• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عراقچي په کابل کې؛ طالبان او ایران د خپلمنځي همکاريو نوې لارې ګوري

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۳۲ GMT+۰

ایران د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د نویو لارو او همکاریوپه لټه کې دی. د دې نوې تګلارې یوه مهمه برخه د «د پراخې همکارۍ سند» بیاکتنه ده، چې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال طالبانو ته د ترهګرې ډلې د استعمال پر سر د اخلاف له امله ځنډېدلی و.

کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اوسنی سفر په دې برخه کې مهم ګام ګڼل کیږي.

د عراقچي دا یو ورځنی سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې د طالبانو حکومت د داعش له ننګونو او نړیوالې انزوا سره مخ دی. دواړه حکومتونه په ګڼو مواردو کې مشترکې ګټې او سره ورته ننګونې لري. له ۲۰۲۱ کال څخه چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، ایران هڅه کړې چې د عملي سیاست له لارې په افغانستان کې خپل اغېز زیات کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو یوه جګپوړي چارواکي ذاکر جلالي، د دې سفر هرکلی وکړ او دا یې د دوه اړخیزو اړیکو د «نوې پړاو» پیل وباله.

اقتصادي همکارۍ

سوداګري د تهران-کابل د اوسنیو اړیکو بنسټ ګڼل کېږي. د دواړو هېوادونو سوداګریزه کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۳.۲ میلیارد ډالرو ته ورسېده، چې د تیر کال په پرتله ۸۴سلنه زیاتوالی ښيي. ایران افغانستان ته د تیلو محصولات، ودانیز توکي، کرنیز محصولات او ماشین الات صادروي.

د سوداګرۍ دا اړیکې د دوغارون بندر په څېر اقتصادي او صنعتي زون او په چابهار بندر کې د ایران پانګونې له لارې لا غوړېدای شي، چې افغان سوداګرو ته د هند په مرسته ځانګړي سوداګریز امتیازات ورکوي.

د خواف-هرات رېل‌پټلۍ بشپړیدل د دواړو اړخونو لپاره یو مهم پرمختګ دی. دا پروژه افغانستان د ایران له رېل شبکې سره نښلوي، چې د افغانستان سوداګرو ته له ترکیې او اروپا سره نړیوالو بازارونو ته لاسرسی برابروي او ایران د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ یو مهم مرکز ګرځوي.

د اوبو پر سر شخړې

د ایران د انرژۍ مرستیال وزیر تېره اونۍ وویل، چې له طالبانو سره د اوبو په برخه کې هوکړه له لاسرسي لرې نه ده. غالبا د هغه اشاره د ایران د جګپوړي پلاوي سفر ته وه، چې د تهران او کابل د خبرو اترو مهم محور کېدای شي.

د طالبانو او ایران د اړیکو په برخه کې له ټولو پرمختګونو سره سره د اوبو مدیریت په ځانګړي ډول د هلمند سیند اوبه لا هم یوه لویه شخړه ده. ایران پر افغانستان تور پورې کوي چې پخوانيو هوکړو ته ژمن نه دی. پر پاشدان، سلما او کمال خان بندونو کار او د اوبو مهارولو ایراني اړخ په دې وروستیو کې اندېښمن کړی دی. ایراني چارواکو وړاندیز کړی چې «شریکې اوبه» د شخړې پر ځای د همکارۍ او سیمه‌ییز پرمختګ وسیله ګرځېدای شي.

د پراخې همکارۍ سند بیاکتل

د « پراخې همکارۍ سند» بیاکتنه د تهران-کابل په خبرو کې د یوې مهمې موضوع په توګه یادیږي. که څه هم ظاهرا ایراني او طالب چارواکو ددغسې سند په تړاو څه نه دي ویلي، خو د ایران یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې دغه سند د افغان جمهوریت پر مهال د سیاسي بې‌ثباتۍ، د امریکا د نفوذ او د سرحدي مدیریت، اوبو حقونو او امنیتي همکاریو په څیر ستونزو له امله نه و بشپړ شوی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا پخوانی مرستیال سید رسول موسوي فارس اژانس ته وویل، چې د عباس عراقچي په سفر کې به د اوږدمهاله همکاریو لپاره د چوکاټ رامنځته کولو مساله مطرح شي او دغه سفر کولی شي په مختلفو برخو کې د همکارۍ لپاره یوه جدي بحث ته لاره پرانیزي.

