• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د شیعه عالمانو شورا له غړو سره لیدلي

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۰۶:۴۳ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر‏ سید عباس عراقچي تېر ماښام په کابل کې د افغانستان د شیعه عالمانو شورا له غړو سره لیدلي دي. عباس عراقچي پرون سهار کابل ته رسیدلی و او له طالبانو سره یې ناستې لرلې.

د دغه وزارت له‌خوا پر اېکس پاڼه د ښاغلي عراقچي په حواله راغلي، چې د افغانستان شیعه عالمان او شیعه ټولنې د دغه هېواد په علمي، کلتوري او مذهبي ودې او پرمختګ کې مهم رول لوبوي.
نوموړي د بېلابېلو قومونو او مذهبونو ترمنځ دوستانه او د وروګلوۍ اړیکه د افغانستان د پرمختګ لپاره ګټوره بللې او هغه یې د یوې خوندي او پرمختللې ټولنې لپاره یو شرط وباله او د یووالي د پیاوړتیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
هغه دارنګه ویلي، چې د ایران حکومت له افغانستان سره په بېلابېلو اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري برخو کې د اړیکو پراخول غواړي.

خو د ایران حکومت دا مهال په هغه هیواد کې له افغان کډوالو سره د ټولو نړۍوالو قوانینو په تر پښو لاندې کولو سره له افغانانو سره خورا بد چلند کوي.
د دغه وزارت د لیکنې له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان د شیعه علماوو شورا د ایران د اسلامي جمهوریت له‌خوا د تېرو ۴۵ کلونو راهیسې د افغان کډوالو د کوربه‌توب او د ایران په ښوونځیو او پوهنتونونو کې ګڼ شمېر افغانانو لپاره د زده‌کړو فرصتونو د برابرولو ستاینه وکړه.

د ایران حکومت دا مهال د دغه هیواد په ښوونځیو کې افغان ماشومان زده‌کړو ته نه پرېږدي او هغه افغانان چې په هټیو او کارخونو کې کار کوي نیسي او په زور افغانستان ته اړوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

کریم خرم طالبانو ته په اشارې: منظم حکومتونه خپلې نیمګړتیاوې درک او خپله یې حل کوي

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۰۶:۱۳ GMT+۰

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر مشر عبدالکریم د (سلواغې اتمه) پر خپله اېکس پاڼه طالبانو ته په اشارې لیکلي‌ چې منظم حکومتونه د ستونزو په حل پسې ګرځي او که د ستونزو لاملونه په ځان کې وویني خپله یې حل کوي.

کریم خرم زیاته کړې چې د داود خان د واکمنۍ تر پرځولو وروسته د افغانستان کمونېستي رژیم په هېواد کې سختې ګډوډۍ رامنځته کړې او هر څه یې په بل مخ واړول او ژوند کول ورته ګران شول.

د هغه په خبره،‌ که څه هم کمونیستانو په پای کې هڅې وکړې چې اصلاحات راولي ؛خو اوبه ترې له ورخه تېرې وې.

د هغه په خبره، د پخواني شوروي اتحاد ملاتړي نظام د اصلاحاتو په لړ کې خپل سور بېرغ بېرته پر درې رنګه بېرغ بدل کړ، لویه جرګه یې راوبلله، اساسي قانون یې جوړ کړ، پارلمان یې رامنځته کړو او ګڼ یې نور اقدامات یې وکړل خو په خبره یې بیا هم بستره ټوله شوه.

هغه طالبانو ته په اشاروي ډول یادونه کړې چې د کمونیسټي رژیم په څېر ملت له دوی هم مخ اړولی او په راتلونکي کې هر ډول اصلاحي ګامونه به ورته چندان ګټه ونه کړي.

کریم خرم په دې باور دی چې طالبان باید خپلو ځانونو کې د ستونزو لاملونه وپلټي او بیا یې حل لارې ولټوي.

هغه ټینګار کوي‌ چې نظامونه تر یوې ځانګړې مودې پورې د اصلاحاتو وړ وي‌ او هر څومره وخت ډېر تېرېږي د اصلاحاتو چانسونه هم ورسره کمېږي.

په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ د نه شتون او د سیاسي فعالیتونو د بندیزو له امله په کابل کې ډېری مېشت سیاستوال مخامخ پر طالبانو نیوکې نه شي کولی او یوازې د کنایې په ډول څنګ زنې نیوکې پرې کوي.

کابل کې د حامد کرزي په خوا کې د عبدالکریم خرم په ګډون راټول پخواني‌ چارواکي د طالبانو له لوري له سختو بندیزونو سره مخ دي. دوی په ښکاره توګه د سیاسي فعالیتونو اجازه نه لري او نه هم د لویو سیاسي غونډو د جوړولو ازادي لري.

