د ایران د انرژۍ وزارت مرستیال: طالبانو د اوبو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده

د ایران د انرژۍ وزارت مرستیال د افغانستان د بندونو جوړولو په اړه وايي، چې دوی له طالبانو سره د خبرو اترو په حال کې دي او هیله من دي چې مثبت پرمختګ وشي.

د ایران د انرژۍ وزارت مرستیال د افغانستان د بندونو جوړولو په اړه وايي، چې دوی له طالبانو سره د خبرو اترو په حال کې دي او هیله من دي چې مثبت پرمختګ وشي.
محمد جوانبخت د ایران ایلنا اژانس ته وویل، چې «دا موضوعات خپل ځانګړي پروتوکولونه لري. د بهرنیو چارو وزارت هم په فعال ډول او په جديت سره موضوع تعقیبوي. هیله لرو چې ښه پایلې ترلاسه شي او اندېښنې لرې شي».
نوموړی وايي، چې ایران دمګړۍ د اوبو په ټولو برخو کې ستونزې لري او په تخصصي ناستو کې باید د اوبو د ننګونو لپاره لارې چارې وموندل شي.
جوانبخت د یوه نندارتون په څنډه کې وویل، چې د تېرو لسیزو په ترڅ کې د هېواد صنعتګرو د پام وړ پرمختګ کړی، په ځانګړي ډول په تېرو ۳۰ کلونو کې د اوبو د پروژو په تخنیکي برخو کې له بهرنیو مشاورانو پرته جدي پرېکړې شوې دي.
هغه زیاته کړه چې اوس مهال د اوبو په برخه کې د ایران مهمې اړتیاوې داخلي صنعتګر پوره کوي.
د ایران د انرژۍ وزارت مرستیال په افغانستان کې د جوړو شویو بندونو په تړاو وویل، چې « د هلمند د حقابې په اړه موږ له ګاونډي هېواد سره تړون لرو او په دوامداره توګه یې تعقیبوو. د دې موضوع تخنیکي او حقوقي اړخونه پّ انرژۍ وزارت پورې اړه لري، او موږ یې په پوره دقت سره تعقیبوو».
هغه زیاته کړه: « مقابل اړخ [ طالبانو] ژمنه کړې چې همکاري وکړي او موږ هیله لرو چې مثبت پرمختګونه رامنځته شي».


په کندهار ولایت کې د طالبانو د ولایت مقام رسنیز مرکز وایي، چې د دغه ولایت د سپين بولدک له لارې په تېرو نهو مياشتو کې د ۳۰۰ زرو څخه زيات کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه دفتر پر اېکس پاڼه په دغه ولایت کې د طالبانو د کډوالو چارو د مسوولینو له خولې لیکلي، د تېرو نهو مياشتو په اوږدو کې ۵۸۶۶۳ کورنۍ چې ټولټال ۳۰۹۳۰۱ تنه کېږي د سپين بولدک له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ د تېرکال په نومبر میاشت کې پیل شوه، چې لاهم دوام لري.
تازه د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۸۵ کډوالې کورنۍ د سپین بولدک، تورخم، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستنې شوې.
له بل پلوه له تېرو دوو کلونو په پاکستان کې د اسنادو د نه لرلو په تور هم وخت ناوخت افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لهخوا نیول کېږي.
ورته مهال په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګري بیا وایي، چې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د دوی د هڅو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۴۲۶۸ تنه افغان بندیان د سند له زندانونو خوشې شوي دي.
دغې قونسلګرۍ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه بندیان د سند صوبې له بېلابېلو زنذانونو خوشې شوي او په دولتي لګښت بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

د امریکا نوي ولسمشر ټرمپ څو ځله په ښکاره توګه د هغو وسلو په اړه خبرې کړې دي، چې په افغانستان کې پاتې شوې دي او د هغوی ارزښت یې هم د ټاکنیز کمپاین پر مهال او هم په وروستیو کې له رسنیو سره یاد کړی دی.