د موسوي په باور، پخوا د ایران او افغانستان ترمنځ د جامع همکارۍ سند په اړه اوږدمهالې خبرې اترې شوې وې چې د امنیت، کډوالو، اوبو، تجارت، او کلتوري او تعلیمي موضوعاتو په برخه کې ډېر پرمختګ شوی و خو دغه مذاکرات په یوه مرحله کې ودریدل او پایلې ته ونه رسېدل.

هغه وویل: «د یوه کارپوه په توګه زه باور لرم چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اړیکو ضعف د اوږدمهاله جامع سند نشتوالی دی. اړتیا ده چې په دغه سفر کې دې موضوع ته توجه وشي او د دې سند د مذاکراتو بیا پیل لپاره هڅه وشي».

دغه سند پر پنځو مهمو مسایلو تمرکز لري:

امنیت: د ترهګرۍ او د مخدره موادو د قاچاق په څېر امنیتي ګواښونو په وړاندې د ګډو هڅو جوړښت.

تجارت: د اقتصادي ظرفیتونو په پام کې نیولو سره د سوداګرۍ او اقتصادي تبادلو اسانتیا.

د اوبو مدیریت: د هلمند په څېر د ګډو اوبو د منابعو په اړه روښانه هوکړې ته رسېدل.

کډوال: په ایران کې د میلیونونو افغان کډوالو وضعیت ښه مدیریت، ستنول او د هغوی د ملاتړ لپاره چوکاټ جوړول.

فرهنګ او زده کړه: د دواړو خواوو ترمنځ د کلتوري او تعلیمي اړیکو پیاوړي کول.

له طالبانو سره د تهران دغه تودې اړیکې په دغه هېواد کې مخالفان هم لري. د ایران یو شمېر رسنیو له طالبانو سره په داسې حال کې د تودو اړیکو درلودل، چې په نړیواله او سیمه ییزه کچه لا منزوي دي، سم ګام نه دی ګڼلی. دوی په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت په تړاو د ایران د مخکیني دریځ یادونه کوي.

ایران په تېرو کلونو کې د داسې یوه همه‌شموله حکومت غوښتنه کړې چې د افغانستان د قومي او ټولنیزې تنوع استازیتوب وکړي. تهران خبرداری ورکړی چې له دې پرته په افغانستان کې اوږدمهاله ثبات ناشونی دی. خو په سیمه او نړۍ کې د حالاتو بشپړ تغییر او په منځنۍ ختیز کې د ایران د نیابتي ډلو ماتې د تهران لومړیتوبونه تغییر کړي دي. د مسعود پزشکیان د حکومت په لومړیو ورځو کې د ایران بهرنی سیاست د افغانستان پرځای پر منځني ختیز متمرکز و، خو وروستیو تحولاتو تهران له طالبانو سره نږدې کېدو ته اړ اېستی دی.

د افغانستان او ایران په ګډو پولو کې د داعش، بلوڅ جنګیالیو او جیش العدل په څېر ډلو فعالیتونه د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو یوه برخه کېدای شي، ځکه تهران له دې اړخه د طالبانو استخباراتي او عملي همکاریو ته اړتیا لري او طالبان له داعش سره په مقابله کې د ایران ملګرتیا غواړي.

تر اوسه ددغه سفر اصلي اهداف نه دي په ډاګه شوي، خو ظاهرا داسې ښکاري چې تهران له طالبانو سره د نږدې کېدو لپاره دیوڅه ترلاسه کولو په لټه کې دی او دا له اوبو نیولې، د پولو امنیت، کډوال او ګڼ نور یاد شوي موضوعات کېدای شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

کمزوری ډېپلوماتیک چاپېریال؛ امیرخان متقي د وزارت په انګړ کې د عباس عراقچي هرکلی وکړ

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۷:۳۴ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د (سلواغې اومه) نېټه سهار کابل ته ورسید او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ټیټ رتبه کارکوونکو یې په کابل نړۍوال هوایي ډګر کې پرته له کوم ځانکړي ډېپلوماتیک ښه راغلاسته هرکلی وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد ویلي چې د دوی وزیر مولوي امیرخان متقي په بهرنیو چارو وزارت کې د عباس عراقچي هرکلی وکړ.

د هغه په خبره، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته ورغلی دی.

هغه ویلي چې د دواړو لوریو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ګډه ناسته پیل شوې ده.

