هند غواړي د پرمختیایي او بشري مرستو له لارې طالبانو سره اړیکې پیاوړې کړي

د هند د بهرنیو چارو وزارت د (مرغومې ۲۸مه) د جمعې په ورځ ویلي چې هېواد یې غواړي د طالبانو تر واک لاندې افغانسان سره د پرمختیایي همکاریو په برخه کې نور تعامل وکړي او د بشري مرستو کچه هم لوړه کړي.