هغه د افغانستان څخه د وتلو څرنګوالی او د دې کړنې پایلې، چې په پایله کې یې امریکایي وسلې په افغانستان کې پاتې شوې، یو بېخردانه اقدام او د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرمېدلې شیبه بللې ده. دغه وسلې اوس د طالبانو، نورو ترهګریزو ډلو او د سازمان شویو جرمونو د شبکو په واک کې دي.
اوس چې ښاغلی ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه په رسمي ډول خپله دنده پیل کړې، دا موضوع په جدي ډول د سیاسي محافلو،د رسنیو او کارپوهانو په تحلیلونو کې مطرح شوې چې ایا ټرمپ به واقعاً د هغو وسلو په اړه څه وکړي چې په افغانستان کې پاتې دي؟
په دې لیکنه کې هڅه کېږي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د امریکا مرستې په تېرو دوو لسیزو کې د جمهوري نظام د واکمنۍ پر مهال لنډه وڅېړل شي او د ټرمپ د خبرو د عملي کېدو امکانسنجي وشي. همدارنګه دې پوښتنې ته به ځواب ورکړل شي چې په اصل کې ښاغلی ټرمپ د کومو وسلو په اړه خبرې کوي؟ دا وسلې څومره دي او اوس د چا په واک کې دي؟ ایا د هغوی بېرته امریکا ته انتقال ممکن دی؟
د ټرمپ هدف کومې وسلې دي؟
ښاغلي ټرمپ په خپلو ویناو کې په پرلهپسې ډول د هغو وسلو یادونه کړې، چې د هغه په باور د متحده ایالاتو د پوځ او نظامي ځواکونو پورې اړه لري، خو د ناوړه مدیریت او له افغانستانه د بېپروا وتلو له امله هلته پاتې شوې دي. د دغو وسلو لېست او شمېر لږ تر لږه تر دې دمه نه د ښاغلي ټرمپ له لوري وړاندې شوی او نه هم د امریکا د حکومت په رسمي سرچینو کې خپور شوی دی؛ خو هغه څه چې په ټرمپ د خبرو کې برجسته شوي، د دغو وسلو ارزښت دی، چې په خپلو ویناو او رسمي مرکو کې یې یادونه کړې او مجموعي ارزښت یې ۸۰ میلیارد ډالره ښودلی دی.
په همدې وخت کې ځینو رسنیو د ټرمپ د ادعا شوې شمېرې د کرهوالي هڅه وکړه او پایله یې دا وه چې دغه شمېر د امریکایي وسلو په اړه مبالغهامیز او ناسم دی. خو په ورته وخت کې ځینې رسنۍ، لکه سيانان، د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د پنټاګون د چارواکو له قوله لیکلي چې ۷ میلیارد ډالره په ارزښت نظامي تجهیزات چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي وو، هلته پاتې دي. دغه تجهیزات وسلې، مهمات، وسایط، الوتکې او هېلیکوپټرونه شامل دي.
د ۲۰۱۴ کال وروسته، کله چې د افغانستان د امنیت ساتلو مسوولیت په رسمي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وسپارل شو، د ناټو ډېری ځواکونه په ځانګړي ډول امریکایي ځواکونه له خپلو نظامي تجهیزاتو سره له افغانستانه ووتل. ډېری وسلې، وسایط او تجهیزات په هغو پوځي اډو کې پاتې وو چې د ولایتي ماموریتونو پای ته رسېدو سره یوازې په څو لویو نظامي مرکزونو کې، لکه د ناټو د غوڅ ملاتړ قرارګاه (شش درک)، د کابل هوایي ډګر، بګرام، کندهار، خوست، هرات او مزار شریف هوایي ډګرونو کې راټول شوي وو.
