علي رضا بېکدلي: له افغانستان سره پر پوله باید له معیاري چلند څخه کار واخیستل شي

په افغانستان کې د ایران سفیر علی رضا بېکدلي وایي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي ستونزو له امله رامنځته کېدونکي مسایل باید د همکارۍ له مخې حل شي.

په افغانستان کې د ایران سفیر علی رضا بېکدلي وایي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي ستونزو له امله رامنځته کېدونکي مسایل باید د همکارۍ له مخې حل شي.
بېکدلي د ایران د اوبو د حقوقو او د سرحدی امنیت په هکله په کابل کې د بهرنیو چارو د وزیر د سلا مشورې د پایلو اړوند وویل: «د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د سرحدي ستونزو له امله رامنځته کېدونکي مسایل باید د همکارۍ له مخې حل شي.»
نوموړي له تسنیم خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي:« زموږ هڅه دا ده چې سرحدي او د اوبو مسلې په حقيقت کې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا په مسايلو بدلې کړو. یعنې موږ کولی شو هغه ننګونې کمې کړو، چې کله ناکله راپورته کېږي او ناوړه ګټه ترې اخیستل کېږي، دا باید د اوبو او سرحدونو د همکارۍ په موضوع بدله کړو.»
د ایران سفیر د خنډونو د لرې کولو پر هڅو د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه، چې د اوبو مسله په اوسني عصر کې دوی ته حیاتي مسله ګرځېدلې ده.
نوموړي وویل، چې طالب چارواکو د ۱۳۵۱ کال د تړون د عملي کېدو په اړه ټینګار کړی او زیاته یې کړه : «دا کومه نوې خبره نه ده، دوی مخکې هم دا اعلان کړی دی." دوی همدا راز ټینګار وکړ چې د اوبو د شتون په صورت کې به د دې حق پر بنسټ دا کار وکړي».
بېکدلي د طالبانو حکومت په اړه ویلي، چې د دوی د باور او عقیدې له امله د دوی بنسټ له ایران سره د اوبو د همکارۍ پراخول دي.
دغه ډېپلوماټ زیاته کړه: «زه شخصا هیله لرم چې د فضایي مطالعاتو او همدارنګه د هغو برکتونو له امله چې موږ سږ کال شاهدان یو، وکولای شو دا موضوع د همکارۍ په موضوع بدله کړو».
نوموړي د سرحدونو په اړه وویل، چې پوله د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ډېره مهمه مسله ده او باید له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ معیاري چلند وشي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان شاوخوا لس ورځې مخکې ویلي و، چې له افغانستان سره پر ګډه پوله یې د ۵۰ کیلومټره دېوال د جوړولو چارې بشپړې کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې د ایران د شمال ختیځې پولې دېوال جوړونې پروګرام د هېواد په ستراتیژیکو پروژو کې شمېرل کېږي، « د دې ۳۰۰ کیلومتره اوږدې پروژې د جوړولو مختلف پړاوونه به د ایران اسلامي جمهوریت او افغانستان ترمنځ د ګډې پولې په اوږدو کې د درېیو کلونو په موده کې بشپړ شي».


د جمهوریت تر پرځېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان د کرېکټ د ښځو جلا وطنه ملي لوبډله د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په اسټرالیا کې د بې سرحده ښځينه کرېکټ له لوبډلې سره شل اوریزه سیالۍ ترسره کوي.
دغه لوبې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د ښځو په ورزش بندیز لګېدلی دی.
ایسپن کرېک اینفو په خپلې رسمي فېسبوک پاڼې لیکلي: «د افغانستان ښځینه لوبډله به د پنجشنبې په ورځ د ملبورن په جنکشن اوول کې د بې سرحده کرېکټ لوبډلې سره شل اوریزه سیالي ترسره کړي».
د کرېکټ دغه پېژندل شوې ادارې وړاندې لیکلي: «دا به د دوی لومړۍ لوبه وي، چې په ۲۰۲۱ کې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوې او وروسته د ټیم په توګه یوځای شوې».
