• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران خصوصي سکتور د افغانستان د کانونو، کرنې او صنعت برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۴۶ GMT+۰تازه شوی: ۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د ایران خصوصي سکتور د افغانستان د کانونو، کرنې او صنعت په سکتور کې د پانګونې لوالتیا ترڅنګ د کانونو، کرنې او نورو تولیداتو د معیاري کولو په برخه کې د افغانونو روزنې ته چمتووالی ښودلی.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سفر پر مهال یې د دغه هېواد له سکتوري پلاوي سره لیدنه کړې او د ایران خصوصي سکتور د افغانستان د کانونو، کرنې او صنعت په سکتور کې د پانګونې لیوالتیا لري.

د طالبانو د سواګرۍ وزارت وايي، په یاده کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د زیاتوالي، له چابهار بندر څخه د لازیاتې ګټې اخیستنې، افغانستان ته د بې کیفیته توکو د صادراتو د مخنیوي، د سرحدي بازارګوټو او د هغوی د ستونزو، ایران ته د افغان صادراتو زیاتوالي، د ترانسپورټي او ترانزیټي لګښتونو د راکمولو او په افغانستان کې د ایران د پانګونې په اړه خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ایران خصوصي سکتور پلاوي د کانونو، کرنې او نورو تولیدانو د معیاري کولو په برخه کې د افغانانو روزنې ته د چمتووالي ترڅنګ له افغانستان سره په تخنیکي، خدماتي، مهندسۍ برخو کې د همکارۍ لپاره هم تیاری ښودلی.

د ایران د خصوصي سکتور له پلاوي سره د ناستي پر مهال د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي د چابهار بندر له لارې پر سوداګرۍ ټینګار کړی . نوموړي ویلي، چې « د پروګرام مطابق مو د راکړې ورکړې د زیاتوالي پر لور ګام واخیست او اوس دادی د دواړو هېوادونو تر مینځ سوداګرۍ زیاتوالی موندلی او ټاکل شوې موخې ته د رسیدو لپاره باید خنډونه لرې شي.»

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت او ایران د خصوصي سکټور پلاوی پر داسې مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کوي، چې څه موده وړاندې پاکستان د ګوادر بندر له لارې د افغانستان سوداګرۍ لپاره د ځینو اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنې وکړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په غزني کې د جرمونو نړیوالې محکمې پرضد مظاهره کړې

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۰۲ GMT+۰

د غزني یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې د وروستي دریځ پرضد مظاهره کړې ده. مظاهره کوونکو د یادې محکمې پرېکړه له اسلام سره دښمني او سیاسي موضوع بللې ده.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نن یکشنبه «د سلواغې ۷مه» پر خپل اېکس لیکلي چي د غزني ولسونو د یوې مظاهرې په ترڅ کې د طالبانو د دوو مشرانو په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې وروستۍ پرېکړه وغندله.

یاد طالب چارواکی وايي، چې « ګډونوالو د جرمونو نړیوالې محکمې وروستۍ پرېکړه له اسلام سره ښکاره دښمني او خپلو سیاسي اهدافو ته د رسېدو ناکامه هڅه یاده کړه».

د طالبانو پلویانو په دې مظاهره کې له ځانونو سره بنرونو کې لیکل شوي شعارونه هم لېږدول.

پر یوه بنر لیکل شوي و، « افغان مجاهد ولس د نړیوالې جنايي محکمې وروستۍ پرېکړه او بې بنسټه تورونه په کلکو ټکو غندي او ردوي یې».

په غزني کې ځینو ځايي اوسېدونکو تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست ځینې ځوانان، مشران او خپل کارکوونکي هڅوي چې د یکشنبې په ورځ د هبت الله او عبدالحکیم حقاني د نیولو د غوښتنې په اړه د جرمونو نړيوالې محکمې د پرېکړې په غبرګون کې لاریون وکړي.

