• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زېلېنسکي: متحدین مو باید له روسیې سره د هر ډول خبرو لپاره د خبرو په 'بڼې' کار وکړي

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۲۷ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ وویل، چې متحدین یې باید له روسیې سره د سولې د راتلونکو خبرو لپاره د یوې بڼې د ټاکلو لپاره کار وکړي او کییف باید په خبرو کې دخیل وي.

نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې د سولې په اړه احتمالي خبرې کېږي.

په اوکراین کې خونړۍ جګړو درانه زیانونه اړولي او لسګونه زره انسانان په کې وژل شوي.

زېلېنسکي وویل، ممکنه خبرې اترې "عادلانه سولې" ته لار هواروي: "زه پوهېږم چې اړیکې په بېلابېلو بڼو کې کېدی شي،"

هغه وویل: "زه فکر کوم چې موږ باید نن ورځ په دې تمرکز وکړو."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې اونۍ په پیل کې وویل، چې هغه د اوکراین په اړه د متحده ایالاتو له سیال ډونالډ ټرمپ سره خبرو ته چمتو دی.

نوموړي د ډونالډ ټرمپ د "هوښیار" مشر په توګه ستاینه وکړه او ویې ویل، چې ممکن د ۲۰۲۲ په فېبروري کې د پیل شوې جګړې مخه به ونیسي.

پوتین بیا دا و نه ویل، چې خبرې به کله ترسره شي خو کرملین په یوه بیان کې ویلي وو، چې پوتین لا تر اوسه د واشنګټن له خوا د "اشارې" په تمه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هغه چمتو دی څو "سمدستي" له پوتین سره وګوري.

ټرمپ د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو وروسته دغه شخړه "مسخره" وبلله او ګواښ یې وکړ، چې که روسیه د جګړې د بندولو موافقه ونه کړي، سخت اقتصادي بندیزونه به پرې ولګوي.

زېلېنسکي په کییف کې وویل، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید د امریکا، اوکراین او روسیې او همدارنګه د اروپايي ټولنې ترمنځ خبرې وشي.

زېلېنسکي زیاته کړه: "زه نن نه شم ویلی چې څه ډول خبرې اترې به ترسره شي، د خبرو اترو جوړښت به څه وي، ځکه چې موږ تر اوسه کوم ګډ پلان نه لرو."

هغه د اوکراین د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو یو ګډ ټکی بیا تکرار کړ، چې هر ډول خبرې اترې چې کییف پکې شامل نه وي په نهایت کې د تلپاتې سولې تضمین نه شي کولی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

حماس د اکټوبر له ۷مې راهیسې تر ۱۵ زره پورې نوي جنګیالي ګومارلي دي

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۴۹ GMT+۰

د متحده ایالاتو د کانګرس سرچینو ویلي، چې حماس ډلې د اسراییل په وړاندې د جګړو له پیل راهیسې له لسو تر ۱۵ زرو پورې نوي غړي ګومارلي دي.

سرچېنو ویلي چې د ګومارنې دغه کمپاین په غزه کې له روانې ویجاړۍ سره - سره د دغه ډلې د درنو زیانونو د جبرانولو لپاره د یوې ستراتیژۍ په توګه لیدل کېږي.

راپورونه وایي، چې یادې ګومارنې د جګړې په جریان کې د حماس د وژل شویو جنګیالیو سره نږدې اټکل شوي.

د اسراییل ارزونه ښیي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د حماس شاوخوا شل زره جنګیالي وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر انتوني بلېنکن د جنورۍ په ۱۴مه وویل: «هر کله چې اسراییل خپل پوځي عملیات پای ته رسوي او بېرته په شا کېږي، د حماس جنګیالي بیا تنظیمېږي او بیا راپورته کېږي، ځکه چې د تشې د ډکولو لپاره بل څه نشته.»

بلخوا، د حماس وسله والې ډلې ویاند ابو عبیده په تېره جولای میاشت کې تایید کړې وه، چې ډلې یې "زرګونه" نوي غړي استخدام کړي وو.

د امریکا استخباراتي سرچینې یادونه کوي، چې د حماس له خوا ډیری ګومارل شوي کسان ځوانان دي، کمزوري روزل شوي او په ابتدايي توګه د لومړۍ لیکې د جګړې پر ځای د اساسي امنیتي وظیفو دنده ترسره کوي.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر تر ۷ پورې د متحده ایالاتو رسمي ارقامو د حماس جنګي ځواک له ۲۰،۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰۰ غړو پورې اټکل کړی و.

