• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د مامورینو معاشونه او د توکو اخیستل ددریو میاشتو لپاره وځنډول

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۴۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۴۵ GMT+۰

د امریکا له لوري د مرستو له ځنډولو وروسته، طالبانو ټولو دولتي کارکوونکوته خبر ورکړی، چې میاشتني معاشونه یې د دریو میاشتو لپاره ځنډول شوي دي. له افغانستان سره د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته دا د طالبانو تازه اقدام دی.

د طالبانو د دریو بېلابېلو ادارو دریو کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دغو ادارو مسوولو چارواکو په رسمي ډول خبر ورکړی، چې د راتلونکو دریو میاشتو لپاره به د دوی معاشونه نه ورکول کیږي.

طالبانو دغه راز تدارکات او لوژستیکي پېرنې منع کړي دي،

د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له ټاکل کېدو سره سم نوموړي د دریو میاشتو لپاره افغانستان ته د پیسو د لیږد په ګډون ټولې بهرنۍ مرستې و ځنډولې.

د امریکايي مرستو له ځنډېدو سره په افغانستان کې نسبي اقتصادي ثبات ګډوډ شوی او د ډالر په وړاندې د افغانۍ د ارزښت په ټیټیدو سره طالبان په اقتصادي ثبات ساتلو کې له بې نظمیو او مالي ننګونو سره مخ شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د امریکا حکومت باید په خپلو ملي ګټو ډیر تمرکز وکړي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو له ځنډیدو وروسته، د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ نړیوالو مرستندویه موسسو فعالیتونه ځنډول شوي دي.

عبداللطیف نظري له هېوادونو غوښتي، چې بشري مرستې له سیاست څخه جلا کړي.

نوموړي د دې ادارو د کار د ځنډولو دلیل د امریکا له خوا د مرستو ځنډول یاد کړي.

د امریکا د مرستو ځنډېدو د افغانستان د اسعارو په بازار کې بې ثباتي رامنځته کړې ده.

څو ورځې وړاندې د کابل په شهزاده سرای کې یو ډالر په ۶۹ افغانۍ پلورل کېده، خو اوس یو ډالر په ۸۰ افغانیو تبادله کیږي.

د طالبانو مالیې وزارت په یوه ناسته کې د افغانستان اقتصادي وضعیت عادي ګڼلی او اوسنی حالت یې د رسنیو تبلیغات بللي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په خوست کې د یوې کورنۍ د ۱۰ غړو د وژلو په تور ۷ تنه نیولي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۲۵ GMT+۰

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند وايي، چې په عليشير ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د لسو تنو د وژلو په تور یې تر دا مهاله ۷ کسان نيولي دي. مستغفر ګربز ویلي، چې د پيښې په تړاو لا هم پلټنې او عمليات دوام لري.

په خوست کې د طالبانو د والي وياند مستغفر ګربز د چارشنبې په ورځ رسنيو ته وويل، چې د خوست په عليشير ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د لسو کسانو د وژلو په تور يې نن سهار وختي دوه کسان او د ورځې تر پایه ۵ نور کسان نيولي.

نوموړي ويلي، چې نیول شوي کسان يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

ګربز زياتوي، چې تېره شپه وسله وال همدغه کور ته ورغلي، چې د درې ښځو او ۵ ماشومانو په ګډون یې لس کسان وژلي دي.

د طالبانو دغه چارواکی وايي: « بېګاه شپه یوه کور ته وسله وال کسان ورغلي وو، چې د کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لس تنه په شهادت رسولي او امنیتي کسانو په دې تړاو د کشفي مالوماتو په اساس اووه کسان نيولي دي».

نوموړی وايي، چې د لومړنيو پلټنو له مخې پېښه د شخصي ستونزو له کبله رامنځ ته شوې او په دې اړه لا هم پلټنې دوام لري.

هغه زياتوي، چې په پيښه کې د ښکيلو کسانو د نیولو عمليات هم پیل شوي دي.

