• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هندي شنونکي: هند «افغان څلور اړخیزې ډلې» ته د چین او پاکستان له امله زړه نه ښه کوي

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۳۶ GMT+۰

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دوه اونۍ وړاندې هند ته وړاندیز وکړ، چې د «افغان څلور اړخیزې ډلې» برخه وګرځي، خو نوی ډیلي له دغه ایتلاف سره یوځای کېدو ته زړه نازړه دی. د هند لپاره د دغه ایتلاف د غړیتوب په لاره کې پاکستان یو لوی خنډ دی.

ساوت چاینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼه د نیو ډیلي څیړنیز بنسټ شنونکي کبیر تنیجا له خولې وايي، چې په دې ډله کې د پاکستان غړیتوب د هند لپاره «اتومات سره کرښه» ده. نوموړي وویل، مخکې له دې چې اسلام اباد ددغسې ایتلاف له لارې بهر اغیزناک تمام شي، لومړی باید خپلې کورنۍ ستونزې اوارې کړي.

تنېجا « دا اونۍ په اسیا کې» سره په خبرو کې وویل چې هند د افغانستان په اړه له روسیې سره نږدې کار کوي، ځکه لویدیز هېوادونه اوس له کابل او طالبانو سره اړیکو ساتلو ته لومړیتوب نه ورکوي.

هغه زیاته کړه، « په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د امریکا له ګډوډ خروج وروسته د واشنګټن او کابل ترمنځ لوی واټن رامنځته شو، اوس سیمه ییز هېوادونه او ځواکونه باید د دې تشې ډکولو ته را وړاندې شي».

«افغان څلور اړخیزې ډلې» د تېر کال په سپتمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په څنډه کې خپله درېیمه غونډه وکړه، چې د افغانستان په اړه یوه ګډ تفاهم ته لاره پرانیزي.

د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼې په باور، د افغانستان ثبات د هند او روسیې ګډه اندېښنه ده، په ځانګړي توګه چې د داعش خراسان او القاعدې په څېر ډلو ګواښونه لا شته دي، خو په «افغان څلور اړخیزه ډله» کې د چین او پاکستان ګډون د نوي ډیلي لپاره د دغه وړاندیز ملاتړ ستونزمنوي.

د ستراتیژیکو چارو ډیلي میشتي کارپوه شروتي پندلای یادې ورځپاڼې ته وویل: « په دې ډله کې د چین او پاکستان موجودیت د نوي ډیلي لپاره هېڅ ستراتیژیک ارزښت نه لري».

هند له طالبانو سره د خبرو په ترڅ کې هڅه کړې چې د ایران د چابهار بندر ارزښت ته وده ورکړي. دغه بندر د هند لپاره یوه مهمه پروژه ده چې غواړي د پاکستان د کراچۍ او ګوادر بندرونو له لارې په سیمه کې چینايی نفوذ کم کړي.

خو ځینې شنونکي باور لري چې په دې ډله کې ګډون به د هند سیمه‌ییز رول پیاوړی کړي.

د جواهر لال نهرو پوهنتون استاد سواران سېنګ وايي، هند باید مخکې ددغه ایتلاف غړی وای، خو ټینګار یې وکړ، چې اوس هم ناوخته نه دی. سېنګ وویل، « دا به د سیمه ییز لوبغاړي په توګه د هند د مطرح کېدو او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بشري مرستو په برخه کې د نوي ډیلي د هڅو تایید وي».

هند له چین او پاکستان سره د سرحدي ستونزو ترڅنګ د میانمار، بنګله دیش او سریلانکا په څېر هېوادونو کې د نفوذ پر سر هم ښکیل دی. پاکستان د شیخ حسینه واجد د حکومت له نسکورېدو وروسته له بنګله دېش سره خپلې ډيپلوماتیکې اړیکې پیاوړې کړې او ترمنځ یې د پوځي پلاویو تګ او راتګ پیل شوی.

