• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: ستانکزی د "طالبانو د مشر لخوا د نیولو امر تر صادریدو وروسته" له افغانستانه ووت

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۴۶ GMT+۰تازه شوی: ۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۱۵ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی د هبت الله اخوندزاده له خوا له بندیز او نیول کېدو وروسته له افغانستانه وتلی. د سرچینو په وینا، د طالبانو دفاع وزیر دوبۍ ته د هغه په سملاسي سفر کې مرسته کړې ده. خو طالبان په ښکاره دا خبر ردوي.

د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت ویاند له طلوع نیوز سره په خبرو کې د ستانکزي د ممنوع الخروجۍ او بندیز خبر رد کړی دی.

خو له دې سره په کابل کې یوې باخبره سرچینې وویل، وروسته له هغه چې عباس ستانکزي د نجونو د زدکړو د بندیز له امله پر هبت الله اخوندزاده سختې نیوکې وکړې، د طالبانو مشر د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق ته امر کړی، چې ستانکزی ونیسي او ممنوع‌الخروج یې کړي.

د امر له ترلاسه کېدو وروسته، وثیق د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد سره اړیکه نیولې، چې د طالبانو په جوړښت کې د عباس ستانکزي یو اصلي ملاتړی دی.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د دفاع وزیر، چې د طالبانو د مشر د نیولو او د ستانکزي د هیواد پرېښودو د بندیز په اړه خبر شو، له هغه یې وغوښتل چې سمدلاسه له افغانستان ووځي.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاست مرستیال ته نږدې یوې سرچینې د افغانستان انټرنشنل سره په یوه مرکه کې د هیبت الله او ستانکزي ترمنځ د اختلافاتو شتون رد کړ. سرچینې وویل چې عباس ستانکزي غوښتلپه دې اړه یوه ویډیو خپره کړي، خو د ناروغۍ له امله یې ونه شو کولی چې دا کار وکړي.

ستانکزي ته نږدې سرچینې زیاته کړه، چې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل څخه غوښتنه کړې چې په دې اړه دریځ ونیسي.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي د مرغومي ۳۰مه د خوست ولایت د یوې دیني مدرسې د زده کونکو د فراغت په مراسمو کې په یوه جنجالي وینا کې وویل چې طالبان "د شریعت خلاف عمل کوي" او د ۲۰ میلیونه افغانانو حقونه یې له پامه غورځولي.

هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو لخوا د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو پریکړه هیڅ مذهبي اساس نه لري او دا بندیز یوازې د هبت الله اخوندزاده شخصي نظر دی.

د ښځو په وړاندې د بې عدالتۍ په اړه د عباس ستانکزي خبرې په نړیوالو رسنیو کې پراخه پوښښ ترلاسه کړ.

رویټرز دا څرګندونې تر ټولو قوي عامه نیوکې ګڼلې چې د طالبانو د نړیوالې انزوا لامل شوې ده.

سي این این هم د عباس ستانکزي توندې څرګندونې د هبت الله اخوندزاده د "پالیسیو په اړه د عامه نیوکې نادره" وبللې.

ابراهیم باعث، چې د بحران ډلې کې د جنوبي اسیا شنونکی دی، سي این این ته وویل چې د ستانکزي وروستۍ وینا د هغه د پخوانیو انتقادونو څخه هاخوا ده.

د هغه په ​​وینا، "ستانکزي په عامه توګه په پالیسیو کې د بدلون غوښتنه کړې او د اوسني چلند مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی."

ایکانومېسټ ټایمز هم د ستانکزي پخوانیو انتقادونو ته په اشارې سره لیکلي، چې دا ځل یې مستقیم هیبت الله اخوندزاده ته خطاب وکړ او له هغه یې وغوښتل چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

یوناما وايي مقاومت جبهې په خپلو بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان رسولی

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۱۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د افغانستان استازولۍ (یوناما) مقاومت او ازادۍ جبهې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو دوو میاشتو کې د هغو بریدونو مسوولې ګڼلې، چې ملکي وګړو ته پکې زیان اوښتی. یوناما وايي، د مقاومت جبهې په دوو بریدونو کې یو ملکي کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

په لومړي برید کې، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۵مه، په تخار ولایت کې د یوه ښوونځي مخې ته ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودېدل چې څلور نجونې، دوه هلکان، یو بالغ سړی او دوه طالبان پکې ټپیان شول. د یوناما په وینا، مقاومت جبهې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

دویم برید د ډسمبر پر ۲۸مه د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې وشو، چې یو ملکي کس پکې ووژل شو او څلور نور ټپیان شول. یوناما ویلي چې مقاومت جبهې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د ډسمبر پر ۲۱مه په تخار ولایت کې په ډیران کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله یو ملکي سړی ټپي شو. یوناما ویلي چې د ازادۍ جبهې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

تر اوسه مقاومت او ازادۍ جبهو د یوناما د رپوټ په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې داعش خراسان ډله هم په ملکي تلفاتونو تورنه ده.

