• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ریاض سیمه ییزه غونډه؛ د لوېدیزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د سوریې پر وضعیت خبرې کوي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۳۷ GMT+۰

د لویدیز او منځني ختیز هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او لوړ پوړي ډېپلوماتان د یکشنبې په ورځ په ریاض کې د بشارالاسد د حکومت له نسکوریدو وروسته د سوریې په اړه د لومړۍ سیمه ییزې غونډې لپاره راټول شول. په دې غونډه کې به د سوریې د وضعیت په اړه بحث ترسره شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بربوک د یکشنبې په سهار، د مرغومي پر ۲۳مه، ریاض ته ورسیده چې د سوریې د نوې ادارې د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني سره وګوري.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ، چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لیمي به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "په ریاض کې خبرې اترې به د عربي هېوادونو له خوا رهبري شي او په هغو راتلونکو ګامونو به تمرکز وکړي چې نړیواله ټولنه یې د سوریې د موقت حکومت د ملاتړ لپاره پورته کولی شي."

په اعلامیه کې هغو میکانیزمونو ته هم اشاره شوې ده، چې د سوریې د خلکو پر وړاندې د جنګي جرمونو لپاره د اسد رژیم د مسوول ګرځولو لپاره به پلي شي.

د سعودي عربستان، مصر، متحده عربي امارات، قطر، بحرین، عراق، اردن، لبنان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران په ریاض کې په سیمه ییزه غونډه کې ګډون کوي.

تمه کېږي چې نور لوړ پوړي عربي او لوېدیز چارواکي هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

دا غونډه د پنجشنبې په ورځ په روم کې د متحده ایالاتو، برزتانیا، فرانسې، جرمني او اروپايي اتحادیې د لوړ پوړو ډېپلوماتانو له غونډې وروسته ترسره کیږي.

په دې غونډه کې د سیمې هېوادونو د سوریې د نوې مشرتابه او د رسمیاتو ترلاسه کولو لپاره اړینو ګامونو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

نن د یکشنبې ورځې کنفرانس په داسې حال کې پیل شوی، چې د سوریې نوي حکومت دمشق ته د نړیوالو مرستو د رسولو لپاره د لویدیزو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

جرمني، ایټالیا او فرانسې په دې وروستیو کې پر سوریې د اروپايي ټولنې د بندیزونو د نرمولو غوښتنه کړې، خو وروستۍ پریکړه یوازې د ټولې اتحادیې له خوا کیدای شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د اسلامي همکاریو د سازمان مشر: د هغو تګلارو کلک مخالفت کوو چې د نجونو د زده‌کړو مخه نیسي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۰۸:۲۰ GMT+۰

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو» په تړاو د اسلامي هېوادونو د غونډې پر دویمه ورځ د اسلامي همکاریو سازمان مشر ټینګار وکړ چې د ځواکمنو ټولنو د رامنځته کېدو لپاره د نجونو زده‌کړې مهمې دي.

ډاکټر حسین ابراهیم طه وویل،‌ د اسلامي همکاریو سازمان د هغو تګلارو او کړنو کلک مخالفت کوي‌ چې د اسلامي شریعت پر بنسټ د ښځو له زده‌کړو څخه په کې سرغړونه کېږي.

هغه مخامخ د کوم ډلې یا هیواد نوم یاد نه کړ، خو د اسلام په نوم طالبانو په افغانستان کې له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیزونه لګولي دي.

هغه زیاته کړې چې د نجونو زده‌کړې د یوې ځواکمنې ټولنې بنسټ جوړي او دا د ټولو اسلامي هېوادونو مسوولیت دی چې د سوکالۍ او پرمختګ په موخه نجونو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

د اسلامي هېوادونو د غونډې په دوېیمه ورځ د پاکستان د پوځ یوې جیګپوړې غړې جنرال نګار جوهر خان هم وینا کړې او د نجونو پر زده‌کړو ېې ټینګار کړی.