تنېجا وايي، چې «له طالبانو سره د هند د اړیکو پراختیا ته له دې زاویې هم کتل کېدای شي او دا پرمختګونه « حتمي نه ده چې تصادفي وي».

ورځپاڼه وايي، سره له دې چې د « افغان څلور اړخیزې ډلې» ایتلاف د سیمه‌ییزې همکارۍ لپاره یو فرصت دی، هند په دې اړه محتاط دی. د هند تمرکز پر دوه اړخیزو اړیکو دی چې خپلې ستراتیژیکې ګټې وساتي او د پاکستان او چین له نفوذه ځان لرې وساتي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو محمد نعیم د بهرنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په توګه معرفي کړ

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۶ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت، په قطر کې د دې ډلې پخوانی سفیر محمد نعیم د دی وزارت د اداري مرستیال په توګه معرفي کړ. تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل خبر ورکړی و، چې طالبانو په دوحه کې د افغانستان سفارت سرپرست محمد نعیم کابل ته غوښتی او د هغه پر ځای یې سهیل شاهین ټاکلی دی.

سرچینو «د مرغومي ۱۸مه» ویلي و، چې نعیم وردګ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نوی اداري معیین ګومارل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبې «د سلواغې ۷مه» په خپله اېکسپاڼه کې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،چې ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له لوري ښاغلی محمد نعیم د یوې غونډې په ترڅ کي د وزارت ریسانو، معاونیو او کارمنانو ته د وزارت د اداري مرستیال په توګه معرفي شو.

د طالبانو په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دا ټاکنه ددې ډلې د مشر هبت الله د حکم پر اساس شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په لومړیو کې محمد نعیم ددې ډلې د فرهنګي کمېسون غړی و، بیا وروسته په قطر کي د طالبانو سیاسي دفتر د غړي ترڅنګ واک ته د دې ډلې رسېدو سره په دوحه کې د افغانستان د سفارت سرپرست په توګه کار کاو.

د طالبانو له وروستیو ګومارنو څرګندیږي چې دغه ډله هڅه کوي په دوحه کې د خپل سیاسي دفتر فعالیتونه کم کړي او پر سفارت تمرکز ډېر کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام: له ۶ میلیونو ډېر افغانان د ورځې یوازې یوه یا دوې ډوډۍ خوري

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۰۱ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام رییسه وايي چې د نړیوالو مرستو کمېدو او د امریکا د بهرنیو مرستو د بندېدو له امله دغه اداره یوازې نیمایي اړو افغانانو ته مرسته رسولی شي. سیاو وي لي رویټرز ته وویل چې ډېری خلک یوازې په «ډوډۍ او چای» ژوند کوي.

افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا راتګ سره هممهاله د اقتصادي ناورین تر پولې ورسېد او ټولې پرمختیايي او امنیتي مرستې پرې بندې شوې. د بانکدارۍ پر سکتور هم سخت محدودیتونه ولګول شول.

له هغه وخت راهیسې بشري مرستو چې د غیرانتفاعي سازمانونو له لارې تمویلیږي، ځینې اړتیاوې پوره کړې دي، خو مرستندویان په وروستیو کلونو کې په دوامداره توګه خپلې مرستې کموي.

د ښځو پر کار او زده کړو د طالبانو بندیزونو، د بشري حقونو محدودولو او د سودان، اوکراین او غزې په څېر د نړۍ نورو ناورینونو له افغانستان سره مرستې کمې کړې دي.

په افغانستان کې لوږه

د مرستو کمېدو له امله له ۱۵ میلیونه افغانانو څخه چې خوراکي توکو ته بیړني اړ دي، یوازې نیمایي برخه مرستې ترلاسه کوي.

دا په دې معنا ده چې د ژمي په دې سخت وخت کې له ۶ میلیونو ډېر خلک د ورځې یوه یا دوې ډوډۍ خوري.