ددې کورنۍ یو تن غړي وویل، چې په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمن حامله هم وه او درې بچیان یې په نس وو.

د طالبانو د مالوماتو له مخې، د خوست په عليشير ولسوالۍ کې د همدې کورنۍ د قربانیانو د جنازې مراسمو ته د دې ډلې د امنيه قوماندانۍ يو پلاوی هم تللی.

د خوست د طالبانو امنیه قوماندان عبدالله حماد د وژل شویو کسانو د جنازې په مراسمو کې د قربانیانو خپلوانو ته ډاډ ورکړی، چې په پيښه کې ښکیل کسان به له دقیقو او هر اړخيزو پلټنو وروسته «د شرعي قانون منګولو ته» وسپاري.

د طالبانو د مالیې وزارت وايي د افغانستان اقتصادي وضعیت «عادي» دی

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۵۶ GMT+۰

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ټیټیدو سره په ورته وخت کې د طالبانو د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان د اقتصادي وضیعت هر اړخیزه ارزونه یې کړې او دمګړۍ د افغانستان اقتصادي وضیعت عادي دی.

د طالبانو مالیې وزارت د چار شنبې په ورځ وویل، چې د دې ډلې د مالیې وزیر په مشرۍ د مالي پالیسۍ د کارپوهانو له لورۍ د افغانستان اقتصادي وضیعت ارزونه وشوه.

طالبان وايي، د هېواد د اقتصادي وضعیت د ارزونې په دې ناسته کې یې د ملي سوداګرۍ، بهرنیو بشري مرستو، د افغانۍ پر ارزښت او پر اقتصاد د بهرنیو سیاسي بدلونونو او رسنیو د تبلیغاتو په اړه بحثونه کړي دي.

د طالبانو مالیې وزارت ویلي، چې د اوسني اقتصادي وضعیت له هر اړخیزې ارزونې وروسته په ډاګه شوه، چې د افغانستان د سوداګرۍ بهیر له کومې ستونزي پرته په ښه حالت کې دی، بانکي سکټور باثباته دی، عواید په شفاف ډول راټولیږي او د دې ډلې لګښتونه په عادي ډول له ستونزې پرته پوره کیږي.

د طالبانو مالیې وزارت د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ټیټیدو لامل کورني او بهرني تبلیغات یاد کړي او وايي، دمګړی د افغانستان اقتصادي وضعیت عادي دی.

یاد وزارت وايي، د ډالر په وړاندې د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو د پولي واحدونو ارزښت هم ټیټ شوی او دا چاره د افغانستان د منفي اقتصادي وضعیت ښکارندويي نه کوي.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي:« د افغانۍ د ارزښت ساتلو په برخه کې کورني اقتصادي عوامل په عادي حالت کې قرار لري او یاد عوامل د پولي واحد د تلپاتې ارزښت ساتلو هڅو ته دوام ورکوي، چې د مالیې وزارت به له اړوندو امارتي ادارو سره په ګډه په راتلونکي کې هم د ملي اقتصاد او پولي واحد د با ثباته ساتلو په برخه کې خپل مکلفیتونه په جدي ډول ترسره کوي».

پر افغانستان د امریکا د مرستو له بندیدو وروسته د ډالر په وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو په اړه طالبان له هرې ممکنه لارې د استفادې هڅه کوي.

د طالبانو رییس الوزرا د ډالر په وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ټیټیدو د مخنیوي لپاره په یوه نوي حکم کې ټولو سوداګرو، صرافانو، کاروباریانو او خلکو ته لارښوونه کړې، چې په ټولو مالي راکړو ورکړو کې یوازې افغانۍ وکاروي.

