ټرمپ وایي اردن او مصر باید له غزې نور فلسطینیان ومني

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړی دی چې اردن او مصر باید له غزې څخه نور فلسطینیان ومني. په غزه کې د اسراییل د پوځي بریدونو له امله یوجدي بشري ناورین رامنځته شوی او زرګونه کسان وژل شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړی دی چې اردن او مصر باید له غزې څخه نور فلسطینیان ومني. په غزه کې د اسراییل د پوځي بریدونو له امله یوجدي بشري ناورین رامنځته شوی او زرګونه کسان وژل شوي دي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، ټرمپ په دې اړه چې ایا دا یو لنډمهاله او که اوږدمهاله حل دی، وویل، « کیدای شي دواړه وي».
له دغه وړاندیز وروسته د حماس واکمنو فلسطیني جنګیالیو شکایتونه راپورته شوي.
د حماس چارواکي له غزې نه د فلسطینیانو د دایمي لرې کولو په اړه اوږد مهاله اندیښنې لري. د حماس د سیاسي دفتر غړي باسم نعیم وویل چې فلسطینیان به داسې وړاندیزونه چې ښایې د بیا رغونې په نوم وي، ونه مني، حتا که دغه وړاندیزونه په لومړي سر کې د ښه نیت په توګه وي.
ټرمپ په خپلو څرګندونو کې د اسراییل ملاتړ بیا تکرار کړ او ویې ویل چې هغه د اردن بادشاه عبدالله او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ته وړاندیز کړی چې نور فلسطینیان ومني.
ټرمپ غزه د کنډوالې په توګه یاده کړه، ځکه په دې سیمه کې د جګړې له امله پراخې ویجاړۍ شوې دي.
هغه هیله مندي وښوده، چې عربي هیوادونه به په نورو ځایونو کې د فلسطینیانو لپاره د کورونو جوړولو کې مرسته وکړي، چې هلته به شاید دوی په سوله کې ژوند وکړی.

د بیلاروس رسنیو خبر ورکړی، چې نن د (سلواغې اومه) نېټه په بیلاروس کې د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شوې او اټکل کېږي چې اوسنی ولسمشر الکساندر لوکاشینکو به د اوم ځل لپاره په پرله پسې توګه بریالی شي. دغه ټاکنې داسې مهال کېږي چې په یاد هېواد کې هېڅ ډول ټاکنیز شور نه تر سترګو کېږي.
په پلازمېنه مېنسک کې د نوماندانو لپاره د اعلانونو بیلبورډونه ډېر لږ ښکاري او ټاکنیز کمپاینونه هم خورا محدود شوي دي.
د رسنیو د راپورونو پر بنسټ رایه ورکونه نن سهار اته بجې پیل شوې او د ماښام تر اته بجو به دوام وکړي.
په ټولیز ډول ۵,۳۲۵ د رایو ورکولو مرکزونه په ټول هېواد کې فعال شوي دي. رایه ورکوونکي کولی شي د تذکرې، پاسپورټ، د موټر چلونې جواز، د تقاعد کارډ، یا د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د ځانګړي کارډ په وړاندې کولو سره خپله رایه واچوي.
هغه کسان چې د فزیکي ستونزو له امله د رایې ورکولو مرکزونو ته نه شي رسېدلای، کولای شي د نن ورځې تر مازیګر شپږ بجو پورې د خپلو کورونو مخې ته د رایې ورکولو غوښتنه ثبت کړي.
دا ټاکنې د ۲۰۲۰ کال د مخکینیو ټاکنو ښکار چې اوسنی ولسمشر لوکاشینکو په کې د ۸۰ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره بریالی اعلان شو.
د تېرو ټاکنو پایله د پراخو لاریونونو او د درغلۍ تورونو سره مل وه، چې په پایله کې یې مخالفین سخت وځپل شول او لسګونه زره کسان ونیول شول.
اروپايي رسنۍ وایي، په داسې حال کې چې د لوکاشینکو اوسنی دوره تر اوړي دوام لري، هغه پرېکړه وکړه چې ټاکنې له اګست څخه جنورۍ ته راولي.
د جنورۍ د سختو یخنیو په حالاتو کې دا پرېکړه داسې ښکاري چې پر سړکونو د لاریونونو د مخنېوي لپاره شوې وي.
د شنونکو په وینا، په دې یخ موسم کې د پراخو لاریونونو د ترسره کېدو احتمال کم دی.
په دې ټاکنو کې پنځه نوماندان برخه اخلي چې رایه ورکوونکي باید له هغوی څخه یو وټاکي. سره له دې د لوکاشینکو ډېری مخالفین یا نیول شوي یا بهر ته تښتېدلي دي او یوازې یو نوماند په ښکاره توګه د لوکاشینکو پر سیاستونو او د روسیې سره د نږدې اړیکو اپر لرلو نیوکې کړي دي.
انا کاناپاتسکایا چې یوه خپلواکه نومانده ده، ټینګار یې کړی چې بلاروسیان د آزاد، خپلواک او ډیموکراټیک ژوند مستحق دي.