د افغانستان کرېکټ بورډ په ۲۰۲۰ کال کې ۲۵ښځینه لوبغاړو ته قرارداد ورکړ، خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره د کرېکټ دغه لوبغاړې جلا وطنه شوې او اسټرالیا هېواد ته لاړې.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو چارواکي احمدالله وثیق ددغه ډلې د واکمنېدو وروسته د اسټرالیا اس بي اس (SBS) شبکې ته ویلي وو، چې ښځو ته به د ورزش اجازه نه وي: «دوی به په کرکټ کې له داسې یو حالت سره مخامخ شي چې مخ او وجود به یې ښکاره شي، اسلام ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې داسې دې ښکاره شي.»
د یادونې ده، چې د روان کال په چنګاښ میاشت کې د افغانستان د ښځینه کرېکټ پخوانۍ لوبډلې ۱۷ غړو د کرېکټ له نړۍوالې شورا په یو لیک وغوښتل، چې په استرالیا کې د کډوالو د یوې لوبډلې په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.
دغو مېرمنو له ای سي سي وغوښتل، چې د افغان مېرمنو د کرېکټ ارمان په پوره کولو کې ورسره مرسته وکړي، چې د یو بېرغ لاندې د افغان نارینه کرېکټ لوبغاړو سره لوبه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ای سي سي بیا د افغانستان ښځینه کرېکټ تر هغه وخته په رسمیت نه شي پېژندلی، تر څو چې د افغانستان کرېکټ بورډ یې بیا د ملي لوبډلې په توګه په رسمیت و نه پېژني.
د کرېکټ د نړۍوالې شورا هر غړی هېواد اړ دی، چې د کرېکټ نارینه او ښځینه لوبډله ولري؛ خو افغانستان دا مهال یوازې نارینه لوبډله لري.
د افغانستان د ښځو د کرېکټ ملي لوبډله له جوړېدو ۱۱ کاله وروسته په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیاځلې رسېدو وروسته منحل شوه.
د راپورونو له مخې، د افغان مېرمنو د فوټبال او کرېکټ ټیمونو ډېری لوبغاړې اوسمهال د اسټرالیا، امریکا او کاناډا په څېر هېوادونو کې مېشتې دي.

د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده په کندهار کې یوه تازه وینا کې وویل چې لویدیز ځواکونه په خپله خوښه له افغانستانه نه دي وتلي، بلکې «د جهاد په توره لاړل». نوموړي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د کندهار په «جهاديه مدرسه» کې د طالبانو د فراغت په غونډه کې وکړې.
ملا هبتالله اخوندزاده په خپله وینا کې د طالبانو اوسنی نظام د سپېڅلو قربانیو او جهاد پایله وبلله.
هغه زیاته کړه: «دا نظام په سوال نه دی راغلی، نه په میراث او نه هم په انډیوالي کې چا راکړی. دا د مقدسو وینو او جهاد په نتیجه کې راغلی».
له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د غونډې لپاره میرویس روغتون ته نږدې سیمو نه تر منډیګک ماڼۍ او جهاديه مدرسې پورې ټول سړکونه د موټرو او موټرسایکلونو پر مخ له دوو ورځو راهیسې تړل شوي.
د دوشنبې په ورځ سلګونه کسان پلي روان وو، چې د طالبانو په فراغت غونډه کې د خپل کم لیدل کېدونکي مشر وینا واوري.
ملا هبتالله اخوندزاده، چې ډېر وخت له خلکو او رسنیو ځان لرې ساتي، په دې وینا کې د طالبانو د بري روایت بیا تایید کړ او د طالبانو د اوسني نظام ټینګښت یې د خپلو قربانیو ثمره وګڼله.
اخوندزاده، چې د وینا یوه غږیزه نسخه یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، په غیر مستقیم ډول وايي، چې طالبان د خدای هغه جماعت دی، چې د بخاري شریف د روایت له مخې به امت ساتي.
هغه زیاته کړه، « په امت کې به خدای یو جماعت ساتي، په حق به ولاړ وي، هیڅوک به یې پر وړاندې نه شي دریدلای، که شرق یې پر وړاندې دریږي او که غرب، تاوان نه شي ور رسولای، دا زموږ باور دی، هغه دا علماء او مجاهدین دي، چې د خدای لاره کې جهاد کوي».