100%

د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې عباس عراقچي به له طالبانو سره د سیمې د امنیت ټینګښت تر څنګ دوی ته د داعش له لوري د ور پېښو ګواښونو په تړاو هم له طالبانو سره خبرې وکړي.

ویل کېږي د دغه سفر یو تر ټولو مهمه غوښتنه به د هلمند د حقابې پر سر د افغانستان او ایران ترمنځ رامنځته شوې شخړې وي او ښايي ایران د حقابې د ورکړې غوښتونکی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې په یاد هېواد کې میلیونونه افغان کډوال له سختو ستونزو او روحي شکنجو سره مخ دي.

د ایران حکومت په خپل یو تازه اقدام کې یو افغان وګړی پرته له کوم ښکاره جرمه په دار ځړولی او تر دې پخوا یې هم ورته اقدامات کړي دي.

په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ایران ځواکونو او حکومت بدل چلند یو تر ټولو مهممو موضوعاتو ګڼل کېږ‌ي؛ خو دا لا څرګنده نه ده چې طالبان به په دې تړاو له عباس عراقچي سره وکړي که نه.
هم مهاله ایران خبر ورکړی چې له افغانستان سره په پوله یې په ډېرو برخو کې د دېوال جوړولو چارې مخ په بشپړیدو دي.

د دغه ایراني لوړ پوړي چارواکي سفر داسې وخت کېږي چې تازه امریکا پر طالبانو د نغدي کڅوړو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې بندیزونه لګولي دي.
ان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل تازه ګواښ کې طالبانو ته ویلي چې د امریکايي وګړو د زنداني کیدو له امله به پرې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن په پرتله هم لویې جایزې وټاکي.

کابل کې د بیو نا انډوله حالت؛ یوازې په دوو ورځو کې د خوراکي توکو بیې بې مخینې لوړې شوې

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۷:۲۷ GMT+۰

له افغانستان سره د امریکا د مرستو د بندېدو سره هم‌مهاله د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ بې ارزښته کېدو د خوراکي توکو په بیو منفي اغېز کړی، چې له دې سره ګڼ افغانانو د بیو له لوړوالي شکایت کړی.

له بل پلوه د کابل په بازارونو کې د ډالرو بیې تر اتیا افغانیو هم لوړې ختلې دي.
کابل او ولایتونو کې ګڼ شمېر افغانان له تېرو دوو ورځو راهیسې د خوراکي توکو د بیو د پام وړ لوړوالي له امله سر ټکوي.
په کابل کې د یوه خصوصي روغتون کارکوونکی احمد شکېب وایي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې اسمان ته ختلې دي.

هغه وایي، په بازارونو کې د وړو، ورېجو او غوړیو بیې شاوخوا لس سلنه لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړې، چې په بازارونو کې د یوې ۵۰ کیلو بوجۍ اوړو بیه ۱۵۰۰ افغانۍ او د غوړیو د ۱۶ لېټرۍ بوشکې بیه ان ۲۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د نوموړي په وینا: «یو خو له اوله د خلکو اقتصادي وضعیت ننګوونکی و؛ خو له بل پلوه د امریکا د مرستو بندېدو پرېکړې یوازې په دوو ورځو کې د خلکو په اقتصادي وضعیت سیوری غوړولی دی. تر دې وړاندې به څه کېږي؟»
هغه وایي، نه یوازې د خوراکي توکو؛ بلکې د سون توکو بیې هم پام وړ لوړې شوې دي.
ځینې کابل ښاریانو بیا له طالبانو غوښتي، چې ژر تر ژره دې د دغه وضعیت د لاخرابېدو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
د کابل د لامعه شهید ښوونځي ښوونکې زرغونه وایي، که د توکو بیې تر دې هم لوړې شي؛ نو ډېری خلک به په لوږه پاتې شي.
هغه وایي: «کاري فرصتونه او تنخواوې د تېر پرتله خورا کمې شوې، چې د خلکو پر اقتصادي وضعیت یې نېغ په نېغه اغېز کړی؛ خو خلک د یو بل ناورین زور نه لري.»
تر دې وړاندې ګڼو نړۍوالو مرستندویه بنسټونو هم په افغانستان کې د بودجې د کمښت له امله د مرستو د کمېدو خبر ورکړی و.
له بل پلوه له تېرو دوو ورځو راهیسې د سره زرو بیې هم لوړې شوې دي.
په بازارونو کې په یو ګرام سرو زرو کې ۳۵۰ افغانۍ زیاتوالی راغلی، چې زرګران هم د پېرودونکو او د ښه بازار د نشتوالي له امله سر ټکوي.
د سهیل په نوم د کابل په لېسې مریم بازار کې یو زرګر وایي، چې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دي؛ نو له دې امله خلک اوس ډېر کم سره زر پېري.
په دې تړاو د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا بیا وایي، له هغه ځایه چې د افغانستان اقتصاد د نورو پر مرستو ولاړ و؛ خامخا به د مرستو بندېدل پرې اغېز پرې باسي.
هغه وایي، افغانستان یو وارداتي هېواد دی او پر وارداتو ولاړ هېواد دی او خپل د اړتیا وړ توکي له بهره واردوي؛ کله چې یو هېواد بهرني واردات ولري، نو د وارداتو لپاره د بهرنیو اسعارو کارول حتمي دي.
د هغه په وینا، کله چې په بازار کې د ډالرو لپاره تقاضاوې لوړېږي؛ دا حتمي خبره ده چې په هېواد کې به د افغانیو پر ارزښت اغېز کوي.
هغه زیاته کړې: «که سرپرست حکومت په دغه موده کې د توکو په زېرنه کولو کار کړی و، اوس به د ډالرو بیې دغه شان نه لوړېدې.»

