• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د متقي او بیکدلي ترمنځ لیدنه؛ طالبان او ایران د لوړې کچې پلاوي پر تګ او راتګ غور کوي

۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۰ GMT+۰

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت وايي، امیرخان متقي په افغانستان کې د ایران له سفير سره په لیدنه کې د لوړې کچې پلاوي د تګ راتګ اړوند خبرې کړې دي. طالبانو ویلي، چې په ناسته کې د اقتصادي هوکړه لیکونو پر عملي کولو هم ټینګار شوی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې امیرخان متقي په افغانستان کې د ایران له سفير علي رضا بیکدلي سره په لیدنه کې ټينګار کړی، چې دواړه هېودونه دې د دوه اړخيزو اړیکو عملي پرمختګ ته لاره اواره کړي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ناسته کې د دوو اړخيزو اړیکو، د لوړې کچې د پلاویو پر تګ راتګ او اقتصادي همکاريو هم خبرې شوې.

امیرخان متقي په دې ناسته کې ویلي: «د چابهار بندر فعالیت او د ظرفیت لوړېدا د دواړو هېوادونو او د ټولې سیمې لپاره د ګډو ګټو ښه بېلګه جوړولای شي.»

د لوړې کچې پلاوي د ترکیب په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي چې دا به د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه وي او که د مرستیال وزیرانو په کچه به غوره کیږي.

کابل او تهران سیاسي او اقتصادي پراخې اړیکې لري او ایران طالبان خپل نږدې ملګري يادوي خو د نورو هېوادونو په څېر یې لا تر اوسه په رسميت نه دي پېژندلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کندهار، پروان او پکتیکا کې څلور کسان په دُرو وهلي

۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۱۷ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې د خبرپاڼې په خبرو سره ویلي، چې په کندهار، پروان او پکتیکا ولایتونو کې یې درې تنه د «لواطت» او یو بل کس اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي په تور د خلکو د سترګو پر وړاندې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د چهار شنبې په ورځ د دریو جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې د کندهار په لوړ میوند، د پروان په بګرام او د پکتیکا په خیرکوټ او جانیخېل ولسوالیو کې یې د لومړنیو محکمو د پرېکړو له مخې درې تنه د «لواطت» او یو بل اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي په تور په سزا رسولي دي.

د دغې ډلې د سترې محکمې خبرپاڼه کې د تورن کس د هویت له څرګندولو پرته راغلي، چې دوه ورځې وړاندې یې د کندهار ولایت په لوړ میوند ولسوالۍ کې یو کس چې په «لواطت» تورن و، په یو کال تنفیذي بند محکوم کړی او ۳۰ دُرې یې وهلی.

دې ډلې په بله خبرپاڼه کې ویلي، چې د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د پرېکړې له مخې یې یو بل کس په درې کاله تتفیذی بند محکوم کړی او ۳۹ دُرې یې وهلی.

همدارنګه یادې سترې محکمې ویلي، چې د پکتیکا په خیرکوټ او جانیخېل ولسوالیو کې یې دوو کسانو ته د لواطت په تور او «دیني شعایرو او اسلامي ارزښتونو ته» د سپکاوي په جرم تعزیري سزا ورکړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې مجرم کس یې ۳۹دُرې وهلی او په شپږ کال تنفیذي بند محکوم شوی او تورن کس یې ۲۰ دُرې وهلی او په اته میاشتې تنفیذي بند محکوم شوی.

طالبانو دا نه دي ویلي، چې تورنو کسانو ته یې د استیناف غوښتنې موقع ورکړې او که نه خو طالبان تل خلک تورنوي او بیا هغوی ته بله موقع نه ورکوي.

د طالبانو دفاع وزیر په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره وکتل

۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۰ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې مولوي یعقوب مجاهد په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، بشري، اقتصادي او سیاسي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د دفاع وزارت وايي، د چهار شنبې په ورځ د دې ډلې دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقمي سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یعقوب مجاهد په افغانستان کې د سعودي عربستان د سفارت بیا پرانېستل مهم بللي او د دواړو هېوادونو اړیکې یې له عقیدتي او فرهنګي اړخه شریکې بللې دي.

د طالبانو دفاع وزارت په افغانستان کې د سعودي عربستان د سفیر له قوله لیکلي، چې نوموړي په دې لیدنه کې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو او بشري، اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا په برخه کې د ریاض پر ژمنیتا ټینګار کړی دی.

د طالبانو د دفاع وزیر او د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر په داسې حال کې ویني، چې د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق تېره ورځ متحده عربي اماراتو ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له مشر محمد بن زاید ال نهیان سره لیدلي.

