د هبت الله اخوندزاده درېیم منتقد روحاني ونیول شو

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د دې ډلې درېیم منتقد روحاني عبدالعزیز شجاع په کابل کې نیولی دی. تر هغه مخکې دوه نور روحانیون محمود حسن او عبدالقادر قانت هم نیول شوي و.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د دې ډلې درېیم منتقد روحاني عبدالعزیز شجاع په کابل کې نیولی دی. تر هغه مخکې دوه نور روحانیون محمود حسن او عبدالقادر قانت هم نیول شوي و.
د سرچینو په خبره، عبدالعزیز شجاع چې د کابل په برکي څلور لار کې د موی مبارک د جومات ملا امام او د یوې مدرسې مسوول دی، د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.
د مولوي شجاع کورنۍ ته نږدې یوې سرچینې د نوموړي نیول کېدل تایید کړل او ویې ویل، چې شجاع د طالبانو په زندان کې دی، خو کورنۍ ته یې معلومات نه شته چې چېرته ساتل کېږي.
د دوشنبې په ورځ په کابل کې د اسلامي او جهادي ارزښتونو د ساتنې شورا له خوا په جوړه شوې غونډه کې یو شمېر روحانیونو پر کندهاري طالبانو سختې نیوکې وکړې، چې واک یې انحصار کړی او له دغې ډلې یې وغوښتل، چې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي.
محمود حسن او عبدالقادر قانت د دې کنفرانس دوه اصلي ویناوال وو، چې تر مولوي شجاع مخکې د طالبانو له خوا نیول شوي.
مولوي شجاع د تخار ولایت د چال ولسوالۍ اوسیدونکی او د مولوي قادر قانت نږدې خپلوان دی. یوې سرچینې ویلي، چې طالبانو د قادر قانت زوی هم نیولی دی.


د ایران کورنیو چارو مرستيال وزير وایي، چې په دغه هېواد کې څلور ميليونه او ۵۰۰ زره قانوني او شاوخوا ۲ ميليونه غير قانوني افغان کډوال ژوند کوي. علي اکبر پور جمشيدیان ويلي، چې د پولو د امنيت خونديتوب لپاره یې پر پوله د دیوال جوړولو چارې پيل کړې دي.
د ایران د کورنيو چارو مرستيال وزير، چې څو ورځې وړاندې ددغه هېواد د بهرنيو چارو وزير سره کابل ته په سفر تللی و، نن چار شنبه ايراني رسنيو ته وویل، چې په ایران کې د غير قانوني افغان کډوالو په شمېر کې کمښت راغلی او یو شمېر يې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ایران انتخاب رسنۍ د رپوټ له مخې، پورجمشيديان د ایران او افغانستان تر منځ د امنيتي او قانوني مسايلو په برخه کې تر ټولو ستره موضوع غير قانوني افغان کډوال یاد کړل.
نوموړي د پولو د تړلو اړوند وويل: « یوه بله امنيتي مساله چې موږ یې اوس مهال له خپلو افغان وروڼو سره لرو د پولې تړلو موضوع ده، چې دا مهال د ایران له خوا تر سره کيږي او په دې تړاو په ځينو برخو کې له افغان لوري سره اختلافي مسایل شته.»
پورجمشيديان زياته کړه، چې ایران او افغانستان پر پوله ستونزې لري، چې په ګډه همکارۍ باید حل شي.
نوموړي وويل: « موږ باید د اختلافي مسایلو په اړه سره کښینو او د دقیقو سرحدي کرښو د ټاکلو په اړه د تخصص له لارې مساله حل کړو.»
د هغه په خبره، د ترهګرۍ، انساني او نشه یي توکو له قاچاق سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان همکارۍ ته اړتیا لري.
دغه ايراني چارواکي دا هم ويلي، چې که څه هم پر پوله د ترهګرۍ د کنټرول توان لري خو په ختيزو پولو کې له پاکستان او افغانستان سره د ترهګرۍ له اړخه لا هم ستونزي شته.
