• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوړو نړیوال پروګرام: له ۶ میلیونو ډېر افغانان د ورځې یوازې یوه یا دوې ډوډۍ خوري

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۳۵ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام رییسه وايي چې د نړیوالو مرستو کمېدو او د امریکا د بهرنیو مرستو د بندېدو له امله دغه اداره یوازې نیمایي اړو افغانانو ته مرسته رسولی شي. سیاو وي لي رویټرز ته وویل چې ډېری خلک یوازې په «ډوډۍ او چای» ژوند کوي.

افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا راتګ سره هممهاله د اقتصادي ناورین تر پولې ورسېد او ټولې پرمختیايي او امنیتي مرستې پرې بندې شوې. د بانکدارۍ پر سکتور هم سخت محدودیتونه ولګول شول.

له هغه وخت راهیسې بشري مرستو چې د غیرانتفاعي سازمانونو له لارې تمویلیږي، ځینې اړتیاوې پوره کړې دي، خو مرستندویان په وروستیو کلونو کې په دوامداره توګه خپلې مرستې کموي.

د ښځو پر کار او زده کړو د طالبانو بندیزونو، د بشري حقونو محدودولو او د سودان، اوکراین او غزې په څېر د نړۍ نورو ناورینونو له افغانستان سره مرستې کمې کړې دي.

په افغانستان کې لوږه

د مرستو کمېدو له امله له ۱۵ میلیونه افغانانو څخه چې خوراکي توکو ته بیړني اړ دي، یوازې نیمایي برخه مرستې ترلاسه کوي.

دا په دې معنا ده چې د ژمي په دې سخت وخت کې له ۶ میلیونو ډېر خلک د ورځې یوه یا دوې ډوډۍ خوري.

سیاو وي لي وویل، « دا ډېر بد وضعیت دی، ځکه دا خلک په بشپړه توګه له مرستو محروم شوي دي».

تېره جمعه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ټولو موجوده بهرنیو مرستو د بندولو اعلان وکړ او نوې مرستې یې هم بندې کړې.

دا پرېکړه ولسمشر ډونالډ ټرمپ کړې، چې غواړي معلومه کړي د مرستو وېش د هغه له بهرنۍ پالیسۍ سره سمون لري که نه.

په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د بشري مرستو ۴۰ سلنه برخه یوازې امریکا تمویلوله. دا لا څرګنده نه ده چې دغه بندیز به په افغانستان کې د بشري عملیاتو پر وضعیت څه اغیز وکړي.

ښځې او د ماشومانو اړتیاوې

سیاو وي لي وویل، « زه هیله لرم چې د هرې پرېکړې د تطبیق پر مهال د افغانانو اړتیاوې په پام کې ونیول شي، د ښځو او ماشومانو اړتیاوې».

مرستې په دې هم کمې شوې چې د ښځو پر کار د طالبانو د حکومت بندیز نړیوال مرستندویان اندېښمن کړي.

تېره اونۍ د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال وویل چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او ددې ډلې د قاضي القضات د نیولو غوښتنه یې کړې ده. هغه دغه دوه طالب چارواکي له ښځو او نجونو سره په ظلم او ناروا تورن کړل.

سره له دې چې طالبانو د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز لګولی ، سیاو وي لي وویل چې د خوړو نړیوال پروګرام لا هم ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسولو لارې لري.

هغې وویل، « سره له دې چې مرستې کمې دي او بندیزونه هم دي، موږ له ښځو سره د مرستو لپاره خپلې لارې برابرې کړې دي».

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

سهیل شاهین د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته خبرداری ورکړ چې طالبان دې نه ګواښي

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۸ GMT+۰

د قطر لپاره د طالبانو سفیر سهیل شاهین د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو نوي وزیر مارکو روبیو ته خبرداری ورکړ چې د طالبانو له ګواښلو ډډه وکړي. سهیل شاهین وايي، چې د طالبانو د حکومت تګلاره د ستونزو پر سوله ییز حل ولاړه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د طالبانو په زندانونو کې د نورو امریکایانو د شته والي په تړاو د شنبې په ورځ وویل، چې ښایي متحده ایالات د طالبانو پرجګپوړو مشرانو «ډېر ستر انعام» وټاکي.