طالبانو ته د امریکا پرله‌پسې ګواښونه؛ افغانۍ ورسره مخ په ځوړ روانه ده

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۶:۳۶ GMT+۰

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې پر افغانستان واکمنو طالبانو ته د امریکايي چارواکو د تازه ګواښونو او نغدي کڅوړو د بندېدو له امله په افغانستان کې افغانۍ مخ په ځوړ روانه ده او په تېرې یوې اوونۍ کې یې د ډالرو پر وړاندې ارزښت خورا ښکته لوېدلی دی.

د کابل په شهزاده سرای کې یوه صراف افغانستان انټرنشل پښتو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د (سلواغې اوومه) د یکشنبې ورځې سهار راهیسې ۱ ډالر پر ۸۲ افغانیو بدلېدو.

سرچینې ویلي چې ښايي د ورځې په اوږدو کې د افغانۍ نرخ نور هم راوغورځېږي.

دغې سرچینې افغانستان انټرنشل ته وړاندې وويل، چې په شهزاده سرای کې کاروباریان له دغه نرخونو خورا اندېښمن دي‌ او خلک هڅه کوي چې د افغانیو د لا بې ارزښته کیدو له وېرې ډالر واخلي.

په شهزاده سرای کې د ډالرو د غوښتنې له امله د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې او طالبانو هم دغلته ځینې بندییزونه لګولي دي.

د راپورنو له مخې طالبانو په کابل او د هېواد په ټولو ولایتونو کې صرافانو ته سپارښتنه کړې چې هېڅوک نه شي کولای په ازاده توګه بولۍ وکړي او د اسعارو د تبادلې نرخونه وړاندې کړي. د طالبانو دغه بندیز صرافان له ګڼو ستونزو او کاروباري ننګوونو سره مخ کړي دي.

د اقتصادي چارو کارپوه فریدالله امتیاز په وینا؛ د ټرمپ په مشرۍ د امریکا د حکومت له لوري پر طالبانو توندې نیوکې او د نغدي کڅوړو بندیدل هغه ستونزې دي چې د افغانیو ارزښت یې راټیټ کړ.

هغه وویل، که د نغدي کڅوړو بندیز دوام وکړي‌ او طالبانو سره د امریکا ناندرۍ روانې پاتې شي؛ نو ښايي په بې سارې توګه د افغانیو په راغورځیدو کې ژورې اغیزې وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان باور لري چې ښايي له دې کبله په هېواد کې سوداګرۍ ته هم زیان ورسيږي او له امله به یې د توکو د بیو په لوړوالي کې هم د پام وړ زیاتوالی راشي.

د کابل ښار په ګډون د هېواد په یو شمېر لویو ښارونو کې نن د خوراکي توکو په بیو کې هم د افغانیو د لوېدو له کبله ډېروالی راغلی دی.

د معلوماتو له مخې د غوړیو، وړو، وریجو او بورې نرخونو کې د تېرې اونۍ په پرتله د پام وړ ډېر والی راغلی.

