• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مالي مرستو بندول؛ طالبانو ته د ټرمپ وروستي ګواښ د افغانۍ پر ارزښت منفي اغیز کړی

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۱۲ GMT+۰

په کابل کې ځېنو اقتصادي کارپوهانو او صرافانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې له افغانستان سره د مالي مرستو د بندولو په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ د افغانۍ پر ارزښت منفي اغېز کړی. د ټرمپ له ګواښ وروسته د افغانۍ پر وړاندې د یوه ډالر ارزښت لس افغانۍ لوړ شوی دی.

د کابل په سرای شهزاده کې ځینو صرافانو نن شنبه «د سلواغې ۶مه» افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې نن په کابل کې یو ډالر شاوخوا په ۸۰ افغانۍ تبادله شوی دی.

صرافان وايي، چې د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د وسلو نه سپارنې په صورت کې پر افغانستان د مرستو د بندولو له ګواښ نه وړاندې یو امریکايي ډالر په شاوخوا ۶۹ افغانۍ تبادله کېده.

د کابل په سرای شهزاده کې یوه صراف وویل:« احتمال شته سبا ډالر په ډېرې چټکۍ سره نور هم لوړ شي او افغانۍ نور هم خپل ارزښت له لاسه ورکړي.»

صرافان ټینکار کوي، چې له هېواد څخه د ډالرو قاچاق هم د ډالرو په مقابل کې د افغانۍ ثبات زیانمن کړی.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د خپلې لوړې له مراسمو یوه ورځ وړاندې وویل چې که طالبان په افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې او وسایل ور نه کړي نو مالي مرستې به ورباندې ودروي.

ټرمپ ویلي و، «موږ هر کال میلیاردونه ډالر ورکوو خو دوی باید پوه شي، چې تر هغه نورې پیسې نه ورکوو څو زموږ پوځي وسایل بېرته راته ونه سپاري.»

ځینو اقتصادي کارپوهانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ټرمپ له دغه ګواښ وروسته د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو په مقابل کې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. د اقتصادي کارپوهانو په باور، د افغانۍ ثبات د امریکا په نغدي مرستو پورې تړلی دی او ددې مرستو په بندېدو سره افغانۍ اغیزمنیږي.

اقتصادي کارپوه زلمي عظیمي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو له خوا د ډالرو لېلام نه شي کولی افغانۍ ثابته وساتي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک نن شنبه د افغانۍ د ثبات په برخه کې یوه اعلامیه خپره کړې ده.

دافغانستان بانک په اعلامیه کې راغلي چې د بیو د ثبات او د اسعارو د تبادلې نرخ ساتنه ددغه بانک له اساسي موخو دي او دوی به د تېر په څېر د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.

د افغانستان بانک په اعلامیه کې راغلي:« په پولي بازارانو کې نوسانونه د نورو هېوادونو په څېر طبیعي او معمول اقتصادي حالت دی، نو ګرانو هېوادوالو ته اړتیا نشته چې له دې پلوه اندېښنه وکړي».

دغه بانک ډاډ ورکړی چې کافي مالي سرچینې په واک کې لري او د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړین ګامونه اخلي.

خو د شنونکو په باور، که امریکايي مرستې، چې په ډالر ورکول کیږي، بندې شي د افغانستان بانک د ډالرو زیرمې به دا توان ونه لري، چې هره اونۍ د افغانۍ د ثبات لپاره ډالر لیلام ته وړاندې کړي.

طالبانو ویلي، چې د اسعارو بازارونه یې تر څار لاندې دي او د هغو کسانو پر ضد به اقدام وکړي چې له وضعیت نه د ناوړه ګټې اخیستنې هڅه کوي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک دوه ورځې وړاندې ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر په بازار کې لېلام کړل.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په غور کې یو ښوونیز مرکز بند کړ او د یوې ښځې په ګډون یې څلور ښوونکي ونیول

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۲۱ GMT+۰

سیمه ییزو سرچینو راپور ورکړ، چې طالبانو د شنبې په ورځ د غور ولایت په لعل و سر جنګل ولسوالۍ کې د «افق» په نوم یو ښوونيز مرکز ځکه وتاړه، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته تدریس پکې کېده. د سرچینو په وینا، طالبانو د دغه ښوونځي څلور ښوونکي هم نیولي دي.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې طالبان د شنبې په ورځ د افق ښوونيز مرکز ته ننوتل او د زده کوونکو په وهلو او د ښوونکو په نیولو یې پیل وکړ.

له څلورو نیول شویو کسانو څخه یې یوه ښځینه ښوونکې او یو د افق ښوونيز مرکز مدير دی.