100%

طالبانو تېره ورځ د سلواغې ۶مه په بامیان کې یو شمېر نارینه او ښځې هڅولي وو، چې د دې ډلې د مشر، هبت الله اخوندزاده په ملاتړ د جرمونو نړیوالې محکمې د غوښتنې پر ضد مظاهره او لاریون وکړي.

سره له دې چې د طالبانو له خوا په لاریونونو کې د ښځو پر ګډون بندیز لګول شوی خو په بامیان کې سیمه ییزو طالبانو ځینې ښځې هڅولې وې، چې د ملا هبت الله اخوندزاده په ملاتړ لاریون کې برخه واخلي.

100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د بامیان ولایت لپاره د طالبانو والي او د استخباراتو رییس د دغه ولایت یو شمېر شیعه وګړي اړ کړل چې د هاګ محکمې د پریکړې پر ضد لاریون وکړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال د بشري ضد جرمونو او له ښځو سره د سیستماتیک ظلم په تور د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د دې ډلې د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم صادرولو غوښتنه کړې ده.

د متقي او عراقچي لیدنه؛ طالبان د اوبو مساله د کابل او تهران ترمنځ «هیڅ خنډ» نه بولي

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د افغانستان او ایران ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت، پر ګډو پولو او د اوبو پر مسایلو خبرې وکړې. متقي وايي، د اوبو مساله د کابل او تهران ترمنځ هیڅ خنډ نه دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره په لیدنه کي د افغانستان او ایران ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، په ایران کې د افغان کډوالو د وضیعت، پر ګډو پولو او د اوبو پر مسایلو خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې متقي هیله ښودلې، چې افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر به د دواړو هېوادونو په اړیکو کې پر مختګ رامنځته کړي او د دواړو هېوادونو اړیکې به نوي پړاو ته داخلې شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې متقي له خپل ایراني سیال سره په خبرو کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو ګټو ته په کتو باید د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه لوړه شي.

په دې لیدنه کې متقي ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو مساله د دواړو هېوادونو ترمنځ هیڅ خنډ نه دی، «د اقلیم د بدلون له امله ټوله سیمه وچکالۍ ځپلې ده او افغانستان هم د وچکالۍ قرباني دی، موږ د هلمند، نیمروز، سستان او بلوچستان خلکو ته په یوه نظر ګورو او کوښښ کوو چې دواړو طرفونو ته اوبه ورسیږي.»

د خبرپاڼې له مخې، متقي له عراقچي غوښتنه کړې، چې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت ته پاملرنه وکړي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له قوله ویل شوي، چې کابل ته یې د سفر موخه د کابل او تهران ترمنځ په اړیکو کې د نوي مسیر د پیل په معنا دی او د دوه اړخیزو اړیکو یو نوی څپرکی پرانیزي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، عراقچي د نشه یې توکو پر خلاف د طالبانو مبارزه ګټوره بللې او ویلي یې دي، چې دواړه هېوادونه به د نشه یې توکو په مبارزه کې خپلې تجربې سره شریکې کړي.

همدارنګه عراقچي د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو مسالې په اړه پر همکاری ټینګار کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له قوله، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته هیڅ اشاره نه ده شوې.

افغانستان بانک او صرافانو ترمنځ ناسته؛ طالبان د افغانۍ د ارزښت پرېوتو لامل اقتصادي نه ګڼي

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مسوولانو په یوه ناسته کې له صرافانو غوښتي، چې د احتکار او د اسعارو د قاچاق په مخنوي کې همکاري وکړي. د طالبانو دا هڅې داسې مهال دي چې د امریکا له ګواښونو وروسته په افغانستان کې ډالر لوړ او د افغانۍ ارزښت اغیزمن شوی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک نن یکشنبه «د سلواغې ۷مه» وویل چې ددغه بانک لپاره د طالبانو سرپرست رییس نوراحمد اغا په مشرۍ د صرافانو ټولنې له استازو سره ناسته کړې او له هغوی یې د ډالرو د احتکار او قاچاق په مخنیوي کې مرسته غوښتې ده.