د نومبر پر ۲۱مه په بغلان او د ډسمبر پر ۱۱مه په کابل کې په دوو بریدونو کې چې داعش خراسان یې مسوولیت منلی، لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. په دغو بریدونو کې زیاتره قربانیان ملکي وګړي وو.

یوناما وايي، چې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو دوو میاشتو کې دوه نور بریدونه هم شوي چې ملکي وګړي یې زیانمن کړي، خو د هغو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د بیان ازادۍ ته متوجه ګواښونه

رپوټ وايي، یونامااو د بشري حقونو د څار دفتر د نومبر پر ۲۶مه په « افغانستان کې د رسنیو ازادۍ» په اړه یو رپوټ خپور کړ، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې موده پوښي. په رپوټ کې راغلي، چې د طالبانو د فرمانونو له امله د رسنیو په محتوا او چارو کې مداخلې د رسنیو ازادۍ ته جدي زیان رسولی دی.

رپوټ وايي، د طالبانو له خوا پر ښځینه خبریالانو اضافي محدودیتونه لګول شوي او هغوی ته د معلوماتو لاسرسی د نارینه خبریالانو په پرتله ډېر ستونزمن شوی دی. دغو محدودیتونو ښځینه خبریالانې یوازې د دفتر په کارونو پورې محدودې کړې دي.

رپوټ وايي، ښځینه خبریالانې ډېری وخت د طالبانو د حکومت له خوا جوړو شویو خبري غونډو ته نه بلل کېږي یا هغوی ته ویل کېږي چې په شاتنۍ برخه کې کښیني. همدارنګه، ځینې طالب چارواکي له ښځینه خبریالانو سره له خبرو او مرکو کولو ډډه کوي.

یوناما وايي، د رسنیو ستونزې د عوایدو د کمېدو او بهرني تمویل د پای ته رسېدو له امله لا هم ډېرې شوې دي.

رپوټ وايي، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پليتابه د رسنیو ازادي نوره هم محدوده کړې ده.

پر ښځو بندیزونه او روغتیايي ستونزې

یوناما په خپل رپوټ کې وايي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د ناورین حد ته رسېدلی، ځکه طالبانو د هغوی پر زده کړو، کار او عام ژوند سخت بندیزونه لګولي دي.

یوناما وايي، چې په طبي انسټیټیوټونو کې د ښځو پر زده کړو له بندیز وروسته له ۳۶ زرو زیاتو قابلو او درې زرو نرسانو خپلې زده کړې نیمګړې پرېښودې، چې له امله یې په میلیونونو افغان ښځو ته د روغتیایي خدماتو لاسرسی له جدي خطر سره مخ دی.

یوناما په خپل رپوټ کې وايي، چې په ټولنیز ژوند کې د ښځو ضد بندیزونه ورځ تر بلې ډېرېږي.

رپوټ وايي، په ډیری ځایونو کې ښځې له دوکانونو، کلینیکونو او رستورانتونو څخه بېرته راګرځول شوې دي ځکه محرم ورسره نه و.

په سمنګان ولایت کې چارواکو موټر چلوونکو ته امر کړی چې ښځې په موټرو کې پر مخکینۍ څوکۍ د کښېناستو اجازه نه لري او په کندهار کې بیا رستورانتونو ته لارښوونه شوې چې د کورنیو د ښځو او نارینه وو ترمنځ بېلتون راولي. رپوټ وايي، چې په ځینو روغتونونو کې ښځینه نرسانې له بېړنیو څانګو ایستل شوې او ورته ویل شوي چې یوازې د ښځو په ځانګړو برخو کې کار وکړي.

په اقتصاد کې د ښځو ونډه هم په چټکۍ سره کمه شوې. یاد رپوټ وايي، چې طالبان ښځینه کارکوونکو ته د کار جوازونه نه ورکوي او ښځینه دوکانونه د بندېدو امرونه ترلاسه کوي.

