افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا راتګ سره هممهاله د اقتصادي ناورین تر پولې ورسېد او ټولې پرمختیايي او امنیتي مرستې پرې بندې شوې. د بانکدارۍ پر سکتور هم سخت محدودیتونه ولګول شول.
له هغه وخت راهیسې بشري مرستو چې د غیرانتفاعي سازمانونو له لارې تمویلیږي، ځینې اړتیاوې پوره کړې دي، خو مرستندویان په وروستیو کلونو کې په دوامداره توګه خپلې مرستې کموي.
د ښځو پر کار او زده کړو د طالبانو بندیزونو، د بشري حقونو محدودولو او د سودان، اوکراین او غزې په څېر د نړۍ نورو ناورینونو له افغانستان سره مرستې کمې کړې دي.
په افغانستان کې لوږه
د مرستو کمېدو له امله له ۱۵ میلیونه افغانانو څخه چې خوراکي توکو ته بیړني اړ دي، یوازې نیمایي برخه مرستې ترلاسه کوي.
دا په دې معنا ده چې د ژمي په دې سخت وخت کې له ۶ میلیونو ډېر خلک د ورځې یوه یا دوې ډوډۍ خوري.
سیاو وي لي وویل، « دا ډېر بد وضعیت دی، ځکه دا خلک په بشپړه توګه له مرستو محروم شوي دي».
تېره جمعه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ټولو موجوده بهرنیو مرستو د بندولو اعلان وکړ او نوې مرستې یې هم بندې کړې.
دا پرېکړه ولسمشر ډونالډ ټرمپ کړې، چې غواړي معلومه کړي د مرستو وېش د هغه له بهرنۍ پالیسۍ سره سمون لري که نه.
په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د بشري مرستو ۴۰ سلنه برخه یوازې امریکا تمویلوله. دا لا څرګنده نه ده چې دغه بندیز به په افغانستان کې د بشري عملیاتو پر وضعیت څه اغیز وکړي.
ښځې او د ماشومانو اړتیاوې
سیاو وي لي وویل، « زه هیله لرم چې د هرې پرېکړې د تطبیق پر مهال د افغانانو اړتیاوې په پام کې ونیول شي، د ښځو او ماشومانو اړتیاوې».
مرستې په دې هم کمې شوې چې د ښځو پر کار د طالبانو د حکومت بندیز نړیوال مرستندویان اندېښمن کړي.
تېره اونۍ د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال وویل چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او ددې ډلې د قاضي القضات د نیولو غوښتنه یې کړې ده. هغه دغه دوه طالب چارواکي له ښځو او نجونو سره په ظلم او ناروا تورن کړل.
سره له دې چې طالبانو د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز لګولی ، سیاو وي لي وویل چې د خوړو نړیوال پروګرام لا هم ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسولو لارې لري.
هغې وویل، « سره له دې چې مرستې کمې دي او بندیزونه هم دي، موږ له ښځو سره د مرستو لپاره خپلې لارې برابرې کړې دي».