بېنېټ په کابل کې د یوه مدني فعال د مړینې په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له طالبانو څخه په کابل کې د یوه مدني فعال حمزه الفت د مړینې په اړه د څېړنو او ځواب ویلو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له طالبانو څخه په کابل کې د یوه مدني فعال حمزه الفت د مړینې په اړه د څېړنو او ځواب ویلو غوښتنه وکړه.
حمزه الفت د طالبانو له بند څخه تر خوشې کېدو وروسته په خپل کور کې مړ شوی دی.
تر اوسه د نوموړي د مړینې علت روښانه نه دی.
یاد مدني فعال د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په ۲۰مه د کابل په دشت برچي سیمه کې د طالبانو له خوا نیول شوی و او ویل کېږي، چې شاوخوا دوه کاله د طالبانو په بند کې وو.د راپورونو له مخې، نوموړی له بند څخه تر خوشې کېدو وروسته له افغانستانه وتلی و، خو بېرته هېواد ته ستون شوی و.د الفت کورنۍ ته نږدې سرچینه وایي، چې الفت درې میاشتې مخکې د طالبانو د استخباراتو له خوا تر نیول کېدو وروسته سخت وهل شوی وو.بېنېت د یکشنبې په ورځ په خپل اېکس کې لیکلي، چې د الفت د مړینې څرنګوالی په کلکه د اندېښنې وړ دی او په دې اړه یې د طالبانو د څېړنو غوښتنه وکړه.د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، طالبانو له حمزه الفت څخه غوښتي و، چې د خپل وضعیت په اړه یې له رسنیو سره خبرې و نه کړي.حمزه الفت په کابل کې له پېژندل شویو مدني فعالانو څخه و، چې د ښځو په اعتراضونو کې یې هم اغېزمن رول درلود.د نوموړي مړینې په افغانستان کې د بشري حقونو او د مدني ټولنې د فعالانو د ځپلو په برخه اندېښنې زیاتې کړي دي.دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د معترضو ښځو په ګډون سلګونه مدني فعالان او خبریالان نیولي او شکنجه کړي دي.طالبان بیا د مدني فعالانو ځپل او شکنجه کول ردوي، خو د نیول شویو فعالانو شهادت د دې ښکارندویي کوي، چې د طالبانو په بندخونو کې شکنجې پراخې او وحشیانه دي.


طالبانو د وزارت خانو او خپلواکو ریاستونو ویاندویانو ته اطلاعاتو ته د لاس رسي په نامه څلور ورځينی روزنیز سینمار پیل کړی، خو د رسنیو کارکونکي شکایت کوي، چې طالبان ورسره په وخت مالومات نه شریکوي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ياد روزنيز سمينار د پيل په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي ويلي دي: “مطبوعاتي برخه په نظام کې ډېره مهمه برخه ده. د نظام کاري ژمنتيا، فعاليتونه او لاسته راوړنې د ویاندویانو په واسطه تر ولسونو رسېږي او اسلامي امارت له ډېرو محدوديتونو سره سره، بيا هم په تېرو شاوخوا درېيو کلونو کې مهمې لاسته راوړنې لري، چې تر خلکو رسول يې زموږ او ستاسو ګډ مسووليت دی.”
فراهي زياته کړې، چې د هرې ادارې وياند بايد د خپلې ادارې د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه بشپړ معلومات ولري، د خپلې ادارې اړوند معلومات رسنيز کړي، دقت او سرعت په نظر کې ونيسي او له رسنيو او خبريالانو سره صمیمانه اړيکې ولري.
خو د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په راپور کې چې د تېر کال په اګست کې خپور شو راغلي، چې طالبان واقعي معلوماتو ته د خبریالانو لاسرسی له پامه غورځولی دی.
د یاد سازمان په خبره: "طالبان د عمومي افکارو او ټولنیز ذهنیت د کنټرول لپاره له درېیو کړنلارو کار اخلي: سخت سانسور، سیاسي تبلیغات او د عمومي افکار د چاپیریال مسمومول".
د دغه راپور له مخې، خبریالان او رسنۍ د دې حق نه لري چې داسې یوه مسله تر خبري پوښښ لاندې راولي، چې د دغې ډلې د حاکمیت پرخلاف ګڼل کېږي.
د دې سربېره خبریالان د طالبانو له اجازې او رضایت پرته د معلوماتو د خپرولو حق نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې له غزني ولایت څخه یوې سرچینې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، که څه هم د طالبانو له واکمنېدو سره پر رسنیو او خبریالانو محدودیتونه و، خو دغه محدودیتونه بیا په ۲۰۲۴ کال کې تر ټولو ډېر زیات شوی وو.
د نوموړي په وینا، د طالبانو امربالمعروف په ځلونو خبریالانو ته ګواښ کړی، چې د دوی د خوښې خلاف خپرونې او راپورونه وړاندې نه کړي.