هغه پر خپل اېکس ولیکل، « موږ یوازې اوریدلي چې طالبانو زموږ تر رپوټ ډېر امریکایان نیولي دي. که دا رښتیا وي، موږ باید د دوی پر مشرانو ډیر ستر انعام کېږدو، ښايي تر هغه انعام هم ستر، چې موږ پر بن لادن ایښی و».

تېره اونۍ طالبانو د بندیانو تبادله کې دوه امریکایان رایان کوربیټ او ویلیم مکینټي خوشي کړل. په بدل کې د طالبانو یو مهم غړی خان محمد، خوشی شو.

دا تړون د جو بایډن ادارې په وروستیو کې کړی و، خو لا هم دوه امریکایان، جورج ګلیزمان او افغان توکمه محمود حبیبي د طالبانو په بند کې دي.

سهیل شاهین وايي، د طالبانو د حکومت تګلاره د ستونزو پر سوله ییز حل ولاړه ده. هغه روبیو ته خبرداری ورکړ، چې « د فشار او تېري پر وړاندې د افغان ملت د تېرو لسیزو جهاد یو درس دی، چې هر څوک باید زده کړه ترې وکړي».

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته واک ته را وګرځېدل.

سهیل شاهین د سولې تړون لپاره په دوحه کې د طالبانو د مرکچي ټیم غړی و، چې اوس په دوحه کې ددې ډلې نوی سفیر ټاکل شوی دی.

د اسوشیټیډ خبري اژانس د رپوټ له مخې، شاهین وویل چې یو بل بهرنی کاناډايی وګړی ډیوډ لاوري د قطر په منځګړیتوب او مثبتو اړیکو خوشی شوی.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي د دوشنبې په ورځ وویل چې نوموړې له ډیوډ لاوري سره قطر ته تر رسېدو وروسته خبرې وکړې.
جولي پر خپل اېکس ولیکل، « هغه په ​​ښه روحیه کې دی».

نوموړې د قطر له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني نه مننه وکړه چې د لاوري په خلاصون کې یې مرسته کړې ده.

د طالبانو امربالمعروف وزارت: تېرو لسو مياشتو کې ۱۴ زره ۱۷۷ شکایتونه را سره ثبت شوي دي

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۷ GMT+۰

د طالبانو امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند وايي، له دوی سره په تېرو لسو مياشتو کې ۱۴ زره ۱۷۷ شکایتونه ثبت شوي دي. سیف الاسلام خیبر زیاتوي چې په دغه موده نږدې ۶ زره شکایتونو ته د رسېدنه شوې ده.

ښاغلي خیبر نن دوشنبې «د سلواغې ۸مه» په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، چې یاد وزارت له لوري د خلکو ستونزو او شکایتونو ته د رسېدنې لړۍ په چټکۍ سره دوام لري.

د هغه په وینا له دغو شکایتونو په یاده موده کې ۲ زره ۶۴۵ شکایتونه په پلازمېنه کابل او ۵ زره ۶۸۶ په ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د طالبانو دغه ویاند لیکلي:«چې د یادو شکایتونو له ډلې څخه ۵ زره ۷۵۵ شکایتونه په بریالیتوب سره حل شوي، ۲زره ۷۲۰ شکایتونه تر څېړنو لاندې دي او ۱۶۳۲ شکایتونه د حل په موخه اړوندو مراجعو ته لېږل شوي دي.»

د طالبانو امربالمعروف وزارت ویاند همدارنګه ویلي، چې د یادو شکایتونو په ډله کې ۴ زره ۴۴ هغه شکایتونه هم شامل دي، چې د ټلیفوني اړیکو له لارې ثبت شوي دي.

دی زیاتوي، ګڼ شمېر شکایتونه، چې د امربالمعروف اړوند نه و هم له دغه وزارت سره ثبت شوي وو، چې شکایت کوونکو د اړوندو شکایتونو د ثبت په اړه لازمې سپارښتنې او لارښوونې ورته شوې دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند د شکایتونو د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي په ډاکه کړي.

