د اسلامي هېوادونو د غونډې پر دویمه ورځ د اسلامي همکاریو سازمان مشر ټینګار وکړ چې د ځواکمنو ټولنو د رامنځته کېدو لپاره د نجونو زده‌کړې مهمې دي.

ډاکټر حسین ابراهیم طه وویل،‌ د اسلامي همکاریو سازمان د هغو تګلارو او کړنو کلک مخالفت کوي‌ چې د اسلامي شریعت پر بنسټ د ښځو له زده‌کړو څخه په کې سرغړونه کېږي.

هغه مخامخ د کوم ډلې یا هیواد نوم یاد نه کړ، خو د اسلام په نوم طالبانو په افغانستان کې له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیزونه لګولي دي.

هغه زیاته کړې چې د نجونو زده‌کړې د یوې ځواکمنې ټولنې بنسټ جوړي او دا د ټولو اسلامي هېوادونو مسوولیت دی چې د سوکالۍ او پرمختګ په موخه نجونو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

د اسلامي هېوادونو د غونډې په دوېیمه ورځ د پاکستان د پوځ یوې جیګپوړې غړې جنرال نګار جوهر خان هم وینا کړې او د نجونو پر زده‌کړو ېې ټینګار کړی.

هغې ویلي، د نجونو زده‌کړې په ټولنه کې د اقتصادي ودې تر څنګ په ټولو برخو کې د ځانګړو پرېکړو په کولو سره په ټولنه کې د نجونو رول پیاوړی کوي.

د نوبل جایزې ګټونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ هم خبر ورکړی چې دغه غونډې ته رسیدلې او هلته به پر افغان نجونو د طالبانو له لوري د بندیزونو په تړاو وینا هم وکړي.

که څه هم د پاکستان حکومت طالبانو ته د نجونو د زده‌کړو دغې غونډه کې د ګډون بلنه هم ورکړې وه ؛خو طالبانو په کې پرته له کومه ښکاره دلیله ګډون نه دی کړی او نه یې هم لا په دې تړاو څه ویلي دي.

په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر: پاکستان کې ناامني او له قانونه سرغړونې مخ په ډېرېدو دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۰۶:۰۰ GMT+۰

په واشنګټن کې د اسلام اباد پخواني سفیر حسین حقاني د ټي ټي پي له لوري‌ د پاکستان د اټومي انرژۍ د کارکوونکو د تښتول کېدو په غبرګون کې ویلي چې په دغه هېواد کې ناامني او له قانون څخه سرغړونې مخ په ډېرېدو دي.

دغه پاکستاني‌ ډېپلوماټ ويلي، د پاکستان د اټومي انرژۍ د کارکوونکو تښتول کېدل په دغه هېواد کې د ترهګرۍ د ډېریدو ښکاره بېلګه ده ؛خو واکمن یې د مخنېوي پر ځای په سیاسي جنجالونو بوخت دي.

هغه د پوښتنې په ډول پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې که حکومت او ادارې په سیاسي لانجو کونچو بوختې وي؛ نو د دولت واک به څوک عملي کوي؟

تېره اوونۍ د خېبرپښتونخوا په لکي مروت کې پاکستاني طالبانو د دغه هېواد اټومي انرژۍ ۱۶ کارکوونکي او یو موټر چلوونکی وتښتول؛ خو ۸ تنه یې بېرته وموندل شول او ۸ کسان لا هم د پاکستاني طالبانو په ولکه کې دي.

د اټومي انرژۍ کارکوونکو په یو ویډیوي پېغام کې د‌ پاکستان له حکومت او پوځ څخه غوښتي چې ژر تر ژره دې یې د خلاصون لپاره له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي.

ټي ټي پي د دغو یرغمل شویو کارکوونکو د خوشې کېدو په بدل کې د پاکستان له حکومته د دوی د وروستیو نیول شویو کسانو د خوشې کېدو تر څنګ ځینې نورې غوښتنې کړې دي.