نور احمد اغا له صرافانو سره په ناسته کې ټینګار کړی چې صرافان د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د احتکار او د اسعارو له قاچاق څخه د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي او که په دې برخه کې سرغړونه ولیدل شي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د طالبانو د افغانستان بانک رییس ویلي چې دوی د خپلو قانوني او ملي مسوولیتونو په چوکاټ کې په پوره تعهد سره هڅه کوي چې د هېواد اقتصادي ثبات، د افغانۍ ارزښت ساتنې او د بیو د ثبات لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.

د طالبانو افغانستان بانک رییس په دې ناسته کې یو ځل بیا ویلي چې د بیو او د اسعارو د تبادلې په نرخونو کې بدلونونه نه یوازې په افغانستان بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې رامنځته کېږي.

نور احمد اغا ویلي، « دا نوسانونه تر ډېره اقتصادي اړخ نه لري او د اندېښنې ځای نشته.»

د افغانستان بانک رییس زیاتوي چې په مرکز او ولایتونو کې د لیلام پروسې له لارې د اسعارو عرضه، د اسعارو د مبادلې د شفافیت او ښه تنظیم لپاره د ځانګړي بازار رامنځته کول هغه اقدامات دي چې د افغانستان بانک یې تر لاس لاندې لري.

طالبانو اعلان کړی، چې د افغانۍ د ثبات او ارزښت د ساتلو لپاره سبا دوشنبه ۲۵ میلیونه ډالره لېلاموي.

تېره ورځ په کابل کې ځینو اقتصادي کارپوهانو او صرافانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې له افغانستان سره د مالي مرستو د بندولو په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ د افغانۍ پر ارزښت منفي اغېز کړی.

عراقچي په کابل کې؛ طالبان او ایران د خپلمنځي همکاريو نوې لارې ګوري

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۳ GMT+۰

ایران د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د نویو لارو او همکاریوپه لټه کې دی. د دې نوې تګلارې یوه مهمه برخه د «د پراخې همکارۍ سند» بیاکتنه ده، چې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال طالبانو ته د ترهګرې ډلې د استعمال پر سر د اخلاف له امله ځنډېدلی و.

کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اوسنی سفر په دې برخه کې مهم ګام ګڼل کیږي.

د عراقچي دا یو ورځنی سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې د طالبانو حکومت د داعش له ننګونو او نړیوالې انزوا سره مخ دی. دواړه حکومتونه په ګڼو مواردو کې مشترکې ګټې او سره ورته ننګونې لري. له ۲۰۲۱ کال څخه چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، ایران هڅه کړې چې د عملي سیاست له لارې په افغانستان کې خپل اغېز زیات کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو یوه جګپوړي چارواکي ذاکر جلالي، د دې سفر هرکلی وکړ او دا یې د دوه اړخیزو اړیکو د «نوې پړاو» پیل وباله.

اقتصادي همکارۍ

سوداګري د تهران-کابل د اوسنیو اړیکو بنسټ ګڼل کېږي. د دواړو هېوادونو سوداګریزه کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۳.۲ میلیارد ډالرو ته ورسېده، چې د تیر کال په پرتله ۸۴سلنه زیاتوالی ښيي. ایران افغانستان ته د تیلو محصولات، ودانیز توکي، کرنیز محصولات او ماشین الات صادروي.

د سوداګرۍ دا اړیکې د دوغارون بندر په څېر اقتصادي او صنعتي زون او په چابهار بندر کې د ایران پانګونې له لارې لا غوړېدای شي، چې افغان سوداګرو ته د هند په مرسته ځانګړي سوداګریز امتیازات ورکوي.

د خواف-هرات رېل‌پټلۍ بشپړیدل د دواړو اړخونو لپاره یو مهم پرمختګ دی. دا پروژه افغانستان د ایران له رېل شبکې سره نښلوي، چې د افغانستان سوداګرو ته له ترکیې او اروپا سره نړیوالو بازارونو ته لاسرسی برابروي او ایران د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ یو مهم مرکز ګرځوي.