نیوکې دا دي‌ چې طالبان د ستونزو حل په تړاو یوازې تبلیغات کوي او ان د دوی له غړو د ښځو په تړاو کیدونکو شکایتونو ته هېڅ ارزښت نه ورکول کېږي.

یونېسف: ۲۰۲۴ کال کې مو نږدې ۱۸ زره افغان ماشومان خپلو کورنیو ته ستانه کړي دي

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۰۹:۲۳ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې له ۱۷,۴۰۰ زیات ماشومان چې له خپلو کورنیو بېل شوي او یا هم بې‌ سرپرسته شوي وو بېرته خپلو کورنیو ته ستانه کړي دي. 

دغه اداره ټینګار کوي چې د ماشومانو کور ته ستنېدل یوازې لومړنی ګام دی او دوی لا هم د تلپاتې ملاتړ تر څنګ کورني خوندیتوب ته اړتیا لري.

ېونېسف خبرداری ورکړی که چېرې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې او فشارونه همداسې دوام ومومي؛ نو ښايي د کورنیو له لوري ماشومان کډوالۍ ته لا نور اړ کړای شي.

یاد سازمان خبر ورکړی چې د دغه ډول کډوالۍ د مخنېوي لپاره له کورنیو سره نغدي مرستو، حرفوي زده کړو او د کوچنیو کاروبارونو په چمتو کولو کې هڅې کوي.

د ماشومانو د ملاتړ دغه نړۍوال سازمان زیاته کړې چې کورونو ته له ستنیدو وروسته ښوونځیو ته د تګ په برخه کې هم د دغو ماشومانو لاسنېوی کوي.

ګاونډیو هېوادونو ته د افغان ماشومانو له خطره ډګه کډوالي

د یونیسف د راپور له مخې، هره ورځ لسګونه تنکي افغان زلمیان هڅه کوي چې یوازې د هېواد له سرحدونو ایران یا پاکستان ته واوړي. 

دغه ماشومان چې ډېری وخت د کار پیدا کولو یا د ژوند ښه کولو په لټه کې وي، ډېر کله پرته له کوم قانوني سند څخه ګاونډیو هېوادونو ته ننوځي او تر نیول کیدو وروسته بېرته افغانستان ته شړل کېږي.

۱۵ کلن اسماعیل د دغو ماشومانو له ډلې څخه یو دی چې د خپلو ورونو سره یو ځای د پاکستان د غیرقانوني تګ پر مهال نیول شوی دی.

اوس اسماعیل د کندهار په هغه انتقالاتي مرکز کې اوسېږي چې د یونېسف له لوري یې مالي ملاتړ کیږي. هغه وایي: «پلار مې بزګر دی، خو زموږ ځمکه کمه ده او د کورنۍ لپاره مو کافي خواړه نه پیدا کیږي.»

نوموړي او د هغه ورونو غوښتل چې د پاکستان د سکرو په کانونو کې کار وکړي او خپلې کورنۍ ته ګټه وټه چمتو کړي. 

په هرات کې د دغو د کورنیو سره د یو ځای کیدونکو ماشومانو لپاره هم یو مرکز شته، چې ۱۲ کلن نعیم الله هم پکې اوسېږي.

نعیم چې د څلورم ټولګي زده ‌کوونکی و او د انجینر کېدو هیله یې لرله، د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله یې ایران ته د تګ پرېکړه کړې وه.

هغه د یو انساني قاچاق وړونکي په مرسته له پولې واوښت ؛خو تر څو ساعتونو تېریدو وروسته د ایران په خاوره کې د دغه هېواد د ځواکونو له لوري ونیول شو.

هغه وایي: «پلار مې د ودانیو جوړولو کې مزدوري کوي ؛خو ډېری ورځې ورته کار نه پیدا کېږي او موږ د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هېڅ نه لرو.»

د کارګرو ماشومانو ننګوونې او خطرونه

یونیسف وایي، کډوال افغان ماشومان په ګاونډیو هېوادونو کې ډېری وخت په سختو او ناامنو شرایطو کې کار کوي.