طالبانو له ترکیې سره د ډيپلوماتيکو اړيکو پر پراختيا خبرې وکړې

۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۰۸ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ویلي، چې امیرخان متقي په کابل کې د ترکيې له سفير سره په ليدنه کې د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختيا اړوند خبرې کړې دي. متقي ويلي، چې له ترکیې سره اړيکې ورته خاص اهميت لري.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په کابل کې د ترکيې سفير جنک اونال هم ډاډ ښودلی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتيکو اړيکو پر ډېرېدو به کار وکړي.

طالبانو ویلي، چې په دې ناسته کې د دوو اړخيزو اړیکو زياتېدو او په سیاسي او اقتصادي برخو کې د پرمختګونو په تړاو هم بحث شوی.

د طالبانو یو شمېر چارواکو ترکیې ته له دې وړاندې رسمي سفرونه کړي او د سوداګرۍ، اقتصاد، سياسي او دوو اړخيزو اړیکو پر جوړېدو يې له ترکي چارواکو سره ناستې پاستې کړې دي.

ترکیه ظاهرا له طالبانو سره ښې اړیکې لري، خو دغه هېواد لا هم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

د ایران د انرژۍ وزارت مرستیال: طالبانو د اوبو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده

۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۲۷ GMT+۰

د ایران د انرژۍ وزارت مرستیال د افغانستان د بندونو جوړولو په اړه وايي، چې دوی له طالبانو سره د خبرو اترو په حال کې دي او هیله من دي چې مثبت پرمختګ وشي.

محمد جوانبخت د ایران ایلنا اژانس ته وویل، چې «دا موضوعات خپل ځانګړي پروتوکولونه لري. د بهرنیو چارو وزارت هم په فعال ډول او په جديت سره موضوع تعقیبوي. هیله لرو چې ښه پایلې ترلاسه شي او اندېښنې لرې شي».

نوموړی وايي، چې ایران دمګړۍ د اوبو په ټولو برخو کې ستونزې لري او په تخصصي ناستو کې باید د اوبو د ننګونو لپاره لارې چارې وموندل شي.

جوانبخت د یوه نندارتون په څنډه کې وویل، چې د تېرو لسیزو په ترڅ کې د هېواد صنعتګرو د پام وړ پرمختګ کړی، په ځانګړي ډول په تېرو ۳۰ کلونو کې د اوبو د پروژو په تخنیکي برخو کې له بهرنیو مشاورانو پرته جدي پرېکړې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال د اوبو په برخه کې د ایران مهمې اړتیاوې داخلي صنعتګر پوره کوي.

د ایران د انرژۍ وزارت مرستیال په افغانستان کې د جوړو شویو بندونو په تړاو وویل، چې « د هلمند د حقابې په اړه موږ له ګاونډي هېواد سره تړون لرو او په دوامداره توګه یې تعقیبوو. د دې موضوع تخنیکي او حقوقي اړخونه پّ انرژۍ وزارت پورې اړه لري، او موږ یې په پوره دقت سره تعقیبوو».

هغه زیاته کړه: « مقابل اړخ [ طالبانو] ژمنه کړې چې همکاري وکړي او موږ هیله لرو چې مثبت پرمختګونه رامنځته شي».

طالبان: تېرو ۹ مياشتو کې تر ۳۰۰ زرو زيات کډوال د سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي

۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۵، ۰۸:۰۱ GMT+۰

‏په کندهار ولایت کې د طالبانو د ولایت مقام رسنیز مرکز وایي، چې د دغه ولایت د سپين بولدک له لارې په تېرو نهو مياشتو کې د ۳۰۰ زرو څخه زيات کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه دفتر پر اېکس پاڼه په دغه ولایت کې د طالبانو د کډوالو چارو د مسوولینو له خولې لیکلي، د تېرو نهو مياشتو په اوږدو کې ۵۸۶۶۳ کورنۍ چې ټولټال ۳۰۹۳۰۱ تنه کېږي د سپين بولدک له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ د تېرکال په نومبر میاشت کې پیل شوه، چې لاهم دوام لري.
تازه د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۸۵ کډوالې کورنۍ د سپین بولدک، تورخم، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستنې شوې.

له بل پلوه له تېرو دوو کلونو په پاکستان کې د اسنادو د نه لرلو په تور هم وخت ناوخت افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول کېږي.
ورته مهال په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګري بیا وایي، چې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د دوی د هڅو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۴۲۶۸ تنه افغان بندیان د سند له زندانونو خوشې شوي دي.
دغې قونسلګرۍ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه بندیان د سند صوبې له بېلابېلو زنذانونو خوشې شوي او په دولتي لګښت بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.