سیاو وي لي وویل، « دا ډېر بد وضعیت دی، ځکه دا خلک په بشپړه توګه له مرستو محروم شوي دي».

تېره جمعه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ټولو موجوده بهرنیو مرستو د بندولو اعلان وکړ او نوې مرستې یې هم بندې کړې.

دا پرېکړه ولسمشر ډونالډ ټرمپ کړې، چې غواړي معلومه کړي د مرستو وېش د هغه له بهرنۍ پالیسۍ سره سمون لري که نه.

په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د بشري مرستو ۴۰ سلنه برخه یوازې امریکا تمویلوله. دا لا څرګنده نه ده چې دغه بندیز به په افغانستان کې د بشري عملیاتو پر وضعیت څه اغیز وکړي.

ښځې او د ماشومانو اړتیاوې

سیاو وي لي وویل، « زه هیله لرم چې د هرې پرېکړې د تطبیق پر مهال د افغانانو اړتیاوې په پام کې ونیول شي، د ښځو او ماشومانو اړتیاوې».

مرستې په دې هم کمې شوې چې د ښځو پر کار د طالبانو د حکومت بندیز نړیوال مرستندویان اندېښمن کړي.

تېره اونۍ د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال وویل چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او ددې ډلې د قاضي القضات د نیولو غوښتنه یې کړې ده. هغه دغه دوه طالب چارواکي له ښځو او نجونو سره په ظلم او ناروا تورن کړل.

سره له دې چې طالبانو د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز لګولی ، سیاو وي لي وویل چې د خوړو نړیوال پروګرام لا هم ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسولو لارې لري.

هغې وویل، « سره له دې چې مرستې کمې دي او بندیزونه هم دي، موږ له ښځو سره د مرستو لپاره خپلې لارې برابرې کړې دي».

سهیل شاهین د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته خبرداری ورکړ چې طالبان دې نه ګواښي

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۸ GMT+۰

د قطر لپاره د طالبانو سفیر سهیل شاهین د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو نوي وزیر مارکو روبیو ته خبرداری ورکړ چې د طالبانو له ګواښلو ډډه وکړي. سهیل شاهین وايي، چې د طالبانو د حکومت تګلاره د ستونزو پر سوله ییز حل ولاړه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د طالبانو په زندانونو کې د نورو امریکایانو د شته والي په تړاو د شنبې په ورځ وویل، چې ښایي متحده ایالات د طالبانو پرجګپوړو مشرانو «ډېر ستر انعام» وټاکي.

هغه پر خپل اېکس ولیکل، « موږ یوازې اوریدلي چې طالبانو زموږ تر رپوټ ډېر امریکایان نیولي دي. که دا رښتیا وي، موږ باید د دوی پر مشرانو ډیر ستر انعام کېږدو، ښايي تر هغه انعام هم ستر، چې موږ پر بن لادن ایښی و».

تېره اونۍ طالبانو د بندیانو تبادله کې دوه امریکایان رایان کوربیټ او ویلیم مکینټي خوشي کړل. په بدل کې د طالبانو یو مهم غړی خان محمد، خوشی شو.

دا تړون د جو بایډن ادارې په وروستیو کې کړی و، خو لا هم دوه امریکایان، جورج ګلیزمان او افغان توکمه محمود حبیبي د طالبانو په بند کې دي.

سهیل شاهین وايي، د طالبانو د حکومت تګلاره د ستونزو پر سوله ییز حل ولاړه ده. هغه روبیو ته خبرداری ورکړ، چې « د فشار او تېري پر وړاندې د افغان ملت د تېرو لسیزو جهاد یو درس دی، چې هر څوک باید زده کړه ترې وکړي».

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته واک ته را وګرځېدل.

سهیل شاهین د سولې تړون لپاره په دوحه کې د طالبانو د مرکچي ټیم غړی و، چې اوس په دوحه کې ددې ډلې نوی سفیر ټاکل شوی دی.