هغې ویلي، د نجونو زده‌کړې په ټولنه کې د اقتصادي ودې تر څنګ په ټولو برخو کې د ځانګړو پرېکړو په کولو سره په ټولنه کې د نجونو رول پیاوړی کوي.

د نوبل جایزې ګټونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ هم خبر ورکړی چې دغه غونډې ته رسیدلې او هلته به پر افغان نجونو د طالبانو له لوري د بندیزونو په تړاو وینا هم وکړي.

که څه هم د پاکستان حکومت طالبانو ته د نجونو د زده‌کړو دغې غونډه کې د ګډون بلنه هم ورکړې وه ؛خو طالبانو په کې پرته له کومه ښکاره دلیله ګډون نه دی کړی او نه یې هم لا په دې تړاو څه ویلي دي.

په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر: پاکستان کې ناامني او له قانونه سرغړونې مخ په ډېرېدو دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۰۶:۰۰ GMT+۰

په واشنګټن کې د اسلام اباد پخواني سفیر حسین حقاني د ټي ټي پي له لوري‌ د پاکستان د اټومي انرژۍ د کارکوونکو د تښتول کېدو په غبرګون کې ویلي چې په دغه هېواد کې ناامني او له قانون څخه سرغړونې مخ په ډېرېدو دي.

دغه پاکستاني‌ ډېپلوماټ ويلي، د پاکستان د اټومي انرژۍ د کارکوونکو تښتول کېدل په دغه هېواد کې د ترهګرۍ د ډېریدو ښکاره بېلګه ده ؛خو واکمن یې د مخنېوي پر ځای په سیاسي جنجالونو بوخت دي.

هغه د پوښتنې په ډول پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې که حکومت او ادارې په سیاسي لانجو کونچو بوختې وي؛ نو د دولت واک به څوک عملي کوي؟

تېره اوونۍ د خېبرپښتونخوا په لکي مروت کې پاکستاني طالبانو د دغه هېواد اټومي انرژۍ ۱۶ کارکوونکي او یو موټر چلوونکی وتښتول؛ خو ۸ تنه یې بېرته وموندل شول او ۸ کسان لا هم د پاکستاني طالبانو په ولکه کې دي.

د اټومي انرژۍ کارکوونکو په یو ویډیوي پېغام کې د‌ پاکستان له حکومت او پوځ څخه غوښتي چې ژر تر ژره دې یې د خلاصون لپاره له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي.

ټي ټي پي د دغو یرغمل شویو کارکوونکو د خوشې کېدو په بدل کې د پاکستان له حکومته د دوی د وروستیو نیول شویو کسانو د خوشې کېدو تر څنګ ځینې نورې غوښتنې کړې دي.

له دې سره هم مهاله په خېبر پښتونخوا کې د ټي ټي پي بریدونو زور اخیستی او پر ځینو سیمو یې ولکه هم ټینګه کړې ده. د خېبر پښتونخوا یو شمېر سیاستوالو د پاکستان پر حکومت او پوځ نیوکې کړي‌ چې د بې غورۍ له امله یې پښتونخوا د ناامنۍ په اور کې سوځي.

جو بایډن: د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې په امریکا کې د بیکارۍ کچه ۴،۱ سلنه راټیټه شوې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۰۹ GMT+۰

د امریکا ولسمشر جو بایډن په واشنګټن کې د خپلې دورې پر مهال د امریکا د اقتصاد په اړه د وینا پر مهال وویل، چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې په امریکا کې د بېکارۍ کچه تر ټولو ټیټې کچې ۴،۱ سلنې ته رسېدلې ده.