په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې افق ښوونيز مرکز نارینه او ښځینه زده کونکو ته انګلیسي ژبه تدریس کوله.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چین د اقتصادي دهليز تړون یو کال نور وغځېد

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي، چې د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چین ترمنځ د څلور اړخيزه اقتصادي دهليز تړون د ۲۰۲۵ کال لپاره هم وغځول شو. طالبانو ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او چين ترمنځ ريلي دهليز له لارې څلور زره او ۲۰۰ کانټينره انتقالات شوي.

د طالبانو ټولګټو وزارت د شنبې په ورځ وویل، چې د دغه وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده ازبکستان ته د سفر پر مهال دغه تړون د یو بل کال لپاره هم لاسلیک کړ.

دغه اقتصادي دهلیز تړون په ۲۰۲۲ کال کې د څلورو هېوادونو له خوا جوړ او تړون یې لاسلیک شو.

یاد دهلیز له چين – قرغیزستان – ازبکستان څخه په تېرېدو په افغانستان کې د حیرتان -مزار شریف اوسپنيزې کرښې سره وصل دی.

طالبانو ویلي، چې له همدې لارې به په ريلي انتقالاتو کې د پام وړ زياتوالی راشي.

د جرمني په بادن وورتمبرګ کې تر ۹۰ ډېر افغان او سوریايي وګړي د شړلو وړ پېژندل شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۰۸ GMT+۰

د جرمني په بادن وورتمبرګ ایالت کې چارواکي وايي، ۹۰ افغان او سوریايي وګړي د جرمونو له امله د شړلو وړ ګڼل شوي، خو په اخراج کې یې فدرالي حکومت ناغیړي کوي. جدي مجرمان ډېری د ګامبیا، ترکیې، پاکستان، سوریې او عراق دي.

د جرمني خبري اژانس (dpa) د رپوټ له مخې، ډېری دغه کسان لا هم د خپلې سزا پاتې برخه په بند کې تېروي او ځینې یې بېرته خوشي شوي دي. اوس مهال د افغانستان او سوریې تر ۹۰ زیات «جدي مجرمان» د جرمني په جنوب لویدیز کې ژوند کوي.

د بادن وورتمبرګ ایالتي حکومت په نظر، دغه کسان د ایستلو لپاره مناسب دي.

په شتوتګارت کې د ایالتي حکومت مرستیال زیګفراید لوریک وویل، « دغه کسان باید هیواد پرېږدي او کولای شي ووځي. د دوی لپاره هیڅ بندیز نشته، خو فدرالي حکومت وروستۍ او اړینه پریکړه نه کوي».

نوموړي وویل، چې په دې کسانو کې یو شمېر یې ازاد دي:« که دغسې کس کوم جرم وکړي، نو بیا به ټول پوښتي چې ولې موږ هغه بندي کړی نه و؟».

خو دغسې بند یوازې هغه وخت پلی کېدای شي چې د ایستلو لپاره مشخصه لاره موجوده وي، چې اوس مهال نشته.

تر اوسه پورې سوریې او افغانستان ته د اخراج الوتنې د فدرالي حکومت د امنیتي اندېښنو له امله نه دي ترسره شوې.

د بادن وورتمبرګ د ایالتي حکومت مرستیال وویل، په جنوب لویدیز کې د لسګونو جدي مجرمینو په اړه د مهاجرت او کډوالو فدرالي دفتر یا بامف هېڅ بندیز نه دی لګولی.

د ډي پي اې د رپوټ له مخې، دغه تر ۹۰ زیات «جدي مجرمان» د هغو ګڼ شمېر قضیو برخه دي چې په بادن وورتمبرګ کې په خطرناکو بهرنیانو پورې اړوند اداره یې مدیریت کوي.

په تېرو اوو کلونو کې دې ادارې د بادن وورتمبرګ د متخصصینو په هڅو سره ۴۹۶ بهرني مجرمین او نور جدي مجرمان شړلي دي.

زیګفراید لوریک وايي، ټول هغه کسان چې شړل شوي دي، د ایستلو وړ او خطرناک ګڼل شوي وو.

د کډوالو د هویت ستونزې

په شتوتګارټ کې ځانګړې اداره د څوځله او جدي مجرمانو د ایستلو قضیې څېړي. ډېری یې د ګامبیا، ترکیې، پاکستان، سوریې او عراق په څېر هېوادونو دي. دغه اداره د هغو بهرنیانو څارنه هم کوي چې باید ووځي خو قصداً قوانین ماتوي او له ټولنې سره د ادغام وړ نه ګڼل کېږي.

د یادو کسانو د هویت او تابعیت ستونزې د ځانګړې ادارې لپاره لوی سرخوږ ګرځېدلي.