همدا راز پرته له حامد کرزي د هغه پر ټولو پخوانیو ملګرو د بهرنیو سفارتونو او مرستندویه ادارو سره پر اړیکو بندیز لګیدلی او خپلمنځي سیاسي غونډې هم نشي کولی.

د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې د پخواني جمهوري نظام لوړ پوړي مامورین یوازې د خواله رسنیو تر کچې محدودې شوي او هلته هم په ښکاره توګه پر طالبانو د نیوکو اجازه نه لري.

پاکستان کې افغان کډوال: حیران یو چې ویزې واخلو، که ماشومان ماړه کړو

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۰۵:۵۱ GMT+۰

په پاکستان کې د ویزو مودې کمېدو د کډوالو لپاره ګڼې ستونزې را ولاړې کړې دي. له تېرې یوې میاشتې راهیسې په پاکستان د افغان کډوالو لپاره د ویزو موده له شپږو او درېیو میاشتو څخه یوې میاشتې ته کمه شوې ده.

دغه کډوال وایي، که څه هم د ویزو موده یوې میاشتې ته کمه شوې؛ خو د ویزې بیه هماغه د شپږ میاشتنۍ ویزو برابر ده.

تر دې مخکې به د شپږو میاشتو لپاره د یوې وېزې پر نوې کېدو ۱۷ زره کلدارې لګښت راتلو چې اوس دغه لګښت په یوه میاشت کې په یوه ویزه کیږي.
په دې تړاو په پاکستان کې مېشته افغان کډواله فخریه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي: «پخوا به مو شپږ ماشتینۍ ویزې اخیستې؛ که څه هم په هرو شپږو میاشتو کې د ویزو پر تمدید ډېر لګښت کېدو خو اوس‌مهال دغه ویزې چې یوې میاشتې ته بدلې شوې افغان کډوال یې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ کړي دي.»
د هغې په وینا، د ویزو د تمدید چاره د هغو کورنیو لپاره تر ټولو سخته تمامېږي چې د کورنۍ د غړو شمېر یې ډېر وي.
د هغې په وینا، په میاشت کې یو ځل د ټولې کورنۍ غړو لپاره په څه باندې دوه لکو کلدارو د ویزو تمدید دا یوه لویه ستونزه ده چې نن سبا ورسره افغان کډوال لاس او ګرېوان دي.
هغه زیاتوي: «نپوهېږو، چې لومړی ویزې تمدید کړو او که د ماشومانو نسونه ماړه کړو.»
له یو پلوه وزګارتیا او له بل پلوه د ویزو لګښتونه پاکستان مېشتي افغانان هک حیران کړي، چې څه وکړي؟
علي سینا چې د اسلام اباد په بي ۱۷ ښارګوټي کې اوسېږي وایي، چې د افغانانو لپاره په پاکستان کې کاري فرصتونه ډېر کم دي او پرته له دې چې په هټیو او رستورانتونو کې واړه کارونه وکړي؛ نور کارونه ورته نه شته.
د هغه په وینا، په هټیو کې تر ۲۰ زرو ډېره تنخوا نه ورکول کېږي؛ نو په دې پیسو به سړی ویزې څنکه واخلي.
هغه د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې افغانانو ته دې د ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
هغه زیاته کړې: «له یو پلوه مو د بهرنیو هېوادونو لپاره کارونه ځنډېدلي او له بل پلوه د پاکستان حکومت له‌خوا د کډوالو ځورونه او اېستنه لاهم روانه ده؛ که دغه کډوال چې ژوند ته یې ګواښ دی ویزې وانه خلي او بېرته افغانستان ته ستانه کړای شي؛ د دوی برخلیک به ډېر بد وي.»
هغه دارنګه د امریکا په ګډون پر ټولو نړۍوالو هېوادونو غږ کړی، چې د افغانانو لپاره دې د ویزو د ورکړې پروسې چټکې کړي.

له یوې خوا افغان کډوالو ته بهرنیو هیوادونو د تلو دروازې وتړل شوې له بلې خوا د پاکستان حکومت په بیلابیلو پلمو له افغان کډوالو د پیسو شکولو ته لارې جوړوي چې افغان کډوال یې له رواني ستونزو سره مخ کړي.

طالبانو د ګوانتنامو پخوانی زنداني اسدالله هارون د چارو په اداره کې د یوې برخې مشر ټاکلی

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۵۹ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو رییس الوزرا د ځانګړي حکم پر بنسټ د ګوانتنامو پخوانی زنداني اسدالله هارون د چارو ادارې د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو انسټېټیوټ د مشر په توګه ګومارلی دی. د معلوماتو له مخې هغه په فوق بست کې ګومارل شوی.