جو بایډن وویل، چې د هغه په دوره کې ۱۶،۶ میلیونه نوې دندې رامنځته کولو یو ریکارډ جوړ کړی.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه، چې هغه د حکومت په څلورو کلونو کې د کورونا وبا سره - سره نه یوازې د کار نوي فرصتونه رامنځته کړي، بلکې د روغتیا په برخه کې یې هم د پام وړ کارونه پورته کړي، چې له امله یې د امریکایانو ۱۶۰ میلیارده ډالره سپما شوې دي.

همداراز جو بایډن وویل، په امریکا کې د انرژۍ تولید اوس د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

جو بایډن به د روان کال د جنورۍ په ۲۰مه د امریکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پای ته ورسوي او د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ترمپ به په همدې نېټه د امریکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړي.

د فرانسې سټراسبورګ ښار یوه تمځي کې د دوو رېل ګاډو د ټکر له امله لسګونه کسان ټپیان شوي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۲۴ GMT+۰

د فرانسې سټراسبورګ ښار په یوه مهم میټرو تمځي کې د دوو ښاري رېل ګاډو د ټکر له امله لسګونه کسان ټپیان شوي دي، چې د پنځو کسانو حالت ډېر جدي بلل شوی او د یوه کس د مړینې احتمال زیات دی.

دا پېښه د شنبې په شپه هغه مهال رامنځته شوه، چې یوه رېل ګاډي په تېروتنې خپل مسیر بدل کړ او د سټراسبورګ په تمځي کې له بل ټرین سره چې ولاړ و، ټکر وکړ.

د برېتانیا د میرور وېبپاڼې د راپور له مخې، لومړني راپورونه ښیي چې په دې پېښه کې شاو خوا ۳۰ کسان ټپیان شوي دي.

ځیني سیمه ییز راپورونه بیا وایي چې پېښه کې یو موټروان مړ شوی دی، که څه هم دا خبره لا تر اوسه تایید شوې نه ده.

د بېړنیو خدماتو ټیمونه د سټراسبورګ ښار ګار سینټرال تمځي کې د پېښې له قربانیانو سره د مرستې په حال کې دي.

د دې پېښې په اړه پر اېکس ټولنیزې شبکې ځینې ویډیوګانې خپرې شوي، چې په کې د تونل څخه پورته کېدونکی لوګی ښکاري او د ګڼې ګوڼې په تمځي کې د خطر زنګونه غږېږي، په داسې حال کې چې ځینې کسان د ټکر له امله ټپي شوي او په ځمکه پراته دي.

په یوې بلې ویډیو کې ښکاري، چې مسافرین په بېړه د رېل ګاډي دروازې ماتوي، ترڅو دننه بند پاتې کسانو ته مرسته وکړي.

همدا راز په ویډیو کې د دواړو رېل ګاډو شاوخوا ښکاري، چې ډېر زیانمن شوي دي.

لومړنۍ پلټنې ښيي، چې دا پېښه د فني ستونزې او د غلط پیغام د استولو له امله رامنځته شوې ده، چې د ټرېن لپاره د اتوماتیک پټلۍ بدلون او بیا د ټکر لامل شو.

د طالبانو په زندان کې امریکايي وګړي؛ ټرمپ وايي د بندیانو د تبادلې پلوی نه دی

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۰ GMT+۰

امریکایي وګړی رایان کوربټ، چې د طالبانو په زندان کې دی، مېرمن یې هڅه کوي په فلوريډا کې د امریکا له ټاکل شوي ولسمشر سره د خپل مېړه د قضيې د تعقیب لپاره وګوري. په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي، چې هغه د بندیانو د تبادلې پلوی نه دی؛ خو دغه موضوع به وڅېړي.

ټرمپ فاکس نیوز ته وویل، چې هغه به د بندیانو تبادله په پام کې ونیسي خو په دې اړه شکمن دی.

د امریکا منتخب ولسمشر وویل: «ما تر اوسه دې موضوع ته نه دي کتلي، زه هیڅکله د دې تبادلې پلوي نه یم؛ خو زه به یې وګورم او خپل دریځ به څرګند کړم.»