د اسوشیټیډ خبري اژانس د رپوټ له مخې، شاهین وویل چې یو بل بهرنی کاناډايی وګړی ډیوډ لاوري د قطر په منځګړیتوب او مثبتو اړیکو خوشی شوی.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي د دوشنبې په ورځ وویل چې نوموړې له ډیوډ لاوري سره قطر ته تر رسېدو وروسته خبرې وکړې.
جولي پر خپل اېکس ولیکل، « هغه په ​​ښه روحیه کې دی».

نوموړې د قطر له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني نه مننه وکړه چې د لاوري په خلاصون کې یې مرسته کړې ده.

د طالبانو امربالمعروف وزارت: تېرو لسو مياشتو کې ۱۴ زره ۱۷۷ شکایتونه را سره ثبت شوي دي

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۷ GMT+۰

د طالبانو امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند وايي، له دوی سره په تېرو لسو مياشتو کې ۱۴ زره ۱۷۷ شکایتونه ثبت شوي دي. سیف الاسلام خیبر زیاتوي چې په دغه موده نږدې ۶ زره شکایتونو ته د رسېدنه شوې ده.

ښاغلي خیبر نن دوشنبې «د سلواغې ۸مه» په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، چې یاد وزارت له لوري د خلکو ستونزو او شکایتونو ته د رسېدنې لړۍ په چټکۍ سره دوام لري.

د هغه په وینا له دغو شکایتونو په یاده موده کې ۲ زره ۶۴۵ شکایتونه په پلازمېنه کابل او ۵ زره ۶۸۶ په ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د طالبانو دغه ویاند لیکلي:«چې د یادو شکایتونو له ډلې څخه ۵ زره ۷۵۵ شکایتونه په بریالیتوب سره حل شوي، ۲زره ۷۲۰ شکایتونه تر څېړنو لاندې دي او ۱۶۳۲ شکایتونه د حل په موخه اړوندو مراجعو ته لېږل شوي دي.»

د طالبانو امربالمعروف وزارت ویاند همدارنګه ویلي، چې د یادو شکایتونو په ډله کې ۴ زره ۴۴ هغه شکایتونه هم شامل دي، چې د ټلیفوني اړیکو له لارې ثبت شوي دي.

دی زیاتوي، ګڼ شمېر شکایتونه، چې د امربالمعروف اړوند نه و هم له دغه وزارت سره ثبت شوي وو، چې شکایت کوونکو د اړوندو شکایتونو د ثبت په اړه لازمې سپارښتنې او لارښوونې ورته شوې دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند د شکایتونو د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي په ډاکه کړي.

نیوکې دا دي‌ چې طالبان د ستونزو حل په تړاو یوازې تبلیغات کوي او ان د دوی له غړو د ښځو په تړاو کیدونکو شکایتونو ته هېڅ ارزښت نه ورکول کېږي.

یونېسف: ۲۰۲۴ کال کې مو نږدې ۱۸ زره افغان ماشومان خپلو کورنیو ته ستانه کړي دي

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۰۹:۲۳ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې له ۱۷,۴۰۰ زیات ماشومان چې له خپلو کورنیو بېل شوي او یا هم بې‌ سرپرسته شوي وو بېرته خپلو کورنیو ته ستانه کړي دي. 

دغه اداره ټینګار کوي چې د ماشومانو کور ته ستنېدل یوازې لومړنی ګام دی او دوی لا هم د تلپاتې ملاتړ تر څنګ کورني خوندیتوب ته اړتیا لري.

ېونېسف خبرداری ورکړی که چېرې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې او فشارونه همداسې دوام ومومي؛ نو ښايي د کورنیو له لوري ماشومان کډوالۍ ته لا نور اړ کړای شي.

یاد سازمان خبر ورکړی چې د دغه ډول کډوالۍ د مخنېوي لپاره له کورنیو سره نغدي مرستو، حرفوي زده کړو او د کوچنیو کاروبارونو په چمتو کولو کې هڅې کوي.

