• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د ځینو حکومتي ادارو ماموران وايي چې معاشونه په ځنډ او خنډ ورکول کیږي

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۰

د طالبانو د حکومت یو شمېر مامورانو د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو تر اوسه دوی ته د تلې او لړم میاشتو معاشونه نه دي ورکړي.د معاشونو ځنډ د حکومتي ادارو کارکوونکي اندیښمن کړي، خو د طالبانو مالیې وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له کابل څخه یوه ښوونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو مالیې وزارت د ښوونځیو د رخصتیو په جریان کې د ښوونکو د معاشونو د لغو کولو پلان په پام کې لري. د ښوونکي په وینا، ښايي طالبان په دې موده کې د ښوونکو معاشونه لغو کړي.

خو تر اوسه د طالبانو پوهنې وزارت د ښوونځیو د رخصتیو پر مهال د معاشونو لغو کول نه دي تایید کړي.

په ورته وخت کې د مالیې وزارت یوه کارکوونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له بریا وروسته، طالبانو د امریکا د مرستو د بندېدو احتمال اټکل وکړ او له همدې امله یې د بودیجې په لګولو کې احتیاطي تدابیر ونیول.

د طالبانو د مالیې وزارت دغه کارکوونکی زیاتوي، چې د ځینو دولتي څانګو کارکوونکو ته د معاشونو په ورکولو کې ځنډ او خنډ د همدغو اقداماتو له امله دي.

خو بل خوا حکومتي کارکوونکي اندېښمن دي، چې د بودجې کسر او د معاشونو ځنډېدل به د دوی په ورځني ژوند کې اقتصادي ستونزې ډېرې کړي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل له دې وړاندې هغه راپورونه رد کړي، چې ګنې طالبان د معاشونو ورکولو توان نه لري.

حقمل ټینګار کړی چې «ټول دولتي عادي او پرمختیایي لګښتونه له پلان سره سم او په منظم ډول ورکول کیږي».

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په کندهار کې؛ طالبانو په ټولنیزو شبکو کې د ډالرو پر بیو ټاکلو او پېر او پلور بندیز لګولی

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۴ GMT+۰

د ډالرو د لوړېدو له وېرې طالبانو په کندهار کې صرافانو ته خبرداری ورکړی چې په ټولنیزو شبکو کې د ډالرو له نرخ ټاکنې او پېر او پلور ډډه وکړي.

د کندهار ښار د صرافي او پولي خدمتونو اتحادیې د مکتوب یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې ده، چې د کندهار د صرافانو اتحادیې رییس پکې د ولایت له صرافانو غوښتي، چې د ټولنیزو شبکو په چت ګروپونو کې د ډالرو په تړاو نرخ ورکول او پیر او پلور باید ودرول شي.

100%

په دغه مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې له یاد حکم هر ډول سرغړونه به وڅارل شي او مرتکبان به یې عدالت ته وسپارل شي.

د افغانستان په بازارونو کې د یوه امریکایي ډالر ارزښت نږدې ۸۰ افغانیو ته رسیدلی دی. طالبانو د تبادلې نرخ کنټرولولو لپاره د ډالرو د صرافۍ بازار تړلی دی.

په ورته وخت کې، د افغانستان بانک یوه چارواکي په یوه غږیز پیغام کې د سرای شهزاده پر صرافانو غږ کړی، چې د ډالرو له اخیستلو او پلورلو ډډه وکړي.

هغه خبرداری ورکړی، چې د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره جدي چلند وشي.
د طالبانو دا کړنې په داسې وخت کې دي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې له مصر او اسراییل پرته یې نورو هېوادونو ته بهرنۍ مرستې ځنډولې دي.

په کابل کې ځینو اقتصادي کارپوهانو او صرافانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې له افغانستان سره د مالي مرستو د بندولو په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ د افغانۍ پر ارزښت منفي اغېز کړی.

د ټرمپ له ګواښ وروسته د افغانۍ پر وړاندې د یوه ډالر ارزښت لس افغانۍ لوړ شوی دی.

تخار کې د طالبانو د والي دفتر پر وړاندې نننۍ چاودنه کې یو تن وژل شوی

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۶ GMT+۰

د تخار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومانداني د شنبې په ورځ شاوخوا ۳:۰۰ بجې په تالقان ښار کې چاودنه تایید کړه. په خبرپاڼه کې ویل شوي یو تن چې هڅه یې کوله د طالبانو په رینجر پورې مقناطیسي ماین ونښلولي د خپل ماین ښکار شوی.

د تخار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندان وژل شوی کس غلام محمد یاد کړی، چې د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ اوسیدونکی و.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې پېښه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی، خو د طالبانو موټر "په جزوي ډول وېجاړ شوی".

د تالقان ښار اوسیدونکو مخکې له دې په تخار ولایت کې د طالبانو د والي دفتر ته نږدې د چاودنې رپوټ ورکړی و.