انورالحق احدي: که طالبان وغواړي «اماني صندوق» د افغانۍ په ثبات کې مرسته کولای شي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۳۵ GMT+۰

په سویس کې د افغانستان د وجهي (اماني) صندوق د بورډ غړی انورالحق احدي وايي، چې د امریکا د مرستو ځنډول او پای ته رسول به د افغانستان اقتصاد ته۱۵ سلنه زیان ورسوي. احدي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، چې که طالبان وغواړي «اماني صندوق» د افغانۍ په ثبات کې مرسته کولای شي.

هغه په ​​دې باور دی، چې د مرستو ځنډول به د افغانیو ارزښت راټیټ کړي او په افغانستان کې به د بې کارۍ او فقر د زیاتوالي لامل شي.

احدي د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر و او اوس مهال په سویس کې د افغانستان د وجهي (اماني) صندوق د مدیره پلاوي له څلورو غړو څخه یو دی.

نوموړي د چارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۰مه) له افغانستان انټرنشنل سره په یوه مرکه کې وویل، چې په لومړي ګام کې هغه کسان چې په مستقیم ډول د امریکا مرستې ترلاسه کوي د مرستو له ځنډ څخه به زيان وويني.

د هغه په ​​وینا، په تیرو څو کلونو کې د امریکا مالي مرستې په خوړو، روغتیا، تعلیم او په دې وروستیو کې په پرمختیایي برخو کې کارول شوې دي.

انورالحق احدي وویل، له افغانستان سره د بشري مرستو اټکل ۱.۸ ملیارد ډالرو ته رسيږي، چې د افغانستان د اقتصاد شاوخوا ۱۵ سلنه جوړوي.

د احدي په وینا، د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت کمیدل د دې مرستو د ځنډولو یوه «سملاسي» او منفي پایله ده.

هغه خبرداری ورکړ، چې د افغانیو د ارزښت له ټیټېدو سره به بیې هم لوړې شي.

دافغانستان بانک بې وسي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په تېره اونۍ کې د مالي وضعیت د ثبات او د افغانۍ ارزښت ساتلو لپاره په میلیونونو ډالر بازار ته وړاندې کړي.

طالبانو دغه راز د بهرنيو اسعارو د کنټرول هڅه وکړه چې د بهرنيو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د چټکې پرېوتنې مخه ونیسي.

احدي وايي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک کافي ډالر نه لري او خلک پر دغه بانک باور نه لري، چې بازار ته د ډالرو په دوامداره رسولو سره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت وساتي.

هغه ټینګار وکړ، چې طالبانو بازار ته ۹۰ میلیونه ډالر وړاندې کړي دي ممکن د افغانستان بانک له سرچینو څخه نه وي راغلي.

نوموړي اټکل وکړ، چې دا پیسې ممکن د افغانستان لپاره نړیوالې مرستې وي، چې په افغانستان بانک کې زیرمه کیږي.

د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډول پر افغانستان هم اغېز کړی او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت کم شوی دی.

یوه اونۍ وړاندې، د کابل په بازار کې یو امریکایي ډالر په ۷۳ افغانیو بدلېده، خو د سې شنبې په ورځ د سلواغې پر ۹مه یو امریکایي ډالر په ۸۲ افغانیو بدل شو.

د افغانیو د ارزښت په ثبات کې د افغانستان د وجهي (اماني) صندوق رول

انورالحق احدي وايي، افغان وجهي (اماني) صندوق، چې د افغانستان بانک د زیرمو یوه برخه په واک کې لري، کولی شي د طالبانو له غوښتنې سره سم مداخله وکړي او د افغانیو ارزښت ساتلو کې مرسته وکړي.

هغه وويل، که د افغانستان بانک غوښتنه وکړي، نو دغه صندوق کولی شي په دايمي ډول په بازار کې مداخله وکړي.

د هغه په خبره، د صندوق له جوړېدو راهيسې، د افغانستان بانک او د وجهي صندوق ترمنځ هيڅ همکاري نه ده شوې او طالبانو هم له دغه صندوق څخه د مرستې غوښتنه نه ده کړې.