نوموړي له افغانستان څخه د نشه یي توکو د قاچاق اړوند وويل: « له دې سره چې په افغانستان کې چارواکو د نشه یي توکو او کوکنارو کښت منع کړی، خو باوري يو چې لا هم د نشه یي توکو لويې زيرمې شته.»
د هغه په وینا، دغه نشه یي توکې له افغانستان څخه ایران ته قاچاق کيږي، چې د دغه هېواد ټولنیز او د سرحدونونو امنيټ يې اغېزمن کړی.
پورجمشیدیان زیاته کړې، چې دوی پر پوله د یرغمل نیولو او انساني قاچاق ډلو په وړاندې هم مبارزه کوي.
هغه زیاته کړې، «په دې ډلو کې افغانان دي او په ځینو برخو کې ایرانیان هم ورسره وي. په ایران او افغانستان کې د ځینو منظمو جرمونو شاهدان یو. داسې ډلې شته چې دا جدي جرمونه ترسره کوي، او که موږ له یو بل سره همکاري ونه کړو، نو په دې برخه کې به ډېرې ستونزې رامینځته شي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته وسله والو جنګیالیو په پاکستان کې په خپلو بریدونو کې امریکایۍ وسلې کارولې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دغه وزارت ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې، چې امریکا په افغانستان کې پاتې شوې پرمختللې وسلې بېرته له طالبانو غواړي وویل، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د امریکا پاتې شوې پرمختللي وسلې د پاکستان او د پاکستاني وګړو د خوندیتوب او امنیت لپاره د «ژورې» اندیښنې وړ مساله ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې لیکل شوي:«دا وسلې د ترهګرو سازمانونو، په ګډون د تحریک طالبان پاکستان له خوا په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ترسره کولو لپاره کارول شوې دي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له طالبانو یې په وار وار غوښتنه کړې، چې غلطو لاسونو ته د امریکايي پرمختللو وسلو د مخنیوي په اړه اړین اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې امریکا به په راتلونکې کې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته ډالر په دې شرط ورکوي چې هغوی هغه وسله امریکا ته بیرته ورکړي چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د امریکايي عسکرو د وتلو په وخت کې پاتې شوې ده.
د امریکا د دفاع وزارت له یوه رپوټ سره سم، له افغانستان څخه د امریکايي پوځ د وتلو په وخت کې هلته د پاتې شویو وسلو ارزښت اووه میلیارده ډالره و.

دا ورځې، یو له مهمو(!) خبرونو څخه دا دی، چې امریکا ګواکې ۱۵ میلیونه ډالر د اوسنیو واکمنو د ورځنۍ کارونې پهپار د بلاربولو د مخنیوي په کڅوړو (کانډمونو) لګولي دي. خلک حیران دي، دا یعنې څه؟
په دې لیکنه کې د هېڅ راز پخوانیو یا اوسنیو تبلیغاتي هڅو د سپیناوي یا توراوي هڅه شوې نهده، موږ دا نهوایو، چې کوم تبلیغات سم او کوم تبلیغات ناسم دي، بلکې غواړو د افغانستان خلک پوه شي، چې د هغوی په برخلیک د لوبو په لړ کې له تبلیغاتو څخه څه ډول استفاده کیږي؟
دا کیسه کټ مټ د افغان نجونو او هلکانو په پاکو او سپېڅلیو ښوونځیو او د معصومو نجونو په زدکړو پسې د کرکجنو تبلیغاتو څپه تداعي کوي، لکه د جمهوریت پرمهال په ارګ کې د کلیسا شتون یا هم هره ورځ هلته د اتلس ډوله غوښو د خوړلو او په دولتي ادارو کې د فحشا د عامېدلو کیسو ته ورته ده. غمیزه دلته نهده، چې په سیاسي بدلونونو او اړدوړونو کې داسې تبلیغات له بهره سرچینه اخلي، بلکې لویه غمیزه دا ده، چې ساده افغانان یې مني او بلکې په زخمي ټولنه کې د کرکو او عقدو لامل ګرځي، هر سیاسي لوری چې یوه تبلیغاتي څپه د خپل دوښمن په تاوان وویني، نو هغې ته هوا ورکوي او ښه بېدرېغه یې ډنډوره کوي، په دې هېڅ فکر نه کوي، چې د دغو تبلیغاتو تاوان یوازې د دوی دښمنې ډلې یا دښمنو شخصیتونو ته نه رسیږي، بلکې عمومي کیږي او ټوله ټولنه زیانمنوي. دوی له دې هم نه ویریږي، چې ښايي ژر یا وروسته دوی پخپله د همداسې تبیغاتي ډنډورو ښکار شي. غمیزه تر دې لا ورهاخوا داسې غځیږي، چې هر لوری وايي:
-« زموږ د دښمنو په اړه تبلیغات سم دي، خو زموږ په اړه درواغ وايي.»
