د افغانستان بانک راتلونکې شنبه ۲۰ مېلیون ډالره لیلاموي

‏د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمېدو په موخه د راروانې شنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) ۲۰ مېلیونه امریکايي ډالر لیلاموي.