د بادن وورتمبرګ په ۲۳۴۸۷ کسانو کې چې د ایستلو پرېکړه یې موقتي ځنډول شوې، ۵۲۹۳ کسانو اسناد نه درلودل او ۲۲۷۸ نورو په خپل هویت کې دروغ ویلي یا له وضاحت سره یې مرسته نه ده کړې.

د یاد ایالت د عدلیې وزارت ډي پي اې ته وویل: «په نږدې درېیمه برخه قضیو کې نامعلوم هویت د ایستلو موقتي ځنډېدو سبب و».

د ایالت چارواکي وايي، چې ګامبیا په دوامداره توګه د خپلو اتباعو له منلو انکار کوي.

افغانستان ته د یوې بلې الوتنې تیاری

د جرمني حکومت پلان لري چې د فبرورۍ پر۲۳مه له پارلماني ټاکنو مخکې افغانستان ته یوه ډله نور « مجرمان» واستوي. زود دویچه څایتونګ وايي، د کورنیو چارو وزیره نانسي فیزر دمګړۍ یوې بلې الوتنې ته تیاری نیسي.

حکومت تایید کړې چې د راتلونکو شپږو اونیو په اوږدو کې (د فبروري تر ۲۲مې) افغانستان ته لږ تر لږه یو ډله ییز اخراج ترسره کیږي.

دغه خبرې د بایرن یوې ادارې په یوه لیک کې یادې کړې دي. د رپوټ له مخې، دې ادارې په همدغه دلیل د جنورۍ په پیل کې یوې محکمې ته د اخراج د مخنیوي غوښتنلیک وړاندې کړی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر ویاند وویل: « حکومت په کلکه هڅه کوي له یو سیمه‌ییز کلیدي شریک سره د دې پروسې د ترسره کولو زمینه برابره کړي»، خو وزارت وویل چې دا پلان د ټاکنو له نېټې سره تړاو نه لري.

وزارت زیاته کړې چې د شړلو پروسې یوازې هغه مهال ترسره کېږي، چې ټول قانوني، عملي او لوژستیکي شرایط برابر شي.

د چړو بریدونو پر افغانانو کړۍ راتنګه کړې

د کډوالۍ ضد بحثونه او د اخراج غوښتنې د جرمني د اشفنبورګ د چړې له برید وروسته بېرته تاوده شوي.

په دغه برید کې یوه ۲۸ کلن افغان کس یو دوه کلن ماشوم او یو ۴۱ کلن نارینه ووژل او نور یې ټپیان کړل. یاد کس لا له وړاندې په رواني ستونزو اخته ګڼل شوی.

دې پېښې د اخراج د سختولو لپاره غوښتنې زیاتې کړې دي. منتقدان وايي، که له دغو پېښو وروسته اقدام ونه شي، نو ښایي نورې غمیزې رامنځته شي.

د جرمني د ټاکنو مخکښ نوماند فریدریش مېرڅ له دې پېښې وروسته د کډوالۍ خلاف خپل دریځ سخت کړی او شنونکي وايي، چې په دې برخه کې یې له ښي اړخي ګوند اې ایف ډې سره پولې ماتې کړې دي.

مېرڅ له دې پېښې وروسته وویل، چې که د صدراعظم په توګه وټاکل شي نو د خپلې دندې په لومړۍ ورځ به د جرمني ټولې پولې تر دایمي کنټرول لاندې راولي. هغه دا هم وویل چې د دې پالیسۍ هدف دا دی چې د کډوالو د ناقانونه ننوتلو مخنیوی وشي، حتا که هغوی د پناه غوښتنې حق هم ولري.

اسلام اباد کې د امریکا د انتقال پروګرام ګډوالې مېرمنې؛ افغانستان ته تګ د مرګ په معنا دی

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۴۲ GMT+۰

د پاکستان پلازمینه اسلام ‌اباد کې مېشت افغان کډوالو مېرمنو، چې امریکا ته د انتقال په تمه دي د متحده ایالاتو د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر پرېکړه اعتراضیه غونډه وکړه او له نوموړي یې وغوښتل چې د امریکا له حکومت سره د دوی د کړي خدمت نتیجه باید دا نه وي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ نوی فرمان لاسلیک کړی، چې له مخې دغه هېواد ته د ټولو پناه غوښتونکو او کډوالو سفر او د نویو کډوالو چارو ته د رسېدو حالت وځنډېده.

په همدې موخه په اسلام اباد کې جوړه شوې اعتراضیه غونډه کې له مېرمنو سره د دوی ماشومانو هم شتون درلود او له ډونالډ ټرمپ یې وغوښتل چې په خپله پرېکړه له سره غور وکړي او د انتقال پروسه پېل کړي.