د سرچینې په خبره، اسدالله هارون به ډېر ژر د یاد انسټېټیوټ د مشر په توګه په ځانګړو مراسمو کې د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شي او په رسمي توګه به خپله دنده پیل کړي.

هغه چې په هارون الافغاني هم مشهور دی د ۲۰۰۷ کال د فبرورۍ په څلورمه نېټه د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت ریاست له لوري په ننګرهار کې تر نیول کیدو وروسته امریکايي ځواکونو ته وسپارل شو او بیا د ګوانتنامو زندان ته ولېږدول شو.

پر هغه تور و چې له القاعده شبکې سره یې اړیکې لرلې او د یوې وسله والې ډلې مشري یې هم کوله.

د ګوانتنامو دغه پخوانی زنداني د طالبانو له بیا واکمن کیدو وروسته د ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې په ۲۵مه نېټه د امریکایانو له لوري له زندانه خوشې کړای شو.

د متحده ایالاتو حکومت د هغه د خوشې کیدو په امر کې ویلي و چې اسدالله هارون د سخت‌دریځو ډلو په مشرۍ کې رول نه درلود او پر خپلو پخوانیو فعالیتونو یې پښېماني هم ښودلې ده.

اسدالله هارون د ننګرهار پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوی او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب غړیتوب یې هم درلود.

هغه د زندان پر مهال او له خوشې کیدو وروسته هم پر ده لګیدلي تورونه رد کړي وو.

طالبانو لا تر اوسه پورې په رسمي توګه د اسدالله هارون د ټاکل کیدو په تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي؛ خو د دغې ډلې د خواله رسنیو فعالانو د هغه پر ګومارل کیدو خوښئ څرګندې کړي دي.

که څه هم اسدالله هارون د طالبانو په لیکو کې غړیتوب نه درلود؛ خو دوه کاله وړاندې تر خوشې کیدو وروسته یې افغانستان ته د ښه راغلاست لپاره ورته طالبانو ځانګړي مراسم نیولي وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه خلاصون وروسته د هرکلي لپاره دوحې ته تللی و او په یوې ځانګړې جېټ الوتکه کې یې تر کابله د هغه ملګرتیا هم کړې وه.

100%

د طالبانو د لومړني رژیم تر ړنګیدو وروسته امریکایانو د طالبانو او د القاعده شبکې ۲۲۰ غړي په افغانستان او پاکستان کې تر نیول کیدو وروسته په ګوانتنامو زندان کې ساتل کیدل.

د طالبانو په دا ځل واکمنۍ کې له ګوانتنامو زندانه اسدالله هارون لومړنی کس دی چې طالبان ورته د لوړې کچې دنده ورکوي او لا تر اوسه یې په رسمي توګه دا موضوع پټه هم ساتلې ده.

اسدالله هارون ۴۴ کاله عمر لري او د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

د طالبانو مشران ډیورنډ کرښې ته نږدې پراته خلک د ټي ټي پي له ملاتړه راګرځوي

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیالۍ څخه د کډوالو چارو وزارت ته تنزیل شوي مولوي کبیر په خوست کې قومي مشرانو ته ویلي چې د ګاونډي پر ضد وسله والو ته ځای ورکول یې په تګلاره کې نه شته. هغه د ټي ټي پي له ملاتړه خلک راګرځولي دي.

دغه څرګندونې داسې مهال کیږي، چې پاکستان ادعا لري، وايي افغان طالبانو ډیورنډ کرښې ته نږدې په بېلابیلو سیمو کې پاکستاني طالبانو ته پټنځایونه ورکړي دي.

مولوي‌ کبیر د (سلواغې ۷مه) د خوست په مرکز متون ښار کې د بېلابېلو قبیلو له مشرانو سره په ناسته زیاته کړې چې طالبانو سره اوس بېلابېل هېوادونه ښې اړیکې لري.

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزیر په خبره، دوی د ګاونډی پر ضد وسله والو ته ځای نه دی ورکړی او نه هم دوی دغسې کومه تګلاره لري.

په ناسته کې قومي مشران د طالبانو د دغه مشر له لوري د ټي تي پي له ملاتړ راګرځول شوي او ورته ویل شوي چې دوی له ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي.

د طالبانو بېلابېلو مشرانو په وار وار ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره د هېڅ ګاونډي او هېڅ چا پر ضد نه کاروي؛ خو پاکستان بیا په ځلونو اندېښنه ښودلې چې د افغان طالبانو تر سیورې لاندې ټي ټي پي د دوی پر ضد بریدونه تنظیموي.