د طالبانو دغه مشر په دې وروستیو کې له ښځو سره د ناوړه چلند او ښځضد فرمانونو له امله د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو تر پراخو نیوکو لاندې دی.
د جرمونو نړیوالې محکمې د همدغه چلند له امله د نوموړي او د هغه د قاضي القضات د نیولو د غوښتنې حکم صادر کړی.
خو مولوي هبت الله په دې وینا کې د لویدیزوالو څرګندونو ته ارزښت نه ور کوي او د اسلام او شریعت ټینګښت غواړي.
اخوندزاده په خپله وینا کې د طالبانو د نظام پر خوندیتوب ټینګار کړی او هر « جهادي بری» د اسلام په لوړتیا کې ویني. هغه زیاتوي، « هره جهادی کامیابي د اسلام په لوړوالي کې ده، اوس چې خدای کامیاب کړو، اوس به کلمه الله لوړوو».
د کندهار جهادیه مدرسه چې له دې وړاندې میخانیکي لېسه وه او د منډیګک ماڼۍ ترڅنګ واقع ده، د جنوبي زون په کچه تر ټولو ستره مدرسه ګڼل کیږي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی د هبت الله اخوندزاده له خوا له بندیز او نیول کېدو وروسته له افغانستانه وتلی. د سرچینو په وینا، د طالبانو دفاع وزیر دوبۍ ته د هغه په سملاسي سفر کې مرسته کړې ده. خو طالبان په ښکاره دا خبر ردوي.
د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت ویاند له طلوع نیوز سره په خبرو کې د ستانکزي د ممنوع الخروجۍ او بندیز خبر رد کړی دی.
خو له دې سره په کابل کې یوې باخبره سرچینې وویل، وروسته له هغه چې عباس ستانکزي د نجونو د زدکړو د بندیز له امله پر هبت الله اخوندزاده سختې نیوکې وکړې، د طالبانو مشر د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق ته امر کړی، چې ستانکزی ونیسي او ممنوعالخروج یې کړي.
د امر له ترلاسه کېدو وروسته، وثیق د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد سره اړیکه نیولې، چې د طالبانو په جوړښت کې د عباس ستانکزي یو اصلي ملاتړی دی.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د دفاع وزیر، چې د طالبانو د مشر د نیولو او د ستانکزي د هیواد پرېښودو د بندیز په اړه خبر شو، له هغه یې وغوښتل چې سمدلاسه له افغانستان ووځي.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاست مرستیال ته نږدې یوې سرچینې د افغانستان انټرنشنل سره په یوه مرکه کې د هیبت الله او ستانکزي ترمنځ د اختلافاتو شتون رد کړ. سرچینې وویل چې عباس ستانکزي غوښتلپه دې اړه یوه ویډیو خپره کړي، خو د ناروغۍ له امله یې ونه شو کولی چې دا کار وکړي.
ستانکزي ته نږدې سرچینې زیاته کړه، چې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل څخه غوښتنه کړې چې په دې اړه دریځ ونیسي.
د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي د مرغومي ۳۰مه د خوست ولایت د یوې دیني مدرسې د زده کونکو د فراغت په مراسمو کې په یوه جنجالي وینا کې وویل چې طالبان "د شریعت خلاف عمل کوي" او د ۲۰ میلیونه افغانانو حقونه یې له پامه غورځولي.
هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو لخوا د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو پریکړه هیڅ مذهبي اساس نه لري او دا بندیز یوازې د هبت الله اخوندزاده شخصي نظر دی.
د ښځو په وړاندې د بې عدالتۍ په اړه د عباس ستانکزي خبرې په نړیوالو رسنیو کې پراخه پوښښ ترلاسه کړ.
رویټرز دا څرګندونې تر ټولو قوي عامه نیوکې ګڼلې چې د طالبانو د نړیوالې انزوا لامل شوې ده.
سي این این هم د عباس ستانکزي توندې څرګندونې د هبت الله اخوندزاده د "پالیسیو په اړه د عامه نیوکې نادره" وبللې.
ابراهیم باعث، چې د بحران ډلې کې د جنوبي اسیا شنونکی دی، سي این این ته وویل چې د ستانکزي وروستۍ وینا د هغه د پخوانیو انتقادونو څخه هاخوا ده.