له هغې ورځې نن سبا سل کاله اوړي، چې انګریزانو د اماني ځوان مختګغوښتونکي نهضت و حاکمیت په وړاندې د همداسې خرافاتي تبلیغاتو څپو ته زور ورکړ او د اکسفورد د کوڅې د عکاسیو په لابراتوارونو کې یې د نړۍ لومړني فوتوشاپ شوي عکسونه، چې د روښانه ملکه ثریا نیمه بربنډ عکسونه یې جعل کړي وو، خلکو ترمنځ وپاشل او د ساده و مؤمنو افغانانو زړونه یې له اماني حکومت څخه په بل مخه واړول. بېشکه چې دا د انګریزي تبلیغاتو پیل نه و، خو د اغېز او ځواک له کبله یې لومړني منظم او ځپونکي تبلیغات ګڼلای شو.
له هغې ورځې ترنن پورې ښکېلاکي تبلیغاتو، چې د سړې جګړې پرمهال یې بیخي زیات زور وموند، په افغانستان کې عامه افکار او ټولیز ذهنیت ارامۍ ته پرېنهښود او عمومي عصبیت، شک،د اعتماد بحران، بېباوري او ملي نفاق یې رامنځته کړل.
د ۱۹۷۰ مې لسیزې د پای له کلونو څخه، چې د پخواني شوروي پر ضد د سړې جګړې تبلیغاتي ماشین په سیمه کې چالان شو، تر نن پورې یې خوله بنده نهشوه او تر ټولو لوی بلهاریان (قربانیان) یې افغانان وو. افغانانو په دې رواني – تبلیغاتي جګړه کې د ټولنیز تفکر ثبات له لاسه ورکړ، ملي یووالي او ارزښتونه یې وننګول شول، هویتي کړکېچ یې رامنځته کړ او په خرافاتو باور یې پیاوړی کړ.
په ۱۳۶۰ مو کلونو کې یې په کابل کې د واکمن نظام پر وړاندې د کرکې راپارولو لپاره په شدت تبلیغاتي جګړه راپیل کړه، هغه وخت هر هغه څوک چې په قیر سړک ګرځېدل یا د برېښنا رڼا ته کېناستل کافر ګڼل کېدل. په کلیو کې اوازې شوې، چې کمونیستان سپینږیري او سپینسرې شوروي ته بیايي او هلته ترې صابون جوړوي. چا ویلي وو: په کوپون کې چې کوم صابون ورکوي، په دې کې د یوه افغان سپینږیري خط خلکو ته په ګوتو ورغلی و، چې لیکلي یې وو: «موږ یې راوستلو او دلته راڅخه صابون جوړوي... »
په دې دوره کې یې ویل: « هورا!!!» د لینین مور نومېده او کمونیستان هروخت هغې ته چیغې وهي. دا وخت یې ویل چې کمونیستان خور و مور نه پېژني او هر څوک چې ګوند ته منل کیږي اول یې په قرآن مجید خيژوي...
