طالبانو تایید کړه، چې خان محمد د امریکا محکمو لخوا په عمري بند محکوم شوی و او په کالیفورنیا کې یې خپله سزا تېروله.
د طالبانو غړی د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن د ولسمشرۍ په وروستیو ساعتونو کې د دوو امریکایي وګړو په بدل کې تبادله شو.
په سپینه ماڼۍ کې د بایډن د کار په وروستیو اونیو کې، داسې رپوټونه وو، چې متحده ایالات له طالبانو سره د امریکایي بندیانو د خوشي کولو لپاره خبرې کوي.
طالبانو د امریکایي وګړو د خوشي کولو په بدل کې د ګوانتانامو له زندان د اسامه بن لادن د پخواني مرستیال محمد رحیم افغاني د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.
جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې د خپلې استوګنې په وروستیو ورځو کې د درېو امریکایي وګړو له کورنیو سره ولیدل، چې پکې رایان کوربټ، جورج ګلزمن او محمود حبیبي شامل وو.
خان محمد په ۲۰۰۷ کال کې د امریکا متحده ایالتو کې د عمر قید په سزا محکوم شو، چې هغه ۳۸ کلن و.
د امریکا عدلیې وزارت وايي د طالبانو غړی خان محمد د امریکا یوې سیمه یزې محکمې د قاضي کالین کولار کوتلي له خوا دوه ځله په عمري بند سزا محکوم شو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې هغه د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د اوږدو خبرو په پایله کې د امریکایي وګړو په بدل کې تبادله شو.
دې ډلې د امریکايي وګړو په اړه جزییات نه دي ورکړي. سي این این راپور ورکړ چې رایان کوربټ او ویلیم مک کینټي، دوه امریکایی وګړي، د خان محمد په بدل کې تبادله شوي دي.
تر اووه ورځنۍ محکمې وروسته د منصفه پلاوي په حضور کې خان محمد د یو کیلوګرام یا ډیرو هیرویینو د ویشلو او د مخدره توکو د ترهګرۍ په یوه قضیه کې مجرم وپېژندل شو، یعنې دا چې دا هغه امریکا ته واردول او په ترهګریزو فعالیتونو کې یې د کارولو لپاره پلورل.
سخت دریځی جهادي او د مخدره توکو قاچاقبر
خان محمد د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر په ۲۹مه د افغانستان د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ته نږدې ونیول شو.