• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر نجونو د طالبانو بندیز؛ پاکستان ته د زده‌کړو لپاره د افغان نجونو لېږلو ته غبرګونونه

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۳۸ GMT+۰

د مخکیني حکومت یو شمېر چارواکو او د طالبانو ځینو غړو پاکستان ته د تعلیمي بورسونو لپاره د نجونو پر لېږلو سختې نیوکې کړې او دا یې د طالبانو دوه مخیتوب بللی دی. دوی وايي، چې په کور دننه ورته زده‌کړې حرامې خو پاکستان کې ولې حلالې دي.

نیوکې دا دي چې طالبانو په کور دننه د نجوو پر مخ د زده کړو دروازې تړلي؛ خو پاکستان ته یې بیا د بورسونو لپاره پرته له محرمه لېږي.

د‌ پاکستان حکومت د افغان نجونو او هلکانو لپاره ۴۵۰۰ تعلیمي بورسونه یا سکالرشېپونه اعلان کړي چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو په ګډون ورته د پاکستان په ځینو ښارونو کې هم له افغانانو څخه ازموینې اخیستل کېږي.

نږدې ۲۱زره هلکانو او څه باندې پنځه زره افغان نجونو څخه د پاکستان بېلابېلو پوهنتونونو ته د لار موندنې لپاره د ازموینو دغه لړۍ به د (سلواغې ۸مې) نېټې پورې به دوام وکړي.
د جمهوري نظام پر مهال د خوست والي حلیم فدایي په وینا؛ د طالبانو له لوري پاکستان ته د زده کړو لپاره د نجونو لېږل په دې معنا ده چې ګوندې د زده کړو په شمول د افغانستان ټولې چارې د یاد هېواد له لوري مدیریت کېږي.

هغه د پوښتنې په ډول ویلي «دا کوم غیرت او کوم شریعت دی چې پاکستان ته د نجونو په تګ بندیز نه شته؛ خو په خپل هېواد کې ان مشروطه اجازه هم نه ورکوي؟».
فدایي زیاته کړې چې دا د افغانانو لپاره خورا تاریخي شرم دی چې نجونې یې د پنجاب په ښوونځیو کې د‌ پنجابي استادانو له لوري روزل کېږي.

د طالبانو د خواله رسنیو یو فعال مبین خان د پاکستان تعلیمي بورسونو ته د افغان نجونو لېږل ځانته پېغور ګڼي.

هغه د طالبانو مشر ته په شارې سره وايي، چې د افغان نجونو برخلیک د هغه خلکو په لاس کې ورکړی چې ټول عمر یې د افغانانو د لوټ کیدو شېبې شمارلي دي.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو پر دغه پرېکړه د شرم احساس کوي.

د طالبانو د خواله رسنیو یو بل فعال مولوي ضیاالرحمن اصغر هم ورته نظر لري او د طالبانو ملایان یې ګونګیان بللي.

اصغر خپلو هغو طالب ملګرو ته چې د ملا هبت الله د فرمانونونو د ملاتړ لپاره تبلیغات کوي وویل: «چاپلوسانو وېښتان غوړ کړئ، سترګې هم تورې کړئ او خپلو مشرانو ته مو ووایاست چې تاسو ډېر ښه روان یاست».

دغه غبرګونونه داسې مهال راپورته شوي، چې د طالبانو مشر په افغانستان کې د نجونو په هر ډول زده کړو بندیزونه لګولي چې له مخې یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ تړل شوي دي.

پاکستان هر کال افغان زده کړیالانو ته په بېلابېلو پوهنتونونو کې د بورسونو د ورکړې پروګرام اعلانوي ؛خو په یاد هېواد کې پوهنتونونو کې د زده کړو پر مهال افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

څه موده وړاندې په لاهور ښار کې افغان زده کړیالان نیوکې کړې وې چې د‌ پاکستان له لوري په بشپړ مالي ملاتړ بورسیې ورکړل شوي؛ خو د خونو د کرایو تر څنګ ورته میاشتنۍ حق الزحمې هم نه ورکول کېږي.