طالبانو په ننګرهار کې یوه ښځه او دوه نارینه د «نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۳۱ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په ننګرهار ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون درې تنه د «نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ ابتدایه محکمې یوې ښځې او دوو نارینه و ته «د نامشروع اړیکو» په جرم سزاګانې ورکړې دي.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د ننګرهار د کوز کونړ ابتدائیه محکمې په عام محضر کې پر دریو تنو عملي کړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، هر مجرم کس په عام محضر کې ۳۹ـ۳۹ دُرې ووهل شوی دی.

د طالبانو د سترې محکمې له لوري د خپرو شویو خبرپاڼو له مخې دې ډلې د ۲۰۲۵ کال په جنوري میاشت کې په ارزګان، کندوز، پکتیکا، پروان، خوست، کندهار، کاپیسا، پکتیا، غزني، نورستان، ننګرهار، کابل او بادغیس ولایتونو کې د ۸ ښځو په ګډون ۴۰ تنو ته د « غلا، زنا، لواطت، اخلاقي فساد، نامشروع اړېکو او له کوره د ښځې تښتونې» په تور په عام محضر کې بدني سزاګانې ورکړې دي.

د راپورونو له مخې، هغه کسان چې د طالبانو د محاکمو له لوري د سزا ورکولو حکم پرې عملي کیږي، د مدافع وکیل لرلو اجازه نه لري.

کندهار کې واک راغونډول؛ د طالبانو استخباراتو دوه منتقد افغان دیني عالمان ونیول

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۲۴ GMT+۰

طالبانو دوه مشهور دیني عالمان، چې په کندهار کې د واک پر انحصار یې نیوکې کړې وې، نیولي دي. ځينو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته تاييد کړې چې د طالبانو استخباراتي ادارې محمود حسن او عبدالقادر قانت وروسته له هغه ونيول چې په کابل کې يې د يوې غونډې پر مهال پر دې ډله نیوکې وکړې.

دغو دوو دیني عالمانو د جهادي او اسلامي ارزښتونو د ملاتړ شورا په غونډه کې د طالبانو له خوا د واک پر انحصار نیوکې کړې وې.

محمود حسن چې د دې شورا غړی او د پنجشير د حج او اوقافو پخوانی رییس دی، وويل چې طالبانو قدرت انحصار کړی دی. هغه څرګنده کړه چې پر ملا هبت‌الله اخوندزاده سربېره، د طالبانو کابينه کې ۱۲ وزيران له کندهاره دي.

سرچينې وايي چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو دغه دوه عالمان د سه شنبې په ورځ، د دلوې پر ۹مه ونيول.

محمود حسن له خپلې کورنۍ سره په تماس کې تایید کړی چې هغه د طالبانو په بند کې دی.

د قانت د نږدې کسانو په وينا، طالبانو هغه هم نيولی دی.

محمود حسن د طالبانو مشرانو ته په تونده لهجه وويل چې قدرت دې یوازې د کندهار په لاسونو کې نه محدودیږي.

هغه غوښتنه وکړه چې طالبان دې د واک انحصار پای ته ورسوي او د افغانستان له نورو ولايتونو او قومونو دې هم استازي په حکومت کې شامل کړي.

د شورا دغه غړي وویل: «موږ اوریدلي چې ۱۲ وزارتونه، د اميرالمومنين ملا هبت‌الله اخوندزاده په ګډون،۱۳ کسان د کندهار دي. دا انصاف نه دی. دا عدل او برابري نه ده. قدرت، که وزارت وي، که رياست او که مديريت وي، هر څه چې وي، دا بايد د افغانستان خلکو ته ورکړل شي».

عبدالقادر قانت، د شورا بل غړی هم په دې غونډه کې موجود و. هغه د تخار د چال ولسوالۍ دی او مخکې هم طالبانو نيولی و.

پر طالبانو د دوی نیوکو په ټولنيزو رسنيو کې پراخ ملاتړ ترلاسه کړی دی.