افغان میرمنې میلانیا ټرمپ ته؛ د افغان میرمنو د حقونو لپاره له خپل ځواکه کار واخلئ

د افغان ښځو معترضو غورځنګونو د امریکا له لومړۍ میرمنې میلانیا ټرمپ نه په یوه لیک کې وغوښتل چې د افغان ښځو د حقونو د خونديتابه لپاره له خپل ځواک او نفوذ څخه کار واخلي.

د افغان ښځو معترضو غورځنګونو د امریکا له لومړۍ میرمنې میلانیا ټرمپ نه په یوه لیک کې وغوښتل چې د افغان ښځو د حقونو د خونديتابه لپاره له خپل ځواک او نفوذ څخه کار واخلي.
دغو غورځنګونو وویل چې افغان ښځې "د افغانستان د تاریخ په یوه تر ټولو تیاره دوره کې" ژوند کوي او پر افغانستان د طالبانو له تسلط وروسته د افغان ښځو ژوند په یوه ویروونکي خوب بدل شوی دی.
دوی په خپل لیک کې د امریکا له لومړۍ میرمنې وغوښتل چې پر طالبانو ډېپلوماتیک او اقتصادي فشار راوړي، د افغان نجونو او ښځو لپاره د تعلیمي پروګرامونو ملاتړ وکړي او د افغان مېرمنو د کډوالۍ پروسه اسانه کړي.
د سې شنبې په ورځ، د سلواغې ۹مه، د ښځو له ۳۰ څخه زیاتو سازمانونو او اعتراض کوونکو غورځنګونو د متحده ایالاتو لومړۍ میرمنې میلانیا ټرمپ ته یو پرانیستی لیک لیکلی او د هیواد دننه او بهر یې د افغان میرمنو او نجونو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
په لیک کې اعتراض کوونکو ښځو د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته اشاره کړې او وايي، چې په هېواد کې د ښځو بشري حقونه تر پښو لاندې شوي او دوی له خپلو اساسي ازادیو محرومې شوې دي.
په لیک کې راغلي دي: "طالبانو د ښځو ضد فرمانونه صادر کړي دي، د نجونو تعلیم یې منع کړی دی او په میلیونونو نجونې د تعلیم له حق څخه محرومې شوې دي."
اعتراض کوونکو ښځو د قومي لږکیو د وضعیت او د طالبانو له خوا له هزاره ګانو، تاجکانو او ازبکانو سره له چلنده هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د دغه فشار له امله ډیری کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
په لیک کې د امریکا له لومړۍ میرمنې غوښتل شوي چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره له ډېپلوماټیکو او اقتصادي وسیلو کار واخلي.
د افغان نجونو د زده کړې ملاتړ په بهیر کې د ځانګړې بودېجې له لارې د انلاین ښوونځیو جوړول، او د کډوالو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو ملاتړ د اعتراض کوونکو میرمنو نورې غوښتنې دي.
د ښځو معترضو غورځنګونو ویلي چې متحده ایالات کولی شي له نړیوالو سازمانونو سره په همکارۍ د ښځو د حقونو فعالینو امنیت ډاډمن کړي.
په لیک کې راغلي دي: "موږ افغان میرمنې د خپل هېواد د تاریخ په یوه تر ټولو تیاره دوره کې یو. نړۍ باید موږ هېرې نه کړي. موږ عدالت، ملاتړ او نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لرو. تاسې کولی شئ د افغان ښځو لپاره د نړیوال ملاتړ په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوی."

د جهادي او اسلامي ارزښتونو د ملاتړ شورا په کابل کې په یوه کنفرانس کې د طالبانو په ځانګړې توګه د کندهار ډلې له خوا د واک انحصار په کلکه وغنده او دا یې د تعصب بېلګه وبلله. د همدې شورا يوه غړي وويل، چې د هبت الله په ګډون په کابينه کې ۱۳ وزيران له کندهاره دي.
د جهادي او اسلامي ارزښتونو د ملاتړ شورا د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د طالبانو پر مشر توندې نيوکې وکړې او د کندهاري طالبانو له لوري د واک انحصار يې وغنده.
د پنجشیر ولایت د حج او اوقافو پخواني رییس محمود حسن وویل، چې د طالبانو له خوا په کندهار پورې د واک انحصار له عدالت او انصاف نه لرې خبره ده.
نوموړي وویل، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او په واک کې هر افغان حق لري.