رپوټ وايي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي، چې جبري ودونه، ناموسي وژنې او کورنی تاوتریخوالی پکې شامل دي.

رپوټ د طالبانو له خوا په عام محضر کې اعدامونو، دُرو وهلو او ورته نورو سزاګانو ته هم اشاره کړې ده.

عبدالسلام ضعیف له هبت الله غوښتي چې د نجونو د زدکړو لپاره د عالمانو اجماع وکړي

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۳۲ GMT+۰

په پاکستان کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال سفیر عبدالسلام ضعیف د طالبانو له مشر هبت الله غوښتي، چې د نجونو د زدکړو لپاره د علماوو اجماع رامنځته کړي ترڅو، د زدکړو ځنېدلی حالت ختم شي. عبدالسلام ضعیف هبت الله ته لیکلي:«دا به ستا د نظام او ټول افغانستان لپاره په ګټه او خیر وي.»

د طالبانو واکمنېدو سره دې ډلې ګام پر ګام د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

که څه هم پر افغانانو سربېره نړیواله ټولنه او د بشري حقونو ټولنې بیا بیا له دې ډلې غواړي چې دا بندیزونه لرې کړي، خو طالبان کوم شاتګ نه ښيي.

ځینې دا ادارې او د افغان مېرمنو د حقونو فعالان د طالبانو دا بندیزونه جنستیتي توپیر بولي.

د طالبانو دغو بندیزونو او چلن ته په پام د جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال تېره اونۍ له دې محکمې غوښتي چې د طالبانو د مشر او لوی قاضي د نیولو حکم وکړي.

ښاغلي ضعیف نن دوشنبې د سلواغې ۷مه په اېکسپاڼه کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله او سر قاضي عبدالحکیم حقاني د نیولو لپاره د جرمنو نړیوالې محکمې وروستۍ غوښتنې ته هم غبرګون ښودلی دی.

عبدالسلام ضعیف زیاتوي :« دا چې تر هغه وروسته د پرېکړو د تطبیق لپاره تر اوسه پر خپل خوډ کلک ولاړ دی، دا ثابتوي چې هغه د وینو د تویولو او ظلم طرفدار نه دی، د بشر د حقونو په نامه چې کوم سیاسي ګوزار اوس د ملکرو ملکتونو په چوکاټ د خاصو اهداف لپاره زمونږ پر نظام کېږي، بشري حال هیڅ مرسته نه کوي، بلکې نور هم بشري ناورین ته لاره هواره وي.»

د طالبانو دغه پخواني چارواکي د اېکسپاڼې په یادښت کې لیکلي چې دی د یو افغان په توګه د ملګرو ملتونو ادارې په ځانګړي توګه پر څارنوالۍ او محکمې ږغ کوم چې خپل ناپیلتوب وساتي او د بل چا سیاسي موخو ښکارنشي.

عبدالسلام ضعیف وايي په ۲۰۲۱ کال د ملاهبت الله عمومي عفوې پرېکړه، چې د هغه په وینا ټول وګړي په کې شامل وو او هېڅ استثنا یې نه لرله یوه تاریخي پرېکړه وه.

طالبانو له افغاني شرکتونو سره د بامیان د سرب او جستو د پنځو بلاکونو تړونونه لاسلیک کړل

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر له افغاني شرکتونو سره د بامیان د سرب او جستو د پنځو بلاکونو تړونونه د یو میلیارد او نږدې اته سوه میلیون افغانیو په ارزښت لاسلیک کړل. د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې د دې کاني موادو پروسس به ۱۰۰ سلنه په افغانستان کې تر سره کېږي.

اړوند وزارت نن دوشنبه «د سلواغې ۷مه» د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د یو میلیارد ۷۹۷ میلیونه ۵۹ زره ۵۰۰ افغانیو په ارزښت او د درې میلیونه، ۸۶۳ زره او ۷۸۶ کیلومترو په مساحت، د بامیانو د یکاولنګ ولسوالۍ د سرب او جستو د پنځو بلاکونو تړونونه لاس لیک شول.