دغه ماشومان د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله یوازې په کم‌ عاید لرونکو او غیر رسمي کارونو لکه د کثافاتو ټولولو یا د ودانیو په کارونو بوختیږي.

د یاد سازمان په باور دغه کارونه هغوی له جدي خطرونو لکه تاوتریخوالي، ناوړه استفادې او روغتیایي ستونزو سره مخ کوي او له زده کړو څخه یې هم راګرځوي. 

دغه اداره باور لري چې د افغانستان دننه د دوامدارو فرصتونو په رامنځته کولو سره افغان ماشومانو ته روښانه راتلونکی برابرېدی شي. 

د طالبانو په واکمن کیدو سره په هېواد کې لوږه تر بل هر وخت ډېر شوې او ډېری مرستندویه ادارو د طالبانو د سختو بندیزونو له کبله افغانستان کې خپل دفترونه تړلي‌ دي.

د طالبانو د افراطي مفکورو له کبله نړۍوال له دوی سره تعامل ته غاړه نه ږدي او له همدې امله ورځ تر بلې د کاري فرصتونو د نشتون له کبله په هېواد کې لوږه او فقر مخ په ډېرېدو دی.

د افغانۍ ځوړ او طالبانو وارخطايي؛ طالبانو درې ورځو کې د ۴۵ میلیونه ډالرو د لیلام اعلان کړی

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۰۷:۳۱ GMT+۰

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښیي چې طالبانو په درې ورځو کې د افغانۍ د ثبات په موخه ۴۵ میلیونه ډالره لیلام ته وړاندې کړي‌. دغې ډلې د تېرې شنبې په ورځ ۲۰ میلیونه او نن دوشنبه یې د (سلواغې اتمه) د ۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو د لیلام اعلان کړی.

د‌ طالبانو له دغو هڅو سره سره بیا هم افغانۍ مخ په ځوړ روانه ده او ثبات یې پاشل شوی دی.

د افغانۍ د ثبات ساتلو مسلې طالبان دومره وارخطا کړي چې د افغانستان بانک مشرانو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې له صرافانو سره له درېیو تر څلورو ګډې ناستې کړي دي.

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر طالبانو نغدي کڅوړې بندې کړې او د هغه د حکومت یو شمېر چارواکو د طالبانو پر ضد توندې څرګندونې وکړې ورسره د افغانۍ ارزښت هم مخ په ځوړ شو.

له دې سره هم مهاله د طالبانو د افغانستان بانک له لوري د افغانۍ د ثبات په موخه هم هڅې پیل شوې؛ خو څرګندې پایلې یې ورنه کړې.

یاد بانک د تېرې شنبې پر ورځ د ۲۰ میلیونه امریکا ډالرو د لیلام خبر ورکړ؛ خو له شهزاده سرای څخه سرچینو افغانستان انټرنشل ته ویلي چې طالبانو هغه ورځ یوازې ۱۵ میلیونه ډالره لیلام کړل.

سرچینې زیاته کړې چې په کابل د تیرو لس ورځو راهیسې د یوه امریکایي ډالر په بدل کې افغانۍ ارزښت نږدې لس افغانۍ راټیټ شوی دی.

د کابل د صرافانو د معلوماتو پر بنسټ نن په شهزاده سرای کې یو ډالر په ۷۸.۳۰ افغانیو پلور کیده.

یو شمېر صرافانو افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ادعا کړې چې طالبان هڅه کو‌ي د افغانۍ د بیې د کنټرول په موخه خپله صرافانو ته نرخونه وټاکه او بیا پرې په زور دغه نرخونه پلي کړي.

یوه صراف وویل: «طالبان په شهزاده سرای کې دوکان په دوکان وګرځیدل، صرافانو ته یې سپارښتنه وکړه چې له دې وروسته به دوی نرخونه ټاکي او که هر چا ترې سرغړونه وکړه؛ نو له سزا به ورکړي.»