محمود حسن په دې غونډه کې د عدالت او ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، «عدالت په نظر کې ونيسئ، ټول قومونه او خلک تر دې چتر لاندي راولئ، د خلکو حق ورکړئ، د واک انحصار د منلو نه دی او د همه شموله حکومت رامنځ ته کول د خلکو غوښتنه ده».
نوموړي د طالبانو مشر هبت الله ته په خطاب کې وویل، چې ادارو ته یوازې له کندهاره د کسانو ټاکل تعصب دی.
محمود حسن وویل، چې د «اسلامي امارت» تر پيدا کېدو مخکې مجاهدينو په دې وطن کې مبارزه کړې او په خلکو کې پراخې ريښې لري.
هغه زياته کړه: «عبدالرب رسول سیاف، مولوي محمدنبي محمدي، مولوي یونس خالص، مولوي جلالدین حقاني، احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني، عبدالعلي مزاري، محمد محقق او اسماعیل خان مجاهدین وو، کار او مبارزه یې کړې او په خلکو کې پراخې ريښې لري».
نوموړي له طالبانو وغوښتل، چې دا بنسټونه مه لړزوئ.دې شورا پر طالبانو د نجونو د ښوونځيو د بیا پرانیستلو غږ هم وکړ.
په دې وروستيو کې د طالبانو د توندو کړونو، بنديزونو، خپلسرو پرېکړو، ولس ته د حق نه ورکولو او ظلمونو پر وړاندې د خلکو اعتراضونه ډېر شوي او دغه ډله یې له ننګونو سره مخ کړې ده.

د هملند د بهرامچه ولسوالۍ اوسيدونکو د طالبانو له لوري د تاریاکو د قاچاق مخنیوي او له منځه وړلو پر ضد اعتراضونه کړي او دا د «طالبانو ظالمانه پرېکړه» ګڼي. د سيمې اوسېدونکي وایي، د تاریاکو د قاچاق او کر لپاره یې طالب چارواکو ته عشر او ماليه هم ورکړې.
له پرون راهیسې د هملند په بهرامچه ولسوالۍ کې د طالبانو او نشه يي توکو د قاچاق وړونکو ترمنځ ترينګلتیا زور اخيستی او په زيات شمېر سيمه یيز و خلکو د طالبانو پر ضد اعتراضونه پیل کړي.
سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د طالبانو او سيمې د خلکو د اعتراضونو ویډيوګانې هم ليږلې دي.
د مالوماتو له مخي، په هلمند کې د طالبانو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولان سيمې ته تللي او غوښتل يې، چې د نشه يي توکو د کر، قاچاق او کاروبار مخه ونیسي، خو د خلکو له پراخو نیوکو او لاریونونو سره مخ شوي.
د سيمې خلکو طالب مسوولانو ته ویلي، په تېرو کلونو کې يې قربانۍ ورکړې او هيڅوک حق نه لري، چې د دوی د سوداګرۍ او نشه یي توکو د کر او قاچاق مخه ونیسي.
مظاهره کوونکو طالبانو ته خبرداری ورکړی: «موږ د همدې مالونو پر سر عشر او ماليه ورکړې، که زموږ د توکو مخه نيسي او سوځوي يې، موږ هم ورسره وسوځوئ او کورونه مو هم ونړوئ، دا زموږ ټولو شعار دی.»
اعتراض کوونکو دا د «طالبانو ظالمانه پرېکړه» ګڼلې او وايي، چې په لوړ قیمت به ورته تمامه شي.
د سرچينو د مالوماتو له مخې، د هلمند د طالبانو د امنیه قوماندانۍ اړوند د نشه یي توکو ضد یو قوماندان ملاجانان غوښتل په بهرامچه کې د نشه یي توکو خلاف عمليات تر سره کړي، چې د خلکو له غبرګون سره مخ شوی.
سرچینه وايي، « د ولسوالۍ قوماندان او ولسوال د سيمې له خلکو سره ستونزه نه لري او نه یې د نشه یي توکو د قاچاق او کر مخه نيسي».
په هلمند کې طالب چارواکو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هلمند بهرامچه د نشه یي توکو د قاچاق تر ټولو ستر مرکز بلل کيږي. پر ډيورنډ کرښه له دې پرتې سيمې څخه پاکستان، ایران، ترکیې او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته نشه یي توکي په اسانۍ قاچاق کيږي.
