له ټل څخه د خوراکي، درملو او نورو توکو بار د لاریو یو بل کاروان هم کورمې ته رسېدلی دی

پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې له شپږو ورځو ځنډ وروسته د خوراکي، درملو او پر نورو توکو بار لاریو يو بل کاروان له ټل څخه کورمې ته رسېدلی دی.

پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې له شپږو ورځو ځنډ وروسته د خوراکي، درملو او پر نورو توکو بار لاریو يو بل کاروان له ټل څخه کورمې ته رسېدلی دی.
د دغې سیمې اوسېدونکي وايي، د پاړه چنار د سلګونه زره نفوس لپاره ۲۵ لارۍ کافي نه دي.
په کورمې ولسوالۍ کې له درېيو مياشتو راهيسې د لارو تړل کېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي، چې د ورځنيو اړتيا وړ خوراکي توکو، تېلو، ګازو او درملو له کمښت سره مخامخ شوي دي.
په کورمه کې د درملو د نشتوالي له امله ټول درملتونونه او خصوصي روغتونونه هم تړل شوي دي.
له بل پلوه دوه ورځې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، د درملو د نشتوالي له امله یو بل ماشوم هم مړ شو چې له دې سره د درملو د نشتوالي له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰۰ ته لوړ شو.
په پاړه چنار کې د سوداګرۍ خونې مشر امداد حسین وایي، په ښار کې ټول سوداګریز مرکزونه او هټۍ تړل شوې دي.
په کورمه کې له فرقهیي تاوتریخوالي وروسته له ۱۰۰ زیاتې ورځې وشوې، چې دغې ولسوالۍ ته ټولې ورغلې لارې تړل شوې او خلک د خوړو لپاره څه نه لري.
ګڼ خلک د خیبر پښتونخوا پر حکومت تور لګوي، چې په دومره زیاته موده کې یې د تړل شویو لارو په خلاصون کې پام وړ چارې نه دي ترسره کړې.

د امریکا پخوانۍ لومړۍ مېرمنې میشل اوباما د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې له ګډون څخه ډډه وکړه.
تر دې مخکې هغې د ډسمبر په ۲۰مه د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارټر د جنازې په مراسمو کې هم ګډون ونه کړ.
که څه هم د بارک او میشل اوباما دفتر د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما به د امریکا د نوي منتخب ولسمشر د لوړې مراسمو کې کډون وکړي، خو په دې بیان کې دا وضاحت نه دی ورکړل شوی، چې ولې میشل اوباما په دغو مراسمو کې ګډون نه کوي.
د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم به د دلوې په لومړۍ نېټه ترسره شي.
د میشل اوباما له غیابت سره - سره د جورج ډبلیو بوش مېرمن لورا بوش او د بل کلنټن مېرمن او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن به د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې د خپلو مېړونو تر څنګ وي.
د اېن بي سي د راپور له مخې، د اېلان ماسک، جف بزوس او مارک زاکر برګ په ګډون به د ټکنالوژۍ لوړ پوړي چارواکي هم د ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
دا په وروستیو ورځو کې دویم ځل دی، چې میشل اوباما د امریکا د اوسنیو او پخوانیو ولسمشرانو او د هغوی د مېرمنو په شتون سره په یوې غونډه کې ګډون نه کوي.
میشل اوباما د متحده ایالاتو یوازینۍ پخوانۍ لومړۍ مېرمن وه، چې تېره اونۍ د واشنګټن په ملي جامع کلیسا کې د کارټر د جنازې په مراسمو کې ګډون نه و کړی.
په دې مراسمو کې بارک اوباما او ټرمپ د یو بل تر څنګ ناست وو او د دغو دوو ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو سیاستوالو تر منځ د سیاسي سیالۍ سربېره، دواړو د نږدې ملګرو په څېر خندل او خبرې یې کولې.
