طالبانو له ایران څخه غوښتي چې په اعدام محکوم افغانانو ته دې بدیله لار ولټوي

د طالبانو سترې محکمې پلاوي په ایران کې د افغان بندیانو حالت له نږدې کتلی او له ایراني چارواکو یې غوښتي، چې له افغان بندیانو او په تېره بیا د کم عمره بندیانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.