دا کیسه له دواړو خواوو روانه وه، چپي اړخونو هم ویجاړوونکي تبلیغات کول، د کډوالو په کمپونو پسې به رنګارنګه تبلیغاتي څپې خپرېدې، خو ادبیات یې یوڅه بدل وو.
له ۱۳۶۰ لسیزې راهیسې تر نن پورې د تکفیري تبلیغاتو چاړه تر هر بل تبلیغه ډېره تېره او غوڅوونکې وه، هر حکومت به چې په افغانستان کې جوړ شو، له پاکستان څخه به تکفیرېده، د تکفیر ادبیات هماغه زاړه وو، خو خلک نه هوښیارېدل، کټ مټ لکه د ۱۳۶۰ مو کلونو په شان د جمهوریت په کلونو کې هم کابل کافر و، یوازې د شورویانو ځای امریکایانو نیولی و. د امریکایانو تر نیواک لاندې افغانستان د همغو دریځونو له خوا تکفیریده چې د شورویانو پر وړاندې یې امریکایان « اهل کتاب» او « محب مجاهدین» ګڼل.
اووه – اته کاله پخوا خوست ته له وزیرستان څخه راکډه شویو افغانانو لیدلو ته ورغلم، ومې پوښتل چې د افغانستان د شرایطو په اړه څه فکر کوي؟څو تنو یې راته وویل:
« پاکستاني پوځ ظلمونه راپیل کړل، مجبور شوو چې بر وطن ته راکډه شو، خو د پاکستان پوځپلوه ملایانو راته ویل: افغانستان د کفر وطن دی، هلته اذان، لمونځ او اسلام نهشته، په خوست کې امریکایان په سړکونو د خلکو ښځو ته لاس وراچوي او ماښام په سرکونو ښځې ونر یوځای ناڅي... دلته چې راغلو تر پاکستان زیات اسلام ټینګ دی، خلکو په خپلو کورونو کې ځای راکړ، خلکو خپله ډوډۍ راسره نیمه کړه، پبنځه وخته لمونځ مو په جماعت دی...»
ماته دا تبلیغات نوي نه وو، خو په دوو څیزونو خپه وم: یو دا چې زموږ خلکو له ۱۹۷۰ تر ۲۰۱۰ پورې فرق نه و کړی، هماغسې ساده او ژر تېرايستلکېدوني خلک وو او دویم دا چې دښمن لا هم ډاډه و، چې تبلیغات یې ځای نیسي.
د افغان نجونو د ښوونځيو او په ټولیزه توګه د جمهوریت په وړاندې د هراړخیز فساد ډنډورې د همدې تبلیغاتو تر ټولو زهرجنې څپې وې، دا هيڅکله په دې مانا نه ده، چې فساد به نه و. فساد هرځای او هرکله شته او په جمهوریت کې ځکه زیات و، چې د مالي فساد لپاره امکانات زیات وو، له بهره دومره پیسې راتلې، چې ځوانې ادارې ټولې په روڼتیا و شفافیت جذبولای او لګولای نه شوې. فساد همدا اوس تر جمهوریت ځکه زیات دی، چې امکانات یې هومره نه شته، خو اشتها، اراده او تلوسه یې ترهغه وخته زیاته ده. د دغو تبلیغاتو یو لوی ملي او تاریخي تاوان د هغه ټولیزکول (کلیت ورکول) وو او دي. په جمهوریت کې به سلګونه فاسد چارواکي وو، خود فساد په اړه تبلیغاتو دومره عمومیت لاره چې ټول پاک افغانان هم خلکو ته ککړ ښکارېدل او دا باور یې عام کړی و، چې خدای مهکړه، هر افغان فاسد دی.