له دې سره هم مهاله د د طالبانو د فشارونو له امله د کندهار ښار د صرافۍ ټولنې مشر له ځايي صرافانو څخه غوښتي چې د افغانۍ د ثبات لپاره دې په خواله رسنیو او ټولنیزو رسنیو په چت ګروپونو کې دې د ډالر د نرخونو له ټاکلو،‌ پیر او پلور څخه ډډه وکړي.

پر افغانستان د ټرمپ له خوا د امریکا د نغدي کڅوړو د بندیز تر اعلان وروسته د افغانۍ ارزښت خورا راولوید او په تېرې یوې اوونۍ کې د افغانۍ پر وړاندې د یو ډالر بیه ۱۳ افغانۍ لوړه شوې ده.

کابل ته د عراقچي سفر: ایران په افغانستان کې د څه په لټه کې دی

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۶:۲۷ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي کابل ته رسېدلی. نوموړي په خپله پاڼه لیکلي، چې «موږ کابل ته رسېدلي یو.» د طالبانو ویاند په رسمي ډول د عراقچي د سفر په اړه لا څه نه دي ویلي.

اسماعیل بقایي د خپل ایکس په یادښت کې لیکلي، دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام کېدای شي؛ ترڅو د دواړو هېوادونو لپاره متقابلې ګټې خوندي شي.

ایراني رسنیو کابل ته د عراقچي د سفر په اړه لیکلي، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر داسې مهال کابل ته ځي، چې له دې وړاندې په سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې ګواښونه موجود دي.

رسنیو ویلي، چې عراقچي به کابل ته د خپل سفر په جریان کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د داعش د ګواښونو او په سیمه کې د امنیت په اړه سلا مشورې وکړي او له طالبانو به وغواړي چې دغې موضوع ته جدي پام وکړي.

ایراني رسنیو لیکلي، د داعش له خوا کابل ته د عراقچي د سفر په وړاندې ګواښونه داسې مهال شوي، چې طالبانو تر دې وړاندې افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سفر لپاره د بشپړ امنیت ډاډ ورکولو ژمنه کړې و.

د ایران تر ټولو لویه اندېښنه د افغانستان له پولې د داعش ګواښ دی چې تر دې وړاندې یې هم له طالب چارواکو سره په پټو او ښکاره ناستو کې څرګنده کړې ده.

طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په ځلونو ویلي، چې داعش ډله یې په افغانستان کې له منځه وړې او له افغان خاورې به هیچاته امنیتي ګواښونه نه پیښیږي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل پرته له کوم رسمي پرټوکول او تشریفاتو رسیدلی او یوازې ټيټ پوړي طالبان یې د کابل په هوايي ډګر کې هرکلي ته ورغلي وو.

دا لا نه ده روښانه چې عراقچي به په کابل کې له کومو طالب چارواکو سره ناستې ولري، خو ځینو داخلي رسینو د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله ویلي، چې عراقچي به په کابل کې له امیرخان متقي سره د دواړه هیوادو په مسایلو خبرې وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه ټيټ پوړي چارواکي ذاکر جلالي په ایکس پاڼه لیکلي چې د ایران بهرنیو چارو وزیر به کابل کې د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا او اړیکو خبرې وکړي خو دا یې نه دي ویلي، چې د هغه خبرې به له چا سره کیږي.

ایراني رسنیو ویلي، د دغه سفر یو له مهمو موخو د هلمند د حقابې موضوع ده چې په تیرو څه باندې درېیو کلونو کې د ایران او طالبانو تر منځ یو له کړکیچنو موضوعاتو څخه ده.

عراقچي له دې وړاندې په سوریه کې د وسله والو ډلو د خوځښتونو پرمهال دمشق ته سفر کړی و، او د دمشق په مرکز کې په یوه رستورانت کې د هغه انځورونه د خبرونو سرټکی شو.

ایران په وار وار ویلي چې طالبان د حقابي په مسله کې پر خپلې هوکړې نه دي درېدلي او د پخوانۍ هوکړې له مخې دوی ته د اوبو حق نه ورکړل کیږي.

خو ورته مهال دواړه هیوادونه ښې سوداګریزې اړیکي لري او ښايي تر راتلونکو دوو کلونو یې سوداګریز مبادلات ۱۰ میلیارده ډالرو ته ورسیږي.