څو میاشتې مخکې له دې چې افغانستان سقوط وکړي، نړۍوال ځواکونه له ډېری دې مرکزونو هم ووتل او یوازې په کابل هوایي ډګر او د شش درک په قرارګاه کې پاتې شول. ما د کورنیو چارو وزارت له لوري د هوايي ډګرونو د افغان ځواکونو ته د انتقال د کمېټې مشري کوله او یاد مې دي چې کله پرېکړه وشوه چې په افغانستان کې د نړۍوالو ځواکونو نظامي مرکزونه تخلیه شي او د سیمې د امنیت مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي، بهرنیو ځواکونو خپل ډېری وسلې، وسایط او تجهیزات له ځان سره یوړل. یوازې ځینې تخنیکي وسایل؛ لکه جنراتورونه، مخابراتي اپراتورونه، خالي کانتینرونه چې د ګودام یا استوګنې لپاره کارول کېدل او لږ شمېر مهمات افغان ځواکونو ته وسپارل شول.

معتبرې راپورونه چې د امریکا متحده ایالاتو د رسمي ادارو او رسنیو له لوري خپاره شوي، ښيي چې د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۶ کلونو پورې امریکا متحده ایالاتو د افغانستان ملي پوځ او پولیسو ته د بېلابېلو ډولونو ۵۹۹,۶۹۰ میله وسلې چې سپکې او درنې وسلې پکې شاملې دي، مرسته کړې دي. په دې وسلو کې ډېری یې سپکې وسلې وې؛ لکه M16، M4، او سنایپر ټوپکونه چې شمېر یې ۳۵۸,۵۳۰ میله ته رسېږي. ډېری دغه وسلې د افغانستان ملي پوځ ته سپارل شوې وې.
په همدې موده کې ۱۶,۱۹۱ د ملاتړ وسایل؛ لکه د شپې لید دوربینونه، مخابراتي مانیټرې، کوچني کشفي الوتکې (ScanEagle) او کشفي بالونونه هم امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي دي، چې په دې کې تر ټولو زیات د شپې لید دوربینونه وو چې شمېر ۱۶,۰۳۵ و.
په هوايي برخه کې د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۶ پورې په ټولیز ډول ۲۰۸ الوتکې چې پکې MI-17 او MD-530 هېلیکوپټرونه (۱۱۰ الوتکې)، د ترانسپورتي الوتکو ډولونه؛ لکه C-208، C-128، C-130، T-182، G-222، AN-32 (۶۰ الوتکې)، د برید وړتیا لرونکي A-29 الوتکې (۲۰ الوتکې) او کشفي الوتکې PC-12 (۱۸ الوتکې) شاملې وې، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرسته شوې دي.
همدارنګه، امریکا متحده ایالاتو په همدې موده کې ۷۵,۸۹۸ د بېلابېلو ډولونو وسایط؛ لکه رینجر، هاموي، لارۍ او ټانکونه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرسته کړې دي. په دې کې تر ټولو زیات ۴۲,۶۰۴ رینجر موټرونه او ۲۲,۱۷۴ هاموي وسایط شامل وو. دغه دوه ډوله وسایط په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې ورځني ډېر کارېدونکي وسایل وو، چې یوه برخه یې د چاودنو، انتحاري بریدونو او اوږدمهاله کارونې له امله خپل قابلیت له لاسه ورکړی و.
په دې اړه د ایندیپینډنټ ورځپاڼې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۲۵مه راپور ورکړ، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وړاندې د هاموي وسایطو د تخریب هڅې سربېره، یوه د پام وړ برخه یې د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
دغه ټولې مرستې د افغانستان ملي پوځ او پولیسو په قطعو او جزوتامونو کې وېشل شوې وې او په مکرر ډول د امریکا متحده ایالاتو له لوري د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د مرستې په توګه یادې شوې دي. د دې پر بنسټ، دا وسلې او وسایط په اصل کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملکیت ګڼل کېږي، نه د امریکا د پوځ برخه.
ایا د دې ټولو تجهیزاتو انتقال ممکن دی؟
په داسې حال کې چې اوس طالبان د یوې سخت دریځې ډلې په توګه چې د ترهګریزو کړنو اوږد تاریخ لري، القاعده، داعش او نورو ډلو ته د دغو وسلو، وسایطو او نظامي تجهیزاتو لاسرسی ورکړی دی او معتبر راپورونه ښيي چې د دغو وسلو یوه لویه برخه د سازمان شویو جنایتکارو ډلو لاس ته لوېدلې ده. حتا د ښاغلي ټرمپ په وینا، طالبان د نړۍ تر ټولو لوی د وسلو په پلورونکو بدل شوي دي. د دې تر څنګ، په افغانستان کې د فشار د یو ځواک نشتوالی چې وکولای شي دغه وسلې له دې ډلو واخلي، د ښاغلي ټرمپ د خبرو عملي کېدل خورا ستونزمن ښکاري.