د افغانستان انټرنشنل له خوا ترلاسه شوي زړه بوږنوونکي انځورونه د یوه تن نیمایي جسد ښیي چې د طالبانو د رینجر تر څنګ پروت دی.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

مشرق ورځپاڼه:د ایران د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د « همکاریو پر جامع سند» غږیږي

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۴۳ GMT+۰

د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي به ډېر ژر د یوه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي.

د ایران مشرق ورځپاڼه وايي، چې دا به د طالبانو د نوي حکومت له پیل راهیسې کابل ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په کچه لومړنی سفر وي. په دغه یو ورځني سفر کې به دواړه اړخونه د یو بل د علاقې او اندېښنې وړ موضوعات وڅېړي.

ورځپاڼه وايي، د عراقچي دا سفر د طالبانو او ایران لپاره له ګڼو اړخونو ارزښت لري ځکه د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې دا لومړنی ځل دی چې ایرانی اړخ په دې کچه سفر کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دغه سفر کې به د نورو وزارتونو استازي، یو اقتصادي او تجارتي پلاوی هم شامل وي. دا څرګندوي چې ایران غواړي له طالبانو سره په ټولو برخو کې اړیکې پراخې کړي.

د کابل او تهران ترمنځ پخواني سفرونه

له دې وړاندې د طالبانو چارواکو په سیاسي او اقتصادي کچه ایران ته سفرونه کړي، چې د رییس الوزرا مرستیالان، وزیران او نور لوړپوړي چارواکي پکې شامل وو.

له بل اړخه، ایراني چارواکو هم د وزیرانو او د قضایه قوې د مرستیالانو په کچه افغانستان ته سفرونه کړي دي خو د عراقچي سفر په دې اړه ځانګړی دی چې دا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په کچه لومړنی رسمي سفر دی.

د همکاریو جامع سند

مشرق وايي، یوه بله مهمه مساله د ایران او افغانستان ترمنځ د «جامع همکاریو سند» دی، چې پخوا پرې خبرې اترې روانې وې، خو د یوې شخړې له کبله یې پرمختګ ونه کړ. په دغه سند کې د امنیت، تجارت، اوبو، کډوالو او کلتوري-تعلیمي همکاریو په برخو کې موارد شامل وو، خو د اختلاف ټکی د دې سند په امنیتي برخه کې و.

د افغانستان [جمهوري حکومت] غوښتل چې طالبانو ته په سند کې د تروریستي ډلې په توګه اشاره وشي، خو ایران له دې سره مخالفت کړی و، ځکه هغه وخت افغان حکومت په دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرې روانې کړې وې.

مشرق د شنونکو له خولې وايي، « ایراني لوري استدلال کاوه چې تاسې ورسره په دوحه کې خبرې کوئ، د یو بل بندیان خوشي کوئ او د افغانستان د راتلونکي لپاره د خبرو اترو په متن کې یو ټول شموله حکومت موجود دی. تاسې ولې غواړئ چې موږ داسې یوه ماده لاسلیک کړو؟ ».

د اوسني وضعیت اهمیت

یاده ورځپاڼه لیکي، اوس چې ځینې هېوادونه طالبان د تروریستي ډلو له نوملړه باسي، ښه به وي چې د افغانستان اوسني چارواکي دې ټکي ته پام وکړي چې طالبان هېڅکله د ایران په ملي نوملړ کې د تروریستي ډلې په توګه نه دي شامل شوي. ورځپاڼه وايي، چې له تېر حکومت سره د همدې اختلاف له امله د دواړو هېوادونو د همکاریو جامع سند هم وځنډېد.

د عراقچي د سفر یوه مهمه موخه دا ښکاري چې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر جامع سند خبرې بیا پیل شي.

د ورځپاڼې په باور، دا سند نه یوازې د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې کولی شي، بلکې د افغانستان د نوي حکومت [طالبانو] په رسمیت پېژندلو برخه کې هم مرسته کولی شي.

اتمر طالبانو ته؛ د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیزئ او د خلکو له حقونو سرغړونې مه کوئ

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۳۸ GMT+۰

حنیف اتمر وايي، د دې وخت رارسیدلی، چې طالبان د افغانانو، اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې غږ واوري، د خلکو له حقونو او ازادیو سرغړونې ودروي او د افغان نجونو او ښځو لپاره د زده کړو او کار دروازې پرانیزي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر د زده کړو نړیوالې ورځې ته په اشاره پر خپل اېکس لیکلي، چې طالبانو د افغانستان د خلګو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د زده کړو بنسټیز حق اخیستی دی.

د نوموړي په خبره، د طالبانو دا کړنه له اسلامي اصولو، د افغانستان نړیوالو ژمنو او مسوولیتونو او ​​فکري پرمختګ په برخه کې د افغانستان له تاریخ سره په ټکر کې ده نوموړی وايي، « تېره میاشت د پاکستان په پلازمېنه کې د اسلامي سازمان په غونډه کې د اسلامي نړۍ استازو په ګډه اعلان وکړ چې د طالبانو له لوري له زده کړو د نجونو او ښځو د محرومولو پالیسي د اسلامي اصولو خلاف ده.»

