• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکایي سناتورې د امریکا له مرستو د طالبانو د لاس لنډېدو لپاره لایحه وړاندې کړه

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۶ GMT+۰

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتورې شیلي مور کاپيټو د ملګرو ملتونو له لارې د امریکا مالي مرستو ته د طالبانو او ترهګرو سازمانونو د لاسرسي د مخنیوي لپاره یوه لایحه وړاندې کړه.

د «د نړیوالې ترهګرۍ د مالي ملاتړ د بندولو قانون» په نوم دغه وړانديزي لایحه به د ملګرو ملتونو له لارې د امریکا مرستي په دې توګه مشروطې کړې، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت به د دې تضمين کوي، چې د واشنګټن نغدې مرستې به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په توګه افغانستان ته نه ليږل کېږي.

د لایحې د دوهم شرط له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید دا ډاډ تر لاسه کړي، چې هیڅ «ترهګریز سازمان» به د امریکا له دې مرستې ګټه پورته نه کړي.

سناتورې کاپيټو په یوه بیانيه کې لیکلي: «د امریکا خلک د دوی د مالیې له پیسو د ترهګرۍ د تمویل ملاتړ نه کوي.»

هغې وویل، چې وړانديز شوې لایحه به دا ډاډ ورکړي، چې د امریکا مالي مرستې د ملګرو ملتونو د نغدو پيسو په ليږد کې د طالبانو ډلې په ګټه، چې ښځې او نجونې ځوروي افغانستان ته نه داخليږي.

اغلې کاپیټو وویل: «که ملګري ملتونه افغانستان ته د امریکا لخوا د شويو مرستو حساب په سمه توګه نشي ورکولی نو باید باور پرې ونشي.»

د لویدیځې ويرجینیا سناتورې وویل، چې د یو شمیر نورو سناتورانو په ګډون له ارکانزاس ایالت ټام کاټن، د الاباما کيټي بريټ، د لوييزيانا بيل کسیډي، د فلوريډا ریک اسکاټ، د تګزاس ټډکروز، له ټنسي مارشا بلکبرن، د شمالي کارولينا ټام ټيليس او د جنوبي کارولينا ټيم اسکاټ د دې لايحې ملاتړ کړی.

سناتورې کاپیټو په خپله بیانيه کې زیاته کړې، چې د سیګار د راپور له مخې، د تیر کال په می میاشت کې د امریکايي مالیه ورکوونکو لږ تر لږه ۱۰.۹ ملیون ډالر د طالبانو لاس ته ورغلي وو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستانۍ جنس بدله ارادیا خان: موږ ډیر څه نه غواړو ژوند کولو ته دې پریښودل شو

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۲ GMT+۰

د پاکستان یوه مشهوره جنس بدله یا نرښځۍ او د ځوانانو د ملي شورا غړې ارادیا خان په یوه مرکه کې ویلي، چې حکومت دې دې د زدکړو او کار په برخو کې زمینه ورته برابره کړي او عام خلک دې یې ژوند کولو ته پریږدي.

د نرښځیو د حقونو فعالې ارادیا خان د پاکستان له دولتي راډیو سره په مرکه کې، د پاکستان له حکومت د زدکړو او کارې زمیني برابولو په برخه کې د اسانتیاوو برابولو غوښتنه کړې.

نوموړي وایي:« فکر کوم د حکومت لپاره پکار ده چې ډیر ځه وکړي، په ځانګړي ډول د زدکړو په برخه کې، د کاري زمینې برابرولو په برخه کې.»

دغه جنس بدلې د محرومو ډلو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کوي او په پاکستاني ټولنه کې د ټرانس جنسو د پراخ شمولییت او ټولنیز عدالت غوښتنه کوي.«له خلکو به تردې هاخوا نور څه وغواړم، چې وه وړونو ستاسو څخه موږ ډیره عادي غوښتنه کوو، هغه انساني حقوق دي، هغه که زموږ د قانون له مخې وي، که زموږ د ټولنې د اصولو له مخې وي، یو عادي انسان چې کوم حق لري موږ ته دې هم راکول شي. موږ ډیر څه نه غواړو بس موږ دې ژوند کولو ته پریږدي. »

دغه جنس بدلې خوشاله ده چې د ځوانانو په ملي شورا کې د ټرانس جنسانو استازیتوب کوي.