معتبر رسنیز راپورونه ښيي چې د طالبانو غړو له واک ته رسېدو سره سم، په هرې ولسوالۍ او ولایت کې ګڼ شمېر وسلې، تجهیزات او وسایط لوټ کړي او په ازاد بازار کې یې پلورلي دي. اوس هم د امریکا وسلې په افغانستان کې په ازادو بازارونو او د پاکستان په قبایلي سیمو کې په پراخه کچه موندل کېږي.
د تېرو درېیو کلونو په جریان کې رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا وسلې په کشمیر او منځني ختیځ کې موندل شوي دي. څو ځله داسې لیدل شوي چې داعش په خپلو بریدونو کې له دې وسلو ګټه اخیستې ده.
تازه یو انځور د ایران د حکومت له خوا د نږدې سرچینو له لارې خپور شوی، چې پکې د ایران د پوځ ځانګړي ځواکونه د امریکا د M4 ټوپکونو په زیات شمېر کې کارول ښودل شوي دي. که څه هم د دې وسلو دقیقه منبع معلومه نه ده، خو د کارپوهانو په باور، د دې وسلو اصلي پلورونکي طالبان دي.
که فرض کړو چې د ښاغلي ټرمپ ټولې خبرې سمې او د امریکا د محرمو اسنادو پر بنسټ دي، ایا ممکنه ده چې دغه وسلې بېرته امریکا ته راوګرځول شي؟ لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان د سیمهییزو او نړۍوالو ترهګریزو ډلو لپاره یو خوندي او له کنټرول څخه بهر جنت ګرځېدلی دی. ټولې دغه ډلې د خپلو اړیکو او وړتیاو له مخې دغو وسلو ته لاسرسی لري او د دې وسلو یوه مهمه برخه د طالبانو له کنټرول څخه وتلې ده.
د هغه وضعیت په نظر کې نیولو سره چې زه پرې پوهېږم، حتا که امریکا وغواړي او طالبان هم دې معاملې ته چمتو شي، د پورته یادو شویو دلایلو له امله د دغو وسلو او تجهیزاتو انتقال ممکن نه دی. په ورته وخت کې که حتا په ډېر خوشبینانه حالت کې ټول شرایط برابر شي، د دې وسلو او تجهیزاتو راټولول او انتقال وخت او بودیجې ته اړتیا لري.
زما په باور، د دې وسلو د ترلاسه کولو حل لاره یوازې یو خیال نه دی، بلکې باید د استبداد او ترهګرۍ زړه، یعنې د طالبانو رژیم په نښه شي. د یوه ځواکمن او قانوني دولت په جوړولو سره، چې د خلکو د رایو پر بنسټ او د یو مسوول او غیرمتمرکز جوړښت په لرلو سره رامنځته شي، د دې وسلو د ناوړه استفادې ټولې لارې بندې شي او دغه وسلې بیا د قانون پلي کولو او د عامه امنیت د تامین لپاره وکارول شي.

د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره د امریکا د پاتې وسلو زیان څه دی؟
په افغانستان کې مېشتې اسلامي جهادي ډلې؛ لکه طالبان چې د اصلي چتر په توګه عمل کوي، القاعده، تحریک طالبان پاکستان (TTP)، داعش، انصارالله - تاجکستان، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک، جیش محمد، سپاه صحابه، د ازبکستان اسلامي تحریکاو نورې ډلې، د خپلې سخت دریځې ایډیالوژۍ او ترهګریزو کړنو له امله په ذاتي توګه د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. دغه ډلې په پرلهپسې توګه هڅه کوي چې د اسلام له دین څخه ناوړه ګټه واخلي او نړۍ ناامنه کړي.