طالبانو د بامیان د یکاولنګ ولسوالۍ د سرب او جستو د پنځو بلاکونو تړونونه د افغان جرمن، الحرمین، ګاما ایګل، کندهار خوګیاڼي او موسا سلطان شرکتونو له استازو سره لاسلیک کړي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هدایت الله بدري د یادو تړونونو د لاسلیک کولو پر مهال ویل:« د پنځو کانونو تړونونه د پنځو کلونو لپاره لاسلیک کېږي، که شرکتونه د کانونو د اصولو او کړنلارې مطابق خپلې ژمنې پوره کړي؛ نو د دویم ځل لپاره به یې بیا هم تړونونه نوي شي.»

بدري زیاته کړې چې له شرکتونو سره د هوکړې پر اساس، پروسس به یې ۱۰۰ سلنه د هېواد د دننه کېږي او د سرغړونې په صورت کې به تړون پای ته رسیږي.
د بدري په وینا، د یادو پروژو په پلي کېدو سره به سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي او په یادو کانونو کې د طالبانو ونډه ۵۱ سلنه ده.

د خبرپاڼې له مخې طالبانو د سر درګشتک سیمې د سرب او جست بلاک تړون له موسا سلطان کانونو او پروسس شرکت سره د روزګان د ۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو په بدل کې کړی دی.

همدراز؛ د پامی ککرک کاني سیمې تړون له افغان جرمن باختر شرکت سره د کندهار په ارغستان کې د ۶۰ کیلومتره بای پاس لویې لارې او د برېښنا اوبو بند د جوړولو په بدل کې او د سرسرخک کاني سیمې تړون له ګاما ایګل کانونو شرکت سره د خواف – هرات ریل پټلۍ د دویمې او څلورمې برخې د ۴۷.۳ کیلومتره په اوږدوالي او په میدان وردګو پوهنتون کې د یو معیاري تدریسي روغتون د جوړولو په بدل کې لاسلیک شوی دی.

قزاق ګاز شرکت له ټاپي پروژې سره د یوځای کېدو په اړه خبرې پیل کړې

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۰

د قزاقستان د انرژۍ وزارت وايي، چې قزاق ګاز له ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند ګاز نللیکې پروژې سره د یوځای کېدو په تړاو خبرې اترې پیل کړې دي.

د یاد وزارت چارواکو انټرفاکس اژانس ته وویل، چې « د قزاق ګاز او د [ترکمنستان] دولتي کمپنۍ ترکمن ګاز ترمنځ خبرې روانې دي. دا چې په خبرو اترو کې بوخت اړخونه درېیم اړخ ته د معلوماتو افشا کولو اجازه نه لري، نو جزئیات یې څرګند نه دي».

ترکمن ګاز د ټاپي نل لیکه کې د ۸۵ سلنې لوړې ونډې شریک دی.

د قزاقستان د انرژۍ مرستیال وزیر یرلان اکنجانوف د۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشت کې د قزاقستان-افغانستان په سوداګریز فورم کې وویل چې قزاقستان د ټاپي ګاز نللیکې د غځولو لپاره د ونډو په اړه خبرې کوي.

نوموړي وویل، چې « که یوه قزاقي کمپنۍ ونډه واخلي، نو دا به د دواړو هیوادونو ترمنځ په ګاز سکتور کې د همکاریو لپاره نوي فرصتونه را وټوکوي».

د ټاپي نللیکه۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۲۱۴ کیلومتره په ترکمنستان، ۷۷۴ کیلومتره په افغانستان او ۸۲۶ کیلومتره په پاکستان کې غځیږي.

د طالبانو حکومت پرون اعلان وکړ، چې په افغانستان کې ددې نللیکې شپږ کیلومټره کار بشپړ شوی دی.

دغه پروژه د دې لپاره طرح شوې چې د ترکمنستان له سوېلي ګالکینیش سیمې نه هر کال ۳۳ میلیارده مکعب متره ګاز د هرات، کندهار، کوټې او ملتان له لارې پاکستان او دغسې د هند فازیلکا ښار ته ولېږدوي.

د پروژې مدیریت ټاپي پایپ لاین شرکت لیمیټډ کنسورټیم ته سپارل شوی، چې ترکمن ګاز پکې ۸۵ سلنه ونډه لري.

په دې پروژه کې افغان ګاز کارپوریشن، د پاکستان انټرسټیټ ګاز سیسټمونه او د هند ګایل هر یو پنځه سلنه ونډه لري.

د نللیکې ټولیز لګښت ۱۰ میلیارده ډالره اټکل شوی.

