د پاکستان پوځ وايي، یوه میاشت کې یې د پښتونخوا په تیرا کې ۲۲ وسله وال وژلي دي

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې تېره یوه میاشت کې یې یوازې د خیبرپښتونخوا په تیرا کې ۲۲ وسله وال وژلي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي دي. پوځ وايي، دغو وسله والو ته مرګ ژوبله د پوځ او ایف سي ملیشو د ګډو عملیاتو پر مهال اوښتې ده.