بهرامچه مخکې د هلمند د دیشو ولسوالۍ اړوند سيمه وه، خو په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته دې ډلې بهرامچه په يوې رسمي ولسوالۍ تبديله کړه.
د تېر جمهوريت پر مهال هم بهرامچه د طالبانو په ولکه کې وه او د دې ډلې د جنګي اقتصاد او عوایدو تر ټولو ستر مرکز و.

د پاکستان حکومت د طالبانو له حکومت سره د اړیکو رغونې لپاره د نویو ډیپلوماتیکو وړاندیزونو کڅوړه چمتو کړې ده. په دغو وړاندیزونو کې په کابل کې د روسیې، چین، پاکستان او افغانستان د څلور اړخیزې ناستې جوړېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي مشرانو د دوه اړخیزوپلاویو سفرونه هم شامل دي.
په دغو وړاندیزونو کې کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق سفر، ورپسې د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سفر، د سفیر په توګه د پاکستان د اوسني ناظم الامور اعلانول، په کابل کې د روسیې، چین، پاکستان او افغانستان د څلور اړخیزې ناستې جوړېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي مشرانو د دوه اړخیزو پلاویو سفرونه شامل دي.
دا ډیپلوماتیکې هڅې داسې مهال دي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې پر پکتیکا د پاکستان د پوځ د تېرې دسمبر میاشتې له هوايي برید وروسته ترینګلې شوې او ځنډېدلې دي.
د پاکستان د سیاسي چارو شنونکي او خبریال طاهرخان د خپلو سرچینو له خولې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پاکستان په دې هڅه کې دی چې له طالبانو سره خپلې اړیکې بیا ورغوي او دا وړاندیزونه د دې اړیکو د بیا رغونې لپاره تر غور لاندې دي.
ددغو وړاندیزونو په رڼا کې به محمد صادق په نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو لپاره زمینه مساعده شي. د نوموړي د سفر وخت نه دی په ډاګه شوی.
د طاهرخان په باور، کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سفر هم په پام کې دی، چې دا به د صادق خان له سفر وروسته وي.
نوموړي ته له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کابل د سفر بلنه ور کړې وه.
د پاکستان حکومت پر دې هم غور کوي، چې په کابل کې د خپل ناظم الامور عبیدالرحمن نظاماني مقام د سفیر کچې ته لوړ کړي.
څلور اړخیزه ناسته او د پلاویو تګ و راتګ
د نورو وړاندیزونو په ډله کې، پاکستان او طالبان غواړي د افغان او پاکستاني سیاسي مشرانو دوه اړخیز سفرونه تنظیم کړي.
طاهرخان وايي، چې د پاکستان عوامي ملي ګوند مشر ایمل ولي خان، سناتور مشاهد حسین، د جماعت اسلامي مخکیني مشر سراج الحق، د جمعیت العلماء سمیع الحق ډلې اوسني مشر حامد الحق او یو شمېر نورو پاکستاني سیاسي مشرانو په اسلام اباد کې د طالبانو له سفارت نه د کابل د سفر بلنې ترلاسه کړې دي.
دغه راز له افغانستان او بهر نه پاکستان ته د یو شمېر افغان سیاسي مشرانو د سفر وړاندیز شوی، خو دا، چې طالبان سیاسي ګوندونه په رسمیت نه پېژني او د سیاسي څېرو سفرونه یې محدود کړي، روښانه نه ده، چې دا ډله به افغان سیاسي مشران په خپلو پلاویو کې شامل کړي او که نه.
پاکستان د طالبانو دا وړاندیز منلی، چې په کابل کې له روسیې او چین سره په څو اړخیزه ناسته کې برخه واخلي، خو په دې برخه کې تراوسه د چین او روسیې دریځ نه دی روښانه شوی.
د اقتصادي اړیکو بیا رغول
ټرنزیټ او سوداګریزي تل د افغانستان او پاکستان د سیاسي اړیکو تر سیوري لاندې دي.
پاکستان په دودیز ډول له دې لارې پر کابل فشار راوړي، خو د چابهار او منځنۍ اسیا پر لور د افغان سوداګرو تمایل او د نویو لارو موندلو، اسلام اباد اوس دې ته هڅولی، چې په دې برخه کې نرمي راولي.
هند له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي، چې چابهار د کراچۍ او ګوادر د متبادلې لارې په توګه مطرح کړي.