که څه هم د پاکستان په قانون کې ټرانس جنس د زدکړو ترڅنګ په دولتي ادارو کې د کارولو او نور ټولنیز حقونه هم ورکول شوي، خو د ځینو دودونو له امله په دغه هېواد کې لا هم د دوی حقونو ته د نورو وګړو په څیر درناوی نه کیږي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت: کام ایر شرکت له کابل نه خوست ته الوتنې پیل کړې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، کام ایر خوصوصي هوايي شرکت له کابل څخه خوست ولایت ته لومړنۍ الوتنه وکړه.

دغه وزارت د جمعې په ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي، چې کام ایر هوايي شرکت به د کابل او خوست تر منځ دوه طرفه الوتنې په اونۍ کې دوه ځله کوي او د مسافرو لېږد رالېږد په برخه کې به د پام وړ اساتیاوي رامنځته کړي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د غبرګولي په ۱۳مه نېټه اعلان کړی و، چې کام ایر هوايي شرکت د خوست او دوبۍ تر منځ ددوه طرفه الوتنې پیل کړې دي.

د تېرکال په اکسټ میاشت کې د خوست نړیوال هوايي ډګر مسولانو ویلي، چې له دغه هوايي ډګره به د متحده عربي امارتو دوبۍ ته د الوتنو ترڅنګ د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض او د دغه هېواد جدې ته هم الوتنې پیل کړي.

په امریکا کې نیول شوی افغان بلال صدیقي تر دې وړاندې هم یو کال زنداني شوی و

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۱۱ GMT+۰

سپینې ماڼۍ د (سلواغې ۱۱مه) اعلان وکړ چې د ترهګرۍ په تور یې په دغه هېواد کې یو افغان نیولی؛ خو د انځور له خپرولو پرته یې د دغه کس د هویت په تړاو هېڅ ډول معلومات نه دي خپاره کړي.

افغانستان انټرنشنل موندلې چې نیول شوی کس «بلال صدیقي نومېږي» او د کابل ولایت د ګلدرې ولسوالۍ اوسیدونکی دی. هغه تر دې دمخه هم په امریکا کې یو کال زندان تېر کړی و.
افغانستان انټرنشل د نیول شوي کس له ځینو ملګرو سره د هغه د ژوند په تړاو خبرې کړي.
د هغه ملګرو ویلي چې بلال خان صدیقي په هند کې د زده کړو له پای ته رسولو وروسته د برازیل ویزه ترلاسه کړې وه او بیا په قاچاقي ډول د مکسیکو له لارې امریکا ته ننوتی و.
هغه د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د هندوستان اوتر پرادیش ایالت کې له «شاردا پوهنتون» څخه د کمپیوټر ساینس په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړ. د هغه یوه ملګري د نوم نه ښودو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نیول شوي کس له خپلې کورنۍ د بزګرۍ لپاره د کښت د تخمونو په کاروبار کې هم مرسته کوله. د بلال خان صدیقي کورنۍ په کابل کې د کښت د تخمونو دوکان لري او هغه به له هند څخه افغانستان ته د خپل کاروبار لپاره تخمونه هم واردول.
په هند کې د هغه تر فراغت وروسته نوموړي د برازیل ویزه ترلاسه کړې او هلته تر رسیدو وروسته یې تر مکسیکو پورې قاچاقي لار وهلې او بیا له هماغه ځایه امریکا ته تللی دی. د هغه د یوه ملګري په خبره، نوموړی د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ میاشت کې امریکا ته په قاچاقي توګه ننوت.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړې چې نوموړی هغه مهال امریکا ته له ننوتو سره سم ونیول شو او د امریکا د امنیتي ادارو له لوري نږدې یو کال په توقیف کې وساتل شو؛ خو څو ورځې دمخه خوشې شو. د هغه یو ملګری چې په امریکا کې استوګن دی افغانستان انټرنشنل ته ویلي،‌ چې بلال خان صدیقي د دویم ځل لپاره د امریکا د امنیتي ادارو له لوري نیول شوی او دغه چارې دی حیران کړی دی.
بلال خان صدیقي د خواله رسنیو پر فېسبوک پاڼه هم یو اکاونټ لري، وروستی پوسټ یې د ۲۰۲۲ کال د می پر ۳۱مه نېټه د خپل فراغت په تړاو کړی دی.

