په کندهار کې؛ طالبانو په ټولنیزو شبکو کې د ډالرو پر بیو ټاکلو او پېر او پلور بندیز لګولی

د ډالرو د لوړېدو له وېرې طالبانو په کندهار کې صرافانو ته خبرداری ورکړی چې په ټولنیزو شبکو کې د ډالرو له نرخ ټاکنې او پېر او پلور ډډه وکړي.

د ډالرو د لوړېدو له وېرې طالبانو په کندهار کې صرافانو ته خبرداری ورکړی چې په ټولنیزو شبکو کې د ډالرو له نرخ ټاکنې او پېر او پلور ډډه وکړي.
د کندهار ښار د صرافي او پولي خدمتونو اتحادیې د مکتوب یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې ده، چې د کندهار د صرافانو اتحادیې رییس پکې د ولایت له صرافانو غوښتي، چې د ټولنیزو شبکو په چت ګروپونو کې د ډالرو په تړاو نرخ ورکول او پیر او پلور باید ودرول شي.

په دغه مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې له یاد حکم هر ډول سرغړونه به وڅارل شي او مرتکبان به یې عدالت ته وسپارل شي.
د افغانستان په بازارونو کې د یوه امریکایي ډالر ارزښت نږدې ۸۰ افغانیو ته رسیدلی دی. طالبانو د تبادلې نرخ کنټرولولو لپاره د ډالرو د صرافۍ بازار تړلی دی.
په ورته وخت کې، د افغانستان بانک یوه چارواکي په یوه غږیز پیغام کې د سرای شهزاده پر صرافانو غږ کړی، چې د ډالرو له اخیستلو او پلورلو ډډه وکړي.
هغه خبرداری ورکړی، چې د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره جدي چلند وشي.
د طالبانو دا کړنې په داسې وخت کې دي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې له مصر او اسراییل پرته یې نورو هېوادونو ته بهرنۍ مرستې ځنډولې دي.
په کابل کې ځینو اقتصادي کارپوهانو او صرافانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې له افغانستان سره د مالي مرستو د بندولو په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ د افغانۍ پر ارزښت منفي اغېز کړی.
د ټرمپ له ګواښ وروسته د افغانۍ پر وړاندې د یوه ډالر ارزښت لس افغانۍ لوړ شوی دی.