د اقتصادي اړیکو په برخه کې پاکستان او افغانستان دواړه غواړي چې د ټرانزیټ تړون بیا وڅېړل شي او له سره لاسلیک شي.
افغان سوداګر له پاکستان نه غوښتنه کوي چې دوی ته په کراچۍ کې هم د ګوادار ترڅنګ اضافي اسانتیاوې ورکړل شي.پاکستان په دې اړه ځواب ورکولو ته تیار دی، خو دا پوښتنه لا نه ده ځواب شوې، چې دغو سوداګریزو غوښتنو ته څه ډول لاره اواروي.
افغان سوداګر د سرحدي بندرونو په ګډون د تجارت په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه کوي.
سره له دې چې دا نوي وړاندیزونه د دواړو خواوو ترمنځ مثبت ګامونه ګڼل کیږي، خو دا مزل اسانه نه برېښي.
له پاکستاني طالبانو سره د طالبانو چلند ډېری په نرمۍ ولاړ دی او افغان طالبان له پاکستان نه هم غواړي چې د سخت چلند پرځای له دې ډلې سره د خبرو اترو لاره غوره کړي. د طالبانو حکومت ددغو خبرو اترو د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.

په هرات کې طالبانو ددغه ولایت د امنیه قوماندانۍ، د استخباراتو ریاست او د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له کارکوونکو غوښتي، چې د دوی معاشونه به په خپلو نظامي مراکزو کې ورکول کېږي. افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي مکتوب کې لیکل شوي چې مرکزي بانکي نمایندګۍ یوازې د ملکي مامورانو معاشونه ورکوي.
په هرات کې د طالبانو والي نور احمد اسلام جار د مرغومي پر ۷مه په یوه مکتوب کې سپارښتنه کړې، چې د طالبانو د امنیتي ادارو غړي دې نور خپل معاشونه په نظامي مراکزو او په ښار کې د اتومات ماشینونو له لارې ترلاسه کوي.

په مکتوب کې د هرات له امنیه قوماندانۍ، ۲۰۷ الفاروق قول اردو او د یاد ولایت د استخباراتو ریاست نه غوښتل شوي، چې خپل غړي له دې پرېکړې خبر کړي او دا پرېکړه پلې کړي.
طالبانو په دغه مکتوب کې نه ده په ډاکه کړې چې د کومو دلایلو له امله دا پرېکړه شوې ده.
په هرات کې د طالبانو امنیتي سرچینو ویلي چې دا پرېکړه د امنیتي ګواښونو له امله شوې ده.
د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پر خپلو وسله والو د احتمالي برید د مخنیوي لپاره ورته امنیتي تدابیر پلي کړي.
نوی کابل بانک د تېر افغان جمهوریت په څېر له طالبانو سره هم د تړون له مخې د دې ډلې د امنیتي ځواکونو معاشونه اجرا کوي.
په تېره روژه کې چې د کندهار ښار په لومړۍ حوزه کې د طالبانو د امنیتي ادارو غړي د معاشونو اخیستو لپاره راټول شوي وو، یوه ځانمرګي بریدګر بانک ته څېرمه ځان والوزاوه، چې په دغه برید کې ۴۳ تنه ووژل شول او شاوخوا ۴۵ نور ټپیان شول.
داعش وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی و.

له پاخه سړک نه په لږه فاصله کې څو ځایه خټین کورونه یو له بل سره نږدې پراته دي. د دې کورونو خړ دیوالونه له غرني چاپېریال سره ورته ښکاري. د کورونو مخې ته واړه موټر او یونیم دوکان هم لیدل کیږي، خو سیمه تقریباً غلې او له لرې له خلکو خالي ښکاري.
موټرچلوونکي عزیزالله غلي وویل، «دلته د پاکستاني طالبانو جنګیالي اوسیږي».
د ټي ټي پي دغه غړي له خپلو کورنيو سره د کندهار- اروزګان پر لويه لار له ډیورنډ کرښې ۱۳۷ کیلومټره لرې د کندهار شاولي کوټ ولسوالۍ په کريزګي، کټه سنګ، تناوچه، قاسم کلي، سرخ بېد او يو شمېر نورو ځايونو کې اوسيږي.
دغو کليو او سيمو ته د عامو خلکو د ورتګ اجازه نشته، خو د مېنې جوړولو لپاره لوی موټر ورځي او د بیا رغونې چارې پکې تر سره کوي.
