د اوربند له اعلان سره سم؛ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۲۰ فلسطینیان ووژل شول

د اوربند د هوکړې له اعلان سره، سره د غزې په تړانګه د اسراییل په بريدونو کې شل تنه فلسطينيان وژل شوي دي.

د اوربند د هوکړې له اعلان سره، سره د غزې په تړانګه د اسراییل په بريدونو کې شل تنه فلسطينيان وژل شوي دي.
د غزې د ملکي دفاع اداره وايي، د چهارشنبې په ورځ د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د هوکړې له اعلان وروسته د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوي دي.د دغې ادارې ویاند ویلي، چې د اوربند له اعلان سره، سره بیا هم بریدونه نه دي درېدلي.د هغه په وینا، د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د اسراییل له لوري بریدونه شوي، چې یوازې په غزه کې ۱۸ فلسطینیان وژل شوي دي.د چهارشنبې په ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د دغه هېواد لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني په غزه کې د اوربند اعلان وکړ.نوموړي ویلي، چې اوربند به (د جنورۍ له ۱۹مې) ټینګ شي او د پړاوونو د عملي کېدو په اړه یې له حماس او اسراییل سره کار روان دی.د قطر لومړي وزیر ویلي، چې د هوکړې په لومړي پړاو کې به یرغمل شوي اسراییلیان او فلسطینیان خوشې شي.دا رنګه د تړون په لومړي پړاو کې خپلو کورونو ته د بې ځایه شویو کسانو راستنېدل هم شامل دي.دغه شپږ اونيز اوربند په درېيو پړاوونو کې د ملکي بنديانو د تبادلې او د جګړې د ختمولو په اړه د خبرو اترو له لارې عملي کېږي.په دویم پړاو کې به حماس د اسراییلي ځواکونو بندیان خوشې کوي او په درېیم پړاو کې به له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل او د غزې د بیارغونې چارې به ترسره کېږي.


د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې د تانزانیا په کاګیرا سیمه کې د ماربورګ وبا د خپرېدو له امله ۸ کسان مړه شوي دي. غړو هېوادونو ته د دې وبا په اړه خبر ورکړل شوی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم غیبریوس وویل، چې په تانزانیا کې د ماربورګ وبا ۹ قضیې ثبت شوي، چې ۸ یې د مړینې قضیې دي او داسې اټکل کېږي چې په راتلونکي کې به نورې قضیې هم ثبت شي.
هغه وويل، چې د روغتيا نړۍوال سازمان د تانزانيا حکومت او اغېزمنو ټولنو ته د مرستې وړانديز کړی دی.
روندا چې د تانزانیا کاګیرا سره ګډه پوله لري، یوه میاشت وړاندې په دغه هېواد کې ۶۶ کسان په ورته ویروس اخته شوي وو، چې ۱۵ کسان یې له امله مړه شول.
ماربورګ یو ساري ویروس دی، چې په انسان کې د شدیدې تبې لامل کیږي.
ماربورګ د ایبولا په څېر د ویروسونو ورته کورنۍ پورې اړه لري.
د رویټرز د راپور له مخې، د ماربورګ ویروس د مستقیم تماس له لارې یا د اخته خلکو د وینې او نورو بدني مایعاتو له لارې په شمول د خیرنو جامو، کمپلې یا هم بړستن د خلکو تر مینځ خپرېدلی شي.
د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې د کاګیرا په سیمه کې دغې وبا شپږ کسان ووژل او نږدې دوه میاشتې یې دوام وکړ.