د اوبو پر سر شخړې

د ایران د انرژۍ مرستیال وزیر تېره اونۍ وویل، چې له طالبانو سره د اوبو په برخه کې هوکړه له لاسرسي لرې نه ده. غالبا د هغه اشاره د ایران د جګپوړي پلاوي سفر ته وه، چې د تهران او کابل د خبرو اترو مهم محور کېدای شي.

د طالبانو او ایران د اړیکو په برخه کې له ټولو پرمختګونو سره سره د اوبو مدیریت په ځانګړي ډول د هلمند سیند اوبه لا هم یوه لویه شخړه ده. ایران پر افغانستان تور پورې کوي چې پخوانيو هوکړو ته ژمن نه دی. پر پاشدان، سلما او کمال خان بندونو کار او د اوبو مهارولو ایراني اړخ په دې وروستیو کې اندېښمن کړی دی. ایراني چارواکو وړاندیز کړی چې «شریکې اوبه» د شخړې پر ځای د همکارۍ او سیمه‌ییز پرمختګ وسیله ګرځېدای شي.

د پراخې همکارۍ سند بیاکتل

د « پراخې همکارۍ سند» بیاکتنه د تهران-کابل په خبرو کې د یوې مهمې موضوع په توګه یادیږي. که څه هم ظاهرا ایراني او طالب چارواکو ددغسې سند په تړاو څه نه دي ویلي، خو د ایران یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې دغه سند د افغان جمهوریت پر مهال د سیاسي بې‌ثباتۍ، د امریکا د نفوذ او د سرحدي مدیریت، اوبو حقونو او امنیتي همکاریو په څیر ستونزو له امله نه و بشپړ شوی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا پخوانی مرستیال سید رسول موسوي فارس اژانس ته وویل، چې د عباس عراقچي په سفر کې به د اوږدمهاله همکاریو لپاره د چوکاټ رامنځته کولو مساله مطرح شي او دغه سفر کولی شي په مختلفو برخو کې د همکارۍ لپاره یوه جدي بحث ته لاره پرانیزي.

د موسوي په باور، پخوا د ایران او افغانستان ترمنځ د جامع همکارۍ سند په اړه اوږدمهالې خبرې اترې شوې وې چې د امنیت، کډوالو، اوبو، تجارت، او کلتوري او تعلیمي موضوعاتو په برخه کې ډېر پرمختګ شوی و خو دغه مذاکرات په یوه مرحله کې ودریدل او پایلې ته ونه رسېدل.

هغه وویل: «د یوه کارپوه په توګه زه باور لرم چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اړیکو ضعف د اوږدمهاله جامع سند نشتوالی دی. اړتیا ده چې په دغه سفر کې دې موضوع ته توجه وشي او د دې سند د مذاکراتو بیا پیل لپاره هڅه وشي».

دغه سند پر پنځو مهمو مسایلو تمرکز لري:

امنیت: د ترهګرۍ او د مخدره موادو د قاچاق په څېر امنیتي ګواښونو په وړاندې د ګډو هڅو جوړښت.

تجارت: د اقتصادي ظرفیتونو په پام کې نیولو سره د سوداګرۍ او اقتصادي تبادلو اسانتیا.

د اوبو مدیریت: د هلمند په څېر د ګډو اوبو د منابعو په اړه روښانه هوکړې ته رسېدل.

کډوال: په ایران کې د میلیونونو افغان کډوالو وضعیت ښه مدیریت، ستنول او د هغوی د ملاتړ لپاره چوکاټ جوړول.

فرهنګ او زده کړه: د دواړو خواوو ترمنځ د کلتوري او تعلیمي اړیکو پیاوړي کول.

له طالبانو سره د تهران دغه تودې اړیکې په دغه هېواد کې مخالفان هم لري. د ایران یو شمېر رسنیو له طالبانو سره په داسې حال کې د تودو اړیکو درلودل، چې په نړیواله او سیمه ییزه کچه لا منزوي دي، سم ګام نه دی ګڼلی. دوی په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت په تړاو د ایران د مخکیني دریځ یادونه کوي.