دا نیوکې هم شته چې د پاکستان د بورسونو د وېش پروسه له فساده ډکه ده او ان ځینې سیاستوالو او د طالبانو مشرانو ته په کې ځانګړې ونډې ورکړل شوې چې ان د دوی له لوري په زرګونه ډالرو پلورل کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

ندیم د جرمونو نړۍوالې محکمې ته: که تاسو فشار هم راوړئ، موږ «شریعت» پلی کوو

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۲:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د (سلواغې شپږمه) په یوې دیني مدرسه کې د وینا پر مهال د جزا نړۍوالې محکمې د لوی څارنوال له لوري د ملا هبت‌الله د نیول کیدو غوښتنه غندلې او ویلي یې دي، چې که بهرنیان فشار هم راوړي دوی به «شریعت» پلی کوي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو دغه وزیر زیاته کړې، له دې کبله چې ګوندې د دوی مشر ملا هبت‌الله د ښځو پر ضد ځپوونکي فرمانونه ورکړي د جرمونو نړۍوالې محکمې څخه یې د نیول کیدو غوښتنه شوې؛ خو دغه خلک دې لږه خپله مخینه وګوري.

د هغه په خبره، د ښځو د حقونو غوښتونکي هم دغه کسانو خپله سرغړونې کړي او په خپل تاریخ کې یې ژوندۍ لوڼې په خاورو کې ښخولې او ښځې یې د انسانانو په توګه نه منلې.

ندا محمد ندیم وایي،‌ بهرنیو هېوادونو ته چې څوک تللي هغوی پوهېږي چې په هغو هېوادونو کې څه روان دي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ټینګار کړی چې د دوی مشر پر افغانستان اسلامي نظام ټینګ کړی او ان که دوی وژل کېږي هم؛ نو د اسلامي قوانینو له پلی کیدو څخه به لاس وانه خلي.

ندا محمد ندیم ویلي چې پرته له افغانستان په بل هېڅ هېواد کې اسلامي قوانین نه شته او نړۍ په دې اتفاق کړی چې د دوی په څېر سل په سله د اسلامي قوانینو لرونکی نظام به دوام ته نه پرېږدي.

د طالبانو دغه لوړ پوړی د خپلې سرسختې افراطي مفکورې له مخې د ملا هبت‌الله پر ضد ترسره کیدونکو نیوکو او اقداماتو پر مهال رسنیو کې راڅرګندېږی او له خپل مشر څخه دفاع کوي.

دی د طالبان مشر ته یو له وفادارو کسانو څخه ګڼل کېږي چې د نجونو د زده کړو پر ضد د فرمانونو په پلي کولو کې یې هم ځانګړی رول لرلی دی.

نږدې درې اوونۍ مخکې په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو سازمان په یوې غونډه کې پر طالبانو نیوکې وشوې چې د اسلامي شریعت خلاف کړنې کوي او د نجونو د زده کړو تر څنګ پر کار لګیدلي بندیزونه یې له اسلام سره په ټکر کې دي. دیني عالمان په دې باور دي چې طالبان خپله افراطي مفکوره د اسلام پر نوم پر خلکو تپي.

د نجونو د زده‌کړو بندیزونو او د طالبانو له لوري پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو له امله د بشر حقونو نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو پر طالبانو سخت بندیزونه لګولي‌ دي.

د چارو کارپوهان باور لري نړۍ واله ټولنه به تر هغې پورې له طالبانو سره تعامل ونه کړي، څو پر ښځو، بیان ازادۍ، زده کړو او بشري حقونو اړوند بندیزونه ختم نه کړي.

طالبانو پر افغان ښځو دا بندیز هم لګولی چې د غږ د محرمتیا له کبله باید په خپلو کې هم له یو بلې سره خبرې ونه کړي.

فدایي: ‏داسې ښکاري چې د طالبانو د واکمنۍ پای نېږدې شوی

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۲:۰۴ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د خوست پخوانی والي حلیم فدایي وایي، چې ګواکي د طالبانو د واکمنۍ پای نېږدې شوی دی.