د هغه په وینا، "ستانکزي په عامه توګه په پالیسیو کې د بدلون غوښتنه کړې او د اوسني چلند مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی."
ایکانومېسټ ټایمز هم د ستانکزي پخوانیو انتقادونو ته په اشارې سره لیکلي، چې دا ځل یې مستقیم هیبت الله اخوندزاده ته خطاب وکړ او له هغه یې وغوښتل چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي.

د ملګرو ملتونو د افغانستان استازولۍ (یوناما) مقاومت او ازادۍ جبهې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو دوو میاشتو کې د هغو بریدونو مسوولې ګڼلې، چې ملکي وګړو ته پکې زیان اوښتی. یوناما وايي، د مقاومت جبهې په دوو بریدونو کې یو ملکي کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
په لومړي برید کې، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۵مه، په تخار ولایت کې د یوه ښوونځي مخې ته ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودېدل چې څلور نجونې، دوه هلکان، یو بالغ سړی او دوه طالبان پکې ټپیان شول. د یوناما په وینا، مقاومت جبهې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
دویم برید د ډسمبر پر ۲۸مه د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې وشو، چې یو ملکي کس پکې ووژل شو او څلور نور ټپیان شول. یوناما ویلي چې مقاومت جبهې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
د ډسمبر پر ۲۱مه په تخار ولایت کې په ډیران کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله یو ملکي سړی ټپي شو. یوناما ویلي چې د ازادۍ جبهې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
تر اوسه مقاومت او ازادۍ جبهو د یوناما د رپوټ په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې داعش خراسان ډله هم په ملکي تلفاتونو تورنه ده.
د نومبر پر ۲۱مه په بغلان او د ډسمبر پر ۱۱مه په کابل کې په دوو بریدونو کې چې داعش خراسان یې مسوولیت منلی، لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. په دغو بریدونو کې زیاتره قربانیان ملکي وګړي وو.
یوناما وايي، چې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو دوو میاشتو کې دوه نور بریدونه هم شوي چې ملکي وګړي یې زیانمن کړي، خو د هغو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
د بیان ازادۍ ته متوجه ګواښونه
رپوټ وايي، یونامااو د بشري حقونو د څار دفتر د نومبر پر ۲۶مه په « افغانستان کې د رسنیو ازادۍ» په اړه یو رپوټ خپور کړ، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې موده پوښي. په رپوټ کې راغلي، چې د طالبانو د فرمانونو له امله د رسنیو په محتوا او چارو کې مداخلې د رسنیو ازادۍ ته جدي زیان رسولی دی.
رپوټ وايي، د طالبانو له خوا پر ښځینه خبریالانو اضافي محدودیتونه لګول شوي او هغوی ته د معلوماتو لاسرسی د نارینه خبریالانو په پرتله ډېر ستونزمن شوی دی. دغو محدودیتونو ښځینه خبریالانې یوازې د دفتر په کارونو پورې محدودې کړې دي.
رپوټ وايي، ښځینه خبریالانې ډېری وخت د طالبانو د حکومت له خوا جوړو شویو خبري غونډو ته نه بلل کېږي یا هغوی ته ویل کېږي چې په شاتنۍ برخه کې کښیني. همدارنګه، ځینې طالب چارواکي له ښځینه خبریالانو سره له خبرو او مرکو کولو ډډه کوي.
یوناما وايي، د رسنیو ستونزې د عوایدو د کمېدو او بهرني تمویل د پای ته رسېدو له امله لا هم ډېرې شوې دي.
رپوټ وايي، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پليتابه د رسنیو ازادي نوره هم محدوده کړې ده.
پر ښځو بندیزونه او روغتیايي ستونزې
یوناما په خپل رپوټ کې وايي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د ناورین حد ته رسېدلی، ځکه طالبانو د هغوی پر زده کړو، کار او عام ژوند سخت بندیزونه لګولي دي.
یوناما وايي، چې په طبي انسټیټیوټونو کې د ښځو پر زده کړو له بندیز وروسته له ۳۶ زرو زیاتو قابلو او درې زرو نرسانو خپلې زده کړې نیمګړې پرېښودې، چې له امله یې په میلیونونو افغان ښځو ته د روغتیایي خدماتو لاسرسی له جدي خطر سره مخ دی.