میشل اوباما په داسې حال کې د لوړې مراسمو کې ګډون نه کوي، چې تېر ځل ټولو درېیو پخوانیو ولسمشرانو او د دوی مېرمنو په ۲۰۱۷ کې د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې برخه اخیستې وه، ان د هیلري کلینټن په ګډون چې په ټاکنو کې یې له ټرمپ څخه ماته خوړلې وه.
ټرمپ د روان کال د لړم په نیمایي کې خپلې سیالې کمالا هریس ته د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ماته ورکړه او له دې سره د امریکا ۴۷م ولسمشر شو.

اسوشېټېډ پرېس د سې شنبه په ورځ د جنوري په ۲۵مه د دوو چارواکو په حواله چې په غزه کې د اوربند د خبرو اترو او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په بهیر کې دخیل دي راپور ورکړ، چې حماس د غزې د اوربند د موافقې مسوده منلې ده.
د دې وړاندیز شوې موافقې یوه کاپي چې اسوشېټېډ پرېس هم لیدلې ده، مصري او د حماس چارواکو هم تایید کړې ده.
یوه اسراییلي چارواکي وویل، چې پرمختګ شوی او مذاکره کوونکي جزییات نهايي کوي.
د حماس یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، له دې امله چې اسراییل تر اوسه له غزې څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو پلان نه دی وړاندې کړی، د دې له امله حماس تر اوسه د غزې د اوربند په اړه د منځګړیتوب وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د سې شنبه په ورځ (د مرغومې ۲۵) ډاډ څرګند کړ، چې په غزه کې د اوربند او د يرغمل شويو بنديانو د خلاصون تړون به ډېر ژر نهايي شي.

د ډونالډ ټرمپ د پنتاګون نوماند پیټ هیګسیت د امریکا د مشرانو جرګې په غونډه کې تر سختو نیوکو لاندې راغلی او نوموړی یې د «کرکټر او سړې سینې» نه درلودو له امله د امریکا د پوځ مشرۍ ته وړ کس نه دی ګڼلی.
رویټرز وايي، هیګسیت، چې پخوا یې په فوکس نیوز کې کار کړی، د دفاع وزارت تر ټولو جنجالي نوماند دی.
۴۴ کلن هیګسیت د پوځ دننه د تنوع او برابرۍ د هڅو سخت مخالفت کړی او پوښتنه یې کړې چې ایا د امریکا یو لوړپوړی جنرال یوازې د دې لپاره پر دې څوکۍ ناست دی، چې هغه تور پوستی دی. هغه له دې وړاندې په جګړه کې د ښځو مخالفت کړی و.
سناتور جیک ریډ، چې د مشرانو جرګې د وسله والو خدمتونو کمیټې لوړپوړی ډیموکرات غړی دی، هیګسیت ته وویل، « ښاغلی هیګسیت، زه باور نه لرم چې تاسې دې ددې دندې په ډیرو شرایطو برابر وئ.» ریډ د هیګسیت د ماضي پر پلټلو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د هغه پر وړاندې پراخو تورونو ته په کافي اندازه رسیده ګي نه ده شوې.
پر هیګسیت شته تورونو د هغه په اړه د امریکا د کانګرس د غړو اندېښنې را پارولې دي.
په دې کې د ۲۰۱۷ کال جنسي تېري تور هم دی، چې رد شوي دي. دغه راز نوموړی د ډېرو شرابو په څښلو او ناسم مالي مدیریت تورن دی.
ډیموکرات سناتور کرسټن ګیلبرانډ هیګسیت ته په پوځ کې د ښځو د رول په تړاو وویل، چې « موږ سلګونه، سلګونه ښځې لرو چې په پوځ کې خدمت کوي، زموږ د پوځ اغیزناک غړي... خو تاسې یې سپکاوی کوئ، مهرباني وکړئ ددې څرګندونو وضاحت ورکړئ».
که څه هم هیګسیت د جمهوري غوښتونکو ملاتړ له ځان سره لري، خو د هغه تایید ممکن د کمیټې پر وړاندې د هغه په کړنو پورې تړاو ولري.