پر نجونو د طالبانو بندیز؛ پاکستان ته د زده‌کړو لپاره د افغان نجونو لېږلو ته غبرګونونه

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۳۸ GMT+۰

د مخکیني حکومت یو شمېر چارواکو او د طالبانو ځینو غړو پاکستان ته د تعلیمي بورسونو لپاره د نجونو پر لېږلو سختې نیوکې کړې او دا یې د طالبانو دوه مخیتوب بللی دی. دوی وايي، چې په کور دننه ورته زده‌کړې حرامې خو پاکستان کې ولې حلالې دي.

نیوکې دا دي چې طالبانو په کور دننه د نجوو پر مخ د زده کړو دروازې تړلي؛ خو پاکستان ته یې بیا د بورسونو لپاره پرته له محرمه لېږي.

د‌ پاکستان حکومت د افغان نجونو او هلکانو لپاره ۴۵۰۰ تعلیمي بورسونه یا سکالرشېپونه اعلان کړي چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو په ګډون ورته د پاکستان په ځینو ښارونو کې هم له افغانانو څخه ازموینې اخیستل کېږي.

نږدې ۲۱زره هلکانو او څه باندې پنځه زره افغان نجونو څخه د پاکستان بېلابېلو پوهنتونونو ته د لار موندنې لپاره د ازموینو دغه لړۍ به د (سلواغې ۸مې) نېټې پورې به دوام وکړي.
د جمهوري نظام پر مهال د خوست والي حلیم فدایي په وینا؛ د طالبانو له لوري پاکستان ته د زده کړو لپاره د نجونو لېږل په دې معنا ده چې ګوندې د زده کړو په شمول د افغانستان ټولې چارې د یاد هېواد له لوري مدیریت کېږي.

هغه د پوښتنې په ډول ویلي «دا کوم غیرت او کوم شریعت دی چې پاکستان ته د نجونو په تګ بندیز نه شته؛ خو په خپل هېواد کې ان مشروطه اجازه هم نه ورکوي؟».
فدایي زیاته کړې چې دا د افغانانو لپاره خورا تاریخي شرم دی چې نجونې یې د پنجاب په ښوونځیو کې د‌ پنجابي استادانو له لوري روزل کېږي.

د طالبانو د خواله رسنیو یو فعال مبین خان د پاکستان تعلیمي بورسونو ته د افغان نجونو لېږل ځانته پېغور ګڼي.

هغه د طالبانو مشر ته په شارې سره وايي، چې د افغان نجونو برخلیک د هغه خلکو په لاس کې ورکړی چې ټول عمر یې د افغانانو د لوټ کیدو شېبې شمارلي دي.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو پر دغه پرېکړه د شرم احساس کوي.

د طالبانو د خواله رسنیو یو بل فعال مولوي ضیاالرحمن اصغر هم ورته نظر لري او د طالبانو ملایان یې ګونګیان بللي.

اصغر خپلو هغو طالب ملګرو ته چې د ملا هبت الله د فرمانونونو د ملاتړ لپاره تبلیغات کوي وویل: «چاپلوسانو وېښتان غوړ کړئ، سترګې هم تورې کړئ او خپلو مشرانو ته مو ووایاست چې تاسو ډېر ښه روان یاست».

دغه غبرګونونه داسې مهال راپورته شوي، چې د طالبانو مشر په افغانستان کې د نجونو په هر ډول زده کړو بندیزونه لګولي چې له مخې یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ تړل شوي دي.

پاکستان هر کال افغان زده کړیالانو ته په بېلابېلو پوهنتونونو کې د بورسونو د ورکړې پروګرام اعلانوي ؛خو په یاد هېواد کې پوهنتونونو کې د زده کړو پر مهال افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

څه موده وړاندې په لاهور ښار کې افغان زده کړیالان نیوکې کړې وې چې د‌ پاکستان له لوري په بشپړ مالي ملاتړ بورسیې ورکړل شوي؛ خو د خونو د کرایو تر څنګ ورته میاشتنۍ حق الزحمې هم نه ورکول کېږي.

دا نیوکې هم شته چې د پاکستان د بورسونو د وېش پروسه له فساده ډکه ده او ان ځینې سیاستوالو او د طالبانو مشرانو ته په کې ځانګړې ونډې ورکړل شوې چې ان د دوی له لوري په زرګونه ډالرو پلورل کېږي.