100%


هغه پر خپله فېسبوک پاڼه هېڅ ډول سیاسي یا مذهبي لیکل نه دي کړي او نه یې هم د کومې جنګي ډلې په ملاتړ په کې څه لیکلي دي.
د معلوماتو له مخې امریکا کې تازه نیول شوی افغان کس نږدې ۲۷ کاله عمر لري او د امریکا حکومت ویلي چې هغه به ډېر ژر له دغه هېواد څخه د ټرمپ د تازه پرېکړې له مخې ډېپورټ شي.
د هغه ملګري په دې باور دي چې بلال له هېڅ ډول ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري او یوازینۍ ګناه یې دا ده چې په ناقانونه توګه امریکا ته ننوتی و.
ډونالډ ټرمپ په خپلې یوې وروستۍ وینا کې ویلي چې هر هغه ناقانونه کډوال چې د امریکا دننه په جرمونو کې ښکېل وي ګوانټنامو زندان ته به یې ولېږي. د بلال خان صدیقي د برخلیک په تړاو تر اوسه دقیقه نه ده څرګنده چې هغه به دغه زندان ته ولېږل شي او که به بېرته خپل هېواد ته واستول شي.

د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۳۳ GMT+۰

چارواکي وایي، چې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین په ختیځ سومي ښار کې د استوګنې په بلاک د روسیې د بې پیلوټه الوتکې برید له امله نهه کسان وژل شوي چې درې یې عمر خوړلي دي. په دغه برید کې ۱۳ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

مسکو د اوکراین ښارونه د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې نږدې هره ورځ په لسګونه توغندیو او بې پېلوټه الوتکو په نښه کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دغه برید په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: "دا یوه وحشتناکه تراژیدي ده، د روسیې یو وحشتناک جنایت دی. دا ډېره مهمه ده چې نړۍ د دې ترهګرۍ لپاره په روسیه فشار راوړي."

د اوکراین ملي پولیسو وویل، چې د لټون عملیات له ۱۹ ساعتونو وروسته پای ته ورسیدل او ژغورونکو په کنډوالو کې نهه جسدونه او ۱۳ کسان ټپیان وموندل.

اوکرایني څارنوالانو وویل، چې په وژل شویو کې درې جوړې – نارینه او ښځینه شامل دي، چې عمرونه یې د ۶۱ او ۷۴ کلونو ترمنځ دي.

د سیمي څارنوالۍ دفتر ویلي، په وژل شویو کې یوه ۳۷ کلنه ښځه هم شامله ده، په داسې حال کې چې د هغې اته کلنه لور ټپي شوې ده.

سومي ښار د اوکراین په شمال ختیځ کې له روسیې سره پر پوله پروت دی او په دوامداره توګه د مسکو له خوا په نښه کېږي. له جګړې څخه مخکې شاوخوا دونیم لکه خلک دلته اوسېدل.

نادولتي موسسې: په میلیونونو افغانان له ایران او پاکستان څخه د وتلو له ګواښ سره مخ دي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۰

د ناروې د کډوالو شورا د بشري نادولتي موسسو مشر جان ایګلینډ پر نړۍوالې ټولنې تور پورې کوي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له رانسکورېدو وروسته یې له افغانانو مخ اړولی.

جان ویلي چې له ګاونډیو ایران او پاکستان څخه هره ورځ په زرګونه افغانان بیرته افغانستان ته استول کیږي.

نوموړی وايي، دواړه هېوادونه ادعا کوي چې له لسیزو ملاتړ وروسته نور نه شي کولای د افغاني ټولنې کوربه توب ته دوام ورکړي.

د ناورې د کډوالو شورا دغه مشر وايي، هغوی چې بیرته راستانه شوي دي ژوند یې له ګواښه سره مخ دی.

څو ورځې وړاندې د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیال رووف مازو له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه د افغان کډوالو پر اېستلو باندې اندېښنه وښوده او دا اقدام یې د نړۍوالو اصولو خلاف بللی دی.

همدا ډول د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې (یونسیار) په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو پر نیول کېدو او په جبري توګه شړل کېدو باندې هم نیوکه کړی.

په دې ورستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره شوي او لا هم روان دي، د اسلام اباد پولیس هر ورځ د افغانانو په کورنو چاپې اچوي، نیسې یې او له ځان سره یې وړي، چې زیات شمېر یې بېرته جبري افغانستان ته استوي.

په اسلام اباد کې افغان کډوال د پنجشنبې په ورخ افغانستان انترنشنل ته د یوې ویډیو په رالېږلو سره وویل، چې پاکستاني پولیس هغه کډوال افغانان هم نیسي چې قانوني اسناد لري.