ښاغلي فدایي د یکشنبې په ورځ په خپل اېکس کې لیکلي: ((‏داسې ښکاري چې د طالبانو د واکمنۍ پای نېږدې شوی، ځکه دوی په خپلو کړنو سره نړۍ ته د فشار او مداخلې لپاره پلمې برابرې کړي دي.))
نوموړي دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هغو خبرو په غبرګون کړي، چې د یکشنبې په ورځ یې طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې ښایي متحده ایالات د طالبانو په لوړپوړو مشرانو "ډېر لوی انعام" ورکړي.
حلیم فدایي زیاته کړې، چې د القاعدې ډلې له مشر سره د زیاتې جایزې پرتله کول دا څرګندوي، چې طالبان اوس د امریکا او نړۍ لپاره د القاعده په څېر یو ګواښ بلل کېږي.
د ښاغلي فدایي په خبره، ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې ښيي، چې د طالبانو په اړه د امریکا دریځ هم جدي دی او هم توند.
نوموړي د روبیو خبرو ته په اشارې سره زیاته کړې: «هغه په ډاګه کړې، چې د امریکایي زندانیانو مسله د امریکا لپاره یو لومړیتوب دی، ځکه دا یوه مهمه او د اندېښنې وړ موضوع ده چې د امریکا خلکو ته ځانګړی اهمیت لري.»
د تېر جمهوري نظام د خوست پخوانی یاد والي همداراز وایي، چې ‏د القاعدې د پخواني په مشر اسامه بن لادن د زیاتې جایزې ټاکلو یادونه څرګندوي، چې امریکا د تعامل او ډیپلوماسۍ پر ځای د فشار او جدي غبرګون سیاست ته مخه کړې ده.
حلیم فدایي په خپل اېکس کې دغه راز لیکلي: «طالبان نه یوازې په کورني سیاست کې ناکام دي، بلکې د بهرني سیاست په ډګر کې یې هم خپل ځان منزوي کړی دی.»
ښاغلي فدایي د یرغمل شویو امریکایي وګړو پر مسلې د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې، چې که امریکا د یرغمل نیولو په تړاو شواهد ترلاسه کړي، طالبان به له نړۍوال فشار او ان له مستقیمو اقداماتو سره مخ شي.
هغه وایي: «دا ډول کړنې نه یوازې په سیمه کې وضعیت پېچلی کوي، بلکې د طالبانو دننه اړیکې هم تر اغېز لاندې راوستلی شي.»

دا په داسې حال کې ده، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ وویل، چې ښایي متحده ایالات د طالبانو په لوړپوړو مشرانو "ډېر لوی انعام" ورکړي.

د نوموړي په خبره، د خپرو شویو راپورونو په پرتله طالبانو ډېر امریکايي وګړي یرغمل نیولي دي.

روبیو په خپل اېکس کې لیکلي: "یوازې اورېدلي یې دي، چې طالبانو د خپرو شویو راپور په پرتله ډېر امریکایان یرغمل نیولي دي."

هغه زیاته کړه: "که دا ریښتیا وي، نو موږ به سمدلاسه د دوی د لوړپوړو مشرانو په سر ډېره لویه جایزه ولګوو.

د نوموړي په وینا: «ښایي دغه جایزه ان له هغې جایزې څخه هم لویه وي چې موږ د بن لادن په سر کې ټاکلې وه."

مارکو روبیو: امریکا ښايي د طالب مشرانو پر سر ډېر لوی انعام وټاکي

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۱۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ وویل، چې ښایي متحده ایالات د طالبانو په لوړپوړو مشرانو "ډېر لوی انعام" ورکړي. د نوموړي په خبره، د خپرو شویو راپورونو په پرتله طالبانو ډېر امریکايي وګړي یرغمل نیولي دي.

روبیو په خپل اېکس کې لیکلي: "یوازې اورېدلي یې دي، چې طالبانو د خپرو شویو راپور په پرتله ډېر امریکایان یرغمل نیولي دي."

هغه زیاته کړه: "که دا ریښتیا وي، نو موږ به سمدلاسه د دوی د لوړپوړو مشرانو په سر ډېره لویه جایزه ولګوو.

د نوموړي په وینا: «ښایي دغه جایزه ان له هغې جایزې څخه هم لویه وي چې موږ د بن لادن په سر کې ټاکلې وه."