د کمیټې جمهوري غوښتونکي رییس سناتور راجر ویکر د نوموړي کلک ملاتړ وکړ او و یې منله چې دا نوماندي غیر معمولي ده، خو زیاته یې کړه، « هیګسیت دا منلې چې هغه کله ناکله کمزوری و، لکه څنګه چې موږ ټول یو».
د ټرمپ ګوند د هیګسیت ملاتړ کوي، خو ځینې خلک د هغه پر وړتیا شکمن دي.
جمهوري غوښتونکي سناتور مارک وین مولین وویل، « زه د هیګسیت د پلانونو په اړه بحث ته سترګې پرلار یم چې دفاع وزارت او جنګیالي تقویه کړي».
د رویټرز د رپوټ له مخې، مشرانو جرګه د کابینې نوماندان تقریباً نه ردوي، ځکه له دوی باور رایه ډېری هغه وخت بیرته اخستل کیږي چې په چارو کې پاتې راغلي وي.
که هیګسیت تایید شي نو هغه کولی شي د ټرمپ ژمنې عملي کړي او پوځ له هغو جنرالانو پاک کړي چې یولړ ځانګړې پالیسۍ تعقیبوي.
راپورونه ښیي چې د ټرمپ اداره د هغو جنرالانو د لیست پر جوړولو کار کوي چې باید ګوښه شي.

څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو یوه نړیواله غونډه جوړه شوه، چې په هغې کې په اسلامي هېوادونو کې د نجونو د زدکړو په اهمیت خبرې وشوې، پرته له دې چې څوک وپوښتي، چې ولې او چا په اسلامي هېوادونو په تېره افغانستان کې د نجونو د زدکړو مخه ډب کړې ده؟
هیچا ونه پوښتل چې دا کیسه له کومه ځایه راپیل شوې ده؟ هیچا په دې بحث ونه کړ، چې پخپله کوربه (پاکستان) په دې کې څه او څومره ونډه لرله او څنګه یې د افغانستان او ټولې لرو بر افغانمېشتې جغرافیې د نجونو او هلکانو د عصري زدکړو په استخباراتي او پوځي امکاناتو بندې کړې؟ له دې کیسې یې نن و سبا پنځوس کاله تیریږي. په دې غونډه کې چا هم ونه ویل چې پاکستان څنګه د مذهبي توندلارۍ د روزلو له برکته په اټومي ځواک بدل شو؟ او تر نن پورې مذهبي توندلاري د پاکستان لپاره د ګټې وټې تر ټولو لویه وسیله ده.
اصلي کیسه دا وه، چې ښکېلاکي واکمنیو ته د زبېښاکي بشرپوهې یوه زړه سپارښتنه په ښکېل کړای شویو زمکو او هېوادونو کې د خپلواکۍ غوښتنې د ځپلو لپاره توندلارۍ ته لمن وهل وو، چې په مرسته یې خلک په خپلمنځي شخړو کې ښکېل کړي. قومي، طبقاتي، مذهبي او نورې شخړې یې پېښولې. له هندوستان څخه رانېولې تر منځني ختيځ پورې د ویښتیا او روښانتیا د غورځنګونو تر سرراپورته کولو روسته دوی د ملتپالو جریانونو ځواکموندنې ووېرول. دوی لیدل، چې د ملتپالنې اور د یوه خپلواکيغوښتونکي ځواک په توګه په چټکۍ سره خپرېده. تر دې روسته چې په ۱۹۱۹ کې افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه، دغه کوشنی هېواد د سیمې د مسلمانانو او خپلواکيغوښتونکیو د پام وړ وګرځېد. هندوستاني خپلواکيغوښتونکیو خپل جلاوطنه دولت په کابل کې جوړ کړ او د عثماني خلافت ارمانجنو اعلیحضرت امان الله شاه غازي ته په افغانستان کې د اسلامي خلافت د بیا ژوندي کولو سترګې راواړولې. انګریزانو چې دا ځواک لا وخته پېژانده لوی افغان ملت یې د ډیورند کرغېړنې کرښې په وسیله وارله مخه لا ویشلی و. له همدې ځایه یې د دې کرښې دواړو غاړو ته د پرتو افغانانو ترمنځ د ملتپالنې د روحیې او مدني ویښتیا و روښانتیا له خپرېدو څخه غوني زېږه شول او د دغو مختګونو مخه یې ډب کړه.