افغانستان انټرنشنل- پښتو په دې اړه د شاولي کوټ ولسوالۍ کټه سنګ او تناوچې کليو ته څېرمه د نورو کليو له خلکو سره هم خبرې کړې او هغوی هم منلې، چې د ټي ټي پي غړي او کورنۍ په دغو سيمو کې ژوند کوي.
سيمه ييز اوسېدونکي وايي، چې د دې خلکو ټول کړه وړه، جامې، څېرې او خبرې د سيمې له خلکو بېلې دي.
د سيمې يوه سپين ږیري، چې په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د انځرو باغونه لري، له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، «ډېر وخت کېږي، چې دغه خلک دلته راغلي دي، له عامو خلکو سره کار نه لري او نه د چا سره خبرې کوي، د هغوی شکل له نورو خلکو څخه جلا دی، ټول لوی ورېښتان لري او اکثره وخت په خپل منځ کې په بېلو لهجو خبرې کوي».
د کندهار – اروزګان پر لویه لار موټرچلوونکي هم وايي، چې له دغو کلیو خلک وخت ناوخت د سړک غاړې ته راوځي.
عزیزالله وايي، « دغه نابلده خلک په اونۍ یا ۱۵ ورځو کې د سړک په غاړه کې ځنځیر اچوي، له خلکو څخه د پیسو غوښتنه هم کوي».
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سرچينو هڅه وکړه، چې له دغو سیمو انځورونه او ويډيو واخلي، خو یوازې له سړک څخه د کلي په انځور اخستلو بریالۍ شوې.
د عزیزالله په باور، له همدې کلي د ټي ټي پي وسله وال په دوربينونو کې پر سړک تېرېدونکي ګاډي او خلک څاري.

ولې شاولي کوټ؟
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له راګرځېدو سره هممهاله پاکستاني جنګیالي په هغو سیمو کې راښکاره شول چې په تېرو شلو کلونو کې یې د جګړې ډګرونه ټاکلي وو. د افغان طالبانو مشران او جنګیالي، چې له افغان حکومت او ناټو ځواکونو سره د جګړې په ترڅ کې یې په قبایلي سیمو کې پناه اخیستې وه، اوس خپلو پخوانیو سیمو ته راګرځېدلي او خپل « پخواني کوربانه او اوسني مېلمانه» یې هم له ځانونو سره خوندي کړي دي.
هغو پاکستاني جنګیالیو چې له حقاني شبکې سره اوږه په اوږه په لویه پکتیا کې جګړې کولې، د ځان لپاره خوست، پکتیا او پکتیکا خوندي محیطونه ګڼلي، خو هغه جنګیالي چې د لوی کندهار په جګړو کې ښکیل وو، په محدوده بڼه دلته خپاره شوي دي.
د جمهوریت پر مهال په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي خالد پښتون افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د شاولي کوټ ولسوالۍ ترڅنګ په نېش ولسوالۍ کې هم د پاکستان د طالبانو تحریک جنګیالي او قوماندانان له خپلو کورنیو سره اوسیږي.
پښتون وايي، چې دغه جنګیالي له ډیورند کرښې نه د پاکستان په غوښتنه او فشار لرې پرتو سیمو ته لېږدول شوي، « دا سیمه د اوسېدو او پټېدو لپاره بهترین ځای دی. د پاکستاني طالبانو تحریک په دې سیمه کې یوازې د خپلو کورنیو د خوندي ساتلو په موخه مېشت شوی او ځوان جنګیالي یې لا هم د افغان طالبانو په مرسته، تجهیز او لارښوونه ډیورنډ کرښې ته ځي او په جګړو کې برخه اخلي».
د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې پاکستان له طالبانو وغوښتل چې د پاکستاني طالبانو تحریک له ډيورنډ کرښې لرې ولېږدوي او وروسته یې کندهار ته د چینايي ډپلوماټانو د لېږلو له لارې هڅه وکړه، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ددې مسالې حساسیت ته ځیر کړي.
طالبان هم دې مسالې ته ځیر دي. د طالبانو حکومت پاکستاني جنګياليو ته په افغانستان کې دوې سیمې غوره کړې، چې يوه په شمال او بله په سويل کې وه.
د افغانستان انټرنشنل د رپوټونو له مخې، د طالبانو په منځ کې حقاني ډلې غوښتل، چې د پاکستاني طالبانو جنګيالي او کورنۍ له ډيورنډ کرښې لرې د افغانستان په شمالي سيمو په ځانګړې توګه د قوشتيپې کانال په شاوخوا کې مېشت کړي او د کانال ځمکې پرې ووېشي، خو دا هڅه وروسته له هغه پاتې شوه، چې د سيمې خلکو مخالفت وښود او ټي ټي پي هلته له تګه ډډه وکړه.
وروسته د طالبانو حکومت د ټي ټي پي یوشمېر جنګياليو او کورنیو ته په سويل کې د کندهار شاولي کوټ ولسوالۍ وټاکله، چې د جغرافيايي موقعیت له مخې مرکزي نقطه بلل کيږي.
دغه ولسوالي د کندهار زياتو ولسواليو ته د لاسرسي تر څنګ زابل، اروزګان، هلمند، دایکندي، غزني او نورو ولایتونو ته هم نښلول شوې لارې لري.
د کندهار شاولي کوټ ولسوالۍ ختيځ خواته د زابل ولايت جلدک ولسوالي، لويديځ خواته يې د کندهار خاکريز او ارغنداب ولسوالۍ، شمال خواته يې د ارزگان ولايت او د کندهار ميانشين ولسوالۍ، جنوب لور ته يې د کندهار دامان او ارغنداب ولسوالۍ پرتې دي.
دغه پټنځایونه تر دې وروستیو د پاکستان لپاره سرخوږ جوړوونکي نه وو، خو کله چې په بلوچستان کې د ټي ټي فعالیتونه پیل شول او بلوڅو جنګیالیو نوې پرمختللې وسلې وموندې، اسلام اباد اوس ددې سیمې حساسیت ته هم ځیر شوی.
د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي په یوه مرکه کې په تلویحي ډول وویل، چې په کندهار کې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ پټنځایونه دي.

د یوې سکې دوه مخونه
ژورو مذهبي باورونو، ملګرتیاوو، خیښیو او تاریخي اړیکو، چې د افغان جګړې پر مهال یې پراختیا موندلې، د دغو جنګیالیو ترمنځ یو نوی تړاو رامنځته کړی دی.
افغانستان انټرنشنل ته دوه اونۍ وړاندې د پاکستاني طالبانو سرچینو وویل چې په افغانستان کې مخکینۍ جنګېدونکې وسله والې ډلې له افغان طالبانو سره د میرعلې په نامه د متقابلو همکاریو تړون لري، چې د کابل له سقوط وړاندې د شمالي وزیرستان په میرعلې سیمه کې لاسلیک شوی.
په دغه تړون کې افغان طالبانو تعهد کړی، چې واک ته له رسېدو وروسته له پاکستاني طالبانو سره په پاکستان کې د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې همکاري وکړي.
خالد پښتون ددې ملګرتیا او تړاو څرنګتیا ته په کتو وايي، چې «د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د افغان طالبانو مرسته د هغو همکاریو او متقابلو ژمنو پر بنیاد ده، چې تېر شل کاله ټي ټي پي او افغان طالبانو په افغانستان کې د جګړې پرمهال کړې دي.»
خالد پښتون چې خپله د کندهار ولایت اوسېدونکی دی، وايي، په دې وروستیو میاشتو کې سویلي ولایتونو او حتا فراه او بادغیس ته د افغان طالبانو مړي له بلوچستان او خیبرپښتونخوا نه راوړل شوي او کورنیو ته یې سپارل شوي دي.
پښتون افغانستان انټرنشنل ته وویل، « په تېر جمهوریت کې هم د شاولي کوټ همدا ساحې ناامنه وې، چې د طالبانو ډېر قوي مرکزونه وو او جنګونه یې کول».

جنرال سمیع سادات چې د پخوانۍ افغان اردو تر ټولو ځوان قوماندان و او د جمهوري دولت پرمهال یې په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو او د دفاع وزارت د ځانګړو عملیاتو مشري پرغاړه درلوده، ډېر وخت په هلمند او شاوخوا ولایتونو کې له طالبانو، القاعدې او نورو بهرنیو جنګیالیو سره په جګړه کې ښکیل پاتې شوی. جنرال سادات چې په دې وروستیو کې یې د « وروستی قوماندان» په نامه کتاب خپور شوی، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې افغان طالبان له ټي ټي پي سره په نظامي تجهیزاتو او مالي برخه کې مرستې کوي.
هغه زياته کړه: «افغان طالبان له پاکستاني طالبانو سره مالي کومک کوي، نظامي تجهیزات او تعلیمات ورکوي. حتا ځینې افغان طالبان له پاکستاني طالبانو سره د تشکيل په ډول ځي، چې ځینې یې په جګړو کې وژل شوي هم دي».
د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، بنو، ټانک، لکي مروت، مهمند او باجوړ ولسوالیو کې په دې وروستیو کې ګڼ افغان طالبان وژل شوي، چې له پاکستاني جنګیالیو سره یې یوځای د پاکستان د پوځ خلاف جګړې کولې. کټ مټ هغه څه، چې پاکستاني جنګیالیو د پاکستان د پوځ او څارګرو ادارو تر ملاتړ لاندې له ۲۰۲۱ کال وړاندې په افغانستان کې کول.
طالبان پر نازک پړي روان دي
افغان طالبان د خپل تاریخي ملګري تحریک طالبان پاکستان او نړیوالې ټولنې او پاکستان د غوښتنو ترمنځ پر یوه نازک سیاسي پړي روان دي. دا د هغو اړیکو د اغېزو انعکاس دی چې طالبانو د واک ترلاسه کولو په اوږدو کې پاللې دي.
تحریک طالبان پاکستان، چې ډېر وخت د افغان طالبانو ایډیولوژیک او جګړه ییز ملګری ګڼل کېږي، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره د مبارکۍ له لارې خپل بیعت تازه کړ.
اوس، داسې ښکاري چې ټي ټي پي له افغان طالبانو یوازې معنوي ملاتړ نه غواړي، بلکې له هغوی نه په پاکستان کې د ورته اسلامي امارت د تاسیس هڅو د ملاتړ غوښتنه هم کوي.
بل اړخ ته پاکستان د افغان طالبانو تر ټولو پیاوړی ملاتړی او جګړه ییزه جبهه پاتې شوی. د طالبانو ډېری مشرانو؛ ملا محمد عمر، ملا اخترمحمد منصور، ملا دادالله او اوسني مشر هبت الله اخوندزاده د اوږدو کلونو لپاره د پاکستان له خوندي پټنځایونو ګټه اخیستې ده. د طالبانو ډېری جګپوړي او ټیټپوړي چارواکي او جنګیالي د پاکستان په بېلابېلو برخو کې اوسېدل، هلته یې دیني زده کړې او جګړه ییزې روزنې ترلاسه کولې او په افغانستان کې یې جګړه کوله.
د طالبانو د مشرانو لپاره نن دا اړیکه یوه دوه اړخیزه ستونزه ګرځېدلې ده. له یوې خوا، دوی نه غواړي د پاکستان پوځ د ځان مخالف وګرځوي، ځکه د ډېرو طالب مشرانو کورنۍ اوس هم په پاکستان کې ژوند کوي او د کړکېچ په صورت کې پاکستان د دوی لپاره یوازینی خوندي ځای پاتې کېدای شي. له بلې خوا، پاکستان په پراخه کچه د ټي ټي پي د ځپلو غوښتنه کوي، ځکه دې ډلې په دې وروستیو کې په قبايلي سیمو کې خپل بریدونه ډېر کړي دي.

د دې ترڅنګ، د امریکا متحده ایالتونه او نړیواله ټولنه پر طالبانو فشار راوړي چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي. طالبانو په دغه تړون کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د ګاونډیو هېوادونو او نورو نړیوالو پر ضد نه کارول کېږي او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخه به نیسي.
د طالبانو لپاره اوسنی وضعیت د ۲۰۰۱ کال ناورین د تکرار ګواښ تازه کوي، چې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د نه سپارلو له امله د امریکا له کلک غبرګون سره مخ شول.
جنرال سادات په دې باور دي، چې له پاکستاني طالبانو، القاعدې او داعش نه د افغان طالبانو ملاتړ به یوځل بیا د دې لامل شي، چې امریکا او یا یو بل هېواد په افغانستان کې نظامي مداخله وکړي. هغه وايي، « د طالبانو د ناسمې پاليسۍ له کبله د ډېرو افغانانو د قربانۍ ويره شته».
د شنونکو په باور، که طالبان په دې انډول کې پاتې راشي، له سیمه ییزو او نړیوالو غبرګونونو او احتمالي فشارونو سره مخ کېدای شي، چې پایله یې د هغه څه تکرار دی چې دوی ترې ډېر ویریږي: « د امارت نسکورېدل».