له دې سره هم مهاله په خېبر پښتونخوا کې د ټي ټي پي بریدونو زور اخیستی او پر ځینو سیمو یې ولکه هم ټینګه کړې ده. د خېبر پښتونخوا یو شمېر سیاستوالو د پاکستان پر حکومت او پوځ نیوکې کړي‌ چې د بې غورۍ له امله یې پښتونخوا د ناامنۍ په اور کې سوځي.

جو بایډن: د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې په امریکا کې د بیکارۍ کچه ۴،۱ سلنه راټیټه شوې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۰۹ GMT+۰

د امریکا ولسمشر جو بایډن په واشنګټن کې د خپلې دورې پر مهال د امریکا د اقتصاد په اړه د وینا پر مهال وویل، چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې په امریکا کې د بېکارۍ کچه تر ټولو ټیټې کچې ۴،۱ سلنې ته رسېدلې ده.

جو بایډن وویل، چې د هغه په دوره کې ۱۶،۶ میلیونه نوې دندې رامنځته کولو یو ریکارډ جوړ کړی.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه، چې هغه د حکومت په څلورو کلونو کې د کورونا وبا سره - سره نه یوازې د کار نوي فرصتونه رامنځته کړي، بلکې د روغتیا په برخه کې یې هم د پام وړ کارونه پورته کړي، چې له امله یې د امریکایانو ۱۶۰ میلیارده ډالره سپما شوې دي.

همداراز جو بایډن وویل، په امریکا کې د انرژۍ تولید اوس د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

جو بایډن به د روان کال د جنورۍ په ۲۰مه د امریکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پای ته ورسوي او د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ترمپ به په همدې نېټه د امریکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړي.

د فرانسې سټراسبورګ ښار یوه تمځي کې د دوو رېل ګاډو د ټکر له امله لسګونه کسان ټپیان شوي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۲۴ GMT+۰

د فرانسې سټراسبورګ ښار په یوه مهم میټرو تمځي کې د دوو ښاري رېل ګاډو د ټکر له امله لسګونه کسان ټپیان شوي دي، چې د پنځو کسانو حالت ډېر جدي بلل شوی او د یوه کس د مړینې احتمال زیات دی.

دا پېښه د شنبې په شپه هغه مهال رامنځته شوه، چې یوه رېل ګاډي په تېروتنې خپل مسیر بدل کړ او د سټراسبورګ په تمځي کې له بل ټرین سره چې ولاړ و، ټکر وکړ.

د برېتانیا د میرور وېبپاڼې د راپور له مخې، لومړني راپورونه ښیي چې په دې پېښه کې شاو خوا ۳۰ کسان ټپیان شوي دي.

ځیني سیمه ییز راپورونه بیا وایي چې پېښه کې یو موټروان مړ شوی دی، که څه هم دا خبره لا تر اوسه تایید شوې نه ده.

د بېړنیو خدماتو ټیمونه د سټراسبورګ ښار ګار سینټرال تمځي کې د پېښې له قربانیانو سره د مرستې په حال کې دي.

د دې پېښې په اړه پر اېکس ټولنیزې شبکې ځینې ویډیوګانې خپرې شوي، چې په کې د تونل څخه پورته کېدونکی لوګی ښکاري او د ګڼې ګوڼې په تمځي کې د خطر زنګونه غږېږي، په داسې حال کې چې ځینې کسان د ټکر له امله ټپي شوي او په ځمکه پراته دي.

په یوې بلې ویډیو کې ښکاري، چې مسافرین په بېړه د رېل ګاډي دروازې ماتوي، ترڅو دننه بند پاتې کسانو ته مرسته وکړي.

همدا راز په ویډیو کې د دواړو رېل ګاډو شاوخوا ښکاري، چې ډېر زیانمن شوي دي.

لومړنۍ پلټنې ښيي، چې دا پېښه د فني ستونزې او د غلط پیغام د استولو له امله رامنځته شوې ده، چې د ټرېن لپاره د اتوماتیک پټلۍ بدلون او بیا د ټکر لامل شو.