هغه مهال انګریزانو افغان ملتپالنه په مذهبي توندلارۍ او شخړو ځپل او د روستهپاتې ساتلو لپاره له ښوونځي، رسنیو او مختګ راوستونکیو اقتصادي - ټولنیزو اصلاحاتو مخنیوی کاوه. افغانان باید په ارتجاعي توګه بېرته د ډبرپېر زمانې ژوند و فکر ته ورستانه شوي وای. تکفیر او تکفیري زهاد و شیوخ د دوی لپاره تر ټولو غوره وسله ښکارېده او د واک و ځواک تږې تیاره مرتجعین یې لښکر ګاڼه، په دې توګه یې په دغو دوو قوتونو اماني نهضت، مشروطیت او سمونغوښتونکی خوځښت ګردسره ناکام کړل.
د شوروي په سر راپورته کولو، چې نړۍ دوهقطبي شوه او پانګوالې نړۍ په دغه نوي سیال پسې راواخیسته نو د سړې جګړې تر ټولو لویه وسله و وسیله هم مذهبي توندلاري شوه، په تېره بیا چې معتقدو او اسلامي ټولنو لیدل، چې کومونیستي شوروي وچه کلکه ماتریالیستي نظریه خپروي.
د برېژینسکي – کارتر دکترینو پر افغانستان تمرکز وکړ او شوروي هم چې مخ په سهیل را څښېده په دې تلک کې ګیر شوه. شوروي وپرځېده. نړۍ بېرته یوقطبي شوه، خو د سړې جګړې پاتې شوني تر اټومي فضلاتو ډېر ګواښمن او وژونکي لا په سیمه کې پاتې وو. د افغان وسلهوالو ډلو تر څنګ زرګونه عرب، پنجابي، چین و چیچني و نور نړیوال جنګیالي. له القاعدې رانیولې تر داعش پورې څرمنبدلوونکي سازمانونه چې په ګڼو نظریاتي – فقهي اختلافاتو کې سره ښکېل او یو بل ته لاس په ماشه ناست وو. امریکا ولاړه او دا ډلې یې دلته په افغانستان او تر ډیورند کرښې پوره غاړه افغانمېشته خاوره کې پرېښودې.

دا ډلې دلته وې او انګریز -امریکايي کړیو یې په اړه دوه ډوله فکر کاوه، لومړی دا چې په خپلومنځونو کې یې دومره سره وجنګوي چې لویدیځ ته د یوه ګواښ په توګه له منځه ولاړې شي، د دوی د جګړو لپاره وړیا جغرافیه هم افغانستان، پښتونمېشته سیمې، د منځنۍ اسیا څنډې، سینکیانګ و منځنی ختیځ و ټاکل شو. دویمه نظریه دا وه، چې نړۍ به یو قطبي پاتې نهشي. چین، روسیه، هیند، شمالي کوریا و ځینې سیمهییز پراختیا غوښتونکي لکه ایران و تورکیه لا پاتې دي او ښايي هریو د اقتصادي امکاناتو په موندلو سرراپورته کړي او یو ځل بیا به لویدیزو پانګوالو ته اړتیا پېښه شي، چې خپل دغه زاړه یاران د نویو سیالانو په وړاندې وکاروي. دا ډلې د دوی لپاره د منځني ختیځ په زړو شخړو کې هم پکارېدل، د اسرائیلو او عربو ترمنځ له شخړې څخه راوتي تېل هسې هم لویدیځ ته روان و او د دغو تېلو د راایستلو لپاه دایمي شخړه په کار وه او مذهبي توندلاري اورپکي د دې شخړې یوه لوري ته تومنه ورکوله. د مذهبي توندلاري ګټه لویدیځ او هغو سیمهییزو هېوادونو ته رسېده، چې د دوی په روزنه، پالنه، وسلوال کولو او لوبولو بوخت و، خو قربانیان یې افغانان او افغانستان وو.پاکستان او پوځي استبلېشمېنټ یې په نړیوال کچ د دغو ډلو د روزنې و پالنې و لوبولو کاروبار په ټېکه اخیستی و. پاکستان دغه ټېکه په ۱۹۷۰ لسیزه کې واخیسته او په ۱۹۹۰ کې یې له برکته په اټومي هېواد بدل شو. د مذهبي توندلارو ډلو کاروبار یوازې د پاکستان لپاره نغده ګټه نه راوړله، بلکې خپل دوه ګاونډي سیالان (هند و افغانستان) یې هم پرې داړل و ډارول.