ایران په تېرو کلونو کې د داسې یوه همه‌شموله حکومت غوښتنه کړې چې د افغانستان د قومي او ټولنیزې تنوع استازیتوب وکړي. تهران خبرداری ورکړی چې له دې پرته په افغانستان کې اوږدمهاله ثبات ناشونی دی. خو په سیمه او نړۍ کې د حالاتو بشپړ تغییر او په منځنۍ ختیز کې د ایران د نیابتي ډلو ماتې د تهران لومړیتوبونه تغییر کړي دي. د مسعود پزشکیان د حکومت په لومړیو ورځو کې د ایران بهرنی سیاست د افغانستان پرځای پر منځني ختیز متمرکز و، خو وروستیو تحولاتو تهران له طالبانو سره نږدې کېدو ته اړ اېستی دی.

د افغانستان او ایران په ګډو پولو کې د داعش، بلوڅ جنګیالیو او جیش العدل په څېر ډلو فعالیتونه د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو یوه برخه کېدای شي، ځکه تهران له دې اړخه د طالبانو استخباراتي او عملي همکاریو ته اړتیا لري او طالبان له داعش سره په مقابله کې د ایران ملګرتیا غواړي.

تر اوسه ددغه سفر اصلي اهداف نه دي په ډاګه شوي، خو ظاهرا داسې ښکاري چې تهران له طالبانو سره د نږدې کېدو لپاره دیوڅه ترلاسه کولو په لټه کې دی او دا له اوبو نیولې، د پولو امنیت، کډوال او ګڼ نور یاد شوي موضوعات کېدای شي.

کمزوری ډېپلوماتیک چاپېریال؛ امیرخان متقي د وزارت په انګړ کې د عباس عراقچي هرکلی وکړ

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۷:۳۴ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د (سلواغې اومه) نېټه سهار کابل ته ورسید او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ټیټ رتبه کارکوونکو یې په کابل نړۍوال هوایي ډګر کې پرته له کوم ځانکړي ډېپلوماتیک ښه راغلاسته هرکلی وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد ویلي چې د دوی وزیر مولوي امیرخان متقي په بهرنیو چارو وزارت کې د عباس عراقچي هرکلی وکړ.

د هغه په خبره، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته ورغلی دی.

هغه ویلي چې د دواړو لوریو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ګډه ناسته پیل شوې ده.

100%

د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې عباس عراقچي به له طالبانو سره د سیمې د امنیت ټینګښت تر څنګ دوی ته د داعش له لوري د ور پېښو ګواښونو په تړاو هم له طالبانو سره خبرې وکړي.

ویل کېږي د دغه سفر یو تر ټولو مهمه غوښتنه به د هلمند د حقابې پر سر د افغانستان او ایران ترمنځ رامنځته شوې شخړې وي او ښايي ایران د حقابې د ورکړې غوښتونکی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې په یاد هېواد کې میلیونونه افغان کډوال له سختو ستونزو او روحي شکنجو سره مخ دي.

د ایران حکومت په خپل یو تازه اقدام کې یو افغان وګړی پرته له کوم ښکاره جرمه په دار ځړولی او تر دې پخوا یې هم ورته اقدامات کړي دي.

په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ایران ځواکونو او حکومت بدل چلند یو تر ټولو مهممو موضوعاتو ګڼل کېږ‌ي؛ خو دا لا څرګنده نه ده چې طالبان به په دې تړاو له عباس عراقچي سره وکړي که نه.
هم مهاله ایران خبر ورکړی چې له افغانستان سره په پوله یې په ډېرو برخو کې د دېوال جوړولو چارې مخ په بشپړیدو دي.

د دغه ایراني لوړ پوړي چارواکي سفر داسې وخت کېږي چې تازه امریکا پر طالبانو د نغدي کڅوړو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې بندیزونه لګولي دي.
ان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل تازه ګواښ کې طالبانو ته ویلي چې د امریکايي وګړو د زنداني کیدو له امله به پرې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن په پرتله هم لویې جایزې وټاکي.