ملګري ملتونه وایي جاپان د افغانستان له خلکو سره ۱.۵ میلیون ډالر مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایي چې جاپان د افغانستان د خلکو سره ۱.۵ میلیون ډالر مرسته ګړې.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایي چې جاپان د افغانستان د خلکو سره ۱.۵ میلیون ډالر مرسته ګړې.
دغه بنسټ د سې شنبې په ورځ د (مرغومي په ۲۵مه) په یو بیان کې ویلي، چې دغه مرسته به د میندوارو میندو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو د روغتیایي خدمتونو په برخو کې د کندهار، ننګرهار او فاریاب په ولایتونو کې ولګول شي.
له افغانستان سره د جاپان مرسته داسې مهال شوې چې د دغه هېواد خلک د ژمي په سړو سیلیو کې له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شوي دي،
تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي و چې دغه بنسټ په افغانستان کې د بېوزلو د لاسنیوي لپاره ۷۱۸ ملیون ډالرو ته اړتیا لري.
له هغه مهاله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، ګڼو خلکو خپل کار او روزګار له لاسه ورکړی او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د دې تر څنګ د دغې ډلې له خوا پر نجونو او ښځو د لګیدلو بندیزونو له امله نړیوالې مرستې هم کمې شوې چې ورسره خلک د سختې لوږې او اقتصادي کړکېچ سره مخامخ شوي دي.
جاپان تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو دوګړو له صندوق سره مرسته کړې وه.

د طالبانو سترې د دوشنبې په ورځ د هېواد په محکمو کې د «فساد او کمېشنکارۍ» په اړه خبرداری ورکړ او وایي، چې ځيني کسان د محکمې په نوم له خلکو پیسې اخلي.
یادې ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې رشوت ورکوونکي، رشوت اخیستونکي او هغه کس چې د دوی ترمنځ منځګړیتوب کوي ټول به مجازات شي.
که څه هم د طالبانو سترې محکمې په دې تړاو د ځينو کسانو د نیولو خبره کړې، خو دقیق شمېر یې روښانه کړی نه دی.
په اعلامیه کې مراجعینو ته په خطاب کې ویل شوي: «تاسو ته بهتره معلومه ده چې د افغانستان اسلامي امارت محاکم د هېوادوالو اقتصادي وضعیت او خپل شرعي مکلفیت ته په کتو خپل ټول خدمات که هغه د دوسیو حل او فصل برخه کې دي یا د وثایقو د اجرا برخه کې په وړیا ډول ترسره کوي او په دې برخه کې له هېڅ مراجعه کوونکي څخه د محکمې لخوا پيسې نه اخيستل کيږي، خو له دې سره - سره بيا هم ځينې فرېبکاران او مفسدين د عامو هېوادوالو له ناخبرۍ څخه په ګټې اخيستنې سره د محکمې په نوم پيسې اخلي چې ځيني يې د سترې محکمې لخوا نیول شوي هم دي.»
د مراجعینو بېروبار او دوسیو ته د ژر رسېدګي لپاره د هېواد په محکمو کې فساد زیات شوی دی او خلک هڅه کوي، چې د پیسو په ورکولو سره د کمېشنکارانو له لارې خپلو قضیو ته د ژر رسېدګۍ لارې چارې ومومي.
یو شمېر سرچینو هم راپور ورکړی، چې د طالبانو په بندخونو کې د بندیانو د شمېر زیاتېدو د فساد کچه زیاته کړې ده او ځيني قاضیان د بند د مودې کمولو په موخه د بندیانو له کورنیو پیسې اخلي.
د یادولو ده، چې د طالبانو په اداره کې ډېر شمېر کسان له «اسلامي امارت» سره د مخالفت او د سیاسي لاملونو له امله بندیان شوي دي.
د طالبانو سترې محکمې په خپره شوې اعلامیه کې له خلکو غوښتي، چې د خپلو دوسیو د حل لپاره کمېشکارانو ته پیسې ورنکړي.

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې له ۶۵ زره جریبو ډېره دولتي ځمکه د غاصیبینو له منګلو راګرځولې ده.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې راګرځول شوې ځمکې یې اړوند ادارو ته سپارلې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغې ډلې شاوخوا ۶۵ زره او ۲۲۹ جریبه ځمکه په کندوز، جوزجان، تخار، غزني، غور، پکتيا، خوست، زابل، ميدان وردګ، باميان او پنجشیر ولایتونو کې له ارزولو او په نښه کولو وروسته له غاصیبینو راګرځولې ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې دغه راز زیانه شوې، چې ډېره ځمکه په غزني ولایت کې غصب شوې وه، چې ۱۳ زره او ۲۸۵ جریبه وه.
د طالبانو عدلیې وزارت په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي پلاوي د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې له یو لک و شپږ څلوېښت زره جریبو څخه زیاتې ځمکې په نښه کړې او همدا زار په ۲۹ ولایتونو کې څه باندې څلور نیم لکه جریبه ځمکې د ارزونې لاندې دي.
سره له دې چې تر اوسه د غصب شویو دولتي ځمکو دقیق شمېر معلوم نه دی، خو د تېر حکومت د ښار جوړونې وزارت په ۲۰۱۹ کال کې ویلي وو، چې د ټول هېواد په کچه څه باندې یونیم میلیون جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یاده ډله وخت نا وخته د غصب شویو ځمکو د راګرځولو خبره کوي.
طالبانو تراوسه دا نه دي ويلي، چې دغه ځمکې د چا لهخوا او کله غصب شوي، خو د یاد وزارت چارواکو مخکې ویلي و، چې هر غاصب چې وزارت غوښتل کېږي د غصب تورونه ردوي.
د طالبانو د عدلیې وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په ټول افغانستان کې له غاصبانو د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو بهیر په چټکۍ سره روان دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د افغانستان په څلورو زونونو کې ځانګړې محکمې او د ځمکو د پېژندنې او تثبیت پلاوي ګومارلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې پخواني جمهوري حکومت هم د حکومتي ځمکو د ثبت او له غصب څخه د خلاصون په برخه کې اقدامات کړي وو.
په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان تېر جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني هم د نیول شویو ځمکو د لانجو د حل لپاره د یوې ځانګړې محکمې د جوړولو پرېکړه کړې وه.
څو کاله وړاندې د ازادۍ کور په نامه یوه نادولتي بنسټ ویلي وو، چې د دولتي ځمکو زیاتره غاصبین زورواکي، جهادي قومندانان، قومي مشران، سیاسي او امنيتي چارواکي او د پارلمان یو شمېر غړي دي.

ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې په کندوز ولایت کې یې د طالبانو په پوستې د وسله وال برید په پایله کې ۶ طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
دغې جبهې په خپل اېکس کې د یوه ویډيو په خپرولو سره ویلي، چې په دې برید کې ۴ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.
د یادې جبهې په خبره، د دوی جنګیالیو نن ماښام د کندوز ولایت د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د سر دورې په څلور لار کې د طالبانو په یوې پوستې تصفیوي عملیات کړي او یاد شمېر کسانو ته یې په کې مرګژوبله اړولې ده.
ازادۍ جبهه دغه راز ادعا کوی، چې طالبانو په پنجشیر او کندوز ولایتونو کې د تېر نظام د پخوانیو سرتیرو د نیولو په موخه کور په کور تالاشي شروع کړې ده.
د طالبانو حکومت تر اوسه د ازادۍ جبهې د دې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې میاشتې په ۱۲مې د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر وویل، چې د دغې جبهې له جوړېدو راهیسې پر طالبانو ۳۴۸ بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۸۶۴ طالبان وژل شوي او ۸۹۴ نور ټپیان شوي دي.
داوود ناجي وویل، چې د طالبانو پر وړاندې د ازادۍ جبهې بریدونه به په ۲۰۲۵ کال هم په ډېر قوت سره دوام وکړي.
هغه ټینګار کړی، چې د ازادۍ جبهې د کابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کندهار، هرات، بغلان، بلخ، لغمان، فاریاب، کندوز، بدخشان او تخار په ګډون په ۱۳ ولایتونو کې د طالبانو پر ضد هدفي عملیات کړي دي.
یادې جبهې تل ویلي، چې د افغانستان د ازادۍ د لاسته راوړلو او خلکو ته د اساسي حقونو تر ترلاسه کولو پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو یو کارپوه اليس جِېل ایډورډز وايي، چې طالبان باید امريکايي وګړي ريَن کاربېټ ته عاجله طبي پاملرنه وکړي، چې روغتیا ته یې د زیان رسېدو او مرګ مخه ونیول شي.
د ملګرو ملتونو د شکنجې او نورو وحشي چلندونو ځانګړي راپور ور کوونکي اليس جِېل ایډورډز رویټرز ته وویل، چې « طالبان باید په یوه ملکي روغتون کې بې ځنډه د ریَن کاربېټ درملنه وکړي».
کاربېټ چې یو مرستندوی کارکوونکی دی، له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په بند کې دی.
هغه د زندان شرایطو په اړه چې « ټول ناوړه او له نړیوالو معیارونو ټيټ» دي، شکایت کړی دی.
ایډورډز زیاته کړې ده، چې دغه وضعیت پر فزیکي او ذهني روغتیا جدي اغېزې لري او په دې اړه یې په مستقیمه توګه له طالبانو سره خبرې کړې دي.
نوموړي رویټرز ته وویل، « که وړ طبي پاملرنه ونه شي، هغه له نه جبرانېدونکي زیان یا حتا مرګ سره مخ دی».
په امریکا کې د ملګرو ملتونو دفتر ویاند ویلي، چې واشنګټن د ایډورډز له دفتر سره تماس نیولی او د دې هڅو ستاینه کوي چې د کاربېټ او نورو هغو کسانو لپاره چې د طالبانو له خوا نیول شوي، د انساني شرایطو غوښتنه کوي.
دغه ویاند وویل، « موږ د ريَن نیول کېدل ناحقه وینو او موږ به د هغه د ژر خوشي کولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتو».
کاربېټ او د هغه کورنۍ په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان ته راغلل. هغه له نادولتي سازمانونو سره کار وکړ او بیا یې خپل سازمان - بلوم افغانستان - پیل کړ چې د مشورې، مایکروفاینانس او پروژو ارزونې له لارې د افغانستان د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي.
هغه د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ۲۰۲۱ کال کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستان نه ووت، خو په ۲۰۲۲ کال کې د خپلې سوداګریزې ویزې د نوي کولو لپاره بېرته افغانستان ته ولاړ.
سره له دې چې هغه معتبره ویزه درلوده، په ۲۰۲۲ کال کې طالبانو ونیوه. د هغه وکیلان وايي چې یو جرمنی او دوه افغانان چې له کاربېټ سره نیول شوي وو، وروسته خوشي شوي دي.
د ملګرو ملتونو کارپوه وویل چې کاربېټ ته مختلفې روغتیايي ستونزې پیدا شوې، چې په غوږونو کې شور او د وزن کمېدل پکې شامل دي. رپوټ وايي، هغه دغه راز په وار وار د ځان وژنې او ځان ته د زیان رسولو اراده څرګنده کړې ده.
د کاربېټ په اړه دغه اندېښنې داسې مهال دي، چې په تېره یوه اونۍ کې یو استرالیایی او یو امریکایی وګړی ناڅاپي مړه شوي دي.

جرمنی د استرالیا، کاناډا او هالنډ په همکارۍ د طالبانو حکومت له ښځو سره د تبعیض له منځه وړو لپاره د ملګرو ملتونو د (CEDAW) کنوانسیون له مخې تر فشار لاندې راولي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پر ویب سایټ په یوه مقاله کې چې ظاهرا ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت رسمي نظر څرګندوي، راغلي، چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې افغان ښځې او نجونې د جدي او منظمو بشري حقونو له سرغړونو سره مخ دي.
مقاله وايي، د طالبانو د حکومت له خوا صادر شوي مختلف فرمانونه، مقررې او نور اقدامات په منظمه توګه ښځې او نجونې له عامه ژونده حذف کړې او د جنسیت پر بنسټ تبعیض سره یې مخ کړې دي.
دغه مقاله چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دریځ څرګندوي، وايي، د افغانستان ښځې او نجونې له ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، او قانوني ژونده محرومې شوې او له خپل کرامت څخه بې برخې شوې دي.
مقاله وايي، « موږ پرله پسې له افغانستان او د طالبانو ډیفکټو حکومت څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان نړیوالې حقوقي ژمنې پوره کړي او د ښځو او نجونو پر حقونو ټول محدودیتونه پای ته ورسوي، په ځانګړې توګه د دوی د زده کړو حق محدودیت باید ختم شي. له بده مرغه، وضعیت نه دی ښه شوی، بلکې په اندیښمنوونکي ډول نور هم خراب شوی دی».
مقاله وايي، افغانستان د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړو کنوانسیون (CEDAW) غړی پاتې او د طالبانو له واکمنۍ وروسته هم افغانستان د نړیوالو قوانینو له مخې مکلف دی چې د دغه کنوانسیون اصول پلي کړي او له هغو بې شمېره ژمنو د سرغړونو ځواب ورکوونکی دی.

مقاله زیاتوي، « دا دې ته له پام پرته، چې جرمنی د طالبانو ډیفکټو حکومت د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني، معتبر دی».
د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړو کنوانسیون د ښځو د بشري حقونو د ساتنې تر ټولو مهم نړیوال چوکاټ دی. دا لومړی نړیوال حقوقي سند دی چې د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو پر وړاندې تبعیض منع کوي او دولتونه اړ باسي چې په قانوني او عملي توګه په ټولو ټولنیزو برخو کې د ښځو د برابر ګډون ډاډمنتیا لپاره ګامونه واخلي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، جرمني، اسټرالیا، کاناډا، او هالنډ په ګډه پرېکړه کړې چې افغانستان او د طالبانو ډیفکټو حکومت د ښځو د حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو له کنوانسیون نه په سرغړونو مسوول ونیسي.
مقاله وايي، چې دغو هېوادونو د کنوانسیون د شخړو د حل میکانیزم په کارولو سره له افغانستان [طالبانو حکومت] نه رسمي غوښتنه کړې چې خپلې ژمنې عملي کړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت مقاله وايي، دا نوښت د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې اعلان شو. د دغه نوښت ملاتړ البانیا، اندورا، بلجیم، بلغاریا، چیلي، کروشیا، ډنمارک، فنلنډ، هندوراس، ایرلنډ، ایسلنډ، د کوریا جمهوریت، لاتویا، لیختن شتاین، لوګزامبورګ، ملاوي، مولداویا، مونټینیګرو، مراکش، نیوزیلنډ، رومانیا، سلوانیا، هسپانیا، سویډن او برېتانیا کړی دی.