پاکستان د هند دوښمن و او په کشمیر کې یې ورسره پوځي شخړه لرله، هندوستان چې په سیمه کې تر ټولو چټکه اقتصادي وده لرله نهغوښتل له پاکستان سره په مخامخ جګړه کې د خپلې اقتصادي ودې بهیر ته زیان ورسوي، پاکستان د هند له دغه ستراتيژيک زغم څخه ګټه کوله او په مذهبي توندلارو اورپکو یې ناامني ورپېښوله. له بلې خوا یې د همدې ډلو په مرسته د افغانستان په لور د فارورډ پالیسي او څښنده نیواک بهیر پرمخ بیوه. په پاکستان کې د سړې جګړې د دوران یوه داسې لویه زېربنا پاتې وه، چې تر لسیزو پورې یې پرې خپل دواړه ګاونډي ګواښلی شو، شپېته زره مدرسې د هغو له پوځي و استخباراتي مدیریت سره، په زرګونه عربي معهدونه، پرېمانه وسلې او روزل شوي اورپکي، بېڅښتنه پښتونمېشته جغرافیه چې که یې هستوګن هرڅومره وژل شوي وای څوک یې د پوښتنې نه وو او پاکستاني واکمنو یې پروا نه لرله، په تېره بیا چې کتل یې دغه نالوستي، له عصري و ښاري ژونده لرې ساتل شوي، ریښتیني، مومن او ساده ولسونه ډېر ژر د استخبارتي زهادو او شیوخو تر دم او چُف لاندې مذهبي توندلارۍ ته ورښویېدلای شي. پاکستان مذهبي توندلاري د ټولو افغانانو د ملتپال تفکر په وړاندې هم جنګوله، ځکه پاکستان د هندوستان له اټومي ځواک څخه دومره نهوېرېده، لکه په لرو بر کې له افغان ملتپاله تفکر څخه چې ویرېده.
تر ډيورند هاغاړه پښتنو هيڅکله خپل پلرنی ټاټوبی افغانستان هېر نهکړ او تل یې د لوی افغانستان په غېږکې ژوند د ځانژغورنې روستۍ چاره ګڼله. د « لرو بر یو افغان!» تفکر په وړاندې د پاکستان په لاس کې تر ټولو خونړۍ وسله و وسیله همدا مذهبي توندلاري اورپکي ول، په تېره بیا چې دوی یې سره ګډ کړي او په قبایلي سیمو کې مېشت کړي وو. تر روزل شویو افغانانو هاخوا په دوی کې پنجابیان، عربان، د چین اورپکي ، چیچنایان، د منځنۍ اسیا اسلامي ډلې ان د میانمار، اندونیزیا او نورو اسلامي هېوادونو راتښتېدلي وسلهوال هم په کې وو. د دوی کار له دې ځایه راپيلېده، چې په اول سر کې افغان ملتپالان تکفیر کړي، د ښځو په زدکړو بندیز ولګوي، ځکه د دوی په اند روښانې و پوهې مېرمنې ځانمرګي نهزیږوي،د ښوونځیو او پوهنځیومخه باید ونیول شي، د پښتنو تر منځ باید عصري زدکړې له کفر سره برابرې معرفي شي، ښوونځي یې وروسیزل شي او پرځای یې استخباراتي مدرسې جوړې شي، دا کیسه ښه په کش کې روانه ده. پنجاب د بېخبره و نالوستو پښتنو اقتصادي و اینرژیتکي سرچینې وړیا لوټلای شوې. د «ټ ټوپک» او «م مجاهد» و (ش شهید» نصاب خو لا پخوا پلی شوی و.