که دغه ډلې پرمختللو وسلو، نظامي تجهیزاتو او د هغو اقتصادي سرچینو ته لاسرسی پېدا کړي چې له سازمان شویو جنایتونو څخه یې ترلاسه کوي، نو په افغانستان او سیمه کې د دوی د ګواښونو رامنځته کولو او پراخو عملیاتو د ترسره کولو وړتیاوې به په بې ساري توګه زیاتې شي. لکه څنګه چې موږ وینو د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په پاکستان او ایران کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او جیش العدل ډلو عملیاتي وړتیاوې په ښکاره ډول زیاتې شوې دي، چې د دې یوه مهمه وجه د دغو ډلو لاسرسی نوو وسلو او تجهیزاتو ته ده.
بلخوا، د دغو ډلو د وړتیاو زیاتوالی به د دې لامل شي چې په ټوله نړۍ کې نورې ترهګریزې ډلې او سخت دریځه ذهنیت لرونکي افراد له دوی څخه الهام واخلي او خپلې ترهګریزې کړنې پراخې کړي. د دغو ډلو ګواښونه یوازې په سیمه پورې محدود نه دي، بلکې دوی کولی شي په بېلابېلو هېوادونو کې نورې ترهګریزې ډلې جذب کړي او رهبري یې وکړي، چې دا به نړۍوال امنیت اغېزمن کړي. په ځانګړي ډول، په داسې حال کې چې اروپایي او امریکایي هېوادونه د داخلي ستونزو او ناپایدار نړۍوال وضعیت له امله د ترهګریزو ګواښونو په وړاندې زیات زیانمنونکي دي، دغه ډلې کولی شي د نوو بریدونو لپاره د محرک ځواک په توګه عمل وکړي.
سربېره پر دې، هغه پټې اړیکې چې د بېلابېلو هېوادونو ترهګریزو ډلو ترمنځ رامنځته کېږي، کولی شي د ګواښونو پراختیا، او د مالي او تسلیحاتي سرچینو انتقال په ټوله نړۍ کې رامنځته کړي.
که څه هم دا لا معلومه نه ده چې ایا ښاغلی ټرمپ او د هغه ټیم به د دې پرېکړې په عملي کولو کې جدي وي، خو په افغانستان کې د اوسني وضعیت دوام د نړۍوال امنیت لپاره یو بېساری او نه جبرانېدونکی ګواښ دی. اوس وخت رارسېدلی چې د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره جدي او عاجل اقدامات وشي.
د نړۍ هېوادونه باید په ګډه د ترهګریزو او سخت دریځو ډلو پر وړاندې اغېزمنې او هدفمندې عملي برنامې جوړې کړي. په دې برخه کې د نړۍوالو همکاریو زیاتوالی، پر طالبي رژیم او له دوی سره تړلو جهادي ډلو د سیاسي او اقتصادي فشارونو زیاتوالی او د مخنیوي اقدامات؛ لکه د استخباراتي سیستمونو پیاوړي کول او د افراطي ایډیالوژۍ د خپرېدو پر وړاندې د ځایي ټولنو ملاتړ اړین دي.
که داسې ونهشي، نو ژر یا ناوخته به له افغانستان څخه ترهګریز ګواښونه نورو سیمو ته خپاره شي او نړۍوال امنیت به له یوې جدي ستونزې سره مخ شي.
پایله
د رامنځته شوي عمومي وضعیت په پام کې نیولو سره داسې ښکاري چې ولسمشر ټرمپ د دې حساسې او تحریکونکي موضوع په مطرح کولو سره هڅه کوي د امریکا د عامه ټولنې ذهنیت ځانته راجلب کړي. دا موضوع د حقیقت پر ځای، ډېر احتمال لري چې د کورنیو رایو ترلاسه کولو او طالبانو ته د دوحې هوکړې یا په افغانستان کې د امریکا د راتلونکو پلانونو د منلو لپاره د فشار وسیلې په توګه وکاروي.