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تېرې اونۍ د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې د اوږدو او ګټورو مذاکراتو په پایله کې په امریکا کې د دې ډلې یو بندي غړی له دوو امریکایي وګړو سره په تبادله کې خوشې شو.
دغه افغان بندي‌ «خان محمد» نومېږي او نوموړی دوه لسیزې وړاندې د امریکایي ځواکونو له خوا په ننګرهار ولایت کې نیول شوی و او د امریکا د کلفورنیا ایالت په یوه زندان کې ساتل کېده.
د یادو دوو امریکایي وګړو د خوشې کېدو هوکړه د بایډن د حکومت په وروستیو ورځو کې وشو.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند په یوې بیانیه کې ټينګار وکړ، چې د ټرمپ حکومت د طالبانو له بند څخه د ټولو بندي امریکایانو د خوشې کولو په هڅه کې دی.
که څه هم تر دې وړاندې داسې ګنګوسې وې، چې په دغه تبادله کې به افغان توکمه امریکایي تبعه محمود شاه حبیبي هم وي، خو لا هم د هغه د برخلیک په اړه معلومات نه شته او طالبانو د هغه د نیولو او ځای ځایګي په اړه هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

څېړنیزه اداره: د ملا هبت الله د نیولو غوښتنه د انتقالي عدالت په لار کې بې ساری ګام دی

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۴۹ GMT+۰

د افغانستان د حقوقي مطالعاتو او څېړنو مرکز وايي، چې د طالبانو د مشرانو د نیولو د حکم غوښتنه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د قربانیانو لپاره د عدالت د ترلاسه کولو یو مهم ګام دی.

دغه بنسټ په دې باور دی، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې دغه اقدام د بشریت ضد جنایتونو او د ښځو له حقونو څخه د سرغړونو له عاملینو سره د چلند په برخه کې د نړۍوالې ټولنې جدي اراده څرګندوي.

د دغه مرکز یوه غړي اشرف رسولي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې د څارنوال غوښتنه د انتقالي عدالت په برخه کې یو بې ساری ګام دی.

د جرمونو د نړۍوالې محکمې لوی څارنوال په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د دې ډلې د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د بشري ضد جرمونو او له ښځو سره د سیستماتیک ظلم په تور د نیولو د حکم غوښتنه وکړه.

دا اقدام په افغانستان کې د عدالت د تامین او د بشري حقونو سرغړونو ته د ځواب ویلو له هڅو سره سم شوی دی.

د افغانستان د حقوقي مطالعاتو او څېړنو مرکز په یوه بیان کې ویلي، چې دا ګام کولی شي د دغو جرمونو د قربانیانو لپاره هیله مندي پیاوړې کړي او په نړۍواله کچه د افرادو د قانوني مسوولیتونو د حل پر اړتیا ټینګار کوي.

همداراز دې مرکز دغه غوښتنه د بشري ضد جنايتونو عاملينو ته د خبرداري په توګه ياده کړه او زياته يې کړه، چې هېڅوک به له عدالت څخه خوندي نه وي.

دغه مرکز وايي، چې په تېرو وختونو کې د عدالت د تامین په برخه کې د بې غورۍ تور داغونه نه جبرانېدونکي زیانونه لري.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د طالب مشرانو د نیولو غوښتنه باید د عدالت د ترلاسه کولو او د تېرو تېروتنو د مخنیوي لپاره د یوې نوې نېټې پیلامه وي.

د یاد بنسټ په وینا، په افغانستان کې عدالت ته د لاسرسي او د بشري حقونو د تامین په برخه کې د نړۍوالو همکاري اړینه ده.

د دغه مرکز یوه غړي محمد اشرف رسولي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې دغه اقدام تاریخي او بې ساری وباله.

نوموړي په افغانستان کې د انتقالي عدالت مسلې ته په اشارې سره وويل، چې تر اوسه نړۍوالو محکمو دغه موضوع نه ده څېړلې.

هغه وویل، چې د شته اسنادو او شواهدو له مخې د جرمونو نړۍواله محکمه باید د نورو طالب چارواکو د نیولو امر صادر کړی وای.

دغه وکیل زیاته کړه، چې د طالبانو د فواید عامې او لوړو زده کړو وزیرانو خالد حنفي او ندا محمد ندیم په څېر شخصیتونو له بشري حقونو څخه تر ټولو زیاتې سرغړونې کړي او باید محاکمه شي.

د طالبانو په رسمیت پېژندل پای ته ورسېد

اشرف رسولي وویل، طالبانو په دې وروستیو کې له څلویښتو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو ادعا کړې او هیله لري، چې ځیني هېوادونه به د دوی رژیم په رسمیت وپېژني، خو د هغه په ​​وينا، د طالب مشرانو د نیولو له غوښتنې سره دغه هيلې په مايوسۍ بدلې شوې دي.