لوکاشینکو چې د مسکو پر مالي او سیاسي ملاتړ ډېره تکیه لري، د کلونو په اوږدو کې یې د مخالفینو په سختو ځپلو، د مدني ازادیو په محدودولو، او د رسنیو او خپلواکو ادارو پر وړاندې د سختو سیاستونو په غوره کولو سره خپله واکمني ساتلې ده.
د هغه حکومت لا هم د روسیې سره د نږدې اړیکو تر اغېز لاندې دی او ځینې پرېکړې یې لکه په ۲۰۲۲ کال کې د اوکراین پر وړاندې د برید لپاره د بلاروس له خاورې څخه د روسیې د استفادې اجازه او په دې هېواد کې د روسیې تاکتیکي اټومي وسلو ځای پر ځای کول په نړیواله کچه ګڼې اندېښنې راپورته کړې دي.
د اروپايي کارپوهانو په بارو په عمومي توګه د بلاروس نننۍ ټاکنې په ځانګړو شرایطو او د مخالفینو د ځپل کیدو او کنټرول شوي چاپېریال په ترڅ کې ترسره کېږي چې داسې نه ښکاري چې د یاد هېواد په مشرتابه کې کوم بدلون رامنځته شي.
ډېری سیاسي شنونکي باور لري چې د رېښتونې ټاکنیزې سیالۍ د نشتوالي او موجوده محدودیتونو په نظر کې نیولو سره لوکاشینکو به یو ځل بیا په دې ټاکنو کې بریالی شي او خپله واکمني به د یوې بلې دورې لپاره هم وغځوي.

ټرمپ د شنبې په ورځ په د هوایي ځواک په یوې پوځي الوتکه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې هغه به خپل لومړنی بهرنی سفر سعودي عربستان ته وکړي. په امریکا کې په دودیز ډول ولسمشران تر لوړې وروسته د بهرنیو سفرونو پیل له برېټانیا کوي.
ښاغلي ډونالډ ټرمپ زیاته کړه تېر ځل یې سعودي ته له دې امله سفر کړی و چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت یې له متحده ایالاتونو څخه د توکو د اخیستلو هوکړه کړې وه.
ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پر مهال له سعودي عربستان سره نږدې اړیکې جوړې کړې. دا اړیکې په لویه کچه د اقتصادي، امنیتي او سیاسي ګټو پر بنسټ ولاړې وې.
ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې سعودي عربستان ته یو رسمي سفر وکړ چې د هغه د ولسمشرۍ په دوره کې یې لومړنی بهرنی سفر و.
په دغه سفر کې د ۱۱۰ ملیارد ډالرو په ارزښت د وسلو او نظامي تجهیزاتو د پلورلو قراردادونه لاسلیک شول.
دغو قراردادونو کې پرمختللي جنګي الوتکې، دفاعي سېسټمونه او درنې وسلې شاملې وې. ښاغلي ټرمپ دا هوکړې د امریکا د دندو د رامنځته کولو فرصت او د سعودي د سیمه ییزو ګواښونو پر وړاندې د امنیت د پیاوړتیا لپاره د یوې وسیلې په توګه یادولې.
د وسلو پر اخیستو سربېره د سعودي عربستان ولیعد محمد بن سلمان له ټرمپ سره په تازه ټلېفوني اړیکه کې ژمنه کړې چې په امریکا کې به په زیربناوو او اقتصادي پروژو کې ملیاردونه ډالر پانګونه وکړي.
د دغو پانګونو څخه یوه مهمه پروژه د ۶۰۰ ملیون ډالرو ارزښت لري چې د امریکا د ټکنالوژۍ او انرژۍ د زیربناوو د پرمختګ لپاره ځانګړې شوې ده.
ټرمپ له سعودي عربستان څخه د منځني ختیځ په سیاستونو کې د یوه مهم شریک په توګه یادونه کړې.
هغه په تېر کې د ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره د ریاض ملاتړ کړی او سعودي یې د ایران او د داعش په څېر د افراطي ډلو پر وړاندې د امریکا په ټلواله کې مهم شریک پېژندلی دی.
د ټرمپ حکومت د اسراییل او عربي هېوادونو د اړیکو د عادي کولو په تړاو، چې د “ابراهیم تړون” په نامه یادیږي، فعاله ونډه درلوده.
که څه هم سعودي په مستقیم ډول دې تړونونو کې ګډون ونه کړ؛ خو د دې بهیر ملاتړ یې، په ځانګړي ډول د امنیتي او اقتصادي همکارۍ په برخه کې ډېر اغېزناک و.
د ټرمپ او سعودي عربستان په اړیکو کې تر ټولو جنجالي موضوع د سعودي منتقد خبریال جمال خاشقجي وژنه وه چې په ۲۰۱۸ کال کې رامنځته شوه.
که څه هم د امریکا استخباراتي ادارو وویل چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په دې وژنه کې لاس درلود ؛خو ټرمپ د سختو بندیزونو د لګولو پر ځای له ریاض سره اقتصادي او امنیتي اړیکو ته لومړیتوب ورکړ.
