حالوش: د ایران حکومت یو افغان وګړی د هغه د کورنۍ له خبرېدو پرته اعدام کړی

د حالوش په نوم د بشری حقوقو سازمان وايي، چې د ایران حکومت یو افغان وګړی د هغه د کورنۍ له خبرېدو پرته اعدام کړی دی. ایران د تېر ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر میاشت کې د نهو افغانانو په ګډون ۱۳۸ زندانیان اعدام کړي دي.