د تخار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومانداني د شنبې په ورځ شاوخوا ۳:۰۰ بجې په تالقان ښار کې چاودنه تایید کړه. په خبرپاڼه کې ویل شوي یو تن چې هڅه یې کوله د طالبانو په رینجر پورې مقناطیسي ماین ونښلولي د خپل ماین ښکار شوی.
د تخار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندان وژل شوی کس غلام محمد یاد کړی، چې د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ اوسیدونکی و.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې پېښه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی، خو د طالبانو موټر "په جزوي ډول وېجاړ شوی".
د تالقان ښار اوسیدونکو مخکې له دې په تخار ولایت کې د طالبانو د والي دفتر ته نږدې د چاودنې رپوټ ورکړی و.
د افغانستان انټرنشنل له خوا ترلاسه شوي زړه بوږنوونکي انځورونه د یوه تن نیمایي جسد ښیي چې د طالبانو د رینجر تر څنګ پروت دی.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي به ډېر ژر د یوه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي.
د ایران مشرق ورځپاڼه وايي، چې دا به د طالبانو د نوي حکومت له پیل راهیسې کابل ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په کچه لومړنی سفر وي. په دغه یو ورځني سفر کې به دواړه اړخونه د یو بل د علاقې او اندېښنې وړ موضوعات وڅېړي.
ورځپاڼه وايي، د عراقچي دا سفر د طالبانو او ایران لپاره له ګڼو اړخونو ارزښت لري ځکه د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې دا لومړنی ځل دی چې ایرانی اړخ په دې کچه سفر کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دغه سفر کې به د نورو وزارتونو استازي، یو اقتصادي او تجارتي پلاوی هم شامل وي. دا څرګندوي چې ایران غواړي له طالبانو سره په ټولو برخو کې اړیکې پراخې کړي.
د کابل او تهران ترمنځ پخواني سفرونه
له دې وړاندې د طالبانو چارواکو په سیاسي او اقتصادي کچه ایران ته سفرونه کړي، چې د رییس الوزرا مرستیالان، وزیران او نور لوړپوړي چارواکي پکې شامل وو.
له بل اړخه، ایراني چارواکو هم د وزیرانو او د قضایه قوې د مرستیالانو په کچه افغانستان ته سفرونه کړي دي خو د عراقچي سفر په دې اړه ځانګړی دی چې دا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په کچه لومړنی رسمي سفر دی.
د همکاریو جامع سند
مشرق وايي، یوه بله مهمه مساله د ایران او افغانستان ترمنځ د «جامع همکاریو سند» دی، چې پخوا پرې خبرې اترې روانې وې، خو د یوې شخړې له کبله یې پرمختګ ونه کړ. په دغه سند کې د امنیت، تجارت، اوبو، کډوالو او کلتوري-تعلیمي همکاریو په برخو کې موارد شامل وو، خو د اختلاف ټکی د دې سند په امنیتي برخه کې و.
د افغانستان [جمهوري حکومت] غوښتل چې طالبانو ته په سند کې د تروریستي ډلې په توګه اشاره وشي، خو ایران له دې سره مخالفت کړی و، ځکه هغه وخت افغان حکومت په دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرې روانې کړې وې.
مشرق د شنونکو له خولې وايي، « ایراني لوري استدلال کاوه چې تاسې ورسره په دوحه کې خبرې کوئ، د یو بل بندیان خوشي کوئ او د افغانستان د راتلونکي لپاره د خبرو اترو په متن کې یو ټول شموله حکومت موجود دی. تاسې ولې غواړئ چې موږ داسې یوه ماده لاسلیک کړو؟ ».
د اوسني وضعیت اهمیت
یاده ورځپاڼه لیکي، اوس چې ځینې هېوادونه طالبان د تروریستي ډلو له نوملړه باسي، ښه به وي چې د افغانستان اوسني چارواکي دې ټکي ته پام وکړي چې طالبان هېڅکله د ایران په ملي نوملړ کې د تروریستي ډلې په توګه نه دي شامل شوي. ورځپاڼه وايي، چې له تېر حکومت سره د همدې اختلاف له امله د دواړو هېوادونو د همکاریو جامع سند هم وځنډېد.
د عراقچي د سفر یوه مهمه موخه دا ښکاري چې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر جامع سند خبرې بیا پیل شي.
د ورځپاڼې په باور، دا سند نه یوازې د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې کولی شي، بلکې د افغانستان د نوي حکومت [طالبانو] په رسمیت پېژندلو برخه کې هم مرسته کولی شي.

حنیف اتمر وايي، د دې وخت رارسیدلی، چې طالبان د افغانانو، اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې غږ واوري، د خلکو له حقونو او ازادیو سرغړونې ودروي او د افغان نجونو او ښځو لپاره د زده کړو او کار دروازې پرانیزي.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر د زده کړو نړیوالې ورځې ته په اشاره پر خپل اېکس لیکلي، چې طالبانو د افغانستان د خلګو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د زده کړو بنسټیز حق اخیستی دی.
د نوموړي په خبره، د طالبانو دا کړنه له اسلامي اصولو، د افغانستان نړیوالو ژمنو او مسوولیتونو او فکري پرمختګ په برخه کې د افغانستان له تاریخ سره په ټکر کې ده نوموړی وايي، « تېره میاشت د پاکستان په پلازمېنه کې د اسلامي سازمان په غونډه کې د اسلامي نړۍ استازو په ګډه اعلان وکړ چې د طالبانو له لوري له زده کړو د نجونو او ښځو د محرومولو پالیسي د اسلامي اصولو خلاف ده.»
نوموړی وايي، سربیره پردې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د هغې ځانګړي راپور ورکوونکي په دوامداره توګه د طالبانو دا پالیسي له بشري حقونو څخه د نه منلو وړ سرغړونه بللې او د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال د طالبانو د هغو مشرانو د نیولو غوښتنه کړې، چې د یادې پالیسۍ په جوړولو کې مهم رولري؛ اوس یې وخت دی، چې طالبان د افغانانو، اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې غږ واوري.
نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې د خلکو له حقونو او ازادیو سرغړونې ودروي او د افغان نجونو او ښځو لپاره د زده کړې او کار دروازې پرانیزي.
حنیف اتمر پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د طالبانو له لوري د بشریت ضد کړنو په اړه قانوني ګام پورته کړي او د یوې بین الافغاني موافقې د ترلاسه کولو لپاره د یوې نړیوالې سیاسي پروسې ملاتړ وکړي.