په ملګرو ملتونو کې د اسرایل سفیر ډیني ډانون د حماس له لورې د دې نویو استخدام شویو کسانو په اړه غبرګون کې وویل: "حتی که دوی ځوانان استخدام کړي، دوی وسلې یا د روزنې اسانتیاوې نه لري، چې دوی په اغېزمنو جنګیالیو بدل کړي. هو، دوی کولی شي د اسراییل په وړاندې کرکه راوپاروي، مګر د تجهیزاتو یا روزنې پرته دوی نه شي کولی د پام وړ ګواښ رامنځته کړي."

راپورونه وایي، چې د اسراییل پوځي عملیاتو د حماس د قوماندې جوړښت سخت ګډوډ کړی، مهم پوځي مشران یې ورته له منځه وړي، خو بیا هم دا ډله فعاله پاتې ده.

مکسیکو د امریکا سي ۱۷ الوتکې ته د کډوالو د انتقال اجازه ورنه کړه

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۰

د مکسیکو حکومت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې دا غوښتنه رد کړه، چې د کډوالو اېستونکې سي ۱۷ پوځي الوتکه په مکسیکو کې ښکته شي.

د امریکا او مکسیکو چارواکو رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د امریکا پوځي الوتکو دوه ورته الوتنې، چې په هره یوه کې نږدې ۸۰کډوال سپاره وو، ګواتیمالا ته وکړې.

حکومت په دې ونه توانېد چې مکسیکو ته د الوتنې لپاره د سي ۱۷ټرانسپورټي الوتکې د کښېناستو په تړاو د مکسیکويي چارواکو اجازه ترلاسه کړي.

د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل، چې دوی له امریکا سره « سترې اړیکې» لري او د کډوالو په ګډون پر مختلفو مسایلو همکاري سره کوي. وزارت زیاته کړه، « کله چې د بیرته راستنېدنې خبره وي، موږ تل د مکسیکويي اتباعو پر وړاندې خپله دروازه پرانېزو».

د مکسیکو چارواکو ددې الوتنې د ردولو لامل تراوسه نه دی په ډاګه کړی.

وړاندې له دې د ټرمپ ادارې اعلان کړی و چې «په مکسیکو کې د پاتې کېدو» پروګرام بیا پیلوي. ددغه پروګرام له مخې پناه غوښتونکي اړ ایستل کیږي چې په امریکا کې د دوسیو تر حل کیدو پورې په مکسیکو کې پاتې شي.

د امریکا پوځي الوتکې د دې لپاره کارول کیږي چې د ټرمپ د ملي بیړني حالت له اعلان وروسته کډوال وباسي.

دغه پوځي الوتکې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط او امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال هم کارول شوې وې.

پینټاګون وویل چې امریکا په الز پاسو (تکزاس) او سان ډیاګو (کالیفورنیا) کې د ۵۰۰۰ کډوالو د اخراج لپاره الوتکې چمتو کړې دي.

حماس د تبادلې دویم پړاو کې څلور ښځینه اسراییلۍ سرتېرې خوشې کړې

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۷ GMT+۰

حماس وسله والې ډلې د شنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د ۱۵ میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو په هدف د اوربند له هوکړې سره سم، د شاوخوا ۲۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشي کولو په بدل کې څلور ښځینه اسراییلۍ سرتیرې خوشې کړې.

د رویټرز د راپور له مخې، څلور یرغمل شوې ښځینه سرتیرې د غزې ښار په یوه څنډه کې د فلسطینیانو د ګڼې ګوڼې په منځ کې چې د حماس لسګونه وسله وال شاوخوا ولاړ وو، د سره صلیب کارکوونکو ته وسپارل شوې.

د یادو څلورو اسراییلي ښځینه سرتیرو نومونه کارینا اریف، دانیلا ګلبوا، ناما لیوي او لیري الباګ ښودل شوي دي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه پر اسراییل د حماس د برید پر مهال یرغمل شوې وې.

پر همدغه مهال په سلګونو اسراییلیان د تل ابیب ښار په یوه څلور لاره کې راټول شوي وو او پر یوه لوی سکرین یې د خپلو سرتېرود خوشي کېدو ننداره کوله.

د اسراییل د پوځ ویاند رییر اډمیرل ډینیل هاګاري ویلي، چې دغه سرتیرې به د غزې پولې ته نږدې د اسراییل په یوه پوځي اډه کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.