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنیاهو د غزې په تړون کې د امريکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مرستې له امله مننه وکړه او زیاته يې کړه، چې ډېر ژر به په واشنګټن کې ورسره وګوري.
همدا راز هغه د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه هم مننه وکړه، چې د یرغمل شویو د خلاصون په تړاو د خبرو اترو په برخه کې یې مرسته کړې ده.
د اسراییل لومړي وزیر د ټولو یرغمل شویو بېرته راستنولو په اړه خپله ژمنه تکرار کړه او د ټرمپ د وروستۍ وینا ملاتړ یې وکړ، چې "غزه به هېڅکله د ترهګرۍ پټنځای نه شي."
بلخوا، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په غزه کې د اوربند د هوکړې د درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ او د یوې سیاسي حل لارې غوښتنه یې وکړه.
هغه وویل: «له پنځلسو میاشتو ناحقه کړاوونو وروسته، د غزې خلک د ارامښت احساس لري او د یرغمل شویو او د دوی کورنیو ته یوه هیله مندي پیدا شوې ده.»
د فرانسې ولسمشر دغه راز د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او د غزې د خلکو د ژغورنې غوښتنه وکړه.
وروستي معلومات ښیي، چې د اسراییل او حماس په ۱۵ میاشتو او یوې اونۍ جګړو کې پر غزې ۸۵ تنه چاودیدونکي توکي غورځېدلي، له ۴۷ زرو څخه زیات فلسطینیان وژل شوي او ۱۰ لکه او ۱۵۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د اسراییل او حماس ۱۵ میاشتنۍ جګړه مخ پر ختمېدو ده او دواړه لوري بالاخره د اوربند او د یرغمل شویو د تبادلې په اړه یوې هوکړې ته ورسېدل. د غزې په دې ۱۵میاشتنۍ جګړه کې پر غزې ۸۵ زره ټنه چاودیدونکي توکي غورځول شوي دي.
د قطر لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ، چې په غزه کې به اوربند راتلونکې یکشنبې د جنوري ۱۹مه (د مرغومې ۳۰مه) پیل شي.
رویټرز تر دې مخکې په یوه راپور کې وویل، چې د حماس او اسرايیل ترمنځ اوربند اعلان شو او لومړنۍ مرحله به يې شپږ اونۍ وي.
د هوکړې له مخې به د هر ملکي اسراييلي په بدل کې ۳۰ فلسطينيان او د هر نظامي اسراييلي په بدل کې به ۵۰ فلسطينيان ازاد شي.
رویټرز همداراز زیاته کړې ده، چې پيل به د حماس له لوري د ۳۳ اسراييلي بنديانو په خوشې کولو کېږي، چې په بدل کې به يې اسراييل لسګونه فلسطينيان خوشې کړي.
په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه نېټه د حماس ځواکونو له خوا په اسراییل د مرګوني برید وروسته پیل شوه.په دې برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ یې یرغمل شول.
د دې برید په ځواب کې اسراییل بیا په غزې پراخ عملیات پیل کړل، چې تر اوسه پورې یې ۴۷ زرو څخه ډېر فلسطینیان وژلي او ۱۰ لکه او ۱۵۰۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.
دوه میلیونه فلسطینیان چې د ۱۵میاشتو او یوې اونۍ جګړې له امله بې ځایه شوي، خپلو کورونو ته د ستنېدو په تمه دي.
د حماس سیاسي مشران اسماعیل هنیه او یحیی سنوار هم د اسراییل په بریدونو کې ووژل شول.
د یادولو ده، چې حماس بیا ویلي د اوربند هوکړه د فلسطیني ولس د بې سارې قربانیو پایله ده.