د ټولنیزو نیمګړتیاوو ټولیزکول ( عمومیت ورکول) د ټولنپوهنې د علم له نظره یو لوی مصیبت دی، چې په ټولنه کې د سمون انګېزه له منځه وړي او لویه ویجاړتیا یې د ټولیز باور له منځه وړل دي.
۱۵ میلیونه ډالره بلاربتیا ضد کڅوړې اخیستل د افغانستان ټول نرینه نفوس ته هم بس ده، که له طنز څخه تېر شو، دا یوه ترخه تراژيدي او تاریخي تمسخر دی. د دې کڅوړو عمومیت یوې بشپړې ټولنې ته سپکاوی دی. د مستبدې واکمنې ډلې هرغړی به حیران وي، چې دا کڅوړې څه شوې او چا ته ورسېدې؟ دا پوښتنې ځواب نه غواړي، ځکه ټول پوهیږي، چې کیسه څه ده؟ بلکې فکر په دې په کار دی، چې له دې ولس سره ولې داسې کیږي؟ ولې دومره په سپکه ورته کتل کیږي؟ د واکمنې ډلې هرغړی او د پاکو سپېڅلیو افغان نجونو د زده کړو هرمخالف باید د ښکېلاک په تبلیغاتي ځواک پوه شي.
د نجونو ښوونځي داسې سپېڅلي وو، لکه د وطن د میندو سپيڅلي پلوونه. هغوی چې په تېرو کلونو کې یې د همدغه تبلیغاتي ماشین د ډونډورو له مخې خپلې معصومې زده کوونکې خویندې په سپکاوي یادې کړې او د فساد په نامه یې ګڼ هېوادوال او پاک افغانان سپک کړي، اوس دې ټولو هغو پېښو ته په خپله هینداره کې وګوري. دوی باید اوس پوه شي، چې د نجونو په ښوونځيو پسې زهرپاشل، په ارګ کې د کلیسا شتون او د ورځې ۱۸ رقمه غوښه خوړل او په دولتي ادارو کې د فحشا یوه عادي خبره ګرځول همدومره ناسم، دروغ، بد او له سپکاوي ډک تبلیغات وو، لکه نن چې په دوی پسې د ۱۵ میلیونه ډالرو په قیمت د خورا بد شي سند راایستل شوی دی.
څنګه پایله اخیستلای شو؟
وخت یې دی، چې له دې ټولو پند واخلو. موږ تر هرڅه وړاندې د اعتماد د بحران قربانیان یو. د اعتماد دغه بحران د همداسې تبلیغاتي څپو له کبله رامنځته شوی دی. موږ خپلې معصومې لوڼې و خویندې، خپل هېوادوال او خپل سیستمونه د خپلې مشاهدې او عیني تجربې له مخې نه، بلکې د دښمنانو د تبلیغاتو په هینداره کې پېژنو.
د ویښو روښانګرو کادرونو، لیکوالو، فرهنګیانو او ملي شخصیتونو د هڅو یوه برخه باید د ملي باور او اعتماد بېرته رغول او ژغورل وي. په دې لړ کې ښايي ولس پوه کړای شي، چې د هغوی تر منځ د عمومي عصبیت، کرکې، تکفیر، شک او بېباورۍ شاته د چا لاسونه دي او زهرجن تبلیغات څه او څه کولای شي؟

د امریکا له لوري د مرستو له ځنډولو وروسته، طالبانو ټولو دولتي کارکوونکوته خبر ورکړی، چې میاشتني معاشونه یې د دریو میاشتو لپاره ځنډول شوي دي. له افغانستان سره د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته دا د طالبانو تازه اقدام دی.
د طالبانو د دریو بېلابېلو ادارو دریو کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دغو ادارو مسوولو چارواکو په رسمي ډول خبر ورکړی، چې د راتلونکو دریو میاشتو لپاره به د دوی معاشونه نه ورکول کیږي.