په لومړي سر کې د پاتې وسلو ډېره برخه د طالبانو، داعش او نورو ترهګریزو ډلو تر کنټرول لاندې ده. ښاغلی ټرمپ په اوسني وخت کې په افغانستان کې د دغو ډلو پر وړاندې د مبارزې لپاره هېڅ عملي وسیله یا حللاره په لاس کې نه لري. دا حقیقت ښيي چې د دې ډول ژمنو عملي کول له واقعیت څخه لرې دي او یوازې ساده شعارونه دي.
د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره اړینه ده چې د طالبانو مخالف جریانونو او د افغانستان د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي، ترڅو د یو قانونمند حکومت په جوړولو سره د دې ګواښونو مخه ونیول شي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د سې شنبه په ورځ د پکتیا د امنیه قوماندانۍ له قوله راپور ورکړ، چې د ګردیز- خوست لویې لارې اړوند غلګۍ سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله یو کس مړ او ۴ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، تېره شپه د درې پوستې په سیمه کې د ټېلر او امبولانس ترمنځ ترافیکي پېښه شوې، چې پایله کې یې ۴ کسان ټپیان شوي دي.
په راپور کې دغه راز زیاته شوې ده، چې ټپیان پر وخت حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ترافیکو مشر څو ورځې مخکې وویل، چې د روان ۱۴۰۳ کال له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په څه باندې ۴ زره ترافیکي پېښو کې ۲ زره کسان مړه شوي دي.
حسیب الله مختار وایي، چې په دغو پېښو کې بیا شاوخوا ۷۰۰ نور ټپيان شوي هم دي.
نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په خبرو کې دغه راز زیاته کړې، چې په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه به تر راتلونکې یوې میاشتې د لوحو د نصبولو کار بشپړ شي.
د روان کال د لېندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه بیا په کابل کې د ایمرجنسي روغتون وویل، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د ټولو ترافيکي پېښو شمېر ۵ برابره زیات شوی شوی.
ايمرجنسي روغتون بیا په خپل راپور کې د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو ګړندی تګ، د ځمکې ښويېدل او د سړکونو د مقرراتو نه مراعت کول هغه لاملونه بللي، چې له امله یې خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اتونبايوا له طالبانو وغوښتل، چې د افغانستان په ۵ زونونو کې کنفرانس جوړ کړي.
نوموړې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په کتنه کې له هغه وغوښتل، چې په افغانستان کې د پانګونې کوم کنفرانس چې جوړ شوی و، د هېواد په ۵ زونونو کې دې هم جوړ شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سې شنبه په ورځ په یوې خبر پاڼه کې ویلي، چې نورالدین عزیزي له مېرمن روزا اوتونبایوا سره کتنه کې د افغانستان صنعتي انکشافاتو، د تشبثاتو د مرکز جوړولو، د انلاین سوداګرۍ د مرکز د پرانیستنې، له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ، د صنعتي پارکونو د برېښنا او په افغانستان کې د خصوصي سکتور ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وکړې.
دغه وزارت زیاتوي، چې په دې ناسته کې مېرمن اوتونبایوا ته د دوحې درې خصوصي سکتور د کاري ډلې په اړه هم معلومات ورکړل شول.
دغه وازت وایي، چې مېرمن اوتونبایوا په افغانستان کې پانګونې ته د رابلنې کنفرانس ستاینه کړې او له نورالدین عزیزي څخه یې غوښتي، چې دا ډول پروګرامونه دې د افغانستان په پنځو زونونو کې هم جوړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر څو ورځې وړاندې وویل، چې دغې ډلې د راستنېدونکو صنعتکارانو او پانګوالو ته په صنعتي ساحو کې ځمکې، امتیازونه او اسانتیاوې په پام کې نیولي دي.
نوموړي دغه څرګندونې «په افغانستان کې پانګونې ته بلنه» تر سرلیک لاندې یوې غونډې ته د وینا پرمهال کړې دي.

