طالبان وايي، د پاکستان د کراچۍ له زندانونو یې ۲۹ تنه افغان بندیان خوشې کړي دي

د پاکستان په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ وایي، چې د کراچۍ له زندانونو یې ۲۹ افغان بندیان خوشې کړي او هغوی یې بیرته له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي. طالبان وايي، دغو افغانانو د ملګرو ملتونو له خوا ورکړل شوي د کډوالۍ کارتونه هم لرل.