هغه زیاته کړه، چې د طالبانو پر مشرانو د تورونو له امله هېڅ هېواد نه شي کولی هغوی په رسمیت وپېژني.

رسولي ټینګار وکړ؛ که نړۍواله ټولنه وغواړي کولی شي، چې د طالبانو چارواکي ونیسي او یا یې محاکمه کړي.

ښاغلي رسولي وویل، چې د طالب مشرانو د نیولو د حکم غوښتنه د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د هېواد د ښځو او نجونو لپاره ستره بریا ده.

د هغه په ​​وينا، "د افغان ښځو هڅې، مبارزې او غږ باید بې ځوابه پاتې نه شي."

طالبانو په بامیان ولایت کې د ملا هبت الله په ملاتړ یو شمېر نارینه او ښځې لاریون ته اړ کړل

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۱۲ GMT+۰

په بامیانو ولایت کې طالبانو د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده په ملاتړ یو شمېر نارینه او ښځې په زور او ګواښلو د جرمونو د نړۍوالې محکمې د حکم پر وړاندې لاریون ته اړ کړل.

سره له دې چې طالبان ښځو ته په لاريونونو کې د ګډون اجازه نه ورکوي، خو په باميانو ولایت کې د خلکو له ګڼې ګوڼې وړاندې سيمه ييزو طالب چارواکو يو شمېر ښځې دې ته اړ کړې. چې د ملا هبت الله اخوندزاده په ملاتړ لاريون وکړي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې په بامیانو کې د طالبانو والي او د دغې ډلې د استخباراتو مشر عبدالله سرحدي د دغه ولایت یو شمېر شیعه وګړي د جرمونو نړۍوالې محکمې د پرېکړې پر ضد لاریون ته اړ کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو والي په شخصي توګه له یو شمېر خلکو وغوښتل چې په لاريون کې ګډون وکړي.

د جرمونو د نړۍوالې محکمې لوی څارنوال په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د دې ډلې د مشر قاضي عبدالحکیم حقاني د بشري ضد جرمونو او له ښځو سره د سیستماتیک ظلم په تور د نیولو د حکم د صادرولو غوښتنه وکړه.

افغانستان انټرنشنل ته د ورکړل شویو انځورونو له مخې، یو شمېر کسانو د بامیان په مرکز الکین څلور لار کې په دې اړه لاریون وکړ.

طالبانو هم ځینې ښځې مجبورې کړې، چې له نارینه وو څخه لرې ځایونو کې لاریون وکړي. انځورونه ښيي، چې په لاريون کې يو شمېر مېرمنو چې ځينې يې ماشومان دي، برخه اخيستې وه.

د لاریون کوونکو له ډلې څخه یوې حیسنه احمدي د جرمونو نړۍوالې محکمې غوښتنه غیر قانوني او غیر عادلانه وبلله او ویې ویل: «موږ به هېچا او هېڅ هېواد ته اجازه ورنکړو، چې زموږ په دین او عقایدو کې لاسوهنه وکړي.

100%

يوې سرچينې زياته کړه، چې د طالبانو د پوهنې رييس ښځينه ښوونکو ته ګواښ کړى، چې که په لاريون کې ګډون ونه کړي، مياشتني معاشونه به ورنه کړي.

د جرمونو د نړۍوالې محکمې د غوښتنې په ځواب کې طالب چارواکي هڅه کوي، چې د منظمو لاریونونو په کولو سره له دغه اقدام سره خپل مخالفت څرګند کړي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملا هبت الله او عبدالحکیم حقاني د نیولو په اړه د محکمې غوښتنه غیر عادلانه، سیاسي او د بې پرې معیارونو خلاف بللې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې غوښتنې بیا د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او د بشري حقونو د مدافعینو له خوا په پراخه کچه له هر کلي سره مخ شوې ده.

د ښځو او بشري حقونو سازمانونو د جرمونو له نړۍوالې محکمې غوښتي، چې د لوی څارنوال غوښتنه ومني او د طالب مشرانو د نیولو امر صادر کړي.

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو سربېره، په بامیان کې د ښځو د لاریونونو په ګډون، د ښځو اعتراضونه په زور بند کړي دي.