هغه زیاتوي، چې د طالبانو تر څار لاندې د خپرونو او راپورونو ثبتول، د فقر او غربت په اړه د راپورونو په جوړولو بندیزونه او د ښځینه کارکوونکو د رسنیزو فعالیتونو مخنیوی هغه څه و، چې په غزني ولایت کې رسنۍ ورسره مخ شوې.
له کابل څخه هم یوې افغانې خبریالې چې په دې وروستیو کې د طالبانو د محدودیتونو د زیاتېدو له امله دنده پرېښې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې په ټول هېواد کې اطلاعاتو ته لاسرسی سخت شوی، خو د ښځینه خبریالانو لپاره بیا ناممکن دی، ځکه طالب چارواکي نه له ښځینه خبریالانو سره خبرې کوي او نه هم معلومات شریکوي.
د خبریالانو ملاتړو ادارو په ځلونو له طالبانو غوښتي، چې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي، خو یاده ډله وایي چې هېڅ یوې رسنۍ ته د دوی د پالیسیو خلاف د خپرونو او راپورونو اجازه نه ورکوي.

په خوست ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس د يوناما د سوېل ختيځ زون د بشري او حقوقي چارو مسوول ته ویلي، چې د رسنیو ستونزو ته یې په وخت رسېدګي کړې ده.
مولوي شاه حسين مسجدي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په دغه ولایت کې تېر کال طالبانو دوه راډيو ګانې تړلې وې او درې خبریالان یې د موسیقۍ د خپرولو له امله نیولي وو.
په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه راغلي، چې د يوناما د سوېل ختيځ زون د بشري او حقوقي چارو مسوول علي سلامي په دغه لیدنه کې بیا ویلي، چې په راتلونکي کې د رسنیو لپاره روزنیز پروګرامونه په پام کې لري.
مولوي مسجدي ویلي، چې له رسنیو سره یې پر وخت مالومات شریک کړي او ستونزو ته یې په وخت رسېدګي کړې ده.
یاد طالب چارواکی په داسې حال کې دغه ادعاوې کوي، چې ډېری افغان خبریالان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له امله سر ټکوي.
د مولوي مسجدي په وینا: «اوس مهال په خوست کې شاوخوا ۱۵ راډيو ګانې او ۴ تلويزيونونه په ډېر ښه او منظم ډول خپل فعاليتونه مخته وړي، چې له يادو شويو رسنيو څخه په دې وروستیو کې ۴ نويو راډيوګانو په کار پيل کړی دی.»
طالبانو د تېر کال په اپرېل میاشت کې په خوست ولایت کې درې خبریالان له دې امله نیولي وو، چې د خپرونې په بګرونډ کې یې موسیقي خپره کړې وه او همدا راز د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې یې د ژمن او غرښت په نامه دوه راډیو ګانې هم تر هغه وروسته وتړلې، چې د موسیقۍ غږونه یې خپاره کړي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د څار ادارې څو ورځې وړاندې د خپل کلني راپور په خپرولو سره ویلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په شدت سره خراب شوی دی.
د راپور له مخې، طالبانو پر ښځو او نجونو فشارونه ډېر کړي او دې ډلې د بیان ازادۍ، رسنیو او بشري حقونو پرضد سختو بنديزونو سره په دغه هېواد کې اقتصادي او بشري ناورین لا زیات کړی دی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وړاندې له ۲۰۰ ډېرو راډیويي چینلونو، ۱۸۴ تلویزیونونو، په سلګونو ورځپاڼو او انلاین رسنیو فعالیتونه درلودل.
د راپورونو له مخې، له شاوخوا ۱۸۴ ټلویزیوني چینلونو نه ۵۷ کانالونه د مالي او سیاسي ستونزو او یو شمېر د طالبانو د پالیسیو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په پایله کې تړل شوي دي.
د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې د طالبانو د مداخلې او ساکښو انځورونو د نه خپراوي له امله لږ تر لږه ۱۱ ټلویزیونونه تړل شوي او یوه ته له تړل کېدو وروسته په مشروط ډول بېرته د فعالیت اجازه ور کړل شوې ده.
په دغو ټلویزیونونو کې ارزو، عبور، د کندهار، بادغیس او تخار ولایتونو ملي ټلویزیونونه، بریا، نور، غرغښت ، تمدن، ماه نور او ریحان په څېر ټلویزیونونه شامل دي، چې ځینې یې په سیاسي لاملونو او ځینې نور د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پر بنسټ، په ځانګړې توګه د ساکښو انځورونو پر خپرولو د بندیز له امله بند شوي، یا راډیويي بڼه یې غوره کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند پلي کېدو او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون هرکلی کړی. له غزې په خپرو شویو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته، زرګونه بې ځایه شوي فلسطیینیان خپلو ویجاړو مېنو ته ستنیږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د یک شنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې « زه په غزه کې د اوربند د پلي کېدو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو د پیل هرکلی کوم».