د اسراییل د روغتیا وزارت ویلي چې سرتېرې به له خپلو کورنیو سره تر لیدو وروسته روغتون ته یووړل شي.

بل خوا حماس ویلي، چې د تبادلې د یوې برخې په توګه به د شنبې په ورځ ۲۰۰ فلسطیني بندیان خوشي شي.

د حماس او اسراییل تر منځ د اوربند تړون د قطر او مصر په منځګړیتوب او د امریکا په ملاتړ له میاشتو پرله پسې خبرو اترو وروسته رامینځته شو.

د دغه تړون په لومړیو شپږو اونیو کې حماس موافقه کړې چې د اسراییل په زندانونو کې د سلګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې ۳۳یرغمل شوي اسراییل خوشي کوي.

په یادو یرغمل شویو کسانو کې ماشومان، ښځې، ناروغان او ټپیان شامل دي. پر همدغه مهال به اسراییلي ځواکونه په غزه کې له خپلو ځینو پوستو پر شا کیږي.

په بله مرحله کې به دواړې خواوې د پاتې یرغمل شویو کسانو د تبادلې په اړه خبرې اترې وکړي.

د اسراییل او حماس تر منځ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه نېټه پیل شوه او ویل کیږي، په دې جګړه کې ۴۷۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د خیبر لپاره د ټي ټي پي والي پاکستاني پوځ وژلی

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۹:۵۵ GMT+۰

د تحریک طالبان پاکستان سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې نن سهار د خیبر پښتونخوا ایالت د خیبر ولسوالۍ لپاره د ټي ټي پي والي، چې په قاري اسماعیل مشهور و د پاکستان له پوځ سره په جګړه کې وژل شوی. تر دې دمه د پاکستان پوځ او ټي ټي پي په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ښودلی.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته له خیبر پښتونخوا څخه سرچینو نن شنبه د (سلواغې شپږمه) ویلي، چې نن سهار د دغه ایالت په خیبر ولسوالۍ کې د ټي ټي پي نومول شوی والي عزیز الرحمان چې په قاري اسماعیل مشهور و د پاکستان له پوځ سره په جګړه کې وژل شوی.

ټي ټي پي په خپلو تشکیلاتو کې خیبر او یو شمېر نورې قبایلي ولسوالۍ د ولایتونو په توګه یادوي.

په سیمه کې خبریالان وايي، د پوځ له کلابندۍ وروسته دغو وسله والو جګړه پیل کړه چې پر دغه مشهور طالب سربېره دوه تنه نور هم پکې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ لا په رسمي ډول دغه خبر نه دی تایید کړی خو د پاکستان استخباراتو ته منسوبو ایکسپاڼو لیکلي چې قاري اسماعیل له خپلو دوو ملګرو سره په یوه جګړه کې ووژل شو.

یادې سرچینې وايي، دې دندې ته نوموړی سږکال د تحریک طالبان پاکستان له خوا ټاکل شوی و.

ټي ټي پي لا په دې اړه په رسمي ډول څه نه ویلي.

د امریکا د وسلو صادرات د ۳۱۸ میلیارډ ډالرو په ارزښت سره د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۰

په ۲۰۲۴ مالي کال کې د امریکا د وسلو صادرات په تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي. د راپورونو له مخې په ۲۰۲۴ مالي کال کې امريکا د ۳۱۸.۷ میلیارد ډالرو د وسلو د صادرولو ريکارډ صادر کړی چې د تېر مالي کال په پرتله ۲۹ فيصده زياتوالی ښيي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۴ مالي کال کې د حکومت په کچه نورو هېوادونو ته د ورکړل شویو دفاعي تجهیزاتو او خدماتو ارزښت ۱۱۷.۹ میلیارده ډالره دی، چې د تېر مالي کال د ۸۰.۹ میلیارد ډالرو په پرتله ۴۵.۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ مالي کال کې د امریکايي وسلو شرکتونو له خوا په مستقیم ډول پر نورو هېوادونو د دفاعي تجهیزاتو پلورل ۲۰۰.۸ میلیارده ډالره وو چې د ۲۰۲۳ مالي کال د ۱۷۰.۶ میلیارد ډالرو په پرتله ۲۳.۵ سلنه ډېر دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د امريکا د وسلو د خرڅلاو د زياتوالي يو لامل اوکراين ته د لوېديځو هېوادونو له خوا د وسلو له استولو وروسته د هغوى د وسلو د زېرمو ډکول دي.