په کابل کې ځېنو اقتصادي کارپوهانو او صرافانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې له افغانستان سره د مالي مرستو د بندولو په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ د افغانۍ پر ارزښت منفي اغېز کړی. د ټرمپ له ګواښ وروسته د افغانۍ پر وړاندې د یوه ډالر ارزښت لس افغانۍ لوړ شوی دی.
د کابل په سرای شهزاده کې ځینو صرافانو نن شنبه «د سلواغې ۶مه» افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې نن په کابل کې یو ډالر شاوخوا په ۸۰ افغانۍ تبادله شوی دی.
صرافان وايي، چې د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د وسلو نه سپارنې په صورت کې پر افغانستان د مرستو د بندولو له ګواښ نه وړاندې یو امریکايي ډالر په شاوخوا ۶۹ افغانۍ تبادله کېده.
د کابل په سرای شهزاده کې یوه صراف وویل:« احتمال شته سبا ډالر په ډېرې چټکۍ سره نور هم لوړ شي او افغانۍ نور هم خپل ارزښت له لاسه ورکړي.»
صرافان ټینکار کوي، چې له هېواد څخه د ډالرو قاچاق هم د ډالرو په مقابل کې د افغانۍ ثبات زیانمن کړی.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د خپلې لوړې له مراسمو یوه ورځ وړاندې وویل چې که طالبان په افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې او وسایل ور نه کړي نو مالي مرستې به ورباندې ودروي.
ټرمپ ویلي و، «موږ هر کال میلیاردونه ډالر ورکوو خو دوی باید پوه شي، چې تر هغه نورې پیسې نه ورکوو څو زموږ پوځي وسایل بېرته راته ونه سپاري.»
ځینو اقتصادي کارپوهانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ټرمپ له دغه ګواښ وروسته د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو په مقابل کې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. د اقتصادي کارپوهانو په باور، د افغانۍ ثبات د امریکا په نغدي مرستو پورې تړلی دی او ددې مرستو په بندېدو سره افغانۍ اغیزمنیږي.
اقتصادي کارپوه زلمي عظیمي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو له خوا د ډالرو لېلام نه شي کولی افغانۍ ثابته وساتي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک نن شنبه د افغانۍ د ثبات په برخه کې یوه اعلامیه خپره کړې ده.
دافغانستان بانک په اعلامیه کې راغلي چې د بیو د ثبات او د اسعارو د تبادلې نرخ ساتنه ددغه بانک له اساسي موخو دي او دوی به د تېر په څېر د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.
د افغانستان بانک په اعلامیه کې راغلي:« په پولي بازارانو کې نوسانونه د نورو هېوادونو په څېر طبیعي او معمول اقتصادي حالت دی، نو ګرانو هېوادوالو ته اړتیا نشته چې له دې پلوه اندېښنه وکړي».
دغه بانک ډاډ ورکړی چې کافي مالي سرچینې په واک کې لري او د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړین ګامونه اخلي.
خو د شنونکو په باور، که امریکايي مرستې، چې په ډالر ورکول کیږي، بندې شي د افغانستان بانک د ډالرو زیرمې به دا توان ونه لري، چې هره اونۍ د افغانۍ د ثبات لپاره ډالر لیلام ته وړاندې کړي.
طالبانو ویلي، چې د اسعارو بازارونه یې تر څار لاندې دي او د هغو کسانو پر ضد به اقدام وکړي چې له وضعیت نه د ناوړه ګټې اخیستنې هڅه کوي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک دوه ورځې وړاندې ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر په بازار کې لېلام کړل.

سیمه ییزو سرچینو راپور ورکړ، چې طالبانو د شنبې په ورځ د غور ولایت په لعل و سر جنګل ولسوالۍ کې د «افق» په نوم یو ښوونيز مرکز ځکه وتاړه، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته تدریس پکې کېده. د سرچینو په وینا، طالبانو د دغه ښوونځي څلور ښوونکي هم نیولي دي.
سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې طالبان د شنبې په ورځ د افق ښوونيز مرکز ته ننوتل او د زده کوونکو په وهلو او د ښوونکو په نیولو یې پیل وکړ.
له څلورو نیول شویو کسانو څخه یې یوه ښځینه ښوونکې او یو د افق ښوونيز مرکز مدير دی.
په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې افق ښوونيز مرکز نارینه او ښځینه زده کونکو ته انګلیسي ژبه تدریس کوله.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