یوناما په خپل رپوټ کې وايي، چې په ټولنیز ژوند کې د ښځو ضد بندیزونه ورځ تر بلې ډېرېږي.
رپوټ وايي، په ډیری ځایونو کې ښځې له دوکانونو، کلینیکونو او رستورانتونو څخه بېرته راګرځول شوې دي ځکه محرم ورسره نه و.
په سمنګان ولایت کې چارواکو موټر چلوونکو ته امر کړی چې ښځې په موټرو کې پر مخکینۍ څوکۍ د کښېناستو اجازه نه لري او په کندهار کې بیا رستورانتونو ته لارښوونه شوې چې د کورنیو د ښځو او نارینه وو ترمنځ بېلتون راولي. رپوټ وايي، چې په ځینو روغتونونو کې ښځینه نرسانې له بېړنیو څانګو ایستل شوې او ورته ویل شوي چې یوازې د ښځو په ځانګړو برخو کې کار وکړي.
په اقتصاد کې د ښځو ونډه هم په چټکۍ سره کمه شوې. یاد رپوټ وايي، چې طالبان ښځینه کارکوونکو ته د کار جوازونه نه ورکوي او ښځینه دوکانونه د بندېدو امرونه ترلاسه کوي.
رپوټ وايي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي، چې جبري ودونه، ناموسي وژنې او کورنی تاوتریخوالی پکې شامل دي.
رپوټ د طالبانو له خوا په عام محضر کې اعدامونو، دُرو وهلو او ورته نورو سزاګانو ته هم اشاره کړې ده.

په پاکستان کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال سفیر عبدالسلام ضعیف د طالبانو له مشر هبت الله غوښتي، چې د نجونو د زدکړو لپاره د علماوو اجماع رامنځته کړي ترڅو، د زدکړو ځنېدلی حالت ختم شي. عبدالسلام ضعیف هبت الله ته لیکلي:«دا به ستا د نظام او ټول افغانستان لپاره په ګټه او خیر وي.»
د طالبانو واکمنېدو سره دې ډلې ګام پر ګام د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
که څه هم پر افغانانو سربېره نړیواله ټولنه او د بشري حقونو ټولنې بیا بیا له دې ډلې غواړي چې دا بندیزونه لرې کړي، خو طالبان کوم شاتګ نه ښيي.
ځینې دا ادارې او د افغان مېرمنو د حقونو فعالان د طالبانو دا بندیزونه جنستیتي توپیر بولي.
د طالبانو دغو بندیزونو او چلن ته په پام د جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال تېره اونۍ له دې محکمې غوښتي چې د طالبانو د مشر او لوی قاضي د نیولو حکم وکړي.
ښاغلي ضعیف نن دوشنبې د سلواغې ۷مه په اېکسپاڼه کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله او سر قاضي عبدالحکیم حقاني د نیولو لپاره د جرمنو نړیوالې محکمې وروستۍ غوښتنې ته هم غبرګون ښودلی دی.
عبدالسلام ضعیف زیاتوي :« دا چې تر هغه وروسته د پرېکړو د تطبیق لپاره تر اوسه پر خپل خوډ کلک ولاړ دی، دا ثابتوي چې هغه د وینو د تویولو او ظلم طرفدار نه دی، د بشر د حقونو په نامه چې کوم سیاسي ګوزار اوس د ملکرو ملکتونو په چوکاټ د خاصو اهداف لپاره زمونږ پر نظام کېږي، بشري حال هیڅ مرسته نه کوي، بلکې نور هم بشري ناورین ته لاره هواره وي.»
د طالبانو دغه پخواني چارواکي د اېکسپاڼې په یادښت کې لیکلي چې دی د یو افغان په توګه د ملګرو ملتونو ادارې په ځانګړي توګه پر څارنوالۍ او محکمې ږغ کوم چې خپل ناپیلتوب وساتي او د بل چا سیاسي موخو ښکارنشي.
عبدالسلام ضعیف وايي په ۲۰۲۱ کال د ملاهبت الله عمومي عفوې پرېکړه، چې د هغه په وینا ټول وګړي په کې شامل وو او هېڅ استثنا یې نه لرله یوه تاریخي پرېکړه وه.