د طالبانو یو غړی خان محمد، چې د دوو امریکایی وګړو په بدل کې خوشی شو، په متحده ایالاتو کې په عمري بند محکوم شوی و. هغه ته د ۲۰۰۸ کال د ډسمبر په ۲۲مه د کولمبیا د ولسوالۍ محکمې د مخدره توکو اړوند جرمونو په تور دوه ځله عمري بند سزا اورولې وه.
طالبانو تایید کړه، چې خان محمد د امریکا محکمو لخوا په عمري بند محکوم شوی و او په کالیفورنیا کې یې خپله سزا تېروله.
د طالبانو غړی د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن د ولسمشرۍ په وروستیو ساعتونو کې د دوو امریکایي وګړو په بدل کې تبادله شو.
په سپینه ماڼۍ کې د بایډن د کار په وروستیو اونیو کې، داسې رپوټونه وو، چې متحده ایالات له طالبانو سره د امریکایي بندیانو د خوشي کولو لپاره خبرې کوي.
طالبانو د امریکایي وګړو د خوشي کولو په بدل کې د ګوانتانامو له زندان د اسامه بن لادن د پخواني مرستیال محمد رحیم افغاني د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.
جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې د خپلې استوګنې په وروستیو ورځو کې د درېو امریکایي وګړو له کورنیو سره ولیدل، چې پکې رایان کوربټ، جورج ګلزمن او محمود حبیبي شامل وو.
خان محمد په ۲۰۰۷ کال کې د امریکا متحده ایالتو کې د عمر قید په سزا محکوم شو، چې هغه ۳۸ کلن و.
د امریکا عدلیې وزارت وايي د طالبانو غړی خان محمد د امریکا یوې سیمه یزې محکمې د قاضي کالین کولار کوتلي له خوا دوه ځله په عمري بند سزا محکوم شو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې هغه د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د اوږدو خبرو په پایله کې د امریکایي وګړو په بدل کې تبادله شو.
دې ډلې د امریکايي وګړو په اړه جزییات نه دي ورکړي. سي این این راپور ورکړ چې رایان کوربټ او ویلیم مک کینټي، دوه امریکایی وګړي، د خان محمد په بدل کې تبادله شوي دي.
تر اووه ورځنۍ محکمې وروسته د منصفه پلاوي په حضور کې خان محمد د یو کیلوګرام یا ډیرو هیرویینو د ویشلو او د مخدره توکو د ترهګرۍ په یوه قضیه کې مجرم وپېژندل شو، یعنې دا چې دا هغه امریکا ته واردول او په ترهګریزو فعالیتونو کې یې د کارولو لپاره پلورل.
سخت دریځی جهادي او د مخدره توکو قاچاقبر
خان محمد د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر په ۲۹مه د افغانستان د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ته نږدې ونیول شو.
هغه د ۲۰۰۷ کال په نومبر کې له افغانستان څخه متحده ایالاتو ته ولېږدول شو.
د امریکا د جنایي جرمونو څانګې سرپرست مرستیال لوی څارنوال متیو فریدریش په هغه وخت کې وویل، "خان محمد، یو سخت دریځی جهادي او د مخدره توکو قاچاقبر دی، چې غوښتل یې په افغانستان کې امریکایي سرتیري په راکټ ووژني."
هغه ټینګار کړی و، چې د خان محمد لپاره د عمر قید د هغو جرمونو د شدت سره مطابقت لري چې هغه یې په تور محکوم شوی و.
په هغه وخت کې، د امریکا د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې سرپرستې مشرې میشل لیونارډټ وویل چې د خان محمد محاکمه د امریکا د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې وړتیا او هوډ څرګندوي چې په ټوله نړۍ کې د هغو مخدره توکو د ترهګرو پسې ګرځي چې غواړي امریکایانو ته زیان ورسوي.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي چې د خان محمد په اړه تحقیقات د ۲۰۰۶ کال په اګست کې هغه وخت پیل شول کله چې یو افغان بزګر جاوید، د مخدره توکو د کنټرول ادارې ته مراجعه وکړه.