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر تر یوولسمې پېښې روسته یو ځل بیا د پاکستان غوا لنګه شوه او د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې سیمهییزه ټېکه یې واخیسته. په مهارت یې د جګړې اور د پښتونمېشته سیمې په خلکو بل وساته او پخپله یې پوځي وړاندې راتلل پیل کړل، چې دا کیسه تر نن پورې روانه ده.
نه د پاکستاني تالیبانو TTP جگړه د پاکستان په وړاندې ریښتینې ده او نه هم لاتراوسه مذهبي توندلاري د پاکستان لپاره کوم ګواښ دی. تر هغو چې په همدې پاکستاني مدرسو کې د روزل شویو شیوخو له خوا په افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي وي، ترهغو پورې په اسلامآباد کې د داسې نړیوالو غونډو جوړول د تاریخ طنز او یوه سیاسي ټوکه ده. دا هرڅه مدیریت کیږي. ترهغو چې د دې جګړو قربانیان یوازې پښتانه و بلوڅان دي دا جګړه له پاکستان سره نه ده، بلکې مذهبي توندلاري او له هغې سره زرګري شخړې د پاکستان لپاره پوځي امکان برابر کړی، چې افغانستان د خپلو روزل شویو اورپکو له خوا کنترول کړي او تر ډيورند پورې غاړه افغاني زمکې تر پوځي څښنده نیواک لاندې راولي او بالاخره خپل ستراتيژيک عمق او د فاوروډ پالیسۍ روستي هدف ته ځان ورسوي.
مذهبي توندلاري لاتراوسه د افغان ملتپالنې د ځپلو لپاره یوازینۍ وسله و وسیله ده. پاکستان له خپل پلندر انګریز څخه دا چل ډېر ښه زده کړی، چې څنګه دغه تکفیري وسله د ملتپالو په وړاندې وکاروي.
پرون د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۳مه پاکستاني پوځمشر عاصم منیر د پېښور عسکرکوټ (قول اردو) ته تللی، چې په پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو د پیل په اړه له ځايي واکمنو سره خبرې وکړي. په دې ناستو کې څه پخواني پښتانه سیاستوال هم لیدل شوي دي، داسې ښکاري چې د روزل شویو مذهبي توندلارو په وړاندې د زرګري جګړې د حاصل ټولولو فصل رانږدې دی او هغه تالیبي تخمونه یې چې کرلي وو، اوس یې د رېبلو وخت دی.

که پاکستاني پوځ ظاهراً د TTP په وړاندې دا عملیات پیل کړي، نو د فارورډ پالیسي له مخې به د پاکستاني پوځ شوبلې پر ډیورند کرښه ودریږي او افغانستان به یې ترمخامخ ګواښ لاندې راشي. په پښتنو کې به ملتپال پاڅونونه وځپي،ملي مشران خو هسې هم نیم زنداني او څه یې د ځانمرګیو تر ګواښ لاندې چوپتیا ته اړ کړای شوي دي. پاکستان په دې باور لري، چې تر کاراخیستنې روسته مذهبي توندلاري مدیریت کولای شي، ځکه همدوی جوړ کړي او رالوی کړي دي، خو د افغاني ملتپالنې په وړاندې پرته له دې چې د همدې افراطي پردیو نړیوالو ډلو څخه ګټه پورته کړي، مخامخ یې ځپلی نهشي. د پښتنو سیمې په چټکۍ سره له خپلو اصلي هستوګنو تشیږي. د ګلبهادر ډله له ګازډبو څخه نوي توغندي جوړوي، چې خورا ویجاړوونکي دي. د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل حیدرخېل، د جنوبي وزیرستان د مکین د دشکې او نورو سیمو خلک له خپلو کورونو وشړل شول. کورمه محاصره ده او وږي تږي هستوګن یې له خپلې سیمې څخه د ژوندي وتلو لاره