د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته د طالبانو ملاتړو په ټولنیزو رسنیو کې دا تړون د "حماس مقاومت" د بریا په توګه بللی.
دوی په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي، چې "حماس د یو نیم کال مقاومت او قربانۍ وروسته ازادي او بریا ترلاسه کړه."
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د اوربند تړون ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د دې ډلې ځینو چارواکو او ملاتړو د جګړې په پای ته رسېدو خوښي څرګنده کړې او په غزه کې د پراخې ویجاړۍ سره - سره، دا تړون د غزې خلکو لپاره بریا ګڼلې ده.
د طالبانو د ملي راډیو او ټلویزیون مرستیال هدایت الله هدایت په خپل اېکس کې لیکلي، چې "د فلسطین د خوښۍ سهار پیل شو."
حقاني شبکې ته نږدې کس محمد جلال بیا د حماس د سیاسي مشرانو اسماعیل هنیه او یحیی سینوار یوه ویډیو خپره کړې، چې دواړه د اسراییل له خوا وژل شوي دي او لیکلي یې دي "اسراییلیان سپک شول او غزه بریا ته ورسېده."
هغه له قطر څخه مننه وکړه، چې د دغه اوربند په ټینکولو کې یې مرسته کړې.
د طالبانو پورې تړلې حریت راډیو په یوې مقالې کې لیکلي، چې "د ۱۵ میاشتنۍ جګړې او جرمونو وروسته اسراییلي اشغالګرو ځواکونو بالاخره د حماس جهادي غورځنګ غوښتنو او شرایطو ته تسلیم شول او د اوربند، له غزې څخه د وتلو او د دوی د بندیانو تبادلې ته غاړه کېښوده.»
دغې رسنۍ زیاته کړې، چې اسراییل د حماس د له منځه وړلو او د خپلو یرغملو د ازادولو توان نه لري.
یادې رسنۍ دا هم لیکلي، چې اسراییل اوس د حماس ټول هغه شرایط چې د جګړې په پیل کې رد کړي وو، منلي دي.
په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف د اوربند د لومړي پړاو مبارکي ویلې ده او هیله یې څرګنده کړې، چې د فلسطین خلک سوله، امنیت او ارامي تر لاسه کړي.
د طالبانو یوه پخواني چارواکي سعید خوستي هم د اوربند په خاطر خوښي څرګنده کړې او دا یې د عزت خبره بللې ده.
د طالبانو یوه ملاتړي د اوربند له اعلان وروسته د فلسطینیانو د لمانځلو انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي: "غزې د ۴۶۶ ورځو مقاومت وروسته خپله بریا د نړۍ په وړاندې ولمانځله."
تر دې مخکې، د طالبانو د رسنیو فعالانو د اسراییل سره د لبنان د حزب الله د اوربند په اړه چوپ پاتې وو.
په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه نېټه د حماس ځواکونو له خوا په اسراییل د مرګوني برید وروسته پیل شوه.
په دې برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ یې یرغمل شول.
د دې برید په ځواب کې اسراییل بیا په غزې پراخ عملیات پیل کړل، چې تر اوسه پورې یې له ۴۶۰۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژلي دي.
د حماس سیاسي مشران اسماعیل هنیه او یحیی سنوار هم د اسراییل په بریدونو کې ووژل شول.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش ټینګار کوي، چې دا سازمان د غزې د اوربند تړون د پلي کولو لپاره د مرستې لپاره چمتووالی لري.
ګوتریش زیاته کړه چې باید هڅې په غزه کې د بشري مرستو په رسولو متمرکزې شي.
نوموړي وویل، چې دغه هوکړه باید غزې ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د امنیتي او سیاسي محدودیتونو یوه مهمه برخه له منځه یوسي.
له دې سره، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې هم د غزې لپاره د اوربند د هوکړې د پلي کولو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او بشري مرستو د لېږد په رزښت ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند له هوکړې سره سم یونېسف بیا وایي، چې په غزه کې انساني اړتیاوې زیاتې دي او دوی چمتو دي، چې د غزې په تړانګه کې خپل اقدامات پراخ کړي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن او د قطر لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې اسراییل او حماس د اوربند او یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.
ټاکل شوې، چې په دغه اوربند سره به د لسګونو اسراییلي یرغمل شویو کسانو ترڅنګ شاوخوا دوه زره فلسطینیان هم خوشې شي.
د قطر لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په غزه کې به اوربند راتلونکې یکشنبې د جنوري ۱۹مه او د مرغومې په ۳۰مه پیل شي.
نوموړي وویل، چې له اسراییل او حماس سره د هوکړې د عملي کېدو په اړه خبرې لا هم روانې دي.
له دې سره، اسراییل هم ویلي دي، چې د غزې د اوربند په اړه تر اوسه ځیني برخې پایلې ته نه دي رسېدلي او تر راتلونکو څو ساعتونو به یې پایلې روښانه شي.
تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړ، چې د حماس او اسرايیل ترمنځ اوربند اعلان شو او لومړنۍ مرحله به يې شپږ اونۍ وي.
په راپور کې دغه راز راغلي، چې د هوکړې له مخې به د هر ملکي اسراييلي په بدل کې ۳۰ فلسطينيان او د هر نظامي اسراييلي په بدل کې به ۵۰ فلسطينيان ازاد شي.
رویټرز همداراز زیاته کړې ده، چې پيل به د حماس له لوري د ۳۳ اسراييلي بنديانو په خوشې کولو کېږي، چې په بدل کې به يې اسراييل لسګونه فلسطينيان خوشې کړي.