هندي شنونکي: هند «افغان څلور اړخیزې ډلې» ته د چین او پاکستان له امله زړه نه ښه کوي

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۳۶ GMT+۰

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دوه اونۍ وړاندې هند ته وړاندیز وکړ، چې د «افغان څلور اړخیزې ډلې» برخه وګرځي، خو نوی ډیلي له دغه ایتلاف سره یوځای کېدو ته زړه نازړه دی. د هند لپاره د دغه ایتلاف د غړیتوب په لاره کې پاکستان یو لوی خنډ دی.

ساوت چاینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼه د نیو ډیلي څیړنیز بنسټ شنونکي کبیر تنیجا له خولې وايي، چې په دې ډله کې د پاکستان غړیتوب د هند لپاره «اتومات سره کرښه» ده. نوموړي وویل، مخکې له دې چې اسلام اباد ددغسې ایتلاف له لارې بهر اغیزناک تمام شي، لومړی باید خپلې کورنۍ ستونزې اوارې کړي.

تنېجا « دا اونۍ په اسیا کې» سره په خبرو کې وویل چې هند د افغانستان په اړه له روسیې سره نږدې کار کوي، ځکه لویدیز هېوادونه اوس له کابل او طالبانو سره اړیکو ساتلو ته لومړیتوب نه ورکوي.

هغه زیاته کړه، « په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د امریکا له ګډوډ خروج وروسته د واشنګټن او کابل ترمنځ لوی واټن رامنځته شو، اوس سیمه ییز هېوادونه او ځواکونه باید د دې تشې ډکولو ته را وړاندې شي».

«افغان څلور اړخیزې ډلې» د تېر کال په سپتمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په څنډه کې خپله درېیمه غونډه وکړه، چې د افغانستان په اړه یوه ګډ تفاهم ته لاره پرانیزي.

د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼې په باور، د افغانستان ثبات د هند او روسیې ګډه اندېښنه ده، په ځانګړي توګه چې د داعش خراسان او القاعدې په څېر ډلو ګواښونه لا شته دي، خو په «افغان څلور اړخیزه ډله» کې د چین او پاکستان ګډون د نوي ډیلي لپاره د دغه وړاندیز ملاتړ ستونزمنوي.

د ستراتیژیکو چارو ډیلي میشتي کارپوه شروتي پندلای یادې ورځپاڼې ته وویل: « په دې ډله کې د چین او پاکستان موجودیت د نوي ډیلي لپاره هېڅ ستراتیژیک ارزښت نه لري».

هند له طالبانو سره د خبرو په ترڅ کې هڅه کړې چې د ایران د چابهار بندر ارزښت ته وده ورکړي. دغه بندر د هند لپاره یوه مهمه پروژه ده چې غواړي د پاکستان د کراچۍ او ګوادر بندرونو له لارې په سیمه کې چینايی نفوذ کم کړي.

خو ځینې شنونکي باور لري چې په دې ډله کې ګډون به د هند سیمه‌ییز رول پیاوړی کړي.

د جواهر لال نهرو پوهنتون استاد سواران سېنګ وايي، هند باید مخکې ددغه ایتلاف غړی وای، خو ټینګار یې وکړ، چې اوس هم ناوخته نه دی. سېنګ وویل، « دا به د سیمه ییز لوبغاړي په توګه د هند د مطرح کېدو او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بشري مرستو په برخه کې د نوي ډیلي د هڅو تایید وي».

هند له چین او پاکستان سره د سرحدي ستونزو ترڅنګ د میانمار، بنګله دیش او سریلانکا په څېر هېوادونو کې د نفوذ پر سر هم ښکیل دی. پاکستان د شیخ حسینه واجد د حکومت له نسکورېدو وروسته له بنګله دېش سره خپلې ډيپلوماتیکې اړیکې پیاوړې کړې او ترمنځ یې د پوځي پلاویو تګ او راتګ پیل شوی.

تنېجا وايي، چې «له طالبانو سره د هند د اړیکو پراختیا ته له دې زاویې هم کتل کېدای شي او دا پرمختګونه « حتمي نه ده چې تصادفي وي».

ورځپاڼه وايي، سره له دې چې د « افغان څلور اړخیزې ډلې» ایتلاف د سیمه‌ییزې همکارۍ لپاره یو فرصت دی، هند په دې اړه محتاط دی. د هند تمرکز پر دوه اړخیزو اړیکو دی چې خپلې ستراتیژیکې ګټې وساتي او د پاکستان او چین له نفوذه ځان لرې وساتي.