زرغون بهیر: د طالبانو استخباراتو ریاست خپل کارکوونکي د ځیرکو ټلیفونونو له کارولو منعه کړي

د پخواني جمهوري نظام د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر ویلي، چې د طالبانو رییس الوزرا د دغې ډلې د استخباراتو ادارې په ټولو ریاستونو کې کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې له ځیرکو ټلیفونونو کار وانه خلي.