د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې سږکال له ۵۰۰ زرو ډېر ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې په افغانستان کې سږ کال له ۵۰۰ زرو ډېر ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. د دغه پروګرام پر اېکس پاڼه لیکل شوي، چې افغانستان لا هم په نړۍواله کچه له لوږې سره مخ هېواد دی.