هغه ټینګار کاوه چې له ریاض سره د اړیکو پرېکول د امریکا اقتصادي او امنیتي ګټې زیانمنولی شي.
د چارو کارپوهان باور لري چې د ټرمپ او سعودي عربستان اړیکې د اقتصادي، امنیتي او سیاسي ګټو یو ترکیب دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار دا اړیکې د خپل بهرني سیاست د بریالیتوبونو یوه برخه ګڼلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ وویل، چې ښایي متحده ایالات د طالبانو په لوړپوړو مشرانو "ډېر لوی انعام" ورکړي. د نوموړي په خبره، د خپرو شویو راپورونو په پرتله طالبانو ډېر امریکايي وګړي یرغمل نیولي دي.
روبیو په خپل اېکس کې لیکلي: "یوازې اورېدلي یې دي، چې طالبانو د خپرو شویو راپور په پرتله ډېر امریکایان یرغمل نیولي دي."
هغه زیاته کړه: "که دا ریښتیا وي، نو موږ به سمدلاسه د دوی د لوړپوړو مشرانو په سر ډېره لویه جایزه ولګوو.
د نوموړي په وینا: «ښایي دغه جایزه ان له هغې جایزې څخه هم لویه وي چې موږ د بن لادن په سر کې ټاکلې وه."
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تېرې اونۍ د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې د اوږدو او ګټورو مذاکراتو په پایله کې په امریکا کې د دې ډلې یو بندي غړی له دوو امریکایي وګړو سره په تبادله کې خوشې شو.
دغه افغان بندي «خان محمد» نومېږي او نوموړی دوه لسیزې وړاندې د امریکایي ځواکونو له خوا په ننګرهار ولایت کې نیول شوی و او د امریکا د کلفورنیا ایالت په یوه زندان کې ساتل کېده.
د یادو دوو امریکایي وګړو د خوشې کېدو هوکړه د بایډن د حکومت په وروستیو ورځو کې وشو.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند په یوې بیانیه کې ټينګار وکړ، چې د ټرمپ حکومت د طالبانو له بند څخه د ټولو بندي امریکایانو د خوشې کولو په هڅه کې دی.
که څه هم تر دې وړاندې داسې ګنګوسې وې، چې په دغه تبادله کې به افغان توکمه امریکایي تبعه محمود شاه حبیبي هم وي، خو لا هم د هغه د برخلیک په اړه معلومات نه شته او طالبانو د هغه د نیولو او ځای ځایګي په اړه هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په ډېری دولتي ادارو کې ۱۷ خپلواک څارونکي له دندو ګوښه کړل.
یو کس چې په دې اړه مالومات لري وویل، د څارنې یوه مهمه برخه یې له منځه وړې او د پلویانو د ځای پر ځای کولو لپاره یې لاره هواره کړې ده.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د بهرنیو چارو، دفاع او ټرانسپورټ ریاستونو په شمول د ادارو عمومي مفتشانو ته د سپینې ماڼۍ د پرسونل رییس له خوا د برېښنالیکونو له لارې خبر ورکړل شوی و، چې دوی سمدلاسه له دندې ګوښه شوي دي.
عمومي مفتش یو خپلواک مقام دی، چې د ضایعاتو، درغلۍ او له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د تورونو په اړه پلټنې او تحقیقات ترسره کوي.
په متحده ایالاتو کې د مفتشینو ګوښه کول د فډرالي قانون څخه سرغړونه ده.
ولسمشر به د څارونکو له ګوښه کېدو دېرش ورځې وړاندې د ګانګرس دواړو جرګو ته د ګوښه کېدو لاملونه په ګوته کوي، چې تر اوسه د دغه څارونکو د ګوښه کېدو لاملونه نه دي وړاندې شوي.
سپینې ماڼۍ تر اوسه د دغه څارونکو د ګوښه کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

د سره صلیب د نړۍوالې کمیټې (ای سي ار سي) په ملاتړ د یمن حوثي یاغیانو د شنبې په ورځ ۱۵۳ بندیان خوشې کړل.
د بندیانو هویت نه دی په ډاګه شوی، خو ای سي ار سي ویلي چې دوی د یمن په پلازمېنه صنعا کې د دغه بندیانو لپاره د سازمان له خوا منظم لیدنې ترلاسه کړې.
د بندیانو د چارو لپاره د حوثیانو کمیټې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې په دوی کې سپین ږیري او ټپیان هم شامل دي او د بشري دلایلو له مخې خوشې شوي.
دا له تېر کال راهیسې د بندیانو دویمه جوپه ده، چې د حوثي یاغیانو له خوا خوشې کېږي.
تر اوسه داسې کومې نښې نه دي لیدل شوي، چې د ملګرو ملتونو کوم پرسونل خوشې شوی وي، خو د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو سازمان وویل، چې د دوی اوه کارکونکي نیول شوي دي.
تېر کال هم د ملګرو ملتونو ۱۱ کارکوونکي نیول شوي وو.
یاده دې وي، چې ایران پلوه حوثي یاغیانو د صنعا په ګډون د یمن ډېری برخې نیولي دي، چې له ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کال راهیسې یې واک د دوی په لاس کې دی.
