د بې پولې خبریالانو ټولنه: له پاکستانه غواړو چې د افغان خبریالانو خوندیتوب تضمین کړي

په اسلام اباد کې د بې پولې خبریالانو ټولنې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د هغوی خوندیتوب ته بشپړه پاملرنه وکړي.





