تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملا هبت الله او عبدالحکیم حقاني د نیولو په اړه د محکمې غوښتنه غیر عادلانه، سیاسي او د بې پرې معیارونو خلاف بللې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې غوښتنې بیا د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او د بشري حقونو د مدافعینو له خوا په پراخه کچه له هر کلي سره مخ شوې ده.
د ښځو او بشري حقونو سازمانونو د جرمونو له نړۍوالې محکمې غوښتي، چې د لوی څارنوال غوښتنه ومني او د طالب مشرانو د نیولو امر صادر کړي.
دغه اېتلاف له جنايي محکمې هم غوښتي، چې د طالبانو د مشرانو د نيولو حکم دې ژر تر ژره تاييد کړي.
د افغانستان د بشري حقونو او ډېموکراسۍ سازمان هم په یوه بیان کې وویل، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې پرېکړه د عدالت د پلي کېدو په ځانګړي ډول د زیان منونکو ډلو، ښځو، نجونو او د ال جي بي ټي کیو ټولنې لپاره خورا حیاتي ده.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې له کلونو انتظار وروسته دا لومړی ځل دی، چې د بشري حقونو د سرغړونو او د بشریت ضد جرمونو له امله د طالب مشرانو د نیولو حکم صادر شوی دی.
د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي به ډېر ژر د یوه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي.
د ایران مشرق ورځپاڼه وايي، چې دا به د طالبانو د نوي حکومت له پیل راهیسې کابل ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په کچه لومړنی سفر وي. په دغه یو ورځني سفر کې به دواړه اړخونه د یو بل د علاقې او اندېښنې وړ موضوعات وڅېړي.
ورځپاڼه وايي، د عراقچي دا سفر د طالبانو او ایران لپاره له ګڼو اړخونو ارزښت لري ځکه د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې دا لومړنی ځل دی چې ایرانی اړخ په دې کچه سفر کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دغه سفر کې به د نورو وزارتونو استازي، یو اقتصادي او تجارتي پلاوی هم شامل وي. دا څرګندوي چې ایران غواړي له طالبانو سره په ټولو برخو کې اړیکې پراخې کړي.
د کابل او تهران ترمنځ پخواني سفرونه
له دې وړاندې د طالبانو چارواکو په سیاسي او اقتصادي کچه ایران ته سفرونه کړي، چې د رییس الوزرا مرستیالان، وزیران او نور لوړپوړي چارواکي پکې شامل وو.
له بل اړخه، ایراني چارواکو هم د وزیرانو او د قضایه قوې د مرستیالانو په کچه افغانستان ته سفرونه کړي دي خو د عراقچي سفر په دې اړه ځانګړی دی چې دا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په کچه لومړنی رسمي سفر دی.