د څانګې په نامه د غونډې یوې ګډونوالې افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: «زه درې ماشومان لرم او له ډېر بد حال سره ژوند کوم، ډېر ټېټ کېفیت غذا ماشومانو ته ورکوو، هغه وېزې چې د شپږو میاشتو لپاره اخیستل کېدې اوس یوې میاشتې ته راغلي، نه د وېزې توان پاتې دی، نه د خوراکي توکو او نه هم د کور د کرایې، خواهش کوم د امریکا له حکومت نه چې نور مو له دې بد حالت نه وباسي.»

نوموړې زیاته کړه، له کومې نېټې چې دا خبر خپور شوی هېڅ کورنۍ ښه حالت نه لري.

یو بله کډواله شریفه ارمان وایي: «د طالبانو له راتګ وروسته د ګواښ له امله پاکستان ته راغلو، موقتي دلته اوسېږو او دې ته منتظر یو چې د امریکا له پاره کېس مو بشپړ شي او لاړ شو، خو له کومې شېبې د نوې پرېکړې په اړه خبر شوي یوو نو شاک کې یوو، بېرته وطن ته تګ زموږ د مرګ په مانا دی، زموږ کارونه په ورستیو شېبو کې دي او دا زموږ حق دی چې د امریکا حکومت موږ له دې حالت وژغوري.»

شریفه وایي، چې زموږ کېسونه ورستیو مرحلو کې دي او زیات شمېر کورنۍ د پرواز منتظره وې چې د امریکا د حکومت له خوا د ګډوالۍ د پروسې د ځنډېدو پرېکړه یې واورېده.

یو بله مېرمن چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: «موږ په تمه وو چې نوی رییس جمهور د افغانانو په ګټه دی خو چې راغی نو زموږ په اړه یې تر ټولو بد خبر درلود، ټول مایوسه دي، موږ د امریکا له حکومت غواړو چې زموږ کارونه بشپړ کړي او انتقال مو کړي.»

دغه کډوال وايي، چې افغانستان ته بېرته نه شي ستنېدای او په پاکستان کې هم له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

یاده دې وي چې د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري متحده ایالاتو ته د کډوالو پروګرام لغو کېدو له کبله د هغو افغان کډوالو الوتنې هم لغو شوې دي، چې د امریکا حکومت دغه هېواد ته د تلو اجازه ورکړې وه.

د راپورونو له مخې لسګونه زره افغانان چې امریکا ته د انتقال په مختلفو پروګرامونو پي ۱، پي ۲ او سپانسر کې شامل وو د امریکا د نوي ولسمشر له خوا د کډوالو د راوستلو د پروګرام لغو کیدو له امله بې برښلیک شوي دي.

ویل کیږي چې متحده ایالاتو ته د انتقال له پروګرامونو یوازې ایس ایې وي یا ځانګړې ویزو پروګرام نه دی لغوه شوی.

کابل کې د سعودي سفارت: د طالبانو له حکومت سره د اقتصادي اړېکو پراخول غواړو

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۴۱ GMT+۰

په کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمي د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري سره په لېدنه کې ویلي چې هېواد یې د طالبانو له حکومت سره په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې اړېکې پراخول غواړي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د کار او ټولنېزو چارو وزارت ویاند سمیع ابراهیمي له قوله لیکي، چې ددغه وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري د سعودي له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره په خپل دفتر کې لیدلي او په دوه اړخېزه همکارۍ یې خبرې کړي دي.

د ابراهیمي په وینا په دغه ناسته کې فیصل بن طلق البقمي سره په سعودي عربستان کې د ميشتو افغان کارګرانو د ستونزو او ننګونو په هکله هم خبرې شوي.

په دغه کتنه کې عمري د سعودي عربستان له سفير څخه غوښتنه کړې، چې هغه هېواد ته د افغاني کرنيزو محصولاتو او ميوو په مخامخ صادراتو کې هڅې وکړي.

د سعودي سفیر وویل، چې هېواد یې د طالبانو حکومت سره په اقتصادي، سوداګريزو او سياسي ډګرونو کې اړیکې پراخول غواړي او همدا راز په سعودي کې د افغان کارګرانو پر وړاندې ننګونې حل کړي.

سعودي عربستان د تېر کال په وروستۍ میاشت کې په کابل کې د خپل سفارت چارې بیا پېل کړې، سفارت په خپله اېکس پاڼې کاږلي و، چې د سفارت د چارو پېل کولو موخه یې افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې د خدمتونو وړاندې کول دي.