د ماشومانو د ملاتړ دغه نړۍوال سازمان زیاته کړې چې کورونو ته له ستنیدو وروسته ښوونځیو ته د تګ په برخه کې هم د دغو ماشومانو لاسنېوی کوي.

ګاونډیو هېوادونو ته د افغان ماشومانو له خطره ډګه کډوالي

د یونیسف د راپور له مخې، هره ورځ لسګونه تنکي افغان زلمیان هڅه کوي چې یوازې د هېواد له سرحدونو ایران یا پاکستان ته واوړي. 

دغه ماشومان چې ډېری وخت د کار پیدا کولو یا د ژوند ښه کولو په لټه کې وي، ډېر کله پرته له کوم قانوني سند څخه ګاونډیو هېوادونو ته ننوځي او تر نیول کیدو وروسته بېرته افغانستان ته شړل کېږي.

۱۵ کلن اسماعیل د دغو ماشومانو له ډلې څخه یو دی چې د خپلو ورونو سره یو ځای د پاکستان د غیرقانوني تګ پر مهال نیول شوی دی.

اوس اسماعیل د کندهار په هغه انتقالاتي مرکز کې اوسېږي چې د یونېسف له لوري یې مالي ملاتړ کیږي. هغه وایي: «پلار مې بزګر دی، خو زموږ ځمکه کمه ده او د کورنۍ لپاره مو کافي خواړه نه پیدا کیږي.»

نوموړي او د هغه ورونو غوښتل چې د پاکستان د سکرو په کانونو کې کار وکړي او خپلې کورنۍ ته ګټه وټه چمتو کړي. 

په هرات کې د دغو د کورنیو سره د یو ځای کیدونکو ماشومانو لپاره هم یو مرکز شته، چې ۱۲ کلن نعیم الله هم پکې اوسېږي.

نعیم چې د څلورم ټولګي زده ‌کوونکی و او د انجینر کېدو هیله یې لرله، د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله یې ایران ته د تګ پرېکړه کړې وه.

هغه د یو انساني قاچاق وړونکي په مرسته له پولې واوښت ؛خو تر څو ساعتونو تېریدو وروسته د ایران په خاوره کې د دغه هېواد د ځواکونو له لوري ونیول شو.

هغه وایي: «پلار مې د ودانیو جوړولو کې مزدوري کوي ؛خو ډېری ورځې ورته کار نه پیدا کېږي او موږ د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هېڅ نه لرو.»

د کارګرو ماشومانو ننګوونې او خطرونه

یونیسف وایي، کډوال افغان ماشومان په ګاونډیو هېوادونو کې ډېری وخت په سختو او ناامنو شرایطو کې کار کوي.

دغه ماشومان د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله یوازې په کم‌ عاید لرونکو او غیر رسمي کارونو لکه د کثافاتو ټولولو یا د ودانیو په کارونو بوختیږي.

د یاد سازمان په باور دغه کارونه هغوی له جدي خطرونو لکه تاوتریخوالي، ناوړه استفادې او روغتیایي ستونزو سره مخ کوي او له زده کړو څخه یې هم راګرځوي. 

دغه اداره باور لري چې د افغانستان دننه د دوامدارو فرصتونو په رامنځته کولو سره افغان ماشومانو ته روښانه راتلونکی برابرېدی شي. 

د طالبانو په واکمن کیدو سره په هېواد کې لوږه تر بل هر وخت ډېر شوې او ډېری مرستندویه ادارو د طالبانو د سختو بندیزونو له کبله افغانستان کې خپل دفترونه تړلي‌ دي.

د طالبانو د افراطي مفکورو له کبله نړۍوال له دوی سره تعامل ته غاړه نه ږدي او له همدې امله ورځ تر بلې د کاري فرصتونو د نشتون له کبله په هېواد کې لوږه او فقر مخ په ډېرېدو دی.