نوموړی وایي، چمتو دی چې د دغه اوربند د پليتابه د ملاتړ تر څنګ بې شمېره فلسطینیانو ته د دوامدارو بشري مرستو رسولو کچه لوړه کړي.
ګوتریش وايي، دا اړینه ده چې یاد اوربند د مرستو رسولو پر وړاندې پام وړ امنیتي او سیاسي خنډونه لرې کړي.
د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند له پیل وروسته له غزې څخه ځیني داسې ویډیوګانې او انځورونه خپاره شول، چې پکې لیدل کیږي زرګونه فلسطینیان په ظاهره خوشحاله خپلو ویجاړو شویو کورونو ته ستنیږي.
بل خوا د اسراییل د ملي امنیت وزیر ایتامار بین ګیور او د هغه د ګوند دوو نورو غړو د غزې د اوربند د تړون په اعتراض کې له کابینې استعفا ورکړه.
یتزاک واسرلوف او امیهای الیاهو «د یهودي ځواک ګوند» دوه نور وزیران دي چې خپل استعفا لیکونه یې بنیامین نتنیاهو ته سپارلي دي.
د راپورونو له مخې، دا استعفاوې به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې عملي شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايی چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي د ایران له ریل پټلۍ څخه د ګټې اخیستنې ادارې مرستیال مرتضی جعفري په مشرۍ پلاوي سره کتلي دي. دغه وزارت وايي، « د ریل پټلۍ له لارې د ایران او افغانستان تر منځ تګ او راتګ او انتقالات زیاتېږي».
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن یکشنبه «د مرغومي ۳۰مه» پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د ریل پټلۍ له لارې د دواړو هېوادونو تر مینځ د صادراتو او وارداتو او اروپایي هېوادونو ته د ریل پټلۍ په واسطه د ایران او ترکیې له لارې د افغاني توکو د لېږد په اړه خبرې وشوې.
طالبانو د ایراني پلاوي په حواله لیکلي چې« د ایران د اسلامي جمهوریت پلاوي په دې لیدنه کې ژمنه وکړه چې افغانستان صادراتي، وارداتي او ترانزیتي توکي به په ټيټه بیه او دامکان په صورت کې په کمه موده کې لېږدوي.»
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو د دولتونو له خوا سوداګرو ته د اسانتیاوو پر برابرولو او د ریل پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد پر زیاتوالي د ټینګار ترڅنګ د همغږۍ په موخه ایراني پلاوي ته یو پنځه کسیز پلاوی ور پېژندلی.
د طالبانو دسوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د مرغومي پر ۲۳مه په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او «له ریل پټلۍ سره د چابهار نښلولو» په اړه خبرې کړې وې.
افغانستان پر ایران سربېره له چین، ازبکستان او قزاقستان سره د ریل پټلۍ له لارې تګ راتګ او انتقالات لري.
طالبانو د لیندۍ پر ۳مه ویلي و، چې له چین څخه د اورګاډي له لارې د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه حيرتان بندر ته رسېدلې ده.
دې ډلې زیاته کړې وه، چې دغه ریل ګاډی د قزاقستان او ازبکستان له لارو په ۲۲ ورځو کې د افغانستان شمال ته رسیدلی دی.
د چین لومړنی اورګادی له دغو لارو په ۱۲ ورځو کې حیرتان ته رسیدلی و.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ندا محمد ندیم په کابل کې له یوې دیني مدرسې څخه د ۷۱ تنو طالبانو فراغت غونډي ته په خپله وینا کې ویلي چې په اداري بستونو پسې به نه ګرځي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کابل د یوې دیني مدرسې «له افتاء او قضاء څانګې» ۷۱ تنه طالبان فارغ شول.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندامحمد ندیم چې له مدرسې د طالبانو په فراغت غونډه کې یې ګډون کړی و، فارغو شویو طالبانو ته سپارښته کړې، چې د مسلک اړوند قضايي برخه کې به دنده ترسره کوي او په اداري بستونو پسې دې سر نه ګرځوي.
نوموړي ویلي، «په اداري بستونو پسې به نه ګرځئ، په داسې یوه علمي ځای کې به خدمت کوئ، چې خیر مو اسلام، اسلامي نظام او مسلمانانو ته ورسیږي».
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په کابل کې د دې دیني مدرسې له« افتاء او قضاء څانګې» فارغ شوي طالبان د تخصص په کچه زده کړې هم ترلاسه کولی شي.
ندا محمد ندیم ویلي، چې یاده ډله د افتاء او قضاء په برخه کې دا ډول متخصصو «مفتیانو او قاضیانو» ته ډېره اړتیا لري.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پوهنتون او ښوونځیو د فراغت غونډو ځای له مدرسو څخه د طالبانو فراغت غونډو نیولی او نږدې هره اونۍ د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې له مدرسو د طالبانو د فراغت غونډې نیول کیږي.