پاکستان ادعا لري چې د افغان طالبانو له لوري د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پاکستاني طالبانو ته پټنځایونه ورکړل شوي او له هماغو ځایونو د پاکستان دننه د بریدونو د ترسره کولو چارې تنظیموي.

نږدې دوه میاشتې وړاندې پاکستاني ځواکونو په خوست او د پکتیکا په برمل ولسوالیو د جیټ الوتکو هوایي بریدونه وکړل او خبر یې ورکړ چې د افغانستان دننه یې د ټي ټي پي وسله وال په نښه کړي‌ وو.

طالبانو د پاکستان دغو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي وو چې وزیرستاني کډوال یې په نښه کړي‌ او د ماشومانو په ګډون یې ښځې هم وژلې دي.

په دې ورستیو کې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د پېښور په قول اردو کې له سیاسي ګوندونو سره په ناسته کې له افغان طالبانو سره د دوی یوازینۍ ستونزه ټي ټي پي بللې وه او ټینګار یې کړی و،‌ که دا مسله حل شي؛ نو له طالبانو سره بله هېڅ جدي لانجه نه لري.

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي بیا ادعا کړې وه چې پاکستان په خپله خاوره کې د داعش مرکزونه جوړ کړي او د پوځ له لوري یې ورته تر روزنې ورکولو وروسته افغانستان ته د بریدونو لپاره لېږل کېږي.

مولوي کبیر د ډیورنډ کرښې پر موضوع سربېره د خوست قومي مشران د طالبانو ملاتړ ته رابللي او هیله یې ترې کړې چې باید ورسره اوږه په اوږه ودرېږي.

په داسې حال کې چې ورځ تر بلې د عصري زده کړو پر پوهنتونونو د طالبانو سخت بندیزونه لګول کېږي ؛خو د خوست دغو قومي مشرانو له یاد طالب مشر څخه غوښتي چې د شېخ زاید پوهنتون د ودې او پراختیا په برخه کې مرسته ورسره وکړي.

يو پخوانی کاناډايي پوځي د طالبانو له بنده خوشې شو

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۰۰ GMT+۰

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلانیا جولي د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د قطر په منځګړیتوب د طالبانو له بند څخه کاناډایي ډېوېډ لاوري خوشې شوی دی.

نوموړې پرته له دې چې د هغه د خوشې کېدو د څرنګوالی په اړه معلومات ورکړي، په خپل اېکس کې لیکلي، چې له لاوري سره یې خبرې کړي او هغه اوسمهال قطر ته رسېدلی دی.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې په خپل پیغام کې له خپل قطري سیال څخه د دغه کاناډايي وګړي په خلاصون کې د اسانتیاوو برابرولو له امله مننه کړې ده.

یوه کاناډایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، "د ښاغلي لاوري خوشې کول د کاناډا د حکومت په غوښتنه له قطر څخه شونې شول." د کاناډا "حکومت په افغانستان کې د منځګړیتوب په برخه کې د قطر پخوانۍ تجربې ته په پام سره له قطر څخه د مرستې غوښتنه وکړه."

دغه چارواکي دا هم ویلي، چې لاوري اوس د قطر په پلازمېنې دوحه کې دی او طبي معاینات یې تر سره کېږي.

ډېوېډ لیوري د روان کال په سپټمبر میاشت کې د کابل په هوايي ډګر کې د طالبانو له خوا ونیول شو.

دا لا څرګنده نه ده، چې طالبانو د دغه کاناډايي وګړي د خلاصون په بدل کې څه غوښتي دي.

لاوري، چې د "کاناډا دیو" په نوم پېژندل کېږي، له ډېرو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعال و.

نوموړي په افغانستان کې د خپل خصوصي شرکت په توګه امنیتي مشورتي خدمات وړاندې کول.

یوې کاناډایۍ سرچینې ویلي، چې طالبان په افغانستان کې د لاوري له حضور ډېر مخکې خبر وو. کله چې د ۲۰۲۱ په اګست کې افغانستان سقوط وکړ، لاوري یوازینی کاناډایی و، چې د کابل په نړۍوال هوایی ډګر کې پاتې شو.

لاوري غوښتل، چې له نږدې زر تنو سره مرسته وکړي څو کاناډا ته د لېږدولو په تمه دي. ن

وموړی بالاخره په دې وتوانېد، چې سل تنه د طالبانو تر ولکې لاندې له افغانستان څخه وباسي.

تر دې وړاندې د روانې میاشتې په لومړیو کې طالبانو د قطر په منځګړیتوب دوه امریکايي بندیان خوشې کړل.