نوموړی وايي، سربیره پردې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د هغې ځانګړي راپور ورکوونکي په دوامداره توګه د طالبانو دا پالیسي له بشري حقونو څخه د نه منلو وړ سرغړونه بللې او د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال د طالبانو د هغو مشرانو د نیولو غوښتنه کړې، چې د یادې پالیسۍ په جوړولو کې مهم رولري؛ اوس یې وخت دی، چې طالبان د افغانانو، اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې غږ واوري.

نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې د خلکو له حقونو او ازادیو سرغړونې ودروي او د افغان نجونو او ښځو لپاره د زده کړې او کار دروازې پرانیزي.

حنیف اتمر پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د طالبانو له لوري د بشریت ضد کړنو په اړه قانوني ګام پورته کړي او د یوې بین الافغاني موافقې د ترلاسه کولو لپاره د یوې نړیوالې سیاسي پروسې ملاتړ وکړي.

د مالي مرستو بندول؛ طالبانو ته د ټرمپ وروستي ګواښ د افغانۍ پر ارزښت منفي اغیز کړی

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۷ GMT+۰

په کابل کې ځېنو اقتصادي کارپوهانو او صرافانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې له افغانستان سره د مالي مرستو د بندولو په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ د افغانۍ پر ارزښت منفي اغېز کړی. د ټرمپ له ګواښ وروسته د افغانۍ پر وړاندې د یوه ډالر ارزښت لس افغانۍ لوړ شوی دی.

د کابل په سرای شهزاده کې ځینو صرافانو نن شنبه «د سلواغې ۶مه» افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې نن په کابل کې یو ډالر شاوخوا په ۸۰ افغانۍ تبادله شوی دی.

صرافان وايي، چې د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د وسلو نه سپارنې په صورت کې پر افغانستان د مرستو د بندولو له ګواښ نه وړاندې یو امریکايي ډالر په شاوخوا ۶۹ افغانۍ تبادله کېده.

د کابل په سرای شهزاده کې یوه صراف وویل:« احتمال شته سبا ډالر په ډېرې چټکۍ سره نور هم لوړ شي او افغانۍ نور هم خپل ارزښت له لاسه ورکړي.»

صرافان ټینکار کوي، چې له هېواد څخه د ډالرو قاچاق هم د ډالرو په مقابل کې د افغانۍ ثبات زیانمن کړی.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د خپلې لوړې له مراسمو یوه ورځ وړاندې وویل چې که طالبان په افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې او وسایل ور نه کړي نو مالي مرستې به ورباندې ودروي.

ټرمپ ویلي و، «موږ هر کال میلیاردونه ډالر ورکوو خو دوی باید پوه شي، چې تر هغه نورې پیسې نه ورکوو څو زموږ پوځي وسایل بېرته راته ونه سپاري.»

ځینو اقتصادي کارپوهانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ټرمپ له دغه ګواښ وروسته د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو په مقابل کې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. د اقتصادي کارپوهانو په باور، د افغانۍ ثبات د امریکا په نغدي مرستو پورې تړلی دی او ددې مرستو په بندېدو سره افغانۍ اغیزمنیږي.

اقتصادي کارپوه زلمي عظیمي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو له خوا د ډالرو لېلام نه شي کولی افغانۍ ثابته وساتي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک نن شنبه د افغانۍ د ثبات په برخه کې یوه اعلامیه خپره کړې ده.

دافغانستان بانک په اعلامیه کې راغلي چې د بیو د ثبات او د اسعارو د تبادلې نرخ ساتنه ددغه بانک له اساسي موخو دي او دوی به د تېر په څېر د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.

د افغانستان بانک په اعلامیه کې راغلي:« په پولي بازارانو کې نوسانونه د نورو هېوادونو په څېر طبیعي او معمول اقتصادي حالت دی، نو ګرانو هېوادوالو ته اړتیا نشته چې له دې پلوه اندېښنه وکړي».

دغه بانک ډاډ ورکړی چې کافي مالي سرچینې په واک کې لري او د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړین ګامونه اخلي.

خو د شنونکو په باور، که امریکايي مرستې، چې په ډالر ورکول کیږي، بندې شي د افغانستان بانک د ډالرو زیرمې به دا توان ونه لري، چې هره اونۍ د افغانۍ د ثبات لپاره ډالر لیلام ته وړاندې کړي.

طالبانو ویلي، چې د اسعارو بازارونه یې تر څار لاندې دي او د هغو کسانو پر ضد به اقدام وکړي چې له وضعیت نه د ناوړه ګټې اخیستنې هڅه کوي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک دوه ورځې وړاندې ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر په بازار کې لېلام کړل.