د رایان کوربټ میرمن وايي د طالبانو په زندان کې د خپل خاوند د قضيې د تعقيب لپاره هڅه کوي، چې په فلوريډا کې د امریکا له نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

انا کوربټ وویل، چې د هغې میړه د طالبانو په زندان کې ښه نه دی او هغه په ​​دوامداره توګه له سر درد رنځېږي.

رایان کوربټ د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له خوا ونیول شو او له دوه نیمو کلونو زیات وخت وروسته هم خوشی شوی نه دی.

هغه د خپل شخصي شرکت د کارمندانو د معاشونو د ورکولو لپاره کابل ته تللی و او د طالبانو لخوا ونیول شو.

په دې وروستیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې د بایډن اداره له طالبانو سره په افغانستان کې د دریو امریکایي اتباعو او د القاعدې د یو لوړ پوړي غړي د تبادلې لپاره خبرې کوي.

په ورته وخت کې داسې ښکاري، چې د بندیانو د تبادلې لپاره خبرې په ټپه درېدلې دي.

د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي ګارډین ته ویلي، چې دغې ډلې خبرې د ټرمپ ادارې تر پیل پورې ځنډولې دي.

انا کوربټ فاکس نیوز ته وویل: «زه په بشپړه توګه ناهیلې شوې یم او د خپلې کورنۍ لپاره مبارزه کوم.»

هغه چېله ټرمپ سره د لیدو لپاره فلوریډا ته سفر کوي، ډاډه نه ده، چې ایا د خپل خاوند د خوشي کولو لپاره به یې وروستۍ هڅه اغیزناکه وي که نه.

د ټرمپ ډلې لا تر اوسه د میرمن کوربټ سره کومه ليدنه نه ده برابره کړې.

انا کوربټ پخوا د ډېرو هڅو او ټینګار سره سره ونه توانېده چې له بایډن سره وویني او د خپل میړه د خوشي کېدو په اړه ورسره خبرې وکړي.

اوس هغه هیله لري، چې ټرمپ به د هغې د خاوند د قضیې په تعقیب کې ورسره همکاري وکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې لپاره خبرې د ۲۰۲۴ کال په جولای کې پیل شوې او په کې د دریو امریکایی اتباعو - رایان کوربټ، جورج ګلزمن او محمود حبیبي - سره د القاعدې د یو شکمن لوړ پوړي مرستیال محمد رحیم الافغاني تبادله شامله ده.

په کانګرس کې ځینو جمهوري غوښتونکو د طالبانو سره د رحیم الافغاني د بیا یوځای کیدو په اړه امنیتي اندیښنې څرګندې کړې دي.

خو انا کوربټ د امریکا له حکومت وغوښتل، چې دا توافق ومني: «ریان یو حیرانونکی سړی دی او هیڅ غلط کار یې نه دی کړی او زموږ کورنۍ هغه ته سخته اړتیا لري.»

هغې وويل: «ريان يو وطنپال کس دی، هغه یوازې د افغانستان له خلکو سره د مرستې هڅه کوله.»

انا کوربټ وویل، چې هغې په وروستي ځل د کرسمس په ورځ له خپل خاوند سره شاوخوا ۱۵ دقیقې خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړه: «ریان وپوښتل چې ایا کوم پرمختګ شوی دی که نه؟ په حقیقت کې هیڅ شی نه و چې زه یې ورسره شریک کړم.»

په ۲۰۲۴ کال کې دوو خوشې شویو امریکایی زنداینانو څرګنده کړه، چې رایان کوربټ سخت خوارځواکی او خپه و او په یوه ځمکه کې ساتل کیده، چې تقریبا هیڅ لمر پکې نه و.

انا کوربټ وویل، چې د خپل میړه سره د وروستیو خبرو اترو وروسته، هغه لاهم د دوامداره سر درد او په غوږونو کې د زنګ وهلو څخه رنځ وړي.