د افغانستان بانک له لوري د ۲۵ میلیونه ډالرو د لیلام پروسه لا هم روانه ده؛ خو صرافان په دې باور دي چې دا پروسه به د افغانیو د ارزښت په لوړیدو کې هېڅ ډول رول ونه لري.

د شهزاده سرای کاروباریان وېره لري چې طالبان به پرې د افغانیو د ارزښت د لوړیدو لپاره محدودیتونه وضعه کړي‌ او فشارونه به هم پرې راوړي.

د طالبانو له لوري له کابله د باندې په ولایتونو کې هم پر صرافانو یو شمېر بندیزونه لګول شوي او له دوی یې غوښتي چې په خواله رسنیو او چټ ګروپونو کې د افغانیو د نرخونو له ورکړې ډډه وکړي‌.

همدا راز یې په دغو چټ ګروپونو کې د افغانیو پر پېر او‌ پلور هم بندیزونه لګولي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د افغانیو ثباب د روانو سیاستونو پورې تړاو لري او تر هغې چې طالبان په سیاسي توګه له امریکا او نورې نړۍ سره تعامل ته چمتو نه شي؛ نو ورځ تر بلې به افغانۍ د ثبات له کړکېچ سره مخ کېږي.

د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه روح الله شمس افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې وویل، چې د امریکا له لوري د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ورکول کیدونکو نغدي کڅوړ د افغانیو ثبات ساتلی و او اټکل کېږي چې نږدې راتلونکي کې به افغانۍ په بې سارې توګه نوره هم وغورځېږي.

د‌ پخواني جمهوري نظام د نسکوریدو په لومړیو ورځو کې هم افغانۍ خپل ثبات له لاسه ورکړی و؛ خو د ملګرو ملتونو د مرستو او د امریکا له نغدي کڅوړو وروسته افغانۍ بېرته خپل ارزښت وموند.

کارپوهان باور لري چې د افغانیو په ثبات کې د طالبانو هېڅ ډول رول نه شته او د امریکا د نغدي کڅوړو تر بندیدو وروسته په دې تړاو د طالبانو هر ډول ادعاوې شنډې شوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د شیعه عالمانو شورا له غړو سره لیدلي

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۰۶:۴۳ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر‏ سید عباس عراقچي تېر ماښام په کابل کې د افغانستان د شیعه عالمانو شورا له غړو سره لیدلي دي. عباس عراقچي پرون سهار کابل ته رسیدلی و او له طالبانو سره یې ناستې لرلې.

د دغه وزارت له‌خوا پر اېکس پاڼه د ښاغلي عراقچي په حواله راغلي، چې د افغانستان شیعه عالمان او شیعه ټولنې د دغه هېواد په علمي، کلتوري او مذهبي ودې او پرمختګ کې مهم رول لوبوي.
نوموړي د بېلابېلو قومونو او مذهبونو ترمنځ دوستانه او د وروګلوۍ اړیکه د افغانستان د پرمختګ لپاره ګټوره بللې او هغه یې د یوې خوندي او پرمختللې ټولنې لپاره یو شرط وباله او د یووالي د پیاوړتیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
هغه دارنګه ویلي، چې د ایران حکومت له افغانستان سره په بېلابېلو اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري برخو کې د اړیکو پراخول غواړي.

خو د ایران حکومت دا مهال په هغه هیواد کې له افغان کډوالو سره د ټولو نړۍوالو قوانینو په تر پښو لاندې کولو سره له افغانانو سره خورا بد چلند کوي.
د دغه وزارت د لیکنې له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان د شیعه علماوو شورا د ایران د اسلامي جمهوریت له‌خوا د تېرو ۴۵ کلونو راهیسې د افغان کډوالو د کوربه‌توب او د ایران په ښوونځیو او پوهنتونونو کې ګڼ شمېر افغانانو لپاره د زده‌کړو فرصتونو د برابرولو ستاینه وکړه.

د ایران حکومت دا مهال د دغه هیواد په ښوونځیو کې افغان ماشومان زده‌کړو ته نه پرېږدي او هغه افغانان چې په هټیو او کارخونو کې کار کوي نیسي او په زور افغانستان ته اړوي.