دغه افغان بزګر د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې افسرانو ته معلومات ورکړل، چې طالبانو د پاکستان په پیښور کې هڅه وکړه چې د جلال اباد په هوايي ډګر باندې د راکټي برید لپاره له هغه څخه کار واخلي، دا هغه ځای دی چې د امریکا او ناټو ځواکونو ننګرهار له دغه ځایه څخه اداره کاو.
د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، طالبانو خپل د سیمه ییزو عملیاتو همغږی کوونکی د خان محمد په نوم پیژندلی دی. د وزارت په وینا، خان محمد هغه وخت د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې یو با نفوذه سړی و او جاوید ورسره بلد و.
افغان بزګر د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د افسرانو په رضایت سره د ثبتوونکې وسیلې په کارولو له خان محمد سره ولیدل. خان محمد د دولتي موټرو او تاسیساتو په اړه د خپلو پخوانیو بریدونو په اړه خبرې وکړې او تایید یې کړه چې هغه د جلال اباد په هوايي ډګر د برید پلان څخه خبر و.
خان محمد د بزګر جاوید سره د راکټونو او نورو مهماتو د ترلاسه کولو په اړه هم خبرې وکړې ترڅو په امریکایانو، نورو لویدیځوالو او هغو افغانانو، چې ورسره همکاري کوي، بریدونه وکړي.
د امریکا د عدلیې وزارت د خان محمد د وینا د ثبت یوه برخه خپره کړې ده، چې وايي، "امریکایان کافران دي او د هغوی پر وړاندې جهاد روا دی." "که موږ مجبور شو چې په هوايي ډګر توغندي وتوغوو، موږ به دا کار وکړو، او که هوايي ډګر نه وي، موږ به د دوی په اډه هر چیرې چې وي ډزې وکړو."
خان محمد وویل چې دوی باید د لویدیځ او د هغه د افغان متحدینو پر وړاندې هم ځمکني ماینونه وکاروي.
خان محمد جاوید ته ویلي وو، "که خدای کول، ته او زه به خپل جهاد ته دوام ورکړو."
د امریکا د عدلیې وزارت چې د خان محمد د بیان ځینې برخې خپرې کړې دي، وايي، چې په راتلونکو خبرو اترو کې، هغه د راکټونو اړتیا، د طالبانو له نورو غړو سره د پلان شویو غونډو او د "کافرانو" د له منځه وړلو اړتیا په اړه خبرې وکړې.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي، خان محمد تایید کړې وه چې هغه د اپیمو او هیروئینو په قاچاق کې لاس درلود.
هغه د ثبت شویو خبرو اترو په لړۍ کې د اپینو د اخیستلو لپاره د کاروباري په توګه د کار کولو موافقه کړې وه.
هغه وويل چې هغه به د اپيمو پلورونکی غوره کړي او د جاويد په استازيتوب به خبرې اترې وکړي.
د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، خان محمد د ۲۰۰۶ کال د سپتمبر په نیمایي کې له جاوید سره د اپیمو د یوه سوداګر کور ته لاړ.
وزارت وايي، په هغه ویډیو کې چې په محکمه کې ښودل شوې وه، خان محمد د اپیمو معاینه کوي، خبرې اترې اداره کوي او له جاوید سره د ۱۱ کیلوګرامه اپیمو په اخیستلو کې مرسته کوي.
په پام کې وه چې د اپیمو بار په هیرویینو بدل شي او متحده ایالاتو ته وارد شي.
خان محمد وویل، "خدای دې ټول کافران په مړو بدل کړي."
د امریکا د عدلیې وزارت زیاته کړه، چې خان محمد د اپیمو له اخیستلو وروسته د هیرویینو د پلورلو هیله هم څرګنده کړه، چې متحده ایالاتو ته به صادر شي.
هغه په مختلفو وختونو کې ویلي وو چې "جهاد به له هغه وخته پیل شي چې د هیرویینو بار یې امریکا ته ولېږل شي."
افغانستان ته له راستنیدو وروسته، خان محمد د امریکا په زندانونو کې له ژوند رضایت څرګند کړ.
هغه وويل چې طالب چارواکو د هغه د خوشې کولو لپاره کار وکړ او دی له دوی هم خوشال دی.