طالبانو دغه راز تدارکات او لوژستیکي پېرنې منع کړي دي،
د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له ټاکل کېدو سره سم نوموړي د دریو میاشتو لپاره افغانستان ته د پیسو د لیږد په ګډون ټولې بهرنۍ مرستې و ځنډولې.
د امریکايي مرستو له ځنډېدو سره په افغانستان کې نسبي اقتصادي ثبات ګډوډ شوی او د ډالر په وړاندې د افغانۍ د ارزښت په ټیټیدو سره طالبان په اقتصادي ثبات ساتلو کې له بې نظمیو او مالي ننګونو سره مخ شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د امریکا حکومت باید په خپلو ملي ګټو ډیر تمرکز وکړي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو له ځنډیدو وروسته، د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ نړیوالو مرستندویه موسسو فعالیتونه ځنډول شوي دي.
عبداللطیف نظري له هېوادونو غوښتي، چې بشري مرستې له سیاست څخه جلا کړي.
نوموړي د دې ادارو د کار د ځنډولو دلیل د امریکا له خوا د مرستو ځنډول یاد کړي.
د امریکا د مرستو ځنډېدو د افغانستان د اسعارو په بازار کې بې ثباتي رامنځته کړې ده.
څو ورځې وړاندې د کابل په شهزاده سرای کې یو ډالر په ۶۹ افغانۍ پلورل کېده، خو اوس یو ډالر په ۸۰ افغانیو تبادله کیږي.
د طالبانو مالیې وزارت په یوه ناسته کې د افغانستان اقتصادي وضعیت عادي ګڼلی او اوسنی حالت یې د رسنیو تبلیغات بللي.

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند وايي، چې په عليشير ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د لسو تنو د وژلو په تور یې تر دا مهاله ۷ کسان نيولي دي. مستغفر ګربز ویلي، چې د پيښې په تړاو لا هم پلټنې او عمليات دوام لري.
په خوست کې د طالبانو د والي وياند مستغفر ګربز د چارشنبې په ورځ رسنيو ته وويل، چې د خوست په عليشير ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د لسو کسانو د وژلو په تور يې نن سهار وختي دوه کسان او د ورځې تر پایه ۵ نور کسان نيولي.
نوموړي ويلي، چې نیول شوي کسان يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.
ګربز زياتوي، چې تېره شپه وسله وال همدغه کور ته ورغلي، چې د درې ښځو او ۵ ماشومانو په ګډون یې لس کسان وژلي دي.
د طالبانو دغه چارواکی وايي: « بېګاه شپه یوه کور ته وسله وال کسان ورغلي وو، چې د کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لس تنه په شهادت رسولي او امنیتي کسانو په دې تړاو د کشفي مالوماتو په اساس اووه کسان نيولي دي».
نوموړی وايي، چې د لومړنيو پلټنو له مخې پېښه د شخصي ستونزو له کبله رامنځ ته شوې او په دې اړه لا هم پلټنې دوام لري.
هغه زياتوي، چې په پيښه کې د ښکيلو کسانو د نیولو عمليات هم پیل شوي دي.
ددې کورنۍ یو تن غړي وویل، چې په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمن حامله هم وه او درې بچیان یې په نس وو.
د طالبانو د مالوماتو له مخې، د خوست په عليشير ولسوالۍ کې د همدې کورنۍ د قربانیانو د جنازې مراسمو ته د دې ډلې د امنيه قوماندانۍ يو پلاوی هم تللی.
د خوست د طالبانو امنیه قوماندان عبدالله حماد د وژل شویو کسانو د جنازې په مراسمو کې د قربانیانو خپلوانو ته ډاډ ورکړی، چې په پيښه کې ښکیل کسان به له دقیقو او هر اړخيزو پلټنو وروسته «د شرعي قانون منګولو ته» وسپاري.