لټوي. توري او بنګښ ماشومان وږي و بې اسرې دي پخوا یې په مخ د پکتیا لاره خلاصه وه اوس یې هغه هم ورتړلې ده، د دوی د محاصرې موده تر سلو ورځو واوښته. د خلکو تر شړلو سمدستي روسته د القاعدې او داعش ډلې د ولس ځای نیسي، پاکستان ته د القاعدې او داعش ځینې جنګیالي له سوریې څخه نوي رارسېدلي دي. سیمه له ځايي مُلکي خلکو په لوی لاس تشیږي او یوه نوي پوځي کړکېچ ته لاره هواريږي. دا ټول له ورایه څرګندوي، چې مذهبي اورپکي لا تر اوسه هم د پاکستاني پوځ لپاره یوه وسیله ده، نه ګواښ! او د ترهګري خطر، چې د دوی له خوا ډنډوره شوې او د نړۍ غوږونه یې پرې کاڼه کړي دي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د لاس انجلس د روانو اورونو په اړه رپوټونه وايي چې سانتا انا بادونه، چې په ساعت کې۷۰مایله چټک دي، اورونه لا نور هم ژبغړاندي کولای شي. تر اوسه د اورونو له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي، له ۱۲ زرو زیاتې ودانۍ سوځېدلې او له ۹۲ زرو ډېر کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د اور وژنې هڅې روانې دي، خو د باد شدت د اورونو د لا پراخېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.
چارواکي وايي چې د لاس انجلس او وینټورا سیمې د شدید اور تر ګواښ لاندې دي او دلته د اوروژنې او کنټرول په موخه د اور وژونکو ۸,۵۰۰ غړي ځای پر ځای شوي دي.
د پالیسډز اور ۲۳,۷۱۳ جریبه (۹۶ کیلومتر مربع) سیمې سوځولې او ۱۴ سلنه یې تر کنټرول لاندې راوستل شوې.

د ایټن اور، چې د سان ګابریل غرونو په لمنو کې رامنځته شوی، ۱۴,۱۱۷ جریبه (۵۷ کیلومتر مربع) ځمکې سوځولې او ۳۳ سلنه یې کنټرول شوی. درې نور اورونه په وروستیو ورځو کې بشپړ کنټرول شوي دي.
د اور له امله ټولې سیمې په کنډوالو بدلې شوې دي. اور د خوراکي توکو پلورنځي، د تیلو پمپونه او موټر هم سوځولي او خلک یې وېرولي دي.
چارواکو ویلي چې د دې اورونو له امله د مړو شمېر نور هم زیاتېدای شي، ځکه په سوځېدلو سیمو کې د مړیو موندلو لټون روان دی.
په ورته وخت کې، په کلیفورنیا کې د اورونو له امله د بیمې شرکتونه له بې مخینې زیانونو سره مخ دي. د اورونو په تړاو لس کسان نیول شوي، چې یو یې په لاسي اوراچونې تورن دی.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د امریکا ولسمشر جو بایډن د کلیفورنیا لپاره اضافي مرستې اعلان کړې دي، خو د کانګرس ځینې جمهوري غوښتونکي د دې مرستو لپاره شرایط ایښودل غواړي. د دې ترڅنګ د جي پي مورګن او امریکا بانک په څېر لوی بانکونه د اغېزمنو کورنیو لپاره د پورونو شرایط نرموي او منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د راتلونکې اونۍ په پیل کې اورځپلیو سیمو ته سفر وکړي.

د لاس انجلس د اوبو او بریښنا څانګه له دې امله تر نیوکو لاندې ده، چې د اور د لومړیو پړاوونو پر مهال یې د اوروژنې لپاره اړینې اوبه نه وې برابرې کړې.
د کلیفورنیا والي ګاوین نیوزوم ویلي چې دا اورونه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوی طبیعي ناورین کېدای شي.
