یونېسف: د هوا په سړېدو په افغان ماشومانو کې د تنفسي ناروغیو ګواښ په لوړېدو دی

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې په افغانستان کې د هوا په سړېدو سره په ماشومانو کې د تنفسي ناروغیو ګواښ مخ په لوړ روان دی. دغه سازمان وايي، هڅه یې دا ده